خوشال پېژندنه
[28.May.2020 - 15:21]خوشال پېژندنه / لیکنه: ضیاءالحق سیند
د پښتو ادب پلار ستر شاعر، ادیب، عارف، سیاستوال، رنځ پوه، دینپو، باز پوه، پوځي ملتپال، ننګیالی، توریالی، او اخلاقښود... خوشحال خان خټک د شهباز خان زوی د یحیی خان لمسی د ملک اکوړي کړوسی چې ملک اکوړی بیا د ملک درویش محمد(چې په چنجو مشهور و) زوی دی، او خوشحال خان په ۱۰۲۲ ل ل کال په اکوړه خټک کې دې نړۍ ته سترګې پرانستي دي.
همدا مطلب بیا په خپله خوشحال خان خټک د شعر په خوږه ژبه داسې بیان کړی دی:
د هجــــــرت زر دوه ویشــــــت ســــن و
چـــــــې زه راغـــــــــــلم په جهــــــــــان
زه خوشحال د شهــــــباز خــــــــان یــــم
چې تــــورزن یـــــــم کــــان په کـــــــان
شهـــــــباز خان د یــــحیــــی خـــــــان و
چـــې بــــــل نــه و هســـــــې ځـــــــوان
یحیـــــــــــی خـــــــان د اکــــــــــوړي و
چې په تــــــــوره شـــــــو ســــــلطــــان
د خوشحال د کورنۍ ټاټوبی (سرای) هم د خوشحال نیکه (ملک اکوړي) ودان کړی ځکه یې اکوړه بولي او د پیښور د لمر خاته په لور ۳۵ میلۍ کې اباده شوې دی.
( د خوشحال خټک غور نیکه ملک اکوړي و، چې په تري خټکو پورې یې تړاو درلود ، د ملک اکوړي په وخت کې هم د خټکو لویه برخه په کوهاټ پرته وه ، خو ملک اکوړی له کوهاټه راغلی او اټک په شاوخوا کې د هغې پادشاهي لارې پر غاړه اباد شو ، چې د اټک څخه د نوښار پر لور پيښور ته غزیدلې وه، داسې ښکاري چې په هغه وخت کې هم د نوښار او اټک تر مینځ خټک اباد و، او د دې خټکو اود هغو خټکو چې له ملک اکوړي سره له کوهاټه راغلي وو، اکوړی مشر شو، اکوړي د (سرای) په نامه د مغلو د پادشاهي سړک په غاړه یو کلی اباد کړ، چې تر ننه پورې اباد دی او د سرای اکوړه په نامه مشهور دی)
۴: ۱
د خوشال د ژوند ، افکارو ، اثارو ، او ملي نهضت په اړه په لره او بره پښتونخوا کې پښتنو ادیبانو ، مورخینو ، لیکوالانو او ختیځ پوهانو ډیر څه لیکلي او ویلي دي، په تیره بیا په اوسنې دوره کې د خوشحال په اړه ډیر څه ویل شوي او لیکل شوي چې د بیلګې په د توګه یې په افغانستان کې د خوشحال د نمانځنې او درناوي له پاره دوه لوی، درانه ، علمي بین المللي سیمینارونه نیول شوي دي یادولی شو چې په پاېله کې یې دوه لوی کتابونه د ننګیالي پښتون او توریالي پښتون په نومونو په کال ۱۳۴۵ او ۱۳۴۶ کې پښتو ټولنې له خوا خپاره شوي دي.
د خوشحال د اثارو او ژوندانه د لا ښې روښانه کولو له پاره اوږدې څیړنې ته اړتیا شته، ځکه چې توره او غیرت ، فکر او سیاست ، ورکړه او سخاوت ، لیکوالي او کتابت دا ټول د خوشحال خان په وجود کې یو ځای شوي او دا غږ یې له خولې څخه راوتلی دی:
کــه سخـــــا ده او کــه توره کـه خامه ده
پــه دا درې تـــــوګه زمــــا تـلــلې نامه ده
خوشحال خان خټک په کوچنیوالي کې د ډېرو سختو پېښو سره مخامخ شوی دی ، هغه د شپږو کالو ؤ چې په لنډي سیند کې ولوید او نژدې ؤ چې مړ شي خو سیند نه ژوندی راووت.
په اته کلنۍ کې پرې د یو څپر نه کاڼی(تیږه) راولوید او دی یې په تندي زخمي کړ، تر اوو ورځو پورې یې حال خراب ؤ، بیا وروسته له څه مودې روغ شو.
په دیارلس کلنۍ کې د خپل پلار شهباز خان سره د یوسفزیو (باکو خان) په مقابل کې په جګړه کې برخه واخسته او په جګړه کې یې ډیره میړانه وکړه.
خوشحال خان خټک په اتلس کلنۍ کې واده وکړ ، خو د هغه د وینا څخه داسې معلومیږي چې د لومړي واده څخه راضي نه ؤ او خپله نا خوښي په خپل یو شعر کې دا ډول څرګندوي:
چــــــــې پـــــــه عمــــــــر شــــــوم اتلـــــس
د شبــــــــاب پــــــــــــــه عـــــــــنـــفـــــــران
راکـــــــــــــــره راغـــــــــلــــــه جـــــــــــــنۍ
پــــــــــــلار نیــکـــه بـــــــــــــد ذاتــــــــــــان
خپـــــل قسمــــت کـــــړه را تـــــــر غــــــاړه
د دې هـــــــــــــــــــسې خــــــانـــــــــــــــدان
څــــه بــــــلا ده چـــې راتــــلـــــه بـــــــــــه
دا زمـــــــا پــــــــــــــــه شـبـــــــــــــــستــان
خپــــــــــل بـــابـــا کــــــړه راتـــــــر غـــــاړه
ګـــــــــــــــڼه هیــــــڅ نـــــــــــه و ګـومـــان
۱: ۵۸۵
خوشحال خان خټک په شل کلنې کې په شعر ویلو پیل کړی چې وایي:
((په شل کاله کې دیګ زما د شعر په اور بار شو
په دا دور یې پوخ چې شپیته کــاله مې تـــللي))
په (۱۶۴۰) او (۱۶۴۱ع) کلونو کې کمال زیو (چې د یوسفزیو یوه پښه ده) خټکو ته د مالیې ورکولو نه انکار وکړ، نو شهباز خان په یوسفزیو باندې حمله وکړه او خوشحال خان په دغه وخت کې اته ویشت کلن ؤ د خپل پلار سره په جګړه کې ملګری ؤ.
شهباز خان په همدغه جګړه کې سخت ټپي شو او خوشحال خان په پښه په غشي ولیګید.
شهباز خان له دې ټپه څخه پنځه ورځې وروسته په (۱۰۵۰ل ـــ۱۶۴۱ع) کال کې مړ شو او خوشحال خان د (۴۰) ورځو وروسته جوړ شو.
خوشال خټک د خپل پلار د مړینې نیټه دا ډول ښودلې ده:
ســــــن د هــــــجر زر پنځــــوس و
چــــې شهیـــد شو شهــــــباز خـان
د شهباز خان د مرګ نه وروسته خوشحال خان د شاه جهان له خوا د سردارۍ په توګه د پلار پر ځای وټاکل شو، خوشحال خان په دې وخت کې اته ویشت کلن ؤ چې مشري ور په غاړه شوه او تر ډیره عمره پورې یې دا کار کړی دی.
مغلو د خپل مقصد د پاره خټک او یوسفزي یو د بل سره جنګ جګړو اخته کړي وو، ځکه شاه جهان پوهیده چې بې له خټکو د دوستې او ملګرتیا څخه په پښتنو باندې حکومت نشي کولای، نو په دې اساس هغه د خټکو سره ظاهري وضع ښه کړې وه، مګر په باطن کې یې خټکو ته هیڅ کوم داسې لوی منصب نه و ورکړی.
د شاه جهان په وخت کې د خټکو او یوسفزیو تر مینځ سخته دښمني وه، ځکه د خوشحال خان خټک پلار هم د یوسفزیو له خوا مړ شوی وو، او خوشحال د خپل پلار د غچ اخستلو په غرض د یوسفزیو سره ډیرې جګړې وکړې او د هغوی ډیر کلي یې سیځلي دي.
کله چې شاه جهان په کال (۱۶۵۷م) کې ناروغ شو، او زامن یې په خپلو منځو د پادشاهۍ د نیولو په سر په جنګ جګړو اخته شول او په نتیجه کې اورنګ زیب په کال(۱۶۵۹م) بریالی او تر (۱۷۰۷م) کال پورې په واک کې پاتې شو، په دغه موده کې یې خپل پلار او خپل ورونه بندیان کړل او داراشکوه یې وواژه ، په دغو پیښو کې خوشحال خان د اورنګ زیب ملګری ؤ او له د سره یې ډیره مرسته وکړه.
کله چې اورنګ زیب خپل سیاسي قدرت ټینګ کړ، نو ځینو مسلو ته یې رامخه شوه ، چې په دې کې یو هم د خوشحال نیول او د پښتنو ځپل وو.
سید میر خوافي چې په کابل کې د اورنګ زیب والي و ، د پښتو نایب مرزا عبدالرحیم ته یې د یو څو تنو مشرانو د نیولو او بندي کولو امر له پاچا څخه اخستې و ، کله چې سید میر خوافي پيښور ته راغی او خوشحال یې د مشهورې په پلمه راوغوښته او خوشال خان هم په (۱۶۶۴م) پيښور ته راغی نو په همدغه وخت کې خوشحال خان په چل ول ونیول شو او بیا یې ډلي بندي بوته.
له همدغه وخته خوشال خان د کورنۍ (۸۵) کلنه دوستي او وفاداري چې د ځینو مجبوریتونو له کبله یې ساتلې وه په دښمنۍ سره بدله شوه او خوشال خان د اورنګ زیب دښمن شو.
خوشال خان یو نیم کال په بند کې تیر کړ او څه نوره موده په هند کې نظر پاتې شو.
خوشال خپل ډیر شعرونه په نظر بندۍ کې ویلي دي، او همدغه بندي توب په خوشال ډیره سخته اغیزه وکړه او د ده په روح کې یې د انتقام سوزنده جزبه را پیدا کړه .
خوشال خان څو ځایه په خپل نظم او نثر کې د خپل اولادونو شمیر ښودلی دی چې تر شپیتو زیات زامن او تر دیرشو زیاتې لورګانې درلودې. ۲ : ۱۴۳
یو ځای وایي:
اتـــــه ویشـــــت لــــــــــــرم زویـــــــــــه
نشــــــــه یــــــــو د بل پـــــــه رنــــــــګ
بل ځای د زامنو شمیر دېرش ښیي او داسې وایي:
دیــــرش مې زویــــــه په شـــــماره دي
د نمســــــــو مــــــې څـــــه شمــــار دي
خوشال خان په (۱۰۹۰ ه ق) کال د زامنو شمیر هم دیرش ښودلی دی. ۲ : ۱۴۳
کـــــال یو زر نــــوي د هجـــــــرت دی
هــــــــم تحــــــول دی د مـــــــــــیزان
واړه دیــــــــــرش زویه لـــــــــرمــــــه
اوس حــــاضـــــــــــــر پــــــه دا اوان
۱ :۵۸۵
بیا په یوه څلوریزه کې یوازې زامن تر شپیتو زیات ګني او وایي:
پـه شمار مـې زویـــه تر شپيته زیات دي
نیمګي به مړه وي نیمګي حیــــــات دي
۱ :۴۶۰
خوشال خان په وروستیو وختونو کې د خپلو زامنو او نمسو شمیر سل ښودلي دی:
د خوشـــــال خټګ که سل زویه نمسي دي
لا لایـــــــق د خانۍ نه وینــــــــم پـــــــــسر
خوشال په یوه نظم کې خپل ترونه دولس ښودلي دي :
را پــــاتې یو نه شو دولـــــس مې ترونه وو
ولاړل فنـــــا شول چــــــې اولسونـــــــه وو
هغه وخت چې خوشال خان په ډلي کې بندي شو ، نو د ده کورنۍ یې هم د یرغمل په ډول ډلي ته وغوښتله ، مګر یوسفزیو د خوشحال کور او کهول وساته او حکومت ونه کړای چې ډلي یې بوځي .
خوشال خان په دې راز ښه پوه شو چې شخصي اقدار د شخصیت دښمن دی او ظالم ، مستبد او فیوډالي حکومتونه خوشال غوندې شخصیتونه نه شي منلی، دغه راز عواملو په ده کې ډیر لوی انتقادي فکر را پیدا کړ ،او د ظالم حکومت اصلي څیره ورته روښانه شوه.
خوشال خان په زندان کې په شپو شپو خپله اینده سنجوله او پس د ډير فکر نه یې دا فیصله وکړه:
پــــــــس له بـــــــــــنده دې دا عـــــــزم
د خـــــــوشحال د خاطــــــــر جـــــــزم
یا نیولـــــی مـــــخ مــــــکې تــــــــــــــه
یـــــــــا مـغـــــلـــــــــــو ســــــــــره رزم
د همدغه عزم او پیمان په اثر کله چې په کال (۱۶۶۸ـ۱۶۶۹ م) کال کې خپل هیواد ته راغی، نو په فکر او احساس کې یې داسې بدلون راغلی ؤ چې بیا یې تر مرګه پورې د فیوډالي مغلو سره روغه جوړه ونه کړه، او د مړینې په وخت کې یې دا وصیت وکړ؛(( ما په داسې ځای کې ښخ کړئ چې د مغلو د اسونو ګرد راباندې ونه ولیږي)).
کوم وخت چې خوشال خان خپل کور ته راورسید نو په دغه وخت کې مهابت خان د کابل په صوبدارۍ مقرر شوی و او د خوشال سره یې د پخوا نه پیژندل.
کوم وخت چې مهابت خان پیښور ته راورسېد نو د اورنګ زیب د حکم سره سم یې د ((لنګر کوټ)) په جوړولو برید وکړ، او هم یې خوشال ته د لوی منصب او د یوسفزیو د علاقې حکمراني ور وړاندې کړه.
نو څنګه چې یوسفزیو د خوشال د بند په وخت کې د هغه سره مرسته کړې وه نو خوشال هم په دومره ټیټه سوده ونه غلولیده ، ځکه په دغه وخت کې د سره یوازې د ځان سودا نه وه ، بلکې د خپل قوم او کلتور فکر ورسره و ، همغه وه چې مهابت خان ته یې په ځواب کې داسې ولیکل:
(( . . . که چیرې زه اوس د یوسفزیو مخالفت وکړم نو دا به زما له پاره د انسانیت او پښتونولۍ په ايین کې یوه داسې بدنامي وي چې د هغې داغ به په هیڅ یوې نیک نامۍ هم لرې نه شي . . . ))
پس له دې خوشال د پښتنو کلک وفادار او لیډر پاتې شو.
د مهابت خان څخه وروسته محمد امین د کابل صوبدار مقرر شو، د غوښتل چې کابل ته لاړ شي نو د یو لوی لښکر سره د کابل په لور روان شو ، او کله چې خیبر ته راورسید نو د پښتنو لښکرو د ایمل خان او دریا خان په مشرۍ د مغلو مقابلې ته را مخې ته شول.
د دوی تر مینځ سخته جګړه ونښته او مغلو ماتې وخوړه او بری د پښتنو په برخه شو، او دا جګړه په کال (۱۶۷۲ م) کې پيښه شوی وه.
کله چې د محمد امین لښکرو د پښتنو له لاسه سخته ماتې وخوړه او ډیر ووژل شول ، نو اورنګ زیب په خپله دا فیصله وکړه، چې لاهور ته راشي او دغه پيښه له نژدې وګوري، همغه وه چې لاهور ته راغی ، په دې وخت کې خوشحال خان په تیرا کې خبر شو ،او دا یې ومنله چې ازادي تر هر څه ډیره ښه ده.
هغه وخت چې مهابت خان بیا د محمد امین پر ځای د کابل صوبه دار وټاکل شو ، نو هغه بیا وغوښوتل چې خوشال د مغلو ملګرتیا ته راوبولي، څو مغولي حکومت د پښتنو قبایلو څخه په امان کې پاتې شي ، خوشال خان څنګه چې هوډ یې کړی وو بیا د مغلو سره مرستې ته غاړه کینښوده، او ډاګه يې د مغلو پر ضد د افغان توره تر ملا کړه ،او د هندي فیوډالي مغولو پر ضد یې د پښتنو د سیاسي ازادي او اقدار ساتنې له پاره په ټيګه مبارزه وکړه.
کله چې مغولي حکومت د خوشحال خان څخه بیخي نا امیده شو، نو د ده زوی(بهرام) چې د مشرۍ ډیر شوقمند وو د خپل پلار څخه د اشرف خان د مشرۍ په سبب خوا بدی شوی وو، د پيسو په زور یې زوی د پلار دښمن کړ، او هم یې د پيسو په زور پښتانه په خپلو کې په بې اتفاقې سره اخته کړل او د خوشال خان مخه یې ونیوله.
خوشال خان او ایمل خان په ګډه سره د لومړي ځل لپاره په (۱۰۸۴ ل س ) کال د نوښار په کوټ باندې حمله وکړه او دا ښار یې ونیوه.
له دې جنګه څخه وروسته بله جګړه د مغلو او پښتنو تر مینځه د ایمل خان په مشرۍ په (۱۶۷۲ ز) کال شوی ده ، په دې جګړه کې ډیر مغول ووژل شول او څه پاتې یې په تیښته ستانه شول.
بیا د دې ټولو جګړو او ماتو خبرونه اورنګ زیب ته ورسیدل، نو هغه د دې لپاره چې د مغولي فوځونو د ماتې مخنیوی کړي وي دا فیصله یې وکړه چې د فوځونو قومنداني (قومنده) په خپله په خپل لاس واخلي، نو همغه وو چې په (۱۶۷۴ز) کال کې حسن ابدال ته د ډیرې قوي توپخانې او لوی لښکر سره حرکت وکړ.
اورنګ زیب دوه کاله پایتخت پریښود او په جنګ جګړو یې لاس پورې کړ، هغه پس د ډیر کړاو ، مرګ ژوبلې څخه پيښور ته راورسید او دلته یې ځای ونیوه، مغولو او پښتنو ډیر سخت جنګونه وکړل، خو د دې ټولو جګړو او ربړونو سره سره پښتانه د مغلو تابع نه شول، په دغه وخت اورینګ زیب د پيسو د لارې ډیر ټيټ پښتانه په زور ، وعدو او خوږه ژبه او غوړو خبرو د ځان ملګري کړل ، چې ډیر پښتانه په دغه وخت کې په بله خوا واوښتل او بیرته یې د مبارزینو په مقابل کې استعمال کړل.
خوشال خان دغه حالت ته داسې اشاره کړې ده :
خزانې د هندوســــتان دي را خورې شوې
سره مهــــــــران دي ننوځـــي په کوهــــار
د خوشال خان د ژوند وروستې شپې او ورځې ډیرې سختې تیریدلې ، ځکه له یوې خوا د مغلو څخه نا ارامه او د بلې خوا د خپلو زامنو څخه په تیره بیا د بهرام د لاسه ډیر په تکلیف شو او هم یې خواږه یاران (ایمل خان او دریا خان) مړه شوي وو، خو د دې ټولو سره سره له خپل عزم او ننګ څخه ونه ګرځید او د هغه د کارونو څخه کومه کمزوري هم څرګنده نه شوه:
ځینې څــه لویــــــــې دعوې لرم په زړه کې
ولې څــه کړم چې پښتون واړه بې ننګ دی
کله چې د بهرام سرداري او ملکي د مغلو په زور او قوت په خټکو کې زور وموند نو بهرام دا هلې ځلې وکړې چې خپل پلار (خوشال) ژوندی مغلو ته په لاس ور کړي او خپل باداران خوشحاله کړي ، خو بهرام او د هغه زامنو ونه شو کړای چې خوشحال ونیسي.
خوشال خان د دې ټولو ناوړو پيښو څخه اپریدیو ته لاړ او هلته د ( ډمبره ) نومي غره کې ژوند اختیار کړ.
خوشال خان د (۷۸) کالو په عمر په (۱۱۰۰ س ل) کال د دوهمې خور په (۲۸) له دې دنیا نه د تل لپاره سترګې پټې کړې ، او د (هوډې) د غره تر څنګ د ابدي ارام غیږې ته وسپارل شو.
خوشال خان د ځینو پخوانیو شاعرانو او ختیځ پوهانو په نظر کې:
خوشحال خان ته زیاتره ادیبان او پوهان د پښتو ژبې او ادب پلار او د ادبي قافلې او نوي ژوند سالار وایي او د ده هنر یې ډیر ستایلی دی.
اشرف خان هجري د خپل پلار هنر دا ډول بیانوي :
زه هجـــــــري به یې د کوم هنر صفت کړم
ژغ یې خــــــــور د خوبۍ لا تر سمــــا دی
پير محمد کاروان وايي:
که څــــوک بحر مــواج وایي ورته ښـــایي
په دیــــوان کې یې مونده شي هر شان شعر
که شعـــــر دی د ده په پښتونخـــــوا کــــې
بل به کـــــوم وي په دا وخت د افغان شعر
ډاکـــــټر ډرون وایي:
خوشحال خان علاوه د شعر له دیوان څخه نور هم ډیر تالیفات او ترجمې لري چې ځینو مستشرقینو تر سلو اثارو زیات ښودلي او راورټي یې (۲۵۰) ګني ، د زیاتو اثارو پته یې نه ده معلومه مګر یو څو یې په ځینو کتابخانو کې موندل شوي.
ګریرسین لیکي :
خوشحال خان د خټکو توریالی مشر ؤ ، د ده شعرونه د نورو شاعرانو له شعرونو نه خواږه دي.
په اسلامي انسایکلوپیدا کې داسې لیکل شوي دي:
(( خوشال خان د خټکو توریالی شاعر او مشهور خان و ، د ده اشعار له وطن خواهې ډک دي ))
اسلانوف په خپل اثر روښانیانو ملي نهضت کې لیکلي دي :
((په پښتنو کې د شعر او ادب تو ټولو لوی سړی خوشال ګڼل کیږي ، د ی د خټکو د قوم مشر دی ، شاعر دی، سپه سالار او جنګي شخصیت دی))
۲ : ۱۵۲
د خوشال خټک اثار:
خوشال خټک تر درې سوه زیات اثار درلودل، خو هغه کوم چې د زمانې د تاړاکونو څخه را پاتې دي په لاندې ډول دي:
۱ــ دیوان : چې تر څلویښتو زرو زیات بیتونه لري او څو ځلې چاپ شوی دی.
۲ــ فضل نامه : فضل نامه ( د وړکي بحر مثنوي مذهبي مسایل ) یو دیني کتاب دی.
۳ــ فرخنامه : (د تورې او قلم بحث) اثر دی.
۴ــ فراقنامه :
۵ــ ریاض الحقیقت :
۶ــ هدایه : (له عربي نه په پښتو) ترجمه ده.
۷ــ دستار نامه :
۸ــ طب نامه :
۹ــ سوات نامه :
۱۰ــ ایينه : ( د فقه کتاب)
۱۱ــ بازنامه : د ښکار بحث ده.
۱۲ــ بیاض : (په پښتو نثر کې د پښتنو تاریخ) دی، خو وروسته وویل شو چې دا بیاض د خوشال د یادښت د کتابچو نوم و.
۱۳ــ د پښتنو تاریخ : (ورک دی).
۱۴ــ ځنځرۍ : ( د لنډ لیک په باره کې یوه رساله ده).
۱۵ــ د خوشحال رباعیات:
۱۶ــ تفسیر سورت یوسف:
۱۷ــ عیار دانش : ( له فارسي څخه ژباړه ده ).
۱۸ــ .................... ۳: ۱۰۱ ــ۱۰۲
د خوشال د اشعارو مفکوره:
د خوشال په اشعارو او اثارو کې د ټولنې د ژوندانه مختلف اړخونه انځور شوي دي ، د ده په اشعارو کې د پند ، سیاست ، ننګ ، تورې ، پت ، ښیګڼې ، وفا ، درانه خویونو ، علم ، هنر او کار ، هیواد پالنې ، زر او مال ، د خانۍ ښوونې ، دوستي ، مینه او محبت ، ازادي ، بشر پالنې او داسې نور........مسایل شته چې دلته مې د موضوع اوږدوالي لپاره یوازې نومونه بسنه کوو.
په پښتو ژبه کې یې ډیر شعري ځیلونه لکه : غزل ، قصیده ، رباعي ، قطعه ، مثنوي ، مسدس ، مخمس او داسې نور دود کړل چې دا یې هم یوه غټه لاسته راوړنه ده.
۳: ۱۰۳
ماخذونه (سرچینې):
۱ــ خټک ، خوشحال خان ، کلیات، کابل ، دانش خپرندویه ټولنه ، ۱۳۹۱ ل
۲ــ زیور، زیورالدین، د پښتو ادبیاتو تاریخ اوسنۍ دوره ، ننګرهار، مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۹ ل
۳ ــ غوربندی، میراجان، نړۍ ادبیات، کابل، جهان دانش خپرندویه ټولنه ،۱۳۸۸ ل
۴ ــ همکار، محمد ابراهیم، بیان ، جلال اباد، مومند خپرندویه ټولنه ، ۱۳۸۹ ل
یادونه: دا لیکنه ما د زده کړیالۍ په پیر کې آته کاله مخکې کړې ده، ممکن املايي نیمګړتیاوې ولري، د هغې بښنه کوئ.