د دوزخي شاعر لیک
[07.Oct.2020 - 15:03]د يوه دوږخي شاعر ليک۔۔۔ د جنتي شاعر په نوم۔۔۔۔
حقيقت کي هډونه مي تاوده سول د پاته سوي دوږخ کړنګ ژمي مي هډونه زبېښلي وو او ستا دي هم خدای نصيب زغرده راسره وکړي۔۔۔
تر ټولو بهترين څه دلته مي دا وليدل ناحق وژل،حلالول نسته او نه فساد،فتنه،فرقه پرستي سته او نه ملا،طالب ته دلته د راتګ اجازه سته ځکه چي دلته حوري،غلمان نسته او نه د شودو ډکي ويالې بهيږي ۔۔۔
زه اوس په دې راز وپوهيدم تاچي به سنت پاک وخرول،ژيره به دي ورنګوله،سترګي به دي توري کړې او ښه به دي په ژړ واصلين مخ غوړ کړی،لونګۍ به دي وتړله د خپلو جنتي منصبدارو شاعرانو ملګرو سره به دي په مشاعره کي ايتونه په منظوم ډول اورېدونکو ته اورول هم دي د شعر په ژبه وعظونه کول خو نظر به دي د مخامخ ناستي حورہ
ي طوافونه کول۔۔۔
هغه بله ورځ زموږ د دوږخيانو انجمن ته جبران خليل جبران را پېښ سوی وو يو بل تور کالی هم ورسره وو چي جبران ورته ويل ۔۔۔
رحيم خانه!څه فکر کوې د شاعر او ړانده واعظ تر منځ توپير نه دی په کار؟
رحيم خان مختصر جواب ورکړی۔۔۔
موږ ړانده مقلدين او بکواس خلګ يو.
اوس يو بل کس راغی سپيني عينکي يې پر سترګو وې سپين ويښتان او کلين شيو په لاس کې د روسي وادکا بوتل وو۔۔۔
په راتګ سره يې رحيم خان داسي مخاطب کړو:
تاسره روان حالاتو کي چي څه وسول او څه روان دي ،دې سره زما هيڅ تعلق نسته نه زه اوس انساني چارو کي د مداخلت لپاره دومره وخت لرم۔۔۔
دا ټول دوږخيان وپوښته زه د ډېرو کلونو پر رخصت يم او دلته د دوی سره ميشته يم۔۔۔
زما مسوليتونه او زما کارونه هغه څوک سر ته رسوي چي زه ورځني باغي سوم.
رحيم خان جبران ته وويل:دا زما دوست شيطان دی او انتهايي قابل احترام او حياناک څوک دی۔۔۔
که چيري دی نه وای د خوند وجود به زيات پيکه وای.
جبران په غټو تورو سترګو شيطان ته وکتل او ورته ويې ويل:
ستا وجود د مذهبي سوداګرو د اقتصاد قوي کولو دليل دی.
اوس يو اوچ کلک ډنګر دوږخي لوی،لوی ويښتان يې وو د راتګ سره د شيطان د وادکا پر بوتل ور مات سو د شيطان د لاسه يې بوتل وکښی او ورته ويې ويل:
زه خو شراب په دې خاطر څښم چي بې خوده سم شعر وليکم او دننه پټ ټول لوڅ کړم نو تا خو ټول لوڅ کړي دي هم درته لوڅ دي.
اوس شيطان داسي په کړس،کړس وخندل چي د دوږخ اور هم ټکاری ورسره شروع کړی۔۔۔
شيطان رحيم خان ته وويل:دا زما شاعر ملګری جون ايليا دی خو جبران ته د شيطان دا په کړس کړس خندل په خپل يوازيتوب پوري نه يم خبر چي ولي توهين ښکاره سو او بې د خدای په امانۍ روان سو۔۔۔
مخامخ يو ډنګر ببر ويښتان،تنګه پاجامه يې اغوستې وه،جبران ته په مخ کي ودرېدی،سر يې په رحيم خان پسې کوږ کړی او ورته ويې ويل۔۔۔
ماسره هر وخت لوبه سوې ده او ته خو پوهيږې چي زما د مفت خورۍ سخت بد راځي او دوی زه ناحق په مفت خوارانو کي دلته را ګېر کړی يم۔۔۔
اصل کي زما ځای هم دا دوږخ دی.
ته دلته څنګه را پېښ سوی يې؟
رحيم خان زغرده پر شونډانو اوچه ژبه راتېره کړه او خپلو ويښتانو کې لاس وهلو مهال ورته وويل:
د جبران دا خواهش وو چي د دوږخ څخه يوه لنډه ليدنه وکړي.
ووو!جبران خليل جبران؟
بلکل هم هغه.
جبران،رحيم خان ته د پوښتني په ډول وکتل۔۔۔
رحيم خان په ډکه خوله خندا ورته وويل:
د دوږخيانو پېش امام حضرت سعادت حسن منټو دی چي په غلطي جنت ته داخل سوی وو ۔۔۔۔
جبران اوس په يو ژور نظر منټو ته وکتل تش يې دومره ورته وويل:
په هر عصر کي خپل پېغمبر را پيدا کيږي.
منټو نور په ماتو ګامونو پر مخ روان سو د بېزارۍ په حالت کي د ځان سره وبوڼېدی۔۔۔
جنسي معذوران او مذهبي ډاکوګان دي زما کيسې نه لولي.
رښتيا هېر مي سو،يوه ورځ داسي سور او سپين مناسب قد يو چست جنتي لار خطا کړې وه خو ما نه پېژندلو د شيطان سره يې اشنايي وه۔۔۔
په لاس کي لکړه هم ورسره وه،بريتونه يې چارلي چپن ماډل جوړ کړي وو،د اوږده کوټ بټنان يې ټينګ تړلي وو۔۔۔
شيطان ته يې په لوړ ږغ سره وويل:
په جنت کي هم محفوظ نه يو د غضب ناز او حسن دی خو بس څنګه وکړم دا نامراد زړه مي د دا رنګ رنګينيو را ډک سو نو مي فکر وکړی لږ به سر دوږخ ته ور ښکاره کړم ۔۔۔
ستا مجلس او د دوږخ ماحول بيخي خوندور دی خو يوه خبره برعکس راته ښکاره سوه۔۔۔
زما تلاشي نظم د دې ماحول لپاره دی نو زه ولي هلته اوسم؟
شيطان نور داسي په کړس کړس وخندل چي د دوږخ د اورلړوني هم وار خطا سو شاوخوا يې سره وکتل۔۔۔
اوس شيطان په ډېر مهربانه انداز سره ورته وويل:
ګوره! حضرت جوش مليح ابادي ته زما له ډېرو نژدې ملګرو څخه يې،د اقبال د ابليس په کلمه سره زما توهين کول مقصد دی،خو ته مي په دې خوښ يې چي شعر دي د دربار او چاپلوسۍ پاک ساتلی دی۔۔۔
دا چي شعر او ادب د تجارت او منصب وسيله ګرځوي يا يې د کاذب شهرت پيلامه وګرځوي دا زما مقتديان هم نه دي۔۔۔۔
د دوی هوس، د دوی چاپلوسي او د دوی د شريفو خلګو ځورول د دوی د ذلت ښکاره دليل دی ۔۔۔
زما جنتي شاعره تا دي خدای په دې ذلت کي په امان لري پوهيږم په جنتي ماحول کي زيات مصروف هم خوشحال يې ځکه اوس اکثر وخت موږ دوږخيان درڅخه هېر يو۔۔۔
لاکن ترتا خو اکبر کرګر راباندي ډېر مهربان دی لنډي کيسې او ليکني يې هر وخت راته رسيږي ۔۔۔۔
د ښاغلي کرګر سره زموږ د دوږخيانو ډېر زيات غم دی او حد زيات يې زړه راباندي سوځي ځکه يې د کيسو زيات موضوعات هم زموږ دوږخيانو په اړه وي۔۔۔
زه فکر کوم کرګر د دې دوږخ نه هغه دوږخ ته په دې نيت کډه شوی دی چي هغه دوږخ د دې دوږخ نه به بهترين وي خو د بدترين تاترين نه به يې اوس اندامونه ريږدي۔۔۔
خدای دي ټولو دوږخي شاعرانو او ليکوالو ته د قلم امانت داري او د لفظ تقدس ور په برخه کړي او خدای دي نور جنتي ليکوال،شاعران د مفت خورۍ او د خيال د مشت زنۍ او د قام فروشۍ د ذلت څخه په امان کي وساتي.
په درنښت
ستا يو دوږخي شاعر ملګری.
عصمت الله زهیر