پخوانی والي
[17.Jan.2017 - 22:07]پخوانی والي
لیک: محمدنعمان دوست
راوي خوندور نکل شروع کړی و او زه ورته غوږ غوږ وم. نکل د هغې زمانې و چې لا (غوایان)نه وو مست شوي؛ لا (قطبي) خرس زموږ پر مقدسه خاوره خونړی پل نه و ایښی؛ لا (تنظیمونو) زموږ د هیواد شتمنیو ته خوله نه وه پرانیستې او لا موږ په څو کسو کې یاد خلک وو او آب مو په ځای و.
نکلچي د کوم شمالي ولایت کیسه کوله؛ غالباً سمنګان یې یاداوه. د پستو او بادامو د وطن ذکر یې کاوه. راوي ویل چې والي یو ناڅاپه د خپل زوی د مرګ اعلان وکړ. خلک هک پک شول. والي د جنازې وخت وټاکه او بیا په هماغه وخت خلک راټول شول. صفونه برابر شول، خو مخکې له دې چې نیت وتړل شي، والي خلکو ته مخ واړوه او ویل یې: تاسو خو زما د نیازبین زوی مخ وګورئ!
خلک کټ ته نږدې شول؛ والي د کفن غوټې خلاصې کړې او بیا د پستې شین ښاخ ټول هک پک کړل.
والي ویل،دا خاښ داسې وګڼئ لکه زما زوی. دا چا مات کړی، لکه زما د زوی ملا چې یې ماته کړي وي، لکه زما زوی چې یې وژلي وي، که بیا چا بل خاښ مات کړ نو همداسې یې ماتوم!
خلک ټول حیران ولاړ وو؛ خلکو کې جرات نه وو؛ خلکو له شرمه کوز کتل او خلکو د نصوحا توبه وویسته.
راوي کیسه کوله؛ خو زه بله خوا تللی وم. ما د پستو پر ونو د تبرونو د وارونو ټکا اوریده چې په هر وار یې ونه له ویرې ریږدیدله. ما لیدل چې د دغه ولایت ۷۰ زره هکتاره د پستې ځنګلونه څنګه له نیمايي هم را کم شول.
دا یواځې سمنګان نه دی، چیرته چې ځنګل دی د تبرونو غږونه ترې راځي، د خوست ځنګلونه په خطر کې دي، په ختمیدو دي. په کونړ کې له لسیزو راهیسې د نښترو قتل عام شروع دی. تک شنه غرونه په سپیرو ډاګونو بدلیږي. ژوي او مرغان د انسانانو له وحشته په منډه دي، د هر نښتر له غورځیدو سره ځناور چیغې کړي او په ډنډ سترګو تښتي.
لکه ټول وطن چې ځنګل وي؛ لکه دلته چې مدني انسانان نه وي؛ لکه دلته چې د نظم او قانون په نوم هیڅ نه وي او لکه دلته چې هیڅ برخه هیڅ مسوول نلري.
دلته ټول مسخره چیان راټول شوي، هره ورځ نوې نوې مسخرې کوي، خو د دوی مسخرې خلکو ته خندا نشي ورکولای، بلکه پر ټپونو یې مالګه شیندي.
وګورئ تازه مسخره؛ د اساسي قانون کلیزه لمانځي. خو د نورو مادو په څير پر پنځلسمه ماده هم له چټلو بوټانو سره ولاړ دي. دا ماده خو دولت مکلف ګڼي چې د ځنګلونو د ساتنې او ښه والي لپاره لازم تدابیر ونیسي خو دلته ځنګلونو کې د برقي ارو مردار غږ شور جوړ کړی، هره ورځ د نښترو جنازې روانې دي او هره ورځ له بې وسه غرونو لکه د (ابو غریب) او (ګوانتانامو بنديان) جامې ویستل کیږي.
دلته د انسانیت یواځنۍ نښه په دوه پښو ګرځیدل دي، د مخ بڼه ده، نور یې ټولو اوصافو کډه کړې. دلته له وطن سره لکه د جنګي اسیر په توګه چلند کیږي؛ شرموي یې، کړوي یې او سپیره کوي یې.
جګړې، له موږ ټول ارزښتونه واخیستل. موږ د نورو لپاره وطن وران کړ او ورانوو یې. دې کارو بار له موږ د وطنپالنې جذبه ومروړله. موږ کې یې وطني احساسات کنګل کړل.
ځنګلونه د طبعیت قیمتي ډالۍ دي. دا له لوټمارانو ژغورل غواړي، دا ژغورنه ملي روحیه غواړي او دا ژغورنه هغه وخت ممکنه ده چې هر والي لکه د سمنګانو د پخواني والي په څیر هره ونه خپل اولاد وګڼي او له وهونکي سره یې داسې چلند وکړي لکه د زوی قاتل چې یې وي.
محمد نعمان دوست