Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دمسکانجیب
[28.Sep.2021 - 13:56]د شهید ډاکټر نجیب د لور مسکا نجیب د انګریزۍ د یو نظم ترجمه
یاده دې وي چې دا لفظي ترجمه نه ده بلکې trans creation دی
همدرد ېوسپزی
ډېرې مودې بلا وختونه اوشو
خو زما نه هېریږي
هغه چې ما لیدلو
زه ددې څه خبر ؤم
چې ورستنې دیدن دی
بیا به یو بل نه وینو
ابا به بیا نه راځي
د ابا غاړې نه چاپېره وومه
وړه وومه نه ؤ م خبر
چې ژوند به لوبې کوي
وخت به هرڅه ودروي
بېلتونه کور دې راته ښایه
د زور دې نه یم ننواتې به درځمه
دغه بیا شپږ نوي ؤ
د ستمبر د میاشتې
د ستمګر دمیاشتې
وه وویشتمه نېټه
دژوند بېړۍ ودرېده
دپښتون قام د عظمت
تلونکې پېړۍ ودریده
او د بابا د ژوندون
کړۍ کړۍ ودریده
ژوندون په یو ځایې تم شو
لکه ګهړۍ ودرېده
زما لمدو سترګو کښې
کونډه ادۍ ودریده
افغان اولس یتیم شو
لکه نړۍ ودرېده
ما ورته وې چې بیلتون شته دی
کم عقل یار به راته شین د خندا شونه
ما خپل ابا لیدلو
د اریانې لارې وې
په وینو سرې لارې وې
ارې ارې لارې وې
زخمي زخمي ؤ ابا
په جنتي جوټو کښې
د وینو خال وهلې
د ژوند په وېړ بیابان
د وطن پال وهلې
بیلتون د کور انګڼ کښې
راته دیوال وهلې
په ادېره د مړو راغلم
خلکه نارې کړمه که غلې تېره شمه
د تړمو تړمو اوښکو
ؤ سیلابونه په مخ
د ې نړۍ مخ پټ ؤ
وو یې ګردونه په مخ
دا عجیبه نړۍ وه
دغه قیامت یې لېدو
د قام په ننګ شهید ؤ
که دا جرات یې لېدو
پښتون منصور وو په دار
دغه جنت یې لېدو
د تورو سپو مخې ته
دا بغاوت یې لېدو
که نه زما د ابا
پښتو غېرت یې لېدو
که دې په جنګ کښې بری راوړو
زه به په لپو لپو زیری ورکوومه
زه خو بې خوره نه يم
زه خو بې ورور نه يم
د وطن دنګې ونې
دي زما خويندې ابا
دغه دنګ دنګ غرونه مې
لکه د وروڼو غوندې
دا کاڼي کاڼي دشتې
لکه فاميل دے زما
دغه سيندونه زما
دي جنتونه زما
د خيبر لارې شته دے
د ماهي پر ګلونه
زما په سپور اوربل کښې
د لر او بر ګلونه
د پښتنې وينې نه
ستا د دې سرې وينې نه
به مونږ خال اواهو
دښمن به داسې مونږه
په دې جنجال اواهو
سورے سورے په ګولو راشي
د بے ننګي آواز دى را مه شه ميينه
ابا ژوندی دی ګوره
د اريانې په لاره
د ازادۍ سنګر کښې
د خپلواکۍ سنګر کښې
د ژوند رنګونه دېره
د خلکو زړو کښې اوسی
دي ښائستونه دېره
دې وينې رنګ راوړې
د انقلاب وينه وه
د ژوند د باب وينه وه
د سور کتاب وينه وه
غانټول غانټول سترګو کښې
ګلاب ګلاب وينه وه
سپرلی به بيا په ګلو راشي
مدام به نه وي د خزان سپېره بادونه
#RemembringDrNajib
Death anniversary