(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
راغلې پسرليه! ښايستونو سترګې تورې کړې
عجبه رنګيني شوه سرو ګلونو سترګې تورې کړې
اوس به دَ افغان خاوره هم وويني مستي لږه
ځوانانو پټکي وتړل او جونو سترګې تورې کړې
ګورو به رقيبه چې نفرت که محبت ګټي
باروتو سترګې خړې، قلمونو سترګې تورې کړې
دا دَ ګل اندام جانان دَ مينې کمال دى که نه؟
غم لاسونه سره کړل چې يادونو سترګې تورې کړې
دَ عشق په جل وهليو دَ رحمت باران کېدونکى دى
ګوره چې دَ حُسن اسمانونو سترګې تورې کړې
مونږ به اوس حېرانه دَ رڼا په لاره تګ کوو
غږ دَ سباوون په تورتمونو سترګې تورې کړې
Abdul Hadi Hairan
بېرته شاته |