دپښتو نړیوالتوب
[04.Jun.2020 - 14:24]د پښتو نړیوالتوب کښې د اردو ترکي او عربي ژبو د ارتقا کېس سټډیز کوم مهم سوالونه راپورته کوي؟؟
لیک:سمیع الدین ارمان
لنډیز
په فني مباحثو د لسانیاتو سائنس اتهارټي ده پکار ده چې پښتانۀ لیکوالان د املا/ ګرامر/لهجوي تنوع/سکرپټ په باب له خپله داتي رائې د دې علم په کالو سینګهار کړي. دې مد کښې هره ژبه خپل یو انفرادي جوړښټ لري او د نورو ژبو سره تعامل کښې خپله ویش ونډه کوي پکار ده دا ویش ونډه د ماهرینو د نظر لاندې وي چې د دې ردوقبول ته یو علمي سند حاصل وي.
د ژبې د سوچه والي ضرورت دې د دومره نرګسیت/انفرادیت ښکار نۀ وي چې د ژبنیز مآلاتو په تاوان منتج شي. زما په اند د سکرپټ نړیوالتوب او علمي پراختیا کښې پښتو ته د عربي اردو او ترکي ژبو تاریخواله د یو کېس سټډي په طور په ژور نظر سنجول پکار دي.
اردو ژبې څۀ کۀ په خپل پرمختګ کښې د ریاستي تسلط په اساس خپل ژبنیز حېثیت مسلَم کړے دے او دې یون کښې ئې د نورو ژبو استحصال هم کړے دے خو د سکرپټ یونیورسلائزېشن کښې او ګرامري ذخيرې سره سره د معنوي علمیت په ونډه کښې د نورو ژبو نه بې توله استفاده کړې ده او خپل جوړښټ ئې برقرار ساتلې دے. دې عمل د دې سوچه والې څومره متاثره کړې دے؟ او د دې ژبې علمي پراختیا او نړیوالتوب ته ئې څومره زمینه برابره کړے ده؟
بله کېس سټډي د ترکي ژبې ده د دې سکرپټ قبل از اسلام یو وو او بعد از اسلام په مودو مودو بل شو. تقریباً زر کلونه دا ژبه د عربي زده سکرپټ په اوږو سفر کوي او بیا کمال عطا ترک د دې ریفارمېشن کښې دا سکرپټ بېخي بدل کړو او د دې بدلون هم اوس دا دي سل کاله پوره کېدونکي دي. ژبه د کلتور مرکزه وي. او د یو قام د ساخت ایینه هم وي او د دې قام نړۍ لید (ورلډ وییو) هم د دوي د ژبې د سرمائې او جوړښت نه مستعار وي. د ژبې د وییونکیو انفرادي او اجتماعي شناخت لپاره دا یوه معتبره جبلي وسیله وي. په نوې دنیا کښې د سکرپټ د دومره غټ بدلون د نتایجو نشېب و فراز مونږ په ترکي ژبه کښې د تاریخي ریښتیاوو سره سنجولې شو. دا یو روڼ حقیقت دے چې پخپله د کمال عطا ترک چې د ژبې د ریفارمېشن نقیب او سالار وو د هغۀ یو خطاب دومره عربي زده وو چې د خپل واقعیت نه څۀ موده پس په نولس سوه او درې شپېتم کښې په نوي سکرپټ کښې وژباړلے شو بیا دا ژباړلے شوے سکرپټ دوه ځل بیا په نولس سوه او شپږ اتیایم کښې او بیا په نولس سوه او پینځۀ نوی کښې د دې وجې وژباړلے شو چې اوس هم ورپکښې عربي عنصر دومره ډېر دے چې د نوي کهول لپاره قابل فهم نۀ وو. په اول اول کښې د دې اصلاحي/سیاسی بدلون ډېر زورور مزاحمت سره مخه وه خو ریاستي تسلط د وجې دوه درې عشرې پس عوام او اولس دا بدلون خپل کړو. د سوشل سائنس ماهرین وائي چې دې بدلون د ترکیانو د شناخت د عربي لرغونتیاوو په ځائې د مغربي لرغونتیاوو سره جوت کړو. د عربي تړون ژرړې ئې ورستې کړلې. د ترک مسلمان شناخت ئې کمزورے کړو او ترک قامي شناخت ئې مضبوط کړو. دوي خپله زړه علمي سرمایه د جدید ټیکنالوجۍ په وسایلو محفوظه وساتله او د دې د استحضار لپاره هم د دې وسایلو نه په اکیډیمیا کښې استفاده کوي. د خوند خبره دا ده چې د دې اصلاحي بدلون په وخت کمال عطا ترک ته ډېرو ژبپوهانو هم مزاحمت ښودلې وو او د دې د امکان نېشتون ئې ورته په ګوته کولو او علمي استدلال ئې لرلو خو د دې باجود کمال عطا ترک د ریاستی تسلط په اساس کامیاب شو.
اوس دلته سوال دا دے چې ترکیان نن د دې بدلون د تاوانونو او ګتو په تقابل کښې په کوم مقام ولاړ دي؟ ایا د نن ماډرن نېشن سټېټ دې دور کښې د دوي مسلم شناخت دوي ته سودمند وو کۀ نه ترک قامیت؟ هغه بیا بل بحث دے چې د ترک قامیت په جوړښت کښې اسلام مرکزي عنصر دے کۀ نۀ دے؟
بل دا چې کله دوي دا سکرپټ بدل کړو نو د دوي ژبه 90 فیصد خلقو زیاته په اسانه خپله کړه. د عربي واله سکرپټ ایزده کولو کښې ترکیانو ته ډېر ګران وو.
پښتون قامیت او پښتو ژبه د ترکي او ترکیانو په شان دې دوه څیزونو کښې ایا د عربي او عربیانو نه یو شان متاثر/ښکار نۀ دي؟ پښتون قامیت یو متفقه صورت کښې د نۀ را اچتېدو یو لامل لکه د ترکیانو د ژبې د عربائزېشن په شان د پښتنو د ژبې عرباېزئشن خو نۀ دے؟ پښتون شناخت لکه د ترک شناخت د خپل لرغوني مظرف په ځائې د عرب کلتور په استعمار کښې مسخ شوے خو نۀ دے؟
عربي ژبه هم اوس د نړۍ په سیالو او معتبرو علمي ژبو کښې یوه ژبه ده. دا ژبه په پينځلس سوه کلونو کښې د کوم کوم پړاوونو نه راتېره شوه دا هم زمونږ مخې ته یو معتبره تاریخواله ده. د دې کلاسیک ماقبل اسلام او بعد از اسلام هم هغه رنګ محفوظ معتبر او مسلَم دے اګر کۀ اوس د عربي په موجوده د وېنا روزمرې او محاورې کښې تر دې حده بدلون راغلے دے چې حروف تهجي کښې ورته زیادت مطلوب دے.
دې درې کيس سټډیز کښې یوه نکته بالاتفاق مخې ته راوځي چې کله یوې ژبې ته ریاستي خپلوي او استمداد حاصل وي نو هغه نړیوالتوب ته رسېدې شي اګر کۀ دې مد کښې د لسانیاتي کمزورۍ/کموتونو بلها عناصر هم موجود وي. د دې یو تاریخواله د بنګله دېش د خلقو وطن او د بنګله ژبې په ارتقا کښې هم ذمونږ لپاره ژوندے مثال دے. د ژبو د تقابلي ادب ماهرین داسې اندي چي بنګله ادب د کلونو سفر په میاشتو کښې اکړو او کۀ به دې دیانت روان پاتې شي نو د پېړيو سفر به څو عشرو/لسیزو کښې د پښو د لاندې کړي.
داسې دا کیس سټډیز په پوره پوره جزویاتي تفصیلاتو سره د سنجولو اړتیا لري چې د دې نه مونږ په سوونو نکات راوتوګو او د هغې ټولو نه سبق واخلو او د پښتو نړیوالتوب کښې تري ځان ته زمینه برابره کړو.
سمیع الدین ارمان
ایډورړزکالج پېښور
یودېرشمه مۍ دوه زره شلم.