د احمدشاه بابا پګړۍ کې
[05.Jun.2020 - 15:21]د احمدشاه دراني پګړئ کې د غنمو په وږی شکونه
استاد شهسوارسنګروال
نن د پنجشنبې ورځ د ۱۳۹۹ کال د جوزا د میاشتې ۱۵مه ،چې د جون له څلورمې سره برابره وه، ښاېي د ورځې لس نيمې بجې به وې چې دفېسبوک پاڼه مې را واړوله ...ګڼشمېر دوستانو د احمد شاه بابا په پګړئ کې د غنمو د وږي په تړاو ډول ډول انګېرنې کښلې وې !؟چې ګنې هغه وخت د غنمو وږی چېرته وو؟ دا هسې یوه بابېزه خبره ده کوم حقیقت نه لري ...ځنو خو په همدې پلمه تاریخپوهانو ، ليکوالو او ان احمد شاه ابدالي ته سبکې سپورې هم وېلې وې...
غواړم خپلې خبرې له دې ځایه پیل کړم ، چې احمد شاه ابدالي څه وخت او په کومه نېټه واک ته ورسېد؟
هغه وخت چې نادر افشار په دې پوه شو ، چې د ده پوځ د ده د دوه مخو سردارانو لکه محمدقلي ، صالح خان او د
پارس د نورو درباريانو تر اغيز لاندې دی ... نو بيا يې د افغان ځواکونو مشران په دې لړ کې احمدخان را وغوښت او د جون په ۱۹ مه ورته وې وېل، ستاسو ملاتړ ته اړ يم ...
په دا سبا د جون په ۲۰مه په ۱۷۴۷ز کال د همغو ایراني سردارانو له خوا چې شمېر ېې ۷۰ تنو شاوخوا ته رسېده تر ګواښ لاندې ونيول شو ، نادر ته ډیر نږدې سرداران په دغه لړکې ،صالح خان ،محمد قلي خان ،محمد خان ، مو سا بېګ، محمد خان قاجار او نورو چې له ده سره سياسي مخالفت
درلود د نادرافشار له خېمې راتاو شول ، لومړی بريد پرې صالح خان وکړ او ښی لاس ېې ترې غوڅ کړ ، چې پاې کې يې وواژه .
په داسې حال کې چې پارسيان د نادر د کمپ په لوټولو بوخت شول...د نادرافشار مېرمن بې بې صاحبې د خپلې مينځې په لاس احمدخان ته احوال واستاوه ، چې زر ځان ورسوي...لاکهارت په خپل اثر کې لیکلي دي ، داحمدشاه ابدالي ځواکونو هغه کسان ونیول ، چې د نادر خزانه ېې لوټ کړې وه ، نوځکه خو د کوه نور الماس احمدخان ته په لاس ورغی .(وګورۍ لاکهارت نادر۲۶۲مخ )که څه هم یو شمېر څېړونکې انګېري چې کوه نور الماس په نادر دومره ګران وو ، چې تل به ېې پر مټ تړلی وو!؟
ډېر څېړونکې دا نه مني، چې د نادر مېرمنې دې کوه نور الماس احمدخان ته ورکړی وي...بلکې داسې انګېری هغه قافله چې وروسته له نادره له هند نه افغانستان ته را ورسېده ،دغه مهال هغه وژل شوی وو او د واک چارې د
احمدشاه دراني په لاس کې وې .
سایکس لیکلي دي ، چې د قافلې په قیمتي توکو کې د کوه نور نامتو الماس هم وو(وګورۍ سایکس ۳۷۰ مخ)دا قافله کندهار ته څېرمه هغو غلو لوټلې وه ، چې مشران ېې
کدوخان او نور محمدخان ول ...دغه کسان د
ابدالي احمدشاه له خوا ونیول شول او په دغو توکو کې ، چې ارزښت ېې دوه کروړو ته رسېده ، د کوه نور الماس هم وو .
د نادرافشار له وژل کېدو وروسته ابدالي احمد خان او
نور محمد خان غلجی کندهار ته راغلل، افغان مشرانو د شېرسرخ هدېرې ته څېرمه یوه ملي جرګه را بللې وه .
د جرګې په نهمه ورځ ، ویل کېږي یوه روحاني شخص صابرشاه ، چې د کندهار خلکو ورته ډیر درناوی درلود، د جرګې له مینځه را پاڅېد احمد شاه ابدالي ته ېې مبارکي ورکړه او بېا یی د غنمو وږی په پګړئ کې ور وټومبه .
دلته دی چې په فېسبوک کې یو شمېر کسانو توند غبرګون ښودلی دی ، چې ګنې ، د کندهار په موسم کې تر میزانه د غنمو کرونده ریبل شوې وی ، له دې پرته دوۍ په
احمد شاه بابا دغه تور هم لګولی دی ، چې قبیلوي تعصب ېې له پاچاهئ وروسته هم پاله ، غلجي به چې له قلاته کندهار ښار ته ورتلل نو مالېه يا ټکس به ېې ترې اخستو...داسې ډېرې خبرې !؟
دلته يوازې زه غواړم دغنمو د وږي خبره وکړم او هغه دا چې احمد شاه ابدالي په ۱۷۴۷ کال دجولاې په ۲۰مه ، چې د رجب ۱۸ مه(۱۱۶۰) د سرطان۲۸مې سره برابره وه .
دلته ګورو چې له اوس نه نږدې درې يا دوه نېمې پېړئ وړاندې، د هغه وخت هوا د اوس په څېر وه ؟ هېڅکله نه وه ...يانې هغه وخت د اوس په پرتله موسم سوړ او هوا یخه وه ، نو ښکاره ده چې هغه وخت د غنمو د کرلو او لو کولو وخت د اوس سره توپیر درلود...د مثال په ډول دا اوس تاسو له هغو دهقانانو او بزګرانو نه پوښتنه وکړۍ ، چې له اوس نه ۷۰ يا ۸۰ کاله وړاندې غنم څه وخت او کومو مېاشتو کې کرل کیدل او له څو میاشتو وروسته په کومه میاشت کې (ځانګړي ډول کندهار یادوم) لو کېدل ؟ زما د معلوماتو له مخې د کندهار په هغو ځمکو کې چې اوبه ېې درلودې يانې للمې نه وې ، غنم د میزان او یا د عقرب په میاشت کې کرل کېدل او کله کله به خبره تر قوس میاشتې پورې اوږده شوه ، نو بیا به د چنګاښ په پاې او د اسد له میاشتې نیولې د وږی (سنبلې) ترمیاشت پورې لو کېدل...دا چې د سنبلې میاشتې ته په پښتو کې د «وږي» میاشت ویل کیږي یو لامل ېې دادی...
دلته یوه بله خبره هم د پام وړ ده ،هغه داچې د غنمو تخم هم فرق درلود . د هغه وخت د یو شمېر غنمو نومونه دا وو ، سپېچه ، غټ غنم ، سرخچه ، د سرو شوغو غنم او داسې نور سیمه ېېز نومونه یادولی شو. په یادو غنمو کې ځنې له ۹میاشتو نه د مخه نه پخیدل...د کندهار ځنو بزګرانو به بیړه کوله چې خپل لوونه د اسد میاشتې له ۲۸ مې نه د مخه
پایته ورسوي ، چې د خپلواکۍ جشن ته اوزګار شي..
نو په دې بنسټ دا ډول تور ، چې ګنې زموږ تاريخپوهان په دې نه پوهېدل چې په هغه موسم کې د غنمو وږي چېرته وو؟ دغه ډول تورونه چې په تاریخپوهانو لګول کیږي ، لکه د بېنوا صیب یادونه چې شوېده ، ماته د تامل وړ دی !؟ ځکه چې هر ليکوال ، په ځانګړي ډول تاریخپوهان ، چې کله کوم تاریخي اثرلیکي لږ تر لږه دوه او یا درې سوه لاسوندونه خو ورته ګوري...
په دغې فېسبوکي ليکنه کې د صابرشاه یادونه هم بابېزه ښودل شوې ده...چې دا هم د صابرشاه کابلي د تاریخي
قربانېیو سپکاوی دی ، د بېلګې په ټوګه،
هغه وخت چې شهنواز خان ته د ډیلي د دربار فرمان غوره ښکاره شو او داحمد شاه بابا له فرمان ېې سرغړونه وکړه ، صابرشاه کابلی دغه مهال په لاهور کې وو او د ګڼو مریدانو په مینځ کې به یې ویل ، هیڅوک د احمد شاه دراني مخه نشي نیولی...د ده دغه بې ډاره خبرې تر شهنواز پورې ورسېدې...هغه هم ادینه بیګ ته سپارښتنه وکړه ، چې صابرشاه ملنګ او محمد یارخان تر کلکې څارنې لا ندې ونیسي...
یو وخت شهنواز خان له صابرشاه پوښتنه وکړه،
احمدشاه ورور څه حال لري؟ پیر ورته په ځواب کې ووېل، احمد شاه درانی د افغانستان او خراسان پاچا دی او نیت لري ،چې هندوستان هم ونیسي، تاسو يو سوبه دار په کوم جرات داخبرې کوئ؟
هغه د دغو خبرو ځغم نه درلود ، نو بېا یی خواجه عصمت اله ته وسپاره او هغه هم ویلي شوي سرب دپېر په ستوني کې ور تویی کړل او هغه یې وواژه (د ډېرو معلوماتو له پاره وګورۍ دغلام حسن لیکنه لکنهو۸۶۲ مخ )