(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

میراوس

[14.Oct.2020 - 09:42]

 ميراوس 

 خاکه : ګل  محمد بېتاب

ما پرېږده که هر ليکوال د دۀ پحقله ليک کولو نو ضرور به ورته ګران پرېوتلو ولې چې د هغۀ نه وړاندې پښتنو کښې  او تر دې دمه د هغه هومره کمالي سړے نۀ وۀ نۀ شته او د راتلونکي وخت نه خداے خبر دے۔ هغه په يو ځان ټوقمار، سګړمار، شاعر، اديب، سندرغاړے، اداکار، موسيقار ، پروډيوسر، باورچي، منتظم او خداے خبر ې نور به لا څۀ څۀ وي هغه د چا خبره سمه بلا ده او د بلا مخې له څوک نۀ ورځي نو هغۀ له په خلۀ کښې لاس ورکول او غاښونه ئې معلومول خو لويه خبره ده  ۔ دوه څلور ځله مې په دې خيال  اراده اوکړه چې دا سړے خوشحالول غواړي ځکه چې ډېر کلونه ئې مونږه خوشحاله کړي يُو خو همت مې نۀ کېدلو  بس اراده به مې په اراده پاتې شوه زړۀ کښې به مې دا اووئيل چې د تبليغيانو خبره په ښه اراده هم يوه نيکي کېږي خو اراده مې هغه وخت په عمل بدله شوه کله چې مې تېر کال د پښتو ژبې د نوموړي شاعر رحمت شاه سائل صېب کلکه حوصله اوليده ۔  قيصه داسې اوشوه چې مردان کښې د پښتو د نازک خياله شاعر اندېش شمس القمر صېب په ياد کښې يوه غونډه کېدونکې وه زۀ ملګرے ليکوال رشيد احمد صېب او رحمت شاه سائل صېب ورله يو ځاے تلو په لاره د رېډيو پاکستان پېښور  په موسيقۍ بحث شروع شۀ دې کښې د اولسي شاعر مرزا زخمي ځيګر صېب د يو غزل  ذکر اوشو کوم چې ريحانه ياسيمن ډېر پخوا وئيلے وۀ د غزل مطلع داسې ده ء 

يار ته مې منت زاري قبليږي نۀ

ما ته خپل قصور خو معلومېږي نۀ

 

دا غزل ريحانه ياسمن ډېر ښۀ وئيلے دے او که څۀ هم د هغې ژبه پښتو نۀ ده خو دومره په سُر کښې ئې وئيلے دے چې تر ننه ئې خلق په آورېدلو نۀ مړېږي سائل صېب ناڅاپه دا غزل په ترنم کښې شروع کړو خو آواز ئې هغه ځاے ته نۀ رسېدلو نو بار بار ئې کوششونه کول آخر ورته ما اووې سائل صېب بس پرېږدوه ئې خو هغۀ راته په جواب کښې اووې که څۀ هم زما آواز هغه نۀ دے پاتې او اوس خو مې لا مرۍ هم خرابه ده خو پرېږدم ئې نۀ، لنډه دا چې لکه د سلطان محمود غزنوي اوولس حملې ئې اوکړې او آخر کامياب شۀ۔ زۀ هم د سائل صېب او محمود غزنوي په تقليد کښې حملې کوم ګوره  که کامياب شوم ګني نو ناکامي خو چرته تلې نۀ ده  هغه د اردو شعر دے

گرتے ہیں شہسوار ہی  میدان جنگ میں ۔ 

وہ طفل کیا گرے گا جو گھٹنوں کے بل چلے

 

د دۀ د نوم اورېدلو سره چې بنده ته د خوشحالۍ کوم احساس کېږي نو په لفظونو کښې د هغې اظهار نشي کېدے او نېغ په نېغه روح ته اپيل کوي چې فقط د نوم اورېدلو سره ئې د بنده خُلۀ بې اختياره تر وښکو لاړه شي او د څۀ اوريدلو نه بغېر ورله خندا ورشي نو دا  به واقعي خبره ده چې څوک وي او په لوئې والي کښې ئې شک نشي کيدلے  زۀ کله کله فکر کوم کېدے شي خداے مۀ کړه خو که دے مړ شي نو ښځې او سړي ورته د ژړا په ځاے خندا شروع نۀ کړي او د جنازې په وخت کېدے شي امام او نور هم د خندا نه شنه شي يا  د مرګ په وخت ورسره په اتفاقي توګه داسې ټوقه اوشي چې هغه هم يادګار پاتې شي ځکه چې په ژوند ئې ټول عمر خلق خندولي او خوشحاله کړي دي نو په مرګ هم ممکنه ده چې داسې اوشي او راغلي خلق د ژړا په ځاے په بړق بړق اوخاندي په دې خبره هم حيران شوے يم چې څۀ ورته او وايم ټوقمار چې هر وخت او هره لمحه بس ټوقې ټقالې کوي، که غم غلط چې د نورو نه غمونه هېروي  ۔ غم جبه چې ټول عمر ئې خپله په غمونو کښې تېر شوے دے او تېرېږي، ديکه سټارټ خو ځان ته خپله وائي چې ټول ژوند ئې په ديکو ديکو تير کړے او تېرېږي،  خداے وهلے بلکه د خداے وهلو سالار دے ۔ که خوشحاله سړے چې نور ئې تل خندولي او خپله ښۀ سم ژړيدلے دے په هر قسمه غم درد کښې ئې لکه د ګل خندلي دي تر دې چې د دۀ پلار نور رحمان عرف مُلا چې خپلو پټو سره جمات کښې چا په مانځه کښې د سجدې په حال کښې ويشتلے وۀ نو دا ناڅاپي غږ او غم ډېر دروند او بې کوره کوونکے وۀ ظاهره ده چې په دې خبره به د دۀ څۀ حال شوے وۀ خو د مړي کور ته د راوړلو نه پس ته دے  خپله کوڅه کښې روان وۀ چې دوه درې تنه د جيپ نه راکوز شول او ورته ئې اووې  ميراوس به  کوم ځاے وي  دۀ ورته اووې چې هغه سپېرۀ هم زۀ يم خدمت وايئ  ۔ هغوي ورته اووې مونږه د دره آدم خېل نه ستا ليدو له راغلي يُو مونږ ته يو څو لطيفې او وايه دا يو ملګرے مو غمونو ډېر پرېشانه کړے دے نو تا له مو راوستو چې دا غم ې لږ غلط شي ۔  دغه وخت  ميراوس خپل غمونه او ژړا هېر کړل او د مېلمنو د خاطره ئې  هغوي ته څو لطيفې اووې چې ورسره هغوي په بړق بړق کوڅه کښې اوخاندل دې کښې ميراوس ته خپل پلار راياد شۀ نو د سترګو نه ئې اوښکې اوڅڅېدلې خو زر ئې پټې  پاکې کړې ولې چې کوڅې ته د ښځو د ژړا نرے نرے اواز هم راتلو مېلمنو ترې د نورو لطيفو غوښتنه اوکړه خو دۀ ورته اووې دا ژړا به اورئ دا زما پلار چا ويشتلے دے ۔  نورې لطيفې نشم کولے او چې په ژړا شۀ نو د ځان سره ئې مېلمانه هم اوژړول، وې خفه نشئ تاسو مېلمانۀ ئۍ ډير حق مو دے او کوشش مې اوکړو خو نور نشم ټينګيدلے ۔  د دې مېلمه دوستۍ نه هغوي  داسې متاثره شول چې او ئې وئيل واقعي ده ميراوسه چې تۀ پښتون ئې او   اصلي پښتون۔

 عامه قاعده دا ده چې څوک په يو مېدان کښې ډېر کار اوکړي نو خلق وائي په يو ځان ئې د ادارې هومره کار کړے دے خو د دۀ متعلق دا وېنا کمه ده بلکه داسې وئيل به صحيح وي چې په ځانله ځان ئې د ادارو هومره کار کړے دے ولې چې د دۀ سيال او مثال پښتنو کښې  تر دې دمه نشته دے بس په ټول جهان ايکي يو دے ۔  فن ئې خود رو دے چې نۀ ئې د چا نه زده کړے دے او نۀ ئې ترې څوک زده کولے شي هغه د خوشحال بابا خبره

په جهان کښې به يو يو وي ۔ 

چې هنر ئې د کيميا زده

 

دے پخپله ليکي او پخپله ئې وائي په يو ځان کښې ټول جهان دے د ټولو نه غټ کمال ئې د وېنا په انداز کښې دے چې دے لطيفه په ډېر ښۀ انداز کښې وئيلے شي خو دا هر څۀ هله خوند کوي چې دے په يواځې ځان کوي ګني نو ډېرو نورو فنکارانو سره ئې شريکې ټوقې او خصوصاً مزاحيه  سندرې وئيلې دي خو بيا ئې هغه مزه نۀ وي کله چې به دۀ دکاندارانو له په مخه کېسټونه ډکول نو هغوي به وئيل ميراوس د  نورو او خصوصا د زنانه سندرغاړو سره  يو ځاے سُر کښې وي خو هغه کېسټونه ئې ډېر نۀ کاميابېږيچې ورسر نور څوک ملګري وي ۔  دے په وس سره د بل چا کلام هم نۀ وائي او د ډېرو کمو شاعرانو طنزيه مزاحيه شاعري به ئې وئيلې وي چې په دغه کمو شاعرانو کښې زۀ هم د خوش قسمتۍ نه راځم چې زما څو پېروډي سندرې ېٌ وئيلې دي۔

 قصه داسې وه چې په کال 1999ء کښې رېډيو پاکستان پېښور کښې پروډيوسر ظفر الله ظفر صېب د “رنګونه” په نامه يو طنزيه او مزاحيه پروګرام شروع کړو چې زۀ ئې ليکوال وم دې کښې به مزاحيه خاکې او په آخره به يوه پېروډي سندره وه چې دغه پروګرام کښې به د نورو نه علاوه اسماعيل شاهد او سيدرحمان شينو مستقل وو عالمزېب مجاهد هم څو پروګرامونه کړي وو او ميراوس هم څو پروګرامونو له راغلے وو، خو دے د هغوي سره نشو چلېدلے ولې چې دغه داسې کاميډين دي چې تۀ به ئې ورله ليکې نو دوي به ئې پرفارم کوي خو ميراوس داسې نۀ دے بلکه دے صرف هله فنکاري کولے شي چې دے ئې اوليکي ۔  هم دغلته مې ورسره تعلق جوړ شۀ او د نزدې نه مې دے اوليدو  ۔ دا هم راته معلومه شوه چې دا دومره خبر لوڅ سړے په حقيقت کښې ډېر ساده باده دے د عامو کلي والو پښتنو غوندې خوئي بوئي لري او ډېر په اسانۍ سره په وړه غوندې خبره دهوکه کيدلے شي هېڅ قسمه چل ول او دهوکه ماري نۀ ورځي لکه د هر شاعر او ليکوال هوائي محلونه جوړوي او ورانوي خو په حقيقت کښې نۀ محل وي او نۀ بخمل او نورو له خوشحالي ورکونکے تل خپله په ژړا وي۔

 ميراوس د اشنغر په تاريخي کلي تنګي کښې پېدا شوے دے د پلار ئې نور رحمان نوم وۀ چې په مُلا مشهور وۀ خو مُلا نۀ بلکه عام سړے وۀ خپله زمېداري به ئې کوله د ميراوس د پېدائش پحقله  هم لطيفه دا ده چې اصل کښې دے د پاکستان جوړېدو نه پنځه کاله وروستو او د پلار د وادۀ نه دوه کاله پس 1952ء کښې پېدا شوے دے خو د شناختي کارډ مطابق ئې د پېدائش کال 1948ء دے يعني د پلار د وادۀ نه هم دوه کاله وړاندې پيدا شوے  دے۔ بله عجيبه دا ده چې دۀ سره بل ورور چې دُخان نامه ئې ده يو ځاے شوے دے د شناختي کارډ مطابق د هغۀ د پېدائش کال 1947ء دے اوس نۀ پوهېږم چې دا غلطي د نادرا والو نه شوې ده او که نۀ دوي ورته د عمرونو ښودلو کښې تېروتلي دي۔ بله لطيفه دا ده چې ښځه ئې د دۀ نه څو کاله کشره ده خو په شناختي کارډ کښې ترې پوره 19 کاله مشره ده بس داسې اوګڼۍ  چې د مور په ځاے ئې ده۔ د وروڼو خوئېندو ټولو تعداد د کرکټ د ټيم برابر وۀ خو اوس ئې دغه ټيم نيمګړے شوے دے شپږ وروڼه وو چې دوه مړۀ او څلور ژوندي دي ۔  پنځه خوئېندې ئې وې چې دوه وفات شوې او درې ژوندۍ دي  ۔ د ميراوس دوه ښځې وې چې کشره ئې مړه شوې او مشره ژوندۍ ده۔ د دۀ د دواړو ښځو نه شپږ ځامن او شپږ لوڼه دي۔

 ميراوس د بل يو ورور سره غبرګونے پېدا شوے دے او د اکثرو غبرګونو ماشومانو غوندې ئې شکلونه هو بهو يو شان دي چې ډېر په مشکله پکښې فرق کېږي يو ځل ئې  دغه ورور ځان سره د ټيلي وېژن يو پروګرام ته بوتلے وۀ نو د دواړو شکلونو کښې فرق مشکل وو۔ د شکلونو د دې يو شان والي په وجه دواړو د يو بل په وجه وهل هم خوړلي دي او فائدې هم ورته رسېدلې دي خو مثال ئې د نيکي او بدي دے چې هغه بل ورور دُخان ئې نيکے او دے يعني ميراوس  بدے دے ۔  په ماشوم والي چې  دے ځانګو کښې پروت وۀ يوې د چم ګاونډ ښځې چې ورته  اوکتل او د دۀ دا ټوپونه ئې اوليدل نو د خُلې نه ئې ورته بې اختياره اوختل ميراوس، ميراوس ۔  او دا ميراوس نوم ئې دومره خور شۀ چې صرف سرټيفيکېټ او شناختي کارډ نه علاوه ئې هډو چا له اصلي نوم حيات خان نۀ ورځي ۔  په ماشوم والي به چې يو ورانے اوکړو نو اکثر به بل وهل اوخوړل او اکثر به د ميراوس د ورانو په وجه دُخان غريب ټکولے کېدو بيا وروستو ژوند کښې هم کله چې ميراوس پسې يوه مقدمه کښې پوليس واله راغلل نو د دۀ په ځاے ې  هغه غريب بوتلو چې بيا ئې د تاڼي نه  راپرېښودلو ۔  په بله ورځ ئې ميراوس اونيولو نو تهانېدار ورته اووې سم سم او وايه چې تۀ ميراوس ئې او که دُخان ئې  ۔ دۀ ورته اووې زۀ دُخان يم او تېره ورځ مو هم هسې تهاڼې ته بوتلے وم خو دا استاذي به ئې کوله چې يو وخت کښې به يو تن ګرځيدلو او دۀ به ځان سره د دُخان شناختي کارډ ګرځولو خو د ټولو نه دلچسپه واقعه دا ده چې د دواړو وروڼو يو ځاے ودونه شوې وو نو د ورور سخر ئې راغلے وۀ او دۀ ته ئې نصيحتونه شروع کړي وو چې ګوره کور کښې ګزاره کوه د مور پلار خدمت کوه او ورڼو سره ښېګړه کوه چې کله ئې ښۀ پوره تقرير اوکړو نو ميراوس ورته اووې چې ښه ده زۀ به مې ورور ته اووايم۔ 

د ميراوس د وجود کړۀ وړۀ داسې دي چې په قد به پنځه فټه او پنځه شپږ انچه وي د ځوانۍ په زمانه ئې بدن نرے نروچکے وۀ نو مخ به ئې لږ اوږد ښکارېدلو چې اوس غونډ ښکاري اوچته پوزه او مناسبه خُلۀ لري غاښونه ئې هم د خُلې په حساب برابر دي  ۔ سترګې ئې غټې او يوه لږه غوندې چغره ده خو دا چغروالے ئې بدې نۀ ښکاري د جامې کپړې هم  ښه خيال ساتي ۔  هر وخت استري کړے ګرځي د سر ويښتۀ ئې څۀ زمانه ډېر ګڼ وو اوس هم شته خو رنګي شوې دي په ځوانۍ به ضرور پېغلو ياد کړے وي خو چې کله نه ئې فنکاري شروع کړې ده نو نۀ يواځې پېغلو، زړو ښځو بلکه ماشومانو جينکو هم په ګودرونو، تنورونو، ودونو او کورونو کښې ستائيلے بلکه د سړو  ۔ ځوانانو، بوډاګانو او ماشومانو د زړۀ سر شوے دے چې په حجرو، بېټکونو، هوټلونو، بسونو، نورو هر قسمه ګاډو او محفلونو کښې خلقو اوريدلے، ليدلے او ستائيلے دے بلکه خبره دې حد ته رسيدلې ده چې د حوالې په توګه خلق يو بل ته وائي هغه د ميراوس خبره او بيا د دۀ يوه ټوقه، لطيفه يا شاعري  د مثال د پاره وائي لکه تېره ورځ يو سړي بل سره په خندا خوشحالۍ خبرې کولې ۔ وې هلکه ډير خوشحاله ې ۔  هغۀ ورته په جواب کښې اووې چې خفه شم نو څۀ به اوکړم ۔  ملګري ورته اووې زما درته خيال دے د تېر کال دوو نه تۀ هر وخت خوشحاله ئې او ټوقې کوې جوړې مالداره شوے ئې، هغۀ ورته په جواب کښې اووې اشنا هغه د ميراوس خبره

که دولت په ډېرو ټوقو زياتيدلے

ميراوس به د تنګي د کلي خان وۀ

 

ميراوس باقاعده تعليم د اووم جماعت پورې کړے دے په دې حساب د نوموړو ليکوالو د سمندر خان سمندر نه ئې يو جماعت زيات سبق وئيلے دے د سعد الله جان برق سره برابر دے او د امير حمزه خان شينواري نه دوه جماعته کم دے ځکه هغه تر نهم جماعته سبق وئيلے وۀ خو دے هسې مجلسونو کښې کله وائي چې اتم يا نهم پورې مې سبق وئيلے وۀ کله کله خو وائي چې اتم جماعت کښې اتۀ ځله فېل شوم نو مور مې راته اووې بس دے بچيه نور سبق مۀ وايه مازغۀ به دې خراب شي ۔  دا خبره به هم شايد د لوستونکو د پاره عجيبه وي چې ميراوس د قرآن پاک دولس سيپارې حفظ کړې وې او قرآن پاک ئې په ترجمه او تفسير هم وئيلے دے خو اوس ترې يادې کړې سيپارې هېرې شوې دي۔ د سکول د وختونو نه به ئې ټوقې ټقالې کولې او چې لطيفې به ئې وئيلې نو د دۀ د ناوياته  انداز له وجې به خلقو خوښولې ځکه نو استاذانو به ترې بيا بيا لطيفې اورېدلې او داسې د يو ټوقمار په توګه ئې ورو ورو په کلي علاقه کښې شهرت موندلو ۔  د موسيقۍ سره ئې هم شوق وۀ نو تماشو پسې به ګرځېدلو او خپله به ئې هم کله کله په ودونو کښې يا د يارانو دوستانو محفلونو کښې د ګپ شپ سره سندرې وئيلې ۔  د نوموړي اولسي سندر غاړي وحيدګل شباب سره ئې کلکه يارانه وه هغۀ به ئې خيال ساتلو او که چرته موقعه به وه نو دۀ ته به ې  د سندرو وئيلو موقعه ورکوله۔ پلار او خاندان ئې د فن سخت خلاف وو ځکه نو دۀ به د کورنۍ د خلقو نه پټ په پټه دا کار کولو خو عشق او مشک نۀ پټېږي او هم داسې يوه ورځ په غېر ارادي توګه د دۀ فن راڅرګند شۀ او د راښکاره کېدو سره داسې خور شۀ چې بيا ميراوس نۀ چا زميدارۍ ته پريښے دے او نۀ ئې مزدورۍ ته ۔  بس د کېسټونو واله به ورپسي را روان وو او کيسټونه به ې ترې ډکول  د دۀ د فن راوتو قصه هم دلچسپه ده چې چرته د دوستانو يو وادۀ له تلے وۀ او دۀ چې د خلقو د مشغولو د پاره ټوقې شروع کړې نو دغه زمانه کښې نوي نوې ټېپ ريکارډونه راغلي وو چا ترې دا هر څۀ ټېپ کړل او هغه ئې شېرباز خان ته ورکړل چې بيا هغۀ ترې دوه کېسټونه جوړ کړل او دې سره د ميراوس نوم داسې خور شۀ چې بس د هر کلي حجرو ته اورسېدو کورونو کښې به ئې خلقو کېسټې نۀ اورېدلې ولې چې ابتداء کښې ئې داسې مجلس کولو چې هغۀ کورونو  کښې خلقو  نه اورېدلو  خو بيا وروستو ئې د داسې مجلس نه توبه اوويسته او داسې لطيفې وئيل ئې شروع کړل چې هغه به کورونو کښې هم ښځو، ماشومانو او ځوانانو اوريدلې او خوښولې ځکه چې هېڅ قسمه غېر اخلاقي خبرې به پکښې نۀ وې ځکه نو په څو کلونو کښې ئې 895 کېسټونه جاري شول  چې پکښې ئې په زرګونو لطيفې او په سوؤنو مزاحيه سندرې چې اکثر پېروډي دي وئيلې دي۔ يو کمال ئې دا دے چې دے د هر سندرغاړي په آواز کښې سندرې وئيلے شي ځکه نو د هر مشهور سندرغاړي په طرز د سندرو وئيلو سره سره د هغوي د آواز پېښې هم کوي او دا قسمه سندرې ئې ډېرې مشهورې شوې دي۔ دۀ نه وړاندې چې څومره ټوقيان تېر شوي وو د هغوي فن او شهرت بس تر کلي علاقې پورې محدود وۀ بل د هغوي کومې خبرې چې مونږ ته رارسېدلې دي نو هغه هم څه داسې د کمال نۀ دي خو بس چونکه د تفريح نورې ذريعې نۀ وې نو دا هم غنيمت وو  ۔ په دوي کښې بهادرے نقلي او غوے مُلا ډېر شهرت لري خو د هغوي ټوقې وغېره تر خپلو خپلو علاقو محدودې وې بهادرے نقلي خو به د ډمو يا نورو مجلسيانو سره ګرځېدلو او چې کله به هغوي دمه کوله نو دۀ به په مينځ کښې دوه څلور ټوقې اوکړې او هم دغه څو ټوقې به ئې هر ځاے کولې خو د ميراوس په زمانه بدله وه  ۔ د ده ټوقې به د  ټيپ ريکارډ په ذريعه خورې شوې او دۀ له به هر مجلس او کېسټ له نوې نوې لطيفې پېدا کول وو دې که ميراوس ته کار ګران کړے وۀ نو ورته ئې بېن الاقوامي شهرت هم رسولے دے او هم د دې لطيفو او ټوقو ټقالو په وجه دے په ټوله نړۍ کښې چرته چې پښتانۀ اوسي  د ميراوس د نوم او فن سره اشنا دي دغه وجه ده چې ميراوس د افغانستان، دوبۍ، قطر، بحرېن، تهائي لېنډ، ملاايشياء، سعودي عرب، عمان او نورو ډېرو ملکونو دورې کړې دي۔ 

 ميراوس د هر مزاح نګار په شان اکثر ټوقې په ځان پورې کوي او پخپله يا د خپلې کورنۍ واقعاتو ته د لطيفو شکل ورکوي لکه يوه ورځ ئې وئيل چې زما رېډيو وۀ نو هغه خراب شوے وۀ د غږېدلو دوران کښې به بند شۀ او چې ډب به مې ورکړو نو شروع به شۀ يوه ښه سندره غږېدله چې بند شۀ او په ګزار هم نۀ غږېده  ما غصه کښې راوچت کړو او ما وئيل چې اوس ئې دې زمکې له راولم نو مور مې دومره ساده ښځه وه چې ماته ئې په هېبت او وئيل دا څۀ کوې اوس به پکښې پردۍ ښځه مړه کړې د هغې دا خيال وۀ چې ګني ښځه دې رېډيو کښې  دننه ناسته ده او سندرې وائي۔ دغه شان يو ځل دير ته تلے وۀ نو چا ورله په تحفه کښې د دنداسې يوه غټه ګېډۍ ورکړه دۀ ورته واپس ور اوويشته هغۀ ورته اووې ميراوسه دا واخله په کار به دې شي په دې به دې کور ودانه خُلۀ سره کوي او غاښونه هم صفا کوي۔ دۀ ورته اووې څله ئې يوسم زما د ښځې دواړه ژامنې په مېز پرتې وي۔ يوه بله دلچپسه واقعه به ئې هم ذکر کړم چې د ميراوس شوګر دے نو ډاکټر ورته اووې چې د خوږو څيزونو نه به پرهېز کوې او د ورځې به دوه درې ميله پېدل ګرځې په وړومبۍ ورځ سحر وختي خړه کښې د کور نه راووتو چې بهر پټو کښې سپي ورپسې شول او سمې منډې ئې ورکړې بيا ئې وئيل سپو راله دومره منډې راکړې چې دا زما دريو مياشتو له ډېرې دي۔ 

 دا خبره خو ترې څو څو ځل ما اورېدلې ده چې وائي کلي کښې ولاړ وم نو دې کښې دوه درې زنانه کوڅه کښې د وړاندې نه را روانې وې يوې پکښې په اوچت اواز اووې په  خويندو په پړونو مخونه پټ کړئ سړے ولاړ دے خو چې زما خواله راورسېدې نو يوې پکښې اوپېژندم نورو ته ئې اووې خورې مخونه ښکاره کړئ سړے نۀ دے ميراوس دے ۔ميراوس ۔  مطلب دا دے چې کلي کښې هډو چا ته سړے نۀ ښکارم۔

 مشاهده ئې هم ډېره تېزه ده او وړې وړې خبرې نوټ کوي چې بيا ئې په دلچسپ انداز کښې اوروي لکه يو ځل ئې وئيل چې زنانه کلي علاقه کښې مړي له لاړې شي نو چغې سورې او ژړا انګولا باندې سر شي خو ناڅاپه به پکښې يوه ښځه بلې ته مخ واړوي او د اوښکو په ډکو سترګو به ترې تپوس اوکړي يه خورې چې هغه د فلانۍ لور ئې ورکړه کنه  ۔ او د فلانۍ د لور کوېژدن يا وادۀ به کله وي۔ ميراوس چې څومره خوشحاله سړے ښکاري ۔  نور خوشحالوي او خندوي دومره پخپله غم زپلے او کړيدلے دے  ۔ ټول ژوند ئې د نشېب و فراز نه ډک دے که څه هم دے خپله يو فنکار دے  ۔ د جنګ جګړو او لانجو کشالو نه ځان ساتي خو بيا هم وخت په وخت د کشالو، لانجو، مشکلاتو او غمونو سره مخ شوے دے کله دشمنۍ او تربګنۍ ور په غاړه شوي دي  او کله ئې د رزق پېدا کولو د پاره منډې ترړې وهلي دي  وړومبے ئې په تنګي کښې د کېسټونو دکان وۀ بيا ئې د چارسدې اډه کښې هم د کېسټونو دکان وۀ خو ورو ورو دغه کاروبار په کمېدو او آخر ختم شۀ او ميراوس د بل روزګار په تکل وۀ چې ورور ئې چا قتل کړو او دوي ئې بدل واخستو چې د هغې له وجې مومند ايجنسۍ ته په کډه لاړو هلته ئې پناه واخسته مومند ايجنسۍ کښې يو شاړ ځاے سبحان خوړ کښې ميراوس هوټل خلاص کړو دا يواځې هوټل نۀ وۀ بلکه يو مارکيټ وۀ چې پکښې به د خوراک نه علاوه نور هم ډېر څيزونه وو په دغه لاره به د مومند ايجنسۍ د خلقو نه علاوه د باجوړ، دير او افغانستان ګاډي او سورلۍ هم تلې راتلې چې د ميراوس د ګپ د پاره به د دۀ هوټل ته ورتلل  ء ډوډۍ چائے به ئې اوکړل او د ميراوس سره به څۀ وخت پورې مشغول شول دغتله ئې پنځه کاله تېر کړي وو چې ورسره هغه ځاے آباد شۀ او نن سبا هغه ټول مارکيټ ښۀ ودان دے دغتله د ايسارتيا موده کښې به دۀ له د ورځې په سوونو خلق راتلل او دے به هم دغلته  ښادو له تلو راتلو په هوټل کښې ئې ډېرې دلچسپې واقعې رامخې ته شوې وې ۔  لکه يو ځل چې يو سړي ډوډۍ اوخوړله نو تپوس ئې اوکړو چې څو روپۍ شوې ميراوس د هغۀ مېز  له راغلو او چې د هغۀ پلېټ ته ئې اوکتل نو ورته ئې اووې پېسې خو به مونږه تا له  درکوو ځکه چې مونږه د هوټل نوکرانو له ګرمې اوبۀ، صابون او پوډر ورکوو خو بيا هم هغوي پلېټونه داسې نشي صفا کولے لکه څنګه چې تا په روټۍ صفا کړے دے۔ 

بل يو تن ورته اووې مونږه دوه پلېټونه اوخوړل نو څو روپۍ درکړو دۀ ورته اووې ښه دا ځکه خو زمونږ د هوټل نه پلېټونه کمېږي چې تاسو ئې خورئ۔

 يو ځل ورته چا اووې ميراوسه دلته راشه چې ورغلو نو په پلېټ کښې مچ پروت وۀ وې دا څۀ دي دا اوګوره دې پلېټ ته، دۀ ترې په ګوته مچ لرې کړو او سمدستي ئې اووې دا زمونږ د هوټل مچ نۀ دے ځکه چې شين دے او زمونږه د هوټل مچان تور او واړۀ وي خو په دې خبرو به ئې خلق خوشحالېدل بلکه  هم دې له به ورتلل چې دوي پورې دې څۀ ټوقه مسخره اوکړي او بيا به ئې په فخر يو بل ته وئيل چې ماته ميراوس دا وئيلي دي۔

 مومند ايجنسۍ کښې پنځه کاله تېرولو نه پس ته ئې چې دشمني ختمه شوه او روغه ئې اوشوه نو کلي ته راغلو او بيا دوبۍ ته  د تګ راتګ سلسله ئې د مينه والو په وجه شروع شوه دغلته ئې دوبۍ کښې هم  په يو شاړ ځاے عدن کښې هوټل خلاص کړو او دا هم لکه د مومند ايجنسۍ غوندې صرف هوټل نۀ وۀ بلکه ورسره يو لوے مارکيټ وۀ چې هغه هم لږه موده کښې کامياب شۀ خو بيا ئې عمر داسې شۀ چې هلته ئې نور کار نشو کولے د دوبۍ شېخ ورته يو کنال زمکه اوبخښله چې ځان له پرې کور جوړ کړه خو دۀ هغه ځاے جومات ته وقف کړو او نن پرې يو ښکلے عالي شان  جمات جوړ دے دغلته ئې هم پنځه  کاله تېر کړي دي ميراوس نعتونه هم ليکلي دي چې پکښې ئې د نبي کريم صلي الله علېه وسلم سره خپل بې پناه عقيدت ښکاره کړے دے دې نه علاوه ئې يو حج او نهه عمرې کړې دي د حج سفر کښې د چارسدې د نوموړي عالم دين مولانا ادريس صېب سره يو ځاے وۀ خو ځان سره حاجي ليکل نۀ خوښوي۔

 ميراوس لکه څنګه چې ما وړاندې وئيلي دي په ټول جهان کښې يو ځانګړے فنکار دے  خو  قسمت ئې په ځاے ناستې ته نۀ پرېږدي او په ملک کښې  خصوصا پښتون خوا کښې ې  ګرځوي  راګرځوي  او مختلفو علاقو کښې خلق نېغ په نېغه د دۀ د فن نه خوندونه اخلي ۔  د دوبۍ نه په واپس کېدو ئې چکدرې سره هوټل خلاص کړے وۀ چې د سوات، دير، کوهستان، شانګلې او نورو علاقو مسافر به ئې هوټل ته ورتلل او د خوراک او دمې سره سره به ئې د ميراوس ترسکونې لطيفې او شعرونه اورېدل ۔  هوټل ئې ډېر کامياب وۀ خو تقريبا  پنځه کاله پس پرې موټروے راغله او ميراوس ئې بيا بې  ځايه کړو۔ 

 د ميراوس د شهرت غټه وجه لطيفې دي چې دۀ د ټولو نه زياتې وئيلې دي خو د لطيفو بابا ورته ځکه نشو وئيلے چې دۀ نه وړاندې نوموړي شاعر فريحان شېدا بابا ته دا خطاب ورکړے شوے دے خو د هغۀ نه دۀ ته زياتې لطيفې يادې دي او بله دا چې دۀ ورسره د طنزو مزاح په نورو مدونو کښې هم کار کړے دے لکه په سوونو کاميډي سندرې ئې وئيلې دي نوره شاعري ئې هم ډېره طنزيه او مزاحيه کړې ده نو مناسب به وي چې د طنز و مزاح بابا دې ورته او وئيلے شي۔ اوس دا وخت ئې د شب قدر سره اخوا، يکه غونډ ته نزدې سرو کلي کښې هوټل خلاص کړے دے چې په دې سړک د مومندو، باجوړ دير ضلعو خلق تګ راتګ کوي۔

 چکدره کښې د هوټل په موقعه ئې هم ځان سره څو دلچسپې واقعې راوړي دي چې دوه به ترې د مثال د پاره ذکر کړو يوه دا چې ميراوس ته چا وئيلي وو چې د ملاکنډ غر کښې د  يوې چينې اوبۀ د شوګر د پاره ښې دي نو دے به د شپې دوه درې ځله تشو متيازو ته پاڅېدلو يوه ورځ چې په لاره راتلو نو دغه د اوبو بوتل ئې په پنځوس روپۍ واخيستو او چې کله ئې دغه اوبۀ اوڅښکلې نو د شپې ئې په کټ کښې متيازې اوکړې هډو راپاڅېدو ته هم  سم نۀ شۀ 

 دويمه دلچسپه واقعه دا ده چې وئيل ئې يو ځل هوټل کښې ناست وم درې څلور ځوانان راغلل وې چې ميراوسه ستا هوټل ته بونيريان راځي ما ورته وې او ښه ډېر راځي وې ښه نو دوي پورې راته يوه لطيفه اوکړه ما ورته وې دا هسې دوي پورې خلقو ځينې ټوقې او لطيفې تړلې دي ګني نو دومره سادګان هم نۀ دي البته ډېر مينه ناک خلق دي  او  په ټوقو پسې خو سم مړه دي او صرف زما ليدو له راځي خو خېر يو تن اووې چې زۀ خپله د بونير يم او ما تهې به د بونيريانو لطيفه ضرور وائې يا که دوي پورې څۀ بله ټوقه وي نو هغه راته اوکړه  ۔ ما ورته اووې هغه مخامخ مېز ته ناست درې کسان وينئ هغه ډوډۍ چې خوري دا د بونېر دي زۀ وختي د دوي خوا له ورغلے وم نو دې يو تن بل ته وې فلاني زۀ هغه تېره هفته ستاسو کلي ته درغلے وم چې تۀ مړ وې او که پلار دې مړ وۀ   ۔ ما له ډېره خندا راغله زر مې ترې مخ په بله واړولو  چې که دے مړ وۀ نو بيا دلته څنګه راغلو او يا کېدے شي بونېر کښې بيا مړي راژوندي کېږي۔ 

 ميراوس چې کومې په زرګونو لطيفې وئيلې دي نو په دې کښې څۀ خو هغۀ دي چې اخبارونو، رسالو وغېره کښې چاپ شوې دي ځينې دۀ خپلې جوړې کړې دي او ځينې اولسي نقلونه  او د متلونو قيصې دي چې دۀ ورله سر څڼه کړې ده او په ښۀ شکل کښې ئې وړاندې کړې دي۔

 ميراوس د لطيفو سره سره ډېره شاعري هم کړې ده  ۔ دا شاعري ئې زياته خو د مشهورو  سندرو پېروډيانې  دي  ولې ځيني سندرې وغېره ئې  طبعزادې هم ليکلې دي۔ د شاعرۍ انداز ئې اولسي دے او طنزيه مزاحيه رنګ پکښې جوت دے خو کله کله پکښې طبعاتي مسئلې په ډېر ښکلي او موثره رنګ کښې راځاے کوي د دۀ شاعري د اولس د پاره ده نو نېغ په نېغه پکښې اولسي مسئلې په مزاحيه او طنزيه انداز کښې راخېشے شوې دي۔ څۀ سنجيده شاعري ئې هم کړې ده او د دۀ په قول 120 نعتونه ئې هم ليکلې دي چې يوه مناسبه مجموعه ترې جوړيدلے شي۔ 

 په موقعه او سمدستي توګه د حاضر جوابۍ سره سره شعرونه هم وئيلے شي د کوهاټ لاچۍ کښې به وړاندې تر ډېرې مودې کال کښې يوه اولسي مېله کېدله چې د مختلفو مقابلو سره سره به پکښې فنکاران هم راغوښتے کېدل غالباً د 1987ء خواوشا يو ځل زۀ دې مېلې ته تلے وم نو د نورو فنکارانو سره ميراوس هم راغوښتے شوے وۀ دې کښې يو تن چې په بدن نرے نروچکے وو ۔  غټ پټکے ئې وهلے وۀ راپاڅېدو او ټوقې ئې شروع کړې چې دې مېلې ته د ميراوس د علاقې نه مداريان او د اوچې حکيمان راځي چې د زړو خلقو د ځوانولو  خبرې کوي او خپلې ګولۍ او ګند بلا پرې  خرڅوي خو نتيجه ئې هېڅ نۀ وي هغه څۀ داسې ټوقې کولې چې خلقو ورپورې خاندل چې دې کښې ميراوس راپاڅېدو هغه سړي چې اوليدو نو د مېدان نه بهر شۀ ميراوس اووې څۀ شۀ هغه د ډنډې پکے او دې سره خلق د خندا نه شنۀ شول او هغه سړے ورک شۀ د ميدان نه اوتښتيدلو ۔ 

 دوه ډرامې هم ميراوس ليکلې او پخپله وړاندې کړي دي دغه دواړو ډرامو کښې ټول موجود کردارونه ميراوس پخپله کړې دي خو د ډرامو سلسله ئې ډېره کاميابه ځکه نشوه چې ټول هر څۀ به پکښې دۀ پخپله کول په رېډيو د څو پروګرامونو نه علاوه ميراوس په ټيلې ويژن ډېر پروګرامونه کړي دي او د دۀ دعوه ده چې د ټي وي په ذريعه د منشياتو خلاف د ټولو نه وړومبي پروګرامونه ما کړي دي او د هغې په وجه ډېر خلق د نشو د لعنت نه اوړېدلې دي په پي ټي وي چې د دۀ څومره پروګرامونه شوي نو هغه په اولسي کچ ډېر خوښ کړے شوي دي بهرنو ملکونو کښې ئې هم وخت په وخت په سټېج ډېر ښۀ او کامياب پروګرامونه کړي چې د اولس لخوا ورته ډيره مينه ورکړې  شوې ده او د دۀ فن ئې ستائيلے دے ميراوس خواؤشا څلوېښت کلونو پورې د فن دنيا کښې په داسې حال کښې تېر کړي دي چې هېڅ سيال ئې نۀ دے پېدا شوے که څۀ هم ځينو کسانو وخت په وخت د هغۀ د مقابلې کولو کوششونه کړي دي خو هغوي کښې د ميراوس هومره صلاحيت نۀ وۀ نو زر ناکامه شوي دي او دے لا هغسې د ټوقو ټقالو په مېدان کښې جهان کښې صرف يو  نوموړے فنکار دے خو سره د دې هم ورته د حکومت لخوا څۀ توجه نۀ ده ورکړې  شوې، تر دې دمه ورته هېڅ قسمه ايوارډ نۀ دے ورکړے شوے چې يقيناً دے ئې حقدار دے بلکه يو ځل ورته کاغذونه راغلي وو او دۀ ته وئيلے شوي وو چې دا دې ډک کړي او راولېږي نو دۀ ته به صدارتي ايوارډ ورکړے شي خو د دۀ په قول هغه ايوارډ د اردو يوې ښکلې فنکارې ته ورکړے شۀ او ميراوس لا تر ننه د سرکاري ايوارډونو نه محرومه دے خو د اولس لخوا ورته په زړونو کښې ځاے ورکړے شوے دے او د دۀ د هر قسمه ټوقو ټقالو، لطيفو او مزاحيه سندرو قدراني ئې کړې ده هره ورځ ورله په سلګونو کسان ليدلو له راځي د دۀ خوږې خبرې او شاعري اوري دۀ له ډاډ ورکوي او هم د دغه عام اولس په ډاډ د دۀ د فن سفر روان دے  ۔ دغم زپلو پښتنو په شونډو د مسکا راوستو هڅې کوي دوي نه د لږ وخت د پاره سهي خو غمونه هېروي ما هم د دۀ په ټوقو ټقالو ډېر خندلي او د دۀ د مزاحيه او طنزيه شاعرۍ نه مې خوندونه اخستي او په اورېدلو ئې خوشحاله شوے يم نو دا مې د يو ليکوال په حېث په ځان پور ګڼلو چې د دۀ په حقله څۀ اوليکم ده ته د ده د اعلي فن  داد ورکړم او د دۀ د خوشحالولو هڅه اوکړم خداے دې ورله ښه ژوند او صحت ورکړي ځکه د دۀ متبادل نشته بس ټول جهان کښې يو دے-

رالېږنه: : اقبال حسين افکار 

14.10.2020

- بېتاب
بېرته شاته