سقاویان
[24.Jan.2017 - 19:31]دمرحوم میرزا فیض محمد کاتب هزاره دتذکرته الانقلاب. په کتاب. کی چی دسقاویانو په اړه لیکل شوي په لاندی توګه لږ مالومات
لیک: محمد ظفر نیازی
کله چې سقاویان کابل ته ننوتل نو خلک به یې په ډول ډول پلمو او تورونو باندې نیول، تر دې چې بې ګناه خلک به په دې تور نيول کيدل چې ورته ويل به يې «بین خود پس پس میکرد.»[اور په افغانستان کې ص٧٠١]
د سقاؤ په نهه میاشتنۍ واکمنۍ کې، د تکفیر او الحاد د متهمولو کار دومره اسان او ساده شوی ؤ، چې، یو ساده او بې سواده ټوپکوال سقاوي به په یو مسلمان سړي باندې، د کفر حکم کولو او که په اړه به یې دلیل ورڅخه وغوښتل شو، نو ویل به یې:«کورهستی در وخت امان اللهء کافر کار میکرد».(دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۰۶)
سقاویانو د کابل خلک داسې بلل چې ټول له دین څخه اوښتي دي او حتَی خلکو ته به یې مخامخ ویل چې امان الله کافر ؤ او تاسو هم کافران یې، چې د هغه سره اوسیدلی یاست. وایي چې که کوم سقاوي به له دوکاندار څخه سودا واخیستله او دوکاندار به د پیسو غوښنته ترې وکړه نو سقاوي به نارې کړې«دا د کافر امان الله ملګری دی او پخپله هم کافر دی» که یې دغه دوکاندار وژلی هم وای بیا یې پوښتنه نه وه. (دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۰
سقاو چې پخپله سوچ بې سواده او جاهل ؤ، په لمونځ او اودس باندې په سمه توګه نه پوهیده خو، په مسلمانانو باندې یې د کفر حکمونه کول چې په دې کار کې د ده په شان جاهل، د شوربازار حضرت ګل آقا مجددي، چې جاهلو سقاویانو د پېغمبر په سترګه ورته کتل، لوی لاس درلود، په دې اړه ملا فیض محمد کاتب وایي: د ۱۳۰۸،ل،ل،کال، د غویي په پنځمه نیټه چې د اپرېل له پنځه ویشتمې نیټې سره سمون خوري، حبیب الله کله کاني د بیا ځل لپاره یوه فتوا صادره کړه او دټولو هغو هزاره گانو د وژلو اجازه یې ورکړه چې په کابل کې یې ژوند کاوه، د دې هزاره گانو ډېر لوی اکثریت پخپله په کابل کې زېږېدلي او په دې ښار کی یې پنځوس شپېته کاله تېر کړي وو،خو اوس یې د وژلو اجازه ورکول کېدله، حتَی سید حسین دا فتوا رد کړه او حضرت شوربازارته یې په قار سره وویل، کله چې موږ د امان الله سره جنگېدلو او هغه د پاچاهي پر تخت ناست وو، هغه د کابل یو اوسېدونکی کوهستانی مړ نه کړ، د سوونو او زرگونو د وژلو خبره خو لا پرېږده. فیض محمد کاتب وړاندې ځي او وایي: دا د شوربازار حضرت ګل آقا مجددي، چی ځانته ستر مسلمان او د مسلمانانو لوی مرشد وایي، هر وخت دغه راز لمسوونکي اعمال ترسره کوي. (فیض محمد کاتب، تذکر الانقلاب، ص ۱۵۸-۱۵۹)
سقاویانو خپل مخالفین او نور د کابل بې ګناه خلک په زر ډوله مرګونو او شکنجو باندې وژل او زورول، چې د دغو ډاکوانو په اړه مرحوم میرزا فیض محمد کاتب لیکي«د ژوندیو انسانانو څلور ځایه کول، د ښځو او هلکانو پر عزت باندی تېری کول، بېگناه انسانان په زندانو کې اچول، غرغړه کول او په ناحقه د وینو تویول د سقاویانو ورځنی کار دی.»(فیض محمد کاتب؛ تذکر الانقلاب ص ۱۷۴)