(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخلکوغوا تانده وي

[07.Oct.2020 - 15:23]

ښاغلي استاد صميم په اړه داستاد ناګار ليکنه.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د خلکو غوا تانده وي،

د صميم صيب «خسی» تاند دی

څه وخت مخکې را ته چا وويل، چې په صميم صيب پسې په فيسبوک کې هغه دغه ليکل کېږي، که څه هم له فيسبوک نه خو اوس يوه ننداره جوړه شوې، هر چا پسې سپکې سپورې وايه، زړه تشوه، په بدل نوم يې هم خپرولی شې.

ياره! زموږ دا بهرني دوستان څومره ښه خلک دي، چې داسې ښه زمينه يې را ته برابره کړې ده. که څه هم يو محترم استاذ مې وايي، چې «فيسبوک ليکل د تشناب ليکل دي» پخوا به ددې خبرو لپاره له تشنابه کار اخيستل کېده. بس د عاشقانه او فاسقانه هوسونو ښه ديوالي جرېده وه. خو اوس موږ بفضله ډېر پرمختللي يو. ځوانان مو ټوله ورځ په انټرنټ اخته او د رومان په جزيرو ګرځي. خو زما غوندې زاړه‌پالي متاسفانه له دې ښکلي او رنګين تهذيب نه بې‌برخې دي.

استاذ صميم خو زموږ په جغرافيايي حدودو کې ډېر سپېڅلی زړه سواندی، مينه‌ناک او د قربانۍ د احساس لرونکی شخص و، خير نفرين د تحسين يو ډول دی، په انکار کې اقرار پټ وي، نړۍ په اضدادو ودانه ده، ځکه خو حمزه بابا وايي:

ښايي چې د ستا په مينه‌خواهو کې ډېر ښه ومه

ځکه دې په واړو کې ډېر بد شومه له پامه

ګورئ! زه د پښتو ژبې او ادب ددې تحقيقي او تخليقي «ديو» سره د مقابلې نيت نه لرم او نه مې وسه شته، خو څنګه چې دغه «کارِ خير» دده خپلو ملګرو ځوانانو پيل کړی؛ نو ما ويل راشه، د پښتو ادب ددې «يوسف» په مينه‌والو کې ځان لکه د مصر د بوډۍ شمار کړه.

د لرې پښتونخوا مشهور ازادي پالي شاعر او ليکوال ارواښاد عبدالاکبر خان «اکبر» له مرحوم مولانا عبدالقادر سره پتېيلې وه، چې يوه پښتو خپرونه جارې کړي. مولانا صاحب هغه وخت د متحد هندوستان د «آج‌کل» (نن پرون) د مجلې د پښتو برخې مدير شو. خدای بخښلي اکبر ور ته يو نظم وليکه:

خيټه ليونۍ ده سړی هر طرف ته بيايي

صراف وي د مشکڼو خو پردي څاروي به پيايي

دا مبالغه نه ده، چې ما ور ته د ژبې او ادب ډګر «ديو» ووايه. له «رجال الغيب» يې هم شمېرلی شئ. نن په کور سبا په پکتيا او بله ورځ به يې په کندهار کې وي. کومه فاتحه او تعزيت به وي، چې ده به ځان ور رسولی نه وي او که زه يې د قلبي وارداتو او باطني معنوي کيفيت پرده پورته کړم؛ نو بيا به ګيله وکړي، چې زما کرامت ښکاره کوئ. د دوه ځلې مرګ او بيا را ژوندي کېدلو کيسه به يې نه وايم.

متاسفانه استاذ صميم خپل غني کتابتون د خپلو محبوبانو له سره ځاروي، ځينو پسې کونړ او نورو ولايتونو ته هم کتابونه وړي او د هغوی دې خدای انصاف زيات کړي، بېرته يې نه ور کوي. ما يې د کتابتون کتابونه د پوهنتون له استاذانو سره هم ليدلي دي. څوک خپه نه شي، ګوره محبوبان يې يواځې ښکلي ځوانان نه دي، زما او د زکريا ملاتړ غوندې لږ بدرنګ او ډېر بدرنګ، غير و ذالک هم پکې شته.

په پای کې له ګران دوست، ښه ليکوال، ژباړن او د «تا وګټله» د شهکار ناول ليکونکي شفيع الله تاند نه بخښنه غواړم، چې ته مې موخه نه يې، هسې په استعاري ډول استاذ صميم خامخا خپل خسی پېژني.

د وروستي سپرلي نرګس دی

د خوشحال قدر لرئ

ناګار

پوهنتون مېنه

۱۳۹۹. ۶. ۲۸

- ناګار
بېرته شاته