اصحاب کهف څوک وو
[24.Feb.2017 - 22:00]اصحاب کهف څوک وو ؟
لیک: اسرار د طورو
په قران کريم کښې د الله پاک د توحيد مسئله بنيادى حيثيت لرى الله تعالى د ټول کائنات د مخلوقاتو پالونکے هر چا له يې مناسب رزق پېدا کړے دے، رازق او خالق دے د انسان محسن دے ، ژوند يې ورکړے دے په نورو مخلوقاتو يې حکمران کړے دے. نمر، سپوږمۍ، ستورى، هوا، رڼا اوبۀ، برق او باران يې د دۀ په خدمت مامور کړى دى .انسان له يې ذهن، فکر، عقل او شعور ورکړے دے. صلاحيتونه يې ورکړى دى .دې چې د خپلو قوتونو نه کار واخلى نو د افاق و انفس قوتونه مسخر کولې شي او لګيا دے مسحر کوى يې. دا ټول قابليتونه په بنى ادم کښې الله پېدا کړى دى نو لازما ً پکار دى چې بنى ادم د الله شکر ګزار بنده شى. الله خپل معبود او مسجود کړى او د الله احکام اومنى .الله تعالى انسان د سهولت دپاره په بنى ادمو کښې رسولان او پېغمبران رالېږلى دى. دوى د الله تعالى احکام او تعليمات انسانانو ته رارسولې دى اخرى پېغمبر حضرت محمد رسول الله صلى الله عليه واله وسلم دے د چا په ذريعه چې دينى احکام سر ته اورسېدل. قران کريم او د حضرت محمد صلى الله عليه واله وسلم عملى ژوند دغه اکمل او اتمم دين محفوظ کړو. په قران کښې د سابقه امتونو قيصې د عبرت دپاره بيان شوى دى په دغه قيصو کښې د اصحاب کهف قيصۍ هم په اختصار بيان شوې ده.
په پنځلسمه پاره کښې اتلسم سوره د” الکهف” په نوم دے کهف په يو غر کښې غار ته وائى د دې سورة نهم ايت کښې دا لفظ راغلے دے .دا سورة په هغه دور کښې نازل شوے وۀ چې د مکې مشرکانو په توحيد پرستو مسلمانانو نهايت ظلم کولو ان چې د خاندان نبوت سره يې تعلقات پرېکړل دوى په ”شعب ابى طالب” کښې قېد شو اوبۀ دانه پرې بند شو. د مفسر قران حضرت امام عمادالدين ابن کثير په نزد د اصحاب کهف واقعه د حضرت عيسى عليه السلام دور نه وړاندې زمانې سره تعلق لرى ځکه چې د مدينې منورې د توريت يهودى عالمانو د مکې مشرکانو ته اووئيل چې د حضرت محمد صلى الله عليه واله وسلم نه د اصحاب کهف او ذوالقرنين او روح په حقله تپوسونه وکړئ نو د پېغمبرۍ حقيقت به يې معلوم شى. دا واقعه ثابتوى چې يهوديان د اصحاب کهف په حقله څۀ لوستے يا اوريدلى دى څۀ نا څۀ معلومات ورته وۀ.
د مفسر قران شېخ صالح بن عبدالعزيز د تفسير مخ 801 مطابق د اصحاب کهف د دور بادشاه وقيانوس وۀ دې مشرک وۀ او په زور به يې خلق بت پرستۍ او شرک ته راړول . په سورة کهف کښې د اصحاب الکهف و الرقيم ذکر دے چې ترجمه ”کله چې دا زلمى غار ته لاړل نو رب ته يې د رحمته او اسانو سوال وکړو. رقيم د وادۍ نوم دے رقيم کتبې ته هم وائى .د غر او د کلى نوم هم رقيم دے. قران وائى چې دا په واحده لا شريک الله ايمان لرونکى د بادشاه د ظلم دويرې نه غار کښې پټ شو او الله د شاهى قوتونو سترګې د دوى د موندلو او عذابولو نه محرومې کړې. واقعه سمه ده لکه د غار ثور د واقعې په شان ده . ډاکټر شوقى ابوالخليل په خپل کتاب ”اطلس القران ص ١٣٧ ليکى چې الرقيم کتبه ده چې د اصحاب کهف نومونه پرې ليک دى. هغه وائى داسې مشهوره ده هغه دا هم وائى چې ”دقيانوس” د روم باچا وۀ د طر سوس ښهريې مرکز وۀ. مومنان به يې وژل کله چې دې مومنانو زلمو د باچا ظلم ته وکتل نو غمژن شو او فرار شو دا غار د طر سوس ښار په ګاونډ کښي وۀ. اصحاب کهف باندې د خوب حاوي شو درې سوه نهه کاله اودۀ وو. باچاهۍ واوړيدې الله به دوى په ډډو اړول د غار مخه قطب ته وه نمر به د ختو پرېوتو په وختونو کښې ښى او ګس اړخ ته ډډه کوله . دوى چې کله غار ته تلل نو يو سپے هم ورسره ملګرے شوے وۀ ، ځنې کتابونو د دغه سپى نوم قطمير ليکلے دے، دغه سپے د غار مخې ته په داسې انداز پروت و ۀ چې وړومبنۍ پښې يې اوږدې کړې وې او چې چا به ليدو نو د ويرې به ترې او تښتېدل. دا طويل خوب وۀ اخر را ويښ شو.
خيال يې دا وۀ ګنى پرون اودۀ شوى وو، يو ملګرے يې بازار ته اولېږۀ چې طعام راوړى د احتياط او نرمۍ هدايت يې ورته وکړو، ”وليتلطف ” يې ورته اووې دا لفظ د قران کريم د نيمې نخښه ګڼلې شى .په الاتقان فى علوم القران ج ٢ ص٣٦٣ ص ٣٦٤ د اصحاب کهف نومونه (1) تميلخا(2) تکسليمنا(3) مرطوش (4) يراقش (5)ايو نس (6)او يسطاس (7) شلطيلوس ليکلى دى .تميلخا د دوى مشر وۀ هغه يو ملګرے بازار ته لېږلے وۀ . بازار کښې درې سوه کالو د ”دقيانوس” باچا د زمانې د سپينو زرو سکه چې دکاندار وليده نو په سړى شک من شو . خبره خوره شوه حاکم ته اورسيده نو يوه هنګامه شوه خلق سړى او نقدۍ ته حېران شو. ”و کشف الامر” نو معامله سرګند شوه بيا دغه صاحبان اصحاب کهف وفات شو او په دغه غار کښې دفن شو او خلقو وئيل .چې په دوى به يو مسجد جوړؤ. طورس د البحر المتوسط په شمال کښې د طرسوس او ”افسوس” نه شمال ته دے . ”افسوس” (Ephesus) نومې ښار کښې دا واقعه شوې وه. ”د قيانوس” د يو انګرېز مورخ اګبن په خيال نه ٢٤٩ تر٢٥١ باچا وۀ خو دا کالونه صحيح نۀ ښکارى ځکه چې يهوديانو عالمانو دا واقعه د کوم ځائې نه معلومه کړې ده دوى درې سوه کاله پس د تيذوسيس (Theodosius) باچا په زمانه کښې ويښ شو. دا د 46-445 کال وۀ. دا کالونه هم تحمينى معلومېږى. په قبرونو مساجد جوړول ښۀ نۀ دى د دې نه شرک ته لار سمه شى زمونږ دين د الله نه بغېر د بل چا پرستش ګناه ګڼى. اصحاب کهف د توحيد قائيل وو.
د اصحاب کهف ايمان مضبوط وۀ د ايمان راوړلو نه پس استقامت د اولوالعزم خلقو صفت دے دغه رنګ هر مومن له د خپل ايمان حفاظت پکار دے . دم په دم نظريه بدلول بنده کالعدم کړى