(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونستان

[20.Jun.2020 - 14:55]

،،  دپښتونستان مقدمه ،،

فضل اشنا

د سعدالله جان برق صېب نوی چاپ سوی کتاب دی، چي  په 387 مخونه کې د 2019م کال د فروري په مياشت کې چاپ سوی دی

ياد کتاب د پښتون قام سياسي کړني کردارونه او تاريخ څېړلی دی ځني مهمي نقطې چي ما په لومړي ځل په کې ولوستې هغه داچې ،،

پښتانۀ آرين نه دي ، اساک دي ، آرين د ايرانيانو د لرغونتيائي استعماريت ښونه کوي ، پښتانۀ اساک دي خو د آرين کوچيانو سره يې مشترک ژوند کړی دی، هغه په دې چې اساک قوم هغه وخت هم خپله ژبه ويل.

1000قبل مسيح د پښتون نوم په رګ ويد کې پکتيکا راغلی دی او 400قبل مسيح داريوش په زمانه کې ولايتونه د استرپه په نامه بلل کېدل . چي معنا يې د يو ځوان اس سفر ته ويل کيږي. چي کله به يې يو اس ايله کی چي هغه به هرځای ستړی سو نو دا به يو ولايت يا صوبه وه. اس ترپه د پښتو توری دی .

افغان ، اوګان د فارس يا ايران ارينو به اساک قوم ته ويل چي معنا يې ده : د اوبو والا يا د اوبو خلک

د پښتون د تاريخي تسلسل يې د هندوستان تر غېږي پوري هم داسي د لرغوني تاريخ په ځانګو کې را رسولی دی.

پښتون ، افغان، پټهان، خان ، روهي باندي يې هم مدلل بحث کړی دی، په ټول هند کې د پښتون قوم تاريخي حثيت او کردارونه بيان کړيدي. پښتانۀ او مغل، پښتانۀ او انګرېز، پښتانۀ باچاهان او د هغوی د پښتو سره بې غوري، د پښتانۀ نفاق، د پښتنو په درباري کې فارسي ژبه ، درباري تاريخ دانان، د عربي ژبي ثواب، د پښتنو په لوی لوی امپراتورۍ کې د پښتو سره د ميرې چلن ، په پښتونخوا کې  انګرېز په خلاف د سيد احمد شهيد جهاد ، او د سيد احمد په خلاف د حاجي صېب ترنګزي غزا ، د پښتانۀ ړنده قامي حافظه 

1947 پوري يې د پښتون قوم يو څهره او راوسته بيا بله څهره انځر کړېده.

پاکستان، اسلام، قائد اعظم، علامه اقبال، اسلامي نظريه، رحمت الله عليه، نظريه پاکستان، يکجهتي اسلام ، خطره يې پاکستان،  پښتون غدار ، محکوم قامونه او د هغوی جغرافيې، پښتو نصاب، پښتون سياست ابتدا او معروض، پښتون اشرافيه، پښتون غدار ، پښتون جاسوس، پښتانۀ او افغانستان، افغانستان او پښتو ، پښتونستان او پښتو ، پښتون مزهبي سياست او پښتانۀ علماء، د لارډ ميکالې تعليمي نصاب او نظام، د پښتون قامي رهبرۍ نيشتوالی، سامراجيت ته د 15 فيصده اشرفيه بورژوا نوم ورکول ، محکوم قامونه 85 فيصده عواميه ويل ، د رياستي ګوندونو ته د اشرافيه تنظيم وويل، دا او دې ورته نوري مهمي خبري په ياد کتاب کې خوندي سويدي

يوه خبره چي زه يې ښکاره کول غواړم هغه داچي د برق صېب په افغانستان کې پر پښتو د فارسي اغېز او په پاکستان کې پر پښتو د اردو اغېز ،، سخت غندلی دی او دايې د پښتون قوم سستي او شعوراً د پښتو سره جبر بللی دی او هغه پښتانۀ چي پښتو يې زده ده دی فارسي يا اردو وايې نو دغه پښتانۀ يې د پښتو قاتلين بللي دي ،

خو برق صېب بيا کتاب په اردو ليکلی دی ، او په کتاب کې د فارسي ګڼ شمېر شعرونه هم راوړيدي، او بل يې پر ګريټر افغانستان يې ګريټر پښتونستان ښه بللی دی، عدم تشدد يې د ګاندهي نه بلکې د باچاخان فلسفه بللې ده، په 1910 کې ګاندهي د وکالت پريکټس کوی او باچاخان د‌عدم تشدد په سياست اخته وو، 

 په معروض يعني په اوسني وخت کې يې پښتون قوم بې رهبره او بې تنظيمه بللی دی ، پښتني سياسي ګوندونو ته يې د پارلماني اين جي اوز نوم ورکړی دی او داسي نوري ډيري خبري په کښې سته چي هکې حيران يم ، 

چي نوره لا څومره مطالعه وکړم چي د پښتونخوا يا پښتونستان قضیه يا مقدومه وپېژنم چي څه ده؟ ، وکيل يې څوک دی او په کم عدالت کې زموږ قامي مقدومه شړل کيږي ؟

مطالعه لازمي ده په پټو سترګو نور دقامي مبارزې سفر نه کيږي

 

فضل اشنا

-
بېرته شاته