Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د وخت ضرب
[29.Aug.2021 - 17:47]د وخت ضرب، مخ ۷
مولا عبدالهادي عطایی
شیخ یې څاري د پله نخښې، ما یې کور لیدلی دی
دهٔ کتلي د عشق توری، ما یې زور لیدلی دی
.
دا اوږده کیسه د زلفو، دا لنډۍ دعوه د زهد
دهٔ یې تار لیدلی نهٔ دی، ما یې تور لیدلی دی
.
چا ته وژاړم چې څوک مې سوځوي د خاطر خونه
نه یې دود، نه یې لمبه شته، نې چا اور لیدلی دی
.
عقل خوار شو، سودایي ګرځي، جنون مست موج د خندا
یو اور بل تر پلو لاندې او بل خپور لیدلی دی
.
“پښتنې په کتو نه دي”، ګرانې! زما ابۍ ویل
“ورور یې ګوره، خور یې غواړه”، ما دې ورور لیدلی دی
.
پنجابي تېل یې وهلي ، لاس یې نه ټینګوي لاس
ربه! خیر مو کړې پښتو ته!، خان لاهور لیدلی دی
.
زمانې، موسا دې څه شو؟ محراب ونیو سحرګرو
سامري ته په سجده مې “دلدل سپور” لیدلی دی
.
ورځ منبر، عتاب او وعظ، شپه بدنام بازار د حسن
“سپین پګړی” مې په سیاه سرو کې سرتور لیدلی دی
.
د دې ښار غسل واجب دی، د قدرت شیطاني خوب
هم قاضي، هم محتسب ، هم مولا تور لیدلی دی
.
.
پله = ۱) ګام ۲) لوری
خاطر = زړه
خونه = ۱) کوټه، اوتاک (اطاق) ۲) کور، مېنه
نې = لکه نه یې
.
سامری = هغه کوډګړ (جادوګر) چې د اسراییلو لپاره د سروزرو خسی (سخی) جوړ کړی و
.
دلدل = دلته دلدل هغې کچر (اس) ته اشاره ده چې د وخت د اسکندریې (مقدونیا/ مرکدونیا) مشر زموږ پیغمبر حضرت محمد ته ډالۍ کړی و .
.
عتاب = ۱) ځاځ، خوشکه، قهر، غضب ۲) رټنه، ملامتونه ۳) ناز
محتسب = کوتوال، حساب كتاب کوونکی، حساب اخیستونکی
مولا = چړی، هغه کس چې چا دیني زدکړې کړې وي
Mumtaz Khan