پښتونستان یو رښتېا
[07.Oct.2020 - 14:53]پښتونستان، یو رښتيا
لیکوال: احمد جان تڼی/ کتنه: محيب مشواڼی
خپلواک (ازاد)پښتونستان یو خوب او خیال نه دی بلکې یو واقعیت دی چې ډېر ژر به د نړۍ پر مخ راڅرګندېږي.
دا کوم مصنوعي هېواد نه دی بلکې زرګونه کلونه تاریخ لري، یوه سیمه لري چې پکې لسګونه میلیونه خلک اوسېږي، یو کلتور، یو اقتصاد ، یوه ژبه او یو له بل سره د وینو رشته لري.
مګر یو شمېر استعمارې او مزدورې کړۍ هڅه کوي چی د دې هېواد پر شتون او نوم باندې سترګې پټې کړي.
پښتونستان د زرګونو کلونو په اوږدو کې په سیمه کې شتون لري. پښتونستان په خپل تاریخ کې ډېرې لوړې او ژورې لیدلي دي، د پښتونستان (پښتیخا، پښتونخوا…) په غېږ کې ډېر لوړ تمدنونه راټوکېدلي دي.
یو ځل بیا په سیمه او نړۍ کې پښتونستان را څرګندېږي هغه پښتونستان چې د زرګونو کلونو تاریخ لري او د نړی نامتو تاریخ پوهانو د پښتیخا ، پکتیکا ، پښتونخوا او نورو نومونو سره یاد کړی او د هغه د برم او عظمت خبرې یې کړي دي.
لوی شاعر ، قومي ملي مشر او مبارز بابا هوتک ( ۶۶۱-۷۴۰ز.ز) د پښتونخوا ځوانان د مغولو د تاړاک پر وړاندې مبارزې ته رابللي و ، همدا مبارزه د دې سبب شوه چې په پښتونخوا د مغولانو د واکمنۍ د ټینګېدو مخنیوی وشي.
احمدشاه بابا یو ځل بیا د پښتونخوا ( پښتونستان) پولې تر هنده ورسولې او کله چې د هند پر تخت کېناست ، د پښتونخوا د غرونو د سرونو په یاد کې يې د ډیلي تخت هېر کړ.
د نړۍ او سیمې سیاستوال او څېړونکي په سیمه کې د یوه ستر بدلون وړاندوینه کوي. د دوی په باور هغه شرایط اوس را رسېدلي دي چې په سیمه کې د خپلواک پښتونستان بیرغ ورپېږي.
د خپلواک پښتونستان د توغ پورته کېدل او په دې نوم یو هېواد یو ځل بیا را ټوکېدل کومه تصادفي خبره نه ده بلکې دا یو ټولنیزه اړتيا ده او دا د تاریخ حکم دی چې:
په سیمه کې پښتانه د نړۍ د نورو ولسونو او ملتونو په څېر دا حق لري چې ځانته یو خپلواک هېواد ولري او خپل برخلیک پخپله وټاکي.
پښتانه او پنجابی ښکېلاک(استعمار):
د انګرېزي استعمار په واسطه د پښتنو ځمکو لاندې کول د دې سبب شول چې د پښتون قوم اکثریت د انګرېزي استعمار لاندې ژوند وکړي.
کله چې انګرېزي استعمار له سیمې څخه کډه کوله نو ځای یی یو بل استعماري هېواد (پاکستان ) ونیو چې پښتانه، بلوڅ، سندیان، کشمیریان او نور یې لاندې کړل.
پنجابیانو د پښتنو پر طبعي منابعو باندې خېټه اچولي ده او هغه لوټ کوي مګر پښتانه ځوانان له بېکارۍ څخه عربي هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره روان وي.
پښتانه سیاسی اختیار نه لري:
د پاکستان ټوله اداره او سیاسي سازمانونه د پنجاپ تر کنټرول لاندې دي پښتانه ، بلوڅ او سندیان د دې واک نه لري چې د خپلو حقوقو پوښتنه وکړي.
په دې کې شک نه شته چې د پښتنو اکثریت ولس د پنجاپی استعمار تر ژغ لاندې ژوند کوي او دوی یوه شېبه هم د خپل روا حق د درلودلو څخه په شا شوي نه دي.
پنجاپی استعمار د ایران ، کابل او لویدیز په غیر مستقیمه همکارۍ سره هڅه کړې ده چې په کې د پښتنو او بلوڅو ازادي غوښتونکي غورځنګونه په ډېره بې رحمۍ سره وځپي.
پنجابیانو په دې تېرو ۷۳ کلونو کې په میلیونو پښتانه او بلوڅ وژلي او د دوی کورونه او کلي یې وران کړي دي پنجابي استعمار نه یوازې په فزیکي توګه د پښتنو او بلوڅو د له منځه وړلو هڅه کړې ده بلکې هڅه یې کړې ده چې غږونه چوپ کړي او هم د دوی مغزونه پر زهرجنو تبلیغاتو سره ومینځي.
مګر اوس حالات بدل شوي دي نړۍ پر یو کلي اوښتې ده.
د حق او عدالت لپاره د غږ اوچتیدو مخنیوی کول ډېر ستونزمن دي. که څه هم د ملګرو ملتونو له خوا اوس کوم هېواد د استعماري هېواد په توګه په رسمیت نه پېژندل کېږي مګر بیا هم استعماري هېوادونه لکه پنجابۍ استعماري اداره (پاکستان) وجود لري چې د مختلفو ولسونو او سیمو اشغال ته دوام ورکوي.
یو نوی هېواد ډېر ژر رامنځته کېږي، چی د دې هېواد په رامنځته کېدو سره نړیوالې سیاسي – پوځي معادلې او اقتصادي حالات بدلون مومي.
دا هېواد به د دې سبب شي چې یو شمېر نړیوال قدرتونه د خپل پخواني پرتم څخه را وغورځي او د هغه پر ځای به په سیمه کې نوی ځواکمن هېواد ر منځته شي.
د دې هېواد په رامنځته کېدو سره، د سیمې په سیاست کې یوازې د هند او چین خبرو او نظر ته اهمیت نه ورکول کیږې بلکې همغه نوی رامنځته شوی هېواد به هم د سیمې په سیاستونو کې مهم ځای ولري. هغه مهال به د پاکستان او ایران ارزښت د پخوا څخه کم شوی او په سیمه کې به درېيمې درجې هېوادونو را ټیټ شوي وي.
د پښتونخوا هېواد د هویت له منځه وړلو لپاره توطیه ډېره پخوا او په دقیقه توګه سنجول شوې وه. په تېره یوه نیمه پېړۍ کې د کابل دربار، انګریزي استعمار او د پارسي پاشیزم له خوا هڅه وشوه چې د پښتونخوا هېواد نوم او هویت د خلکو د یاده وباسي.
په دې کې شک نه شته چې لرغونې پښتونخوا په څو ټوټو بېله شویې ده خو اوس بېرته دا هڅه روانه ده چی دا هېواد سره متحد او د خپلواک هېواد په شکل د نړۍ په سیاسي جغرافیا کې رامنځته شي.
دا یوه تاریخي اړتیا ده او د خلکو غوښتنه ده چې دوی به بیا په خپله سیاسي جغرافیا کې سره یو کېږی.
د دې هېواد د جوړېدو مخالفین انګریزان – پنجابیان هېڅکله دې ته تیار نه و او نه دي چی د دې هېواد په جوړېدو سره خپله تباهي ومني.
کابل ارګ او پښتونستان:
د کابل ارګ تر ننه د دې سیمو د خپلواکي او د پخواني هېواد د یو ځای کولو لپاره کوم پلان او پروګرام نه درلود بلکې هڅه یې کړې ده چې د داسې یو غورځنګ چې د دې تاریخي خاورې یو ځای کول غواړي مخنیوي وکړي.
که څه هم سردار محمد داود خان د خپل صدارت په دوران کې د ازاد پښتونستان د داعیې ملاتړ کړی و، او دا داعیه د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند په ډېر جدیت سره تعقیبوله خو د ډاکټر نجیب الله د حکومت له استعفا وروسته د کابل ادارې تر ننه پورې د پنجاب د استعماري ادارې د غوښتنو او هدفونو سره سم حرکت کړی دی.
دپښتونستان په هکله د کابل د ارګ پالیسي تر ډېره بریده د پښتنو او بلوڅو په روا حقوقو باندې د خاورې اړول دي او هڅه کېږي چې د دې نوموړي غورځنګ په ځپلو سره د پنجابستان له استعمار سره مرسته وکړي.
د افغانستان اوسنی اولس مشر محمد اشرف غني په خپلو ویناوو او مرکو کې په څو څو ځله ویلي دي چې دوی د پاکستان سره کومه ستونزه نه لري او غواړي له دې هېواد سره نېکې اړيکي ولري.
کابل په تېرو نږدې شلو کلونو کې:
پر ډیورنډ منحوسه کرښه يې د اغزن تار د غزولو اجازه ورکړه کابل له پنجاب سره پر دغې کرښې دواړو غاړو خلکو ته وېزه او پاسپورټ جبري کړل.
کابل پنجاب ته اجازه ورکړه چې د کرښې په اوږدو کې پوځي تاسیسات او دروازې جوړې کړي.
کابل هېڅکله د ډیورنډ د منحوسې کرښې او د ازاد پښتونستان داعیه پورته نه کړه
په افغانستان کې يې د ازاد پښتونستان ملاتړ کوونکي په ډېره ماهرانه توګه د سیاست له ډګر څخه ګوښه کړل پنجابي پوځیان کابل ته په پوځي الوتکو کې پرته له وېزې او پاسپورټ تګ او راتګ کوي.
او نور د ازاد پښتونستان د نوم له اخیستلو څخه نه یوازې له پنجاب استعماري دولت وېرېږي بلکې پر ځان یې لړزه پرېوزي، د ازاد پښتونستان له نوم اورېدلو سره د کابل درباري واکمنان هم خپله واکمني په خطر کې ویني.
کله چې انګریزي استعمار له دې سیمې څخه په کډه کېده نو له پښتنو څخه يې د غچ اخیستلو لپاره په سیمه کې د پاکستان په نوم د یو استعماري دولت بنسټ کېښود.
د ازاد پښتونستان اعلان:
کله چې پښتنو دا خطرناکه توطیه ولیده او هم یې ولیدل چې د کابل دربار نه غواړي پښتانه په یو هېواد کې سره راټول او تر یو ملي بیرغ لاندې ژوند وکړي نو د جون په ۲۱ یې د بنو په ښار کې تاریخي لویه جرګه جوړه کړه، دا جرګه د پښتنو د ازادۍ له لارې د لوی مبارز حاجي میرزالي خان تر نظر لاندې جوړه او د پښتنو په تاریخ کې یې مهمې پرېکړې وکړې.
په دې لویه جرګه کې( ۲۱ جون ۱۹۴۷) له ډیورنډ هاخوا د ټولو پښتنو استازو، سیاستوالو او مشرانو ګډون کړی و. دې جرګې ته له افغانستان څخه هم ډېر شمېر کسان ورغلي و. دا یوه فرمایشي جرګه نه وه بلکې یوه ولسي ملي لویه جرګه وه چې په سیمه کې یې د یو نوي هېواد د جوړېدو مفکوره رامنځته کړه.
دا هېواد، بل هېواد نه دی دا هېواد زرګونو کاله تاریخ لري، نوم او هویت لري، دا هېواد به د پښتنو حکومت وي چې پر اسلامي اصولو ولاړ ازاد حکومت به وي چې پر ډيموکراسۍ ولاړ عدالت به پلی کوي.
نوموړې جرګې د ټولو پښتنو غږ پورته کړ، دا کومه ناڅاپي خبره نه وه کله چې له برتانوي هند څخه انګرېزانو د وتلو نیت ښکاره کړ باید د کابل حکومت سملاسي له افغانستان څخه د بېلې شوې خاورې د بېرته یوځای کولو لپاره عملي اقدام کړی وای مګر د کابل حکومت پر همدې حقیقت باندې سترګې پټې او غوږونه کاڼه کړل بلکې د کابل حکومت نه غوښتل چې د سیمې پښتانه په یوه او مستقل هېواد کې سره راغونډ شي دا ځکه چې د کابل دربار تر ډېرې ا ندازې پورې د پښتنو ضد روحیه درلوده او اوس هم دا روحیه د کابل په ارګ کې حاکمه ده.
د همدې له لامله پښتانه اړ شول چې د خپل برخلیک په هکله یوه لویه جرګه راوغواړي او په دې ډول سره د برتانوي هند د ړنګېدو په صورت کې خپل ځای مشخص کړي.
دا یو واقعیت دی چې د کابل حکومت هېڅکله د رښتیني افغانستان له وجود څخه د بېلې شوې خاورې د بېرته یو ځای کولو لپاره نه کوم پلان درلود او نه تر اوسه موجود دی، د کابل د واکمنانو لپاره افغانستان یوازی او یوازې د امیر عبدالرحمن خان میراث دی.
همدا خبره ده چې د کابل سیاستونه په همدې نظریه (عبدالرحمن خان په میراث) کې راټولېږي.
باید ووایو چې د پښتونستان هېواد ورځ د جون یویشتمه نېټه ده چې لویې جرګې د بنو په ښار کې مطرح کړه.
همدارنګه ۱۳۲۸ کال د سنبلې په ۹ نېټه د افغانستان او تر استعماري واک لاندې د سیمو خلکو مشرانو په کابل کې لویه جرګه جوړه کړه چې دا ورځ د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ ونومول شوه په دې ورځ د هغو لس ګونو زرو شهیدانو یاد تازه کېده چې د انګریزي او پنجابي استعمار پر وړاندې په مبارزو کې شهیدان شوي دي او یا تر اوسه په دې لاره کې خپل سرونه له لاسه ورکوي.
دا مبارزې د ډيلې د مغولي واکمنانو پر وړاندې د مبارزو چې د لوی خوشال خان، پیر روښان ، ایمل خان او د نورو د مبارزو دوام دی د دې مبارزو اصلي موخه د پښتنو د یوه ازاد او خپلواک هېواد جوړېدل و او ده.
لوی احمدشاه بابا د ځانګړي نبوغ او د لارښوونې لوی استعداد په درلودلو سره وکولای شول د پښتنو مبارزې د بریالیتوب په لور رهبري کړي پښتنو او بلوڅانو د ده تر مشرۍ لاندې په دې سیمه کې یو ځواکمن هېواد تشکیل کړ ټول پښتانه د پښتونخوا په پراخه سیمه کې د یوه لوی ولس په توګه راڅرګند شول.
دا د یادولو وړ ده چې د احمدشاه بابا، تېمور شاه او شاه زمان په واکمنیو کې دا خاوره متحده پاتې شوه مګر له پورتنیو واکمنانو څخه وروسته د کابل واکمنانو یو هم د پښتنو د خاورې د بیا يو کېدو او د یوه ځواکمن د هېواد د جوړېدو لپاره نه کوم کار کړی او نه یې کوم پلان درلودلی دی. دا ځکه چې دوی ټولو خپل پښتني هویت او قومي احساس له لاسه ورکړی و، ځکه د دوی لپاره یوازې د کابل تاج او تخت اهمیت درلود.
پښتنو او بلوڅو د انګرېزي استعمار پر وړاندې په مبارزو کې استعمارچیان یوه ورځ هم په کراره نه پرېښودل، چې په دې لاره کې په لس ګونو زرو اتلانو لکه ملا پاونده، حاجي صاحب ترنکزو او نورو مشرانو پر پرنګیانو رڼا ورځ توره شپه ګرځولې وه.
د خپلواکۍ د مبارزو معاصر مشران چې د انګرېز او پنجابي استعمار پر وړاندې په کلکه ودرېدل حاجي میرزاعلي خان (مشهور په ایپي فقیر)، خان عبدالغفار خان، خان عبدالصمد خان اڅکزي، مشهور لیکوال او شاعر اجمل خټک او نور چې د خپلو سل ګونو زرو پلویانو سره یو ځای د انګرېزي او پنجابي استعمار پر وړاندې د خپلواکۍ لپاره په میړانه سره ودرېدل، په دې مبارزو کې پښتانه یوازې نه و او نه دي بلکې بلوڅان هم له دوی سره اوږه پر اوږه د پنجابي استعمار پر وړاندې په کلکه ودرېدل چې د هغې ښه مثال یې د نواب اکبرخان بګټي دی چې د پنجابي استعمار په مقابل کې په میړانه ودرېد او د استعماري ځواکونو له خوا په ډېره مظلومانه توګه په شهادت ورسېد، خو د کابل مزدورې ادارې د خپلواکۍ په لاره کې د دې اتل هېڅ نوم وانخیست.
ازاد پښتونستان او چپي مبارزین:
په افغانستان کې د خلک دموکراتیک ګوند له موسسینو څخه میر اکبرخیبر په خپله لیکنه کې څرګنده کړې ده:
که یو ولس سیاسي خپلواکي نه لري او د بل تر اسارت لاندې ژوند کوي د هغه ټول مادي او معنوي استعدادونه به نه یوازې د مسلط نظام په ګټه وي بلکې هغه ټول به ورته د ځان بلا او لوی تکلیف وي، مال به د ده وي خو اختیار به یې د بل، څه چې یې زړه غواړي هغه به نه شي کولای او څه چې یې زړه نه غواړي هغه به پرې کېږي زحمت او کړاو به د ده وي، خو ګټه به یې د نورو.
پښتونستان (نشنلزم) یو واقعیت دی ځکه چې د پښتون په نامه یو ولس موجود دی د ځمکې په یوه معینه سیمه کې ژوند کوي، د پښتون ولس د ملي خپلواکۍ د مبارزو او د پښتنو د عظمت په نامه په تاریخ کې یو ځلانده څپرکی موجود دی، هر کله چې پښتنو له دغو درې ګونو عنصرونو څخه یوه (واکمني) بایللې ده نو د هغه د بېرته لاس ته راوړلو لپاره د پښتونستان په نامه د یو نهضت پيلول یو معقول کار هم دی، ځکه چې د پښتونستان سیمه د لویې پښتونخوا له اصلي وجود څخه په داسې غیر عادلانه شرایطو سره بېله کړای شوه، چې هېڅ قانوني او حقوقي نسبت یې نه درلود.
هغه تړونونه چې په دې اړه شوي دي هغه د حاکم او محکوم غالب او مغلوب او په پای کې د جابر او مجبور ترمنځ و او هېڅ تړون په داسې حال کې حقوقي ماهیت نه لري، د هند د وېش په وخت کې چې کومه نامه رای ګیري وشوه هغه د (SELF_ DETERMINATION)
له اصولو څخه ډېره مخالفه او ليرې ده ځکه په دې رایه ګیرۍ کې پښتنو او بلوڅو ته اختیار نه و ورکړل شوی، چې لکه څنګه چې یې غوښتني وې هغسې خپل سرنوشت وټاکي هغوی ته يوازې دا چانس ورکړل شوی و چې یا به هندوستان مني یا پاکستان.
رایه ګیرۍ له اصل سره سم باید پښتنو ته دا اختیار ورکړل شوی وای، چې خپل مقدرات له خپلې خوښې سره سم په هندوستان ـ پاکستان ـ پښتونستان یا افغانستان پورې تړي که یا په کوم بل حیث، د افغانستان ذکر له دې کبله حتمي و، چې د اوسني پښتونستان په نامه چې موږ کومې سیمې پېژنو هغه د ډېرو ظالمانه تړونونو پر اساس له افغانستان څخه جلا شوي دي پښتانه افغانستان خپل مرکز بولي او په دې مرکز باندې راټولېدل د هر پښتانه د زړه ارزو او حق دی بله دا چې د پښتونستان د خپلواکۍ نهضت له دې کبله هم یو واقعیت او معقول دی، چې د اړتیا له اصل سره سمه یواړتیا ده،د افغانستان د سیاسي استحکام او نظم لپاره د پښتونستان د موضوع حل یو حتمي او ضروري کار دی.
د پښتونستان سیاسي محکومیت د افغانستان سیاسي استقلال ته ستره صدمه ده، تر څو چې پښتانه خپل بشپړ سیاسي استقلال ترلاسه نه کړي د افغانستان خپلواکۍ به پر یوه پښه وي، د پورتنیو ملاحظاتو په رڼا کې دا ویلای شو، چې د پښتونستان نهضت یو خالص نیشنلستي د استعمار پر ضد نهضت او یو ضرروت دی، د یوه نیشنلستي نهضت ملاتړ او په یوه استعماري ضد نهضت کې برخه اخیستل د هر ملي او مترقي افغان ملي او بین المللي دنده ده، هره ناغېړه چې په دې برخه کې کېږي نه یوازې به د امپریالزم او ارتجاع په ګټه وي بلکې د هر اصلاحي پروګرام د عملي کولو او د هر مترقي اجتماعي نهضت د پرمخ بيولو په لاره کې به لوی لوی خنډونه پیدا کړي.
د پښتونستان د ازادۍ او بیا د وطن ګوند د واکمنۍ د پای ته رسېدلو سره د دې دورځې نمانځل هم د نویو واکمنو ټولګیو له خوا پرېښودل شول.
دا ورځ نه یوازې د خلک دموکراتیک ګوند په واکمنۍ کې نمانځل کېده بلکې د افغانستان شاهي او جمهوري حکومتونو هم نمانځله.
په دې کې هېڅ شک نه شته چې د خلک دموکراتیک ګوند د واکمنۍ د پای ته رسېدو څخه وروسته په افغانستان کې هغه ډلې واک ته ورسېدې چې په پاکستان کې جوړې شوې وې او د هغه دولت د پټو منابعو له خوا یې ملاتړ کېدې.
په کابل کې د اوسنۍ واکمنې ډلې له واک ته رسېدو نه وروسته تر ټولو لومړی عملي اقدام دا و ، چې په پښتونستان واټ کې یې د پښتونستان بیرغ راښکته کړ، په کابل راډيو کې یې د پښتنو او بلوڅو د یووالي لپاره خپرونه بنده کړه .
مګر له پښتونستان واټ څخه د پښتونستان د بیرغ د ښکته کولو او د دی ځای د نوم اړولو څخه موخه پنجابي استعمار ته د کابل حکومت له خوا د دی اشارې ورکول و او دي، چې دا حکومت اوس د پښتنو او بلوڅو له داعیې څخه ملاتړ نه کوي، او په ماهیت کی د ډیورنډ منحوسه کرښه په رسمیت پېژني.
باید ووایو چې واک ته د حامد کرزي په رسېدلو سره تر ننه پورې د پښتنو او بلوڅو د حقوقو څخه د دفاع او د ډیورنډ د منحوسې کرښې د نه منلو لپاره تر اوسه کومه رسمي غونډه او یا پرېکړه د کابل دولت له خوا نه ده تر سره شوې.
د پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون غونډه یوازې د مدني ټولنو، ادیبانو او سیاسي غیر دولتي شخصیتونو له خوا تر سره کېږي چې دا یوازې د ولسونو پیستون په ډاګه کوي.
اوس دا پوښتنه را منځته کېږي چې د کابل حکومت ولیېد پښتنو او بلوڅو د مبارزاتو په هکله یو روښان دریځ نه نیسي؟
ایا کېدای چې وویل شي چې د پښتنو او بلوڅو مبارزه پای ته رسېدلې وګڼو او یا دا کېدای شي چې له دې څخه سترګې پټې شي چې ټول پښتانه دا حق نه لري چې په یوه واحد هېواد کې سره راټول له کراچۍ څخه نیولي تر بادغیس او کشیمره پورې یو اباد او ځواکمن دولت تشکیل کړي؟
خلک پر دې ښه پوهېږي چې د پښتنو ترمنځ د یووالي تامین او د بلوڅو د حقوقو د تر لاسه کولو لپاره مبارزې ته په اوس مهال کې ډېر ضرورت دی خو تر هغه وړاندې باید د پښتو په مغزو کې دا احساس را پیدا شي چې دوی پښتانه دي او په دې نړۍ کې د یو ځانګړي قوم او ولس حیثیت لري، او دوی یو وجود دی چې د استعماري ځواکونو له خوا په وحشیانه توګه ټوټې شوي دی، پښتانه په دې باید پوه شي چې تر هغې چې ټولې ټوټې یې په یو هیواد کې سره یو ځای شوې نه وي تر هغې به دوی دغسې د خوارۍ او ذلت ژوند ترسره کوي.
د سیمې نور زبرځواکونه لکه ایران هم د دواړو ولسونو سره د دښمنۍ سیاست مخې ته بیایي د ایران له خوا د پښتنو او بلوڅو پر وړاندې ډیرې ناوړه توطیې طرح او عملي کېږي په ایران کې دننه هرکال په زرګونو بلوڅان په مختلفو نومونو سره وژل کېږي په ایران کې بلوڅ د هر ډول سیاسي او ټولنیزو حقوقو څخه بې برخې دي.
په افغانستان کې هم پښتانه په واقعي مانا سره له سیاسي واک څخه بې برخې دي او په اوسني دولت کې د بې صلاحیته پښتو ژبو سمبولیک موجودیت دا مانا نه لري چې دوی په واک کې ګډون لري په افغانستان کې ټول واک د یو شمېر کړیو په لاس کې دی چې ځانونه د لږکیو او په ځانګړې توګه د تاجکو، هزاره ګانو او ازبکو نماینده ګان بولي.
دا په دې مانا چې د افغانستان، پښتونخوا، بلوڅستان پښتانه او بلوڅ د محکومو ولسونو په توګه ژوند کوي او دوی د استعماري ځواکونو له خوا په ډېره بې رحمۍ سره ځپل کېږي، لکه چې په تېرو پېړیو کې پښتنو او بلوڅو په ګډه یو له بله دفاع کړې ده په همغه ډول اوس هم همغه شرایط دي چې دواړه ولسونه یو له بل سره د ورورۍ ټینګ لاسونه ورکړي تر څو د دښمنانو دسیسې شنډې کړي، دا هغه مهال کېدای شي چې د دواړو ولسونو ترمنځ اړیکې ټینګې شي.
یو ولس او یو برخلیک:
ډېر شمېر سیاسي کتونکي پر دې باور دي چې پښتون ولس هر چېرې چې اوسېږي یو ولس دی ، د دې ولس موخه بیا یووالی او په یوه جغرافیا کې د قوي دولت جوړول دي او د دې موخې د تر لاسه کولو د پاره یوازېنۍ لاره د شرایطو سره سم د مبارزې مخې ته بیول دي.
د دې ولسونو دښمنان هم دا هڅې کوي چې د پښتنو او بلوڅو هره ټوټه په بېل، بېل ډول سره وځپې تر څو په مغزونو کې یې د یووالي خیال پیدا نه شي.
ډېری پښتانه سیاستوال وایي چې په افغانستان کې په روانه جګړه کې افغانان وژل کېږي، خو له دې څخه سترګې پټوي چې دا جګړه د ټولو افغانانو پر ضد روانه نه ده، دلته هم نړیواله ټولنه، کابل اداره او طالبان د تاجکانو، هزاره ګانو او د نورو له سیمو څخه لیرې ګرځي او یوازې دوی پښتنې سیمې د جګړو میدان ګرځوي او د دولت مخالفین هم د پښتنو په سیمو کې جنګېږي چې له دې امله هره ورځ په سلګونو پښتانه وژل کېږي،ډېر شمیر کتونکي پر دې باور دي چې د کابل په اداره کې واکمنې ډلې، د پنجاب استعمار او د تهران لوړتیا غوښتونکي ټول په ګډه د پښتنو د ځپلو ګډ پروګرام لري دې پښتنو ضد تور مثلث که له یوې خوا د پښتنو سیمه د جګړو پر ډګر ګرځولې ده نو له بلې خوا دوی په ډېره منظمه توګه د پښتنو د مشرانو د وژلو پروګرام مخې ته بیایي .
د یادولو وړ ده چې په سیمه کې د پنجاب واکمنانو، ایراني لوړتیا غوښتونکو او د هغوی مزدورو کړیو ډېره خطرناکه لوبه پیل کړې ده دا لوبه کېدای شي یا په لویه نړیوالې جګړې واوړي او یا به د سیمې په سیاسي جغرافیا کې د بدلون سبب شي.
باید یادونه وشي چې په سیمه کې پښتانه یو وجود دی او د دوی برخلیک تل یو و او وي به ، اوس مهال په دې سیمه کې پښتانه او بلوڅ ټوټې ټوټې او د دوی غلیمان یو دی نو له دې امله دا د شرایطو غوښتنه ده چې دوی یو یو له بل سره د ورورۍ ټینګ لاسونه سره ورکړي.
دا یو واقعیت دې چې ورځ پر ورځ د پښتنو سیاسي پوهه لوړېږي او دا ټکی درک کوی چې تر څو چې ټول پښتانه په یوه سیاسي جغرافیا کې سره راټول شوي نه وي تر هغې به دوی د سولې او ارامۍ مخ ونه ویني، او که سره یو شول بیا دښمنان دا وس نه لري چې د پښتنو پر ضد توطیه او دسیسه وکړي.
د دې لپاره چې پښتانه د اوسني تراژیدي څخه ځان په سلامتیا سره وباسي اړینه ده چې یو سیاسي مشرتوب رامنځته کړي، داسې مشرتوب چې د پښتون ولس د یووالي د تامین لپاره کار وکړي ، دا مرکزیت پښتون ولس د ټولو هغه توطیو او تېریو د شنډولو لپاره رهبري کړي چې د دوی پر وړاندې د پنجاب ، تهران او په افغانستان کې د متعصبو کړیو له خوا طرح او عملي کېږي.
تر پنجابي استعمار لاندې د پښتنو مبارزه:
د پنجابي استعمار پر وړاندې ټولو پښتنو او بلوڅو پراخه مبارزه کړې ده او په دې لاره کې یې ډېرې ستونزې ګاللي دي، نواب محمد اکبر خان بګټي او نورو په زرګونو بلوڅو د ازادۍ لپاره د شهادت جامونه وڅښل،عبدالصمد خان اڅکزي، محمد ابراهیم ارمان لوڼي، سردارعارف وزیر، محمد طاهر داوړ او نورو په زرګونو پښتنو د ازاد پښتونستان د جوړېدو لپاره خپل سرونه قربان کړي دي، اوس د پښتنو او بلوڅو مبارزه یو نوي پړاو ته ننوزي پنجابي استعماري پوځ اړ کېږي چې یو شمېر تاکتیکي شاتګ وکړي خو دا تاکتیکي شاتګ به په پای کې د پنجابي پوځ او ادارې د ړنګېدو سبب وګرځي.
که څه هم پنجابي استعمار په پښتنو کې یو شمېر مزدورې ډلې چې هغوی ورته ګوندونه وایي جوړ کړي دي له دې ګوندونو څخه موخه د پښتنو بې لارې کول دي خو اوس هغه پړاو هم تېر شوی دی اوس پښتانه خپل ټول حقوق ( د ازادۍ د حق په ګډون ) غواړي.
اوس په ټولو پښتنو کې یو سراسري غورځنګ رامنځته شوی او د ځواکمنتیا خواته روان دی، پښتانه بایدپه خپلو منځو کې هر ډول سیاسي اختلافات پرېږدي او د یوې ګډې موخې لپاره سره یو کېږي.
د لوی افغانستان په نوم ډنډورې:
په افغانستان کې یو شمېر کړۍ او افراد د دې لپاره چې د پښتونستان داعیه تر اغېزې لاندې راشي د لوی افغانستان تر نوم لاندې ډنډورې وهي.
اوس د افغانستان په نوم یوه سیاسي جغرافیا وجود لري چې دا جغرافیا د امیر عبدالرحمن خان او انګرېزانو په هوکړې سره شوې ده، له هغې ورځې څخه تر ننه د کابل دربار ( د خلکیانو له حکومت پرته) د ډیورنډ د کرښې هاخوا پښتنو او بلوڅو سره خپلې اړیکي یوازي په نمایشي توګه پاللي دي.
تر څو دافغانستان خلک په دې توګه تېر باسي چې د افغانستان حکومت د ناوړې کرښې هاخوا خلک نه دي هېر کړي.
دا اړیکي یوازې په پنجاپ باندې یوازې د سطحي فشارونو لپاره ساتل شوي دي.
د افغانستان حکومت هېڅکله په رسمي توګه د ډیورنډ منحوسې کرښې هاخوا خاوره باندې په نړیواله او سیمییزه کچه ادعا نه ده کړي.
په دې کې شک نه شته چې امان الله خان د ازادۍ جګړه د دې لپاره ترسره کړه تر څو د افغانستان بهرنۍ ازادي ترلاسه کړي، نه هغه خاوره چې د انګرېزي تر استعمار لاندې ده.
د لوی افغانستان مبارزین یوازې په خوله مبارزین دي دوی حتا په دې هکله یوه د هېواد او یا په نړیواله کچه غونډه نه ده رابللې، او نه يې د پنجاپ له خوا غزېدونکي اغزن تار یو متر تار شکولی دی او له دې لارې یې خپل مخالفت څرګند کړی دی.
په افغانستان کې یو داسې ولسمشر او سیاستوال موجود نه و او نه دی چې په رسمي توګه یې پېښور، کوټه، ملتان او نورې پښتنې سیمې د افغانستان بللي وي.
همدا خبره ده چې د لوی افغانستان ډنډورچیان یوازې او یوازې د پنجابي استعمار په ضد د پښتنو او بلوڅو د ازادۍ لپاره مبارزه مغشوشوي او له دې لارې د پنجاپ د استعماري ادارې عمر زیاتوي.
د ټول پښتون لویه جرګه:
پښتانه حق لري چې یو پر دموکراسۍ ولاړ نظام ولري .
بلاخره پښتانه حق لري چې د نړۍ د نورو ولسونو په څېر سره یو او د یو واحد او خپلواک ملت په توګه یو هېواد ولري او په سیمه کې د نورو ولسونو په اړخ کې په سولییزه توګه ژوند وکړي.
تر ټولو مخکې اړینه ده چې د ټولو پښتنو لویه او سراسري جرګه جوړه شي، په دې جرګه کې باید د نړۍ له هر ګوټ څخه استازي ګډون وکړي دا جرګه کېدای شي په کوم اروپایي هیواد، هند، کاناډا او یا کوم بل هېواد کې جوړه شي، خو دا جرګه په کابل، یا د افغانستان په بله برخه کې نه شي جوړېدای، دا ځکه چې کابل د ازاد پښتونستان د جوړېدو او د پنجابي استعمار د ړنګېدو مخالف دی،کابل له پنجاپ سره د هغه د ناوړو موخو ته په رسېدو کې مرسته کړې او کوي يې.
نو ځکه په دې جرګه کې باید د کابل د حکومت غړي شتون ونه لري.
په دې جرګه کې باید پر دې خبرو غور وشي:
• د ازاد پښتونستان د جوړولو ستراتېژي
• د ازاد پښتونستان د ستراتېژي د عملي کولو لپاره د پالیسي جوړول
• د پښتون جرګه او یا پر بل نوم د پښتنو یو سراسري سازمان رامنځته کول
( تر څو د پښتنو ازادۍ غوښتونکي مبارزین رهبري کړي.)
• د لوی پښتونستان د پاره د نخشې جوړول او پر یوه موقت حکومت باندې هوکړه
• د پښتونستان د موقت حکومت د ځای په هکله پرېکړه
د پښتنو نړیوال متحدین :
په دې کې هېڅ شک نه شته چې پښتانه د خپلو ستراتېژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره ځینو متحدینو ته اړتیا لري.
او شک نه شته چې تهران، پنجاپ او په کابل کې واکمنې کړۍ هېڅکله نه غواړي چې پښتانه له اوسنې ناوړه حالت څخه وژغورل شي، نو ځکه په دې لاره کې لازم خنډونه پيدا کوي .
همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو تل په سیاسي، پوځي او اقتصادي توګه له پنجابي استعماري نظام څخه ملاتړ کړی دی او په غیر مستقیمه توګه یې د ازاد پښتونستان د جوړېدو مخنیوی کړی دی.
عربی هیوادونه هم د پنجابي استعمار متحدین ګڼل کېږي او دوی په خپلو اقتصادي مرستو سره د پنجاب استعماري نظام له نسکورېدو څخه ژغورلی دی،او دې هېوادونو تل د پښتنو په ضد ناوړه پلانونه عملي کړی دي، چین هم په داسې حال چې کمونستي رژیم لري مګر بیا یې هم د پنجاب سیاسي اقتصادي او پوځي ملاتړ کړی دی، نو له دې امله پښتانه باید د خپل ځان د تقویې لپاره په سیمه او نړۍ کې خپل متحدین پيدا کړي، پښتانه کولای شي په سیمه کې د نوي او مهم لوبغاړي په توګه د نړیوال سیاست ډګر ته دننه شي.
پښتانه کولای شي د روسیې، جرمني، فرانسې، هند، جاپان، استرالیا، تورکیې، اسرایل، کاناډا او نورو وړو او سترو هېوادونو سره په خپلو اړیکو یو وار بیا کتنه وکړي.
د پښتنو متحدین کېدای شي د پښتنو سره د ګډو ګټو په نظر کې نیولو سره مشخص شي.
ازاد پښتونستان د نړی د ستر ځواک په توګه:
د پښتونستان داعیه ورځ په ورځ ځواکمن کیدونکې ده او ملاتړ یې ډېرېږي.
اوس د پښتونستان بیرغ د اروپایي ښارونو په واټونو کې راښکاره کېږي د اروپا پارلمان ورته ځانګړې پاملرنه کوي د ملګرو ملتونو د ودانیو مخته د خلکو له خوا رپول کېږي او له ملګرو ملتونو څخه غوښتل کېږي چې د پښتونستان د جوړېدو لپاره غورځنګ په رسمیت وپېژني.
د پښتونستان په جوړېدو سره د نړی په سیاسي، اقتصادي او امنیتي معادلاتو کې بدلون را منځته کېږي هغه پښتونستان چې په وچه کې به راګېر نه وي او له ډېرو طبعي منابعو څخه به برخمن وي هغه پښتونستان چې د سیمي په سیاست کی به لومړۍ خبره کوي.
باید ووایو چې ازاد پښتونستان کېدای شي په راتلونکي کې له افغانستان او بلوڅستان سره د کنفیډریشن په چوکاټ کې خپلې اړیکي تنظیم کړي.
ازاد پښتونستان په جوړېدو سره کېدای شي په ډېره لږه موده کې په ستر نړیوال قدرت باندې بدل شي.
دا ځکه چې:
ازاد پښتونستان ځانګړی ستراتیژیک ارزښت لري.
ازاد پښتونستان ډېرې طبعي منابع لري او په نړۍ کې تر ټولو ډېر شتمن هېواد بلل کیږي.
د ازاد پښتونستان خلک ډېر زیار اېستونکي او هېوادپال دي.
ازاد پښتونستان به ډېر ژر اقتصادي او پوځي ځواک رامنځته کړی.
په سیمه او نړۍ کې به د ازاد پښتونستان خبره اورېدل کېږي.
هر پښتون سیاستوال او مشر چې د پښتونستان د ازادۍ لپاره له مبارزې څخه یوه شېبه ناغېړي کوي او یا ورته شا کوي هغه ملي خاین او د پنجابي استعمار نوکر دی، دا ځکه چې د ازاد پښتونستان لپاره مبارزه د هر پښتون مسوولیت او دنده ده.ح