زیرکیار څوک دی
[25.Feb.2017 - 15:14]د امریکې نامتو عالم لوئیس دوپرې (ارکیالوجیست، انــتروپولوجیست،او د افغانستان د کلتوري تاریخ چارپوه:۱۹۲۵ تر ۱۹۸۹) لاندې معلوماتوړاندې کړي دي. لکه چې وینئ زیرک یـا ځیـرک په ۱۵ زییزه پـیـړۍ کې په کندهار کې شتون لاره، او پوپل، الیکو، اڅـک او بارک یېورستنیان وو.
ابـدال: یولسمه زییزه پیـړۍ
Abdal (ca 11th century)
ځـیرک/زیـرک:۱۵ زییزه پیـړۍ
Zirak (ca. 15th century)
Popal Aleko Atsak* Barak
Sado(early 17th century) Mohammad
Mohammad Zaman( early 18th century) Haji Jamal Kandahari
Ahmad Shah Durani(1747-72) :
Timur Shah (1772-93)
Rahamdel Khan Sultan Mohamad Dost Mohamad Khan
Ghulam Moh. Tarzi Yahya Khan Sher Ali Afzal Moham. Azam
Mahmud B. Tarzi Moham. Yusaf Yaqob Abdurrahman
Queen Soraya Moham. Nadar Habibullah
Moham. Zaher Amanullah
اڅــک*
See Louis Dupree, Afghanistan. Princeton University Press, 1980-edition
د زیرکو یوه څانګه «سالارزی» نومیدله، او امکان لري چې پوپل قوم ته به نږدې وه. په نامعلوم علت سالارزي له کندهاره د کونړ ولایت اخري برخې(اسمار اودانګام) ته کډوال شول. ورپسې غــټه برخه یې د لــرافغانستان (پښتـونخـوا) د با جوړ په سیمه کې میشته شوه. دغه درهچې رود پکې بهیږي دسالارزو په نوم مشهوره ده. په سالارزو کې درانیان هم شته. سالارزي په باجوړکې په هوښیاراو خبر لوڅ قوم مشهور دياو کړکیچونه په جرګو حل کوي. لکه نور پښتون ټبر،هغـوی هم د ډیورنــډ د لعنتي تړون په واسطه وېشل شوي دي. زما موراو پلار په قوم سالارزيدي. کشرورور مې مسرورنومیـږي او تخلص یې «سالارزی» دی.
ما له اوږدې مودې راهیسې ځان «زیرکیار» ګڼلی و. خو د ۲۰۱۳ د نومبر په پیل کې د کندهار پوهنتون علمي سیمینار ته بلل شوی وم. دمیزونو شاته کوربانه او میلمانه یوبل ته مخامخ ناست وواو د هرچا په مخ کې د هغه یا هغې نوم په غټو تورو لیکل شوی و، د دې لپاره چې دبحث په مهال هر څوک یـوبل وپـیـژني. زما نوم د «زیـرکیار» په ځای «ځـیـرکیار» لیکل شوی و.
داسې برېښیدل چې د سمینار په تنظیم کې د کندهار پوهنتون پوهیدونکو او ډاکتر رشاد درنه برخه لرله. زه د کره پښــتو د استاد صمـیم اوډاکتر رشاد تــر مـیـنځ د ګــډ میز تر شا ناسست وم. زه چې د خپلې وینا لپاره ویـنـادړې(سټیج) ته ختلم، د خپل نوي نوم(ځیرکیار) پاڼـه مې پهخـپـل لاس کې نـیـولې وه. د سـمیـنار پــه تـالار کې ناست او ولاړ خلک، په ځانګړي ډول مـیـرمنې، هـک پک وو چې زه په خـــپـل نـوم څــه کووم! پهامریکا کـې زما د یو ارواښاد کابلي مــلګري یو «تکـلیـف» مې غوڼـډې ته واوراوه، ټـول میرمنې او ناریـنـه په خندا شول، او ما ورغـبرګه کړه چــې زهد نـوم پـه کـړاو اختـه شــوی یـم: د زيـرکـیـار پــه ځـاې
«ځـیـرکــیـار» شوی یـم! ټولـو زما نـوي نــوم ته چک چـکې وکـړې او ما هـم «ځـیـرکیـار» ومانــه.
په پیښور کې د ۱۹۸۰ د می په میاشت کې د ممثـلې لویې جرګې د مشرانو/موســسینو غوڼـډې ته چې زه د پوهاند بهاالدین مجروح له خوا دمشاور په څیر ورپــیـژندل شوم، یو (۸۰ یا ۸۵ کلن) سپین ږیري کندهاري ماته ووییل چې تاسې څه سوۍ ، ځیرک خو د میروېس نیکه مشاورانوو. ارواښاد پوهاند بهاالدین مجروح ورغـبـرګه کړه چې اوس دی (ځیرکیار) هم زموږ مشاور دی.