(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
اميرالمومنين حضرت علی (ع) د زوکړې د جشن مبارکی
[29.Jul.2007 - 19:58] د مهربان بخښونکی لوی څښتن په نامه
د زبرګې يا رجب د مياشتې ١٣ نېټه د خدای پاک د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) له پاکو اهلبېتو څخه د اول امام، امام الاولياء والاوصياء، امام المتقين، اميرالمومنين حضرت علی (ع) د زوکړې د جشن په موقع د نړۍ ټولو پتياليو، ننګياليو، ازادی غوښتونکو او حق پرستو انسانانو په خاصه توګه د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکی وړاندې کوو او په دې موقع د اسلام او مسلمانانو د سر لوړۍ او د هغوی د يووالی او بېدارۍ په دعا سره د خوشحال بابا دا کلام وړاندې کوو:
کــــــه پکار دی وی د خــــدای پېژندګلی
پــــــېروی د محـــمـــــــــد کــــــــــړه د علــــی
کوم ايت چې بــــــه راتۀ پاسه لـــه عــــرشه
لا پـــــه عـــــرش به يـــــې علـــــی ؤ متلـــــی
محمـــــد چې هغه راز يې په معـــراج کړو
يــــــکايــــــک ؤ د علـــــــی وتـــــــه جـــلـــی
پـــــــــه محــــــشر به هغه تور مخونه پاڅی
چــــې يې نـــــه دی تـــورې خـــــاورې د تلی
محمـــــد علــــی چې دوه وينې پـــه سترګو
په دا کار کښې احــــولـــــی ده احـــــولــــی
د زړۀ زنګ په بل صېقل نـــه لــــرې کيږی
پــــــه دوستـــــۍ يـــــې د علی ده مصقلی
که دا هومره ويل کا ورته روخصت دی
محمــــــــد دی پېغمـــــبر علــــــی ولـــــی
د علـی د آل دوستی د ايمـــــــان زړۀ دی
څــــــوک دې شک په زړۀ په دا نه راولـــی
د علــــــی د آل پـــــه مدح کښې جنت دی
د خوشحال خټـــــک پــــــه دا ده تسلــــــی
له طرفه: اهلبېت پښتو اکېډيمی پوسټ بکس ٣٤٦ پېښور کوزه پښتونخوا
- : اهلبېت پښتو اکېډيمی
بېرته شاته |