Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
څلورېځې او نوې هنګامه
[06.Nov.2021 - 20:30]لیکوال او شاعر: سید عبیدالله نادر
د سوچ په سرحد کې
کله فـکر له سرحـــده ، آخوا تــــــیر شم
معنـویاتو په دنـــــیا کې، کله ډیر شــــــم
کله ځان راڅخه ورک په دې غوغا شي
کله داسي شي ، چې ځــانه څخه هیر شم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د معرفت نظر
د زړه په ســــترګو، قدرتونه د سبحان ووینه
په روښــــــانه زړه ، حکمتونه دجهان ووینه
چې لویي او د غرور، له غلامۍ نه شې آزاد
د معرفت په نظر، یو ځلي خــپل ځان ووینه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
خیالي اتلان
څوک په لافو ځان ښودنه ، کړی سیالي
له ځان نه جوړ کړي، یو اتل د خـــیالي
د چا پرواز د مشرب دومره وي عاالي
چې خپـــله ډکه پیمــانه ویني ، خــــالي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د نیستۍ لاروی
له رنځونو او دردونو یمه، ستړی
د کلونو او عمرونو یمـــه، ستړی
د نیستۍ د سـختو لارو، لاروی یم
له منزل د عـدمونویـمه، ســــتړی
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د ځان په لټون
نه پوهیږم دې غوغا کې ، ولی ورک شو رانه ځان
چې شوم وروسته له دســــتور او له رواجه د زمان
دا غدۍ له هغـــي ورځـي شوه ، پر ما باندی خوره
برخلیک چې می په لاس شـــو، د جاهل او د نادان
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د ماحول دردونه
له خپل ځــانه بیـــګانه کړم، محنتونو
څه بیخوده کړم، ماحول، لدې دردونو
که نه زه به د ادب دنـــیا وای ستوری
که یرغل راباندی نه وای، د غمـــونو
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
په رڼو سترګو نظر
دغه وخت دی ، چي په خلاصو سترګو و ګورو دنیا
ځان خبر کړو د هستي لـــــــه فلــسفی ، او له معنی
که نه بیا به پس له مرګه ، ډیر کــــلونه او عمرونه
خاوری خاورې به پراته یو ، د عــدم په لارې بیـــا
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
انجام لیدل
هره خښـــــــــته له بنیاده ، دلتــــه خـــام وینم عالمه
د دنیا د مکــــــــارۍ هر خـــواته دام وینـم عــالــمه
داچي زه یم هر لمحي کې ، په سوچونو اندیشنو کې
زه د زړه په سترګو خدایږو، خپل انجام وینم عالمه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
فانی دنیا
زه هغه وم ، چي مي تل وو ، په خپل حــال باندی ژړل
هر نظـــــر کې د عبرت می ، خپل انــــــجام ته وو ،کتل
خواهشاتو د خپل نفس هومره ځـــــان باندی ، میشته کړم
چي یي هر دم د فـــاني دنیا لــــه مکره کــــــــــــړم غافل
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د انسان عجز
چې می پورته، په غرور کړل قدمونه
لدې خاورو نه تر غوږ شول، آوازونه
قدم رو ږده، ای نادانــــه بــی خــــبره
چې ککرې دي، مخـــونه دي لاســونه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د بلبل ژبه
ما ته ژبه د فــــــریاد ، لــکه بلــبل را
چپه خوله کې په چوپتیا، وینا د ګل را
چې محرم شمه، د ټــول عالم د زړونو
علمیت او بصیرت، د صاحـــــــبدل را
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
بصیرت
له لـــــویي او له غـــــــروره، بصــیرت کړمه جلا
له صحرا نه د امکان یې کــړم، عـــــــالم ته د معنی
کرامت او بزرګــی، راته هلته شـــــــــوه حـــــاصله
چې خیشتې می، د خپو خاورې کړې، د عجز په ژړا
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د رحمت غیږه
ربه! وریځي د رحمت کړې راخوري
چې مو ورکي، له نهــاده شـــــي کینې
له سکون څخه مو، برخه کړه نصیب
چې مو لیري شي، سوچــونه اندیښنې
.........................
سید عبیدالله نادر
نوی هنکامه
د پر له پسي و چکا لیو پر مهال په افغانستان کي
د طالبانو د واکمنئ پر مهال کال ۱۳۷۷کې دا شعر ویل شوي،د پیښاور په ډیرو افغاني خپرونو کې خپور شوي وو،
بهــــــــاره نـــــــــور د چنــــګ او، ترانــــــو سره راځه
د مســــــــــــتو ولولــــو ، او د نغمـــــو ســـــــره راځه
قـــــافلـــه د رنګ و بوی، له ځـــان ســــــــــــــره راوړه
محـــــــفل ته د رندانو ، خــــــو شبو یو ســـــره راځه
غضــــــب تنده ، راوستی ده ، مو نږ بـــــاندی آسمان
راځــــــــې کــه دي دیــــار ته ،بـــــــارانو سره راځه
خمــــــــونه دي تش شوی ، رندان دي شــــونډی وچي
دي ورانـــــــــو میــــکدو ته ، ډک جــــامو سره راځه
نسیم په شــــــــان ور ګډ شه ، په بو ټو د چمــــــن کې
زمونږ د زړونو ښـــــــــــــــــار ته ، نڅیدو سره راځه
ګو ګــــــل کې زړونه مړه دي ، مستي په چا کي نشته
د مړو زړونو لپــــــــــــاره ، غلبلو ســـــــــره ، راځه
بدلون په مونږ کي ، نشته په دروند خوب کې پراته یو
زمونږه دي محفل ته ، هنـــــــــــــــــــګامو سره راځه
خـــــوبونه مو په زړه کي، پریشــانه غوندی بریښـــي
راځـــــــې که دغــه لــــــور ته، تعبیرو سره راځـــــه
عمــــرونه دي کـــــــړیږو ، پـــــــه فراق کي د وطن
د خپـــــل و طن د وصـــــل، پیغــــــــــــاموسره راځه
سید عبیدالله نادر
اوس چې ګورئ تر هغه حالت ډیره بد تری ده ، او داسي زړه بوږنونکي خبرونه د وطن څخه راسیږي چې انسان ډیر ناهیلي کړي ، د خلکو اقتصادی حالت ډیر خراب دی ،کارونه نشته ،دومره ستونزی ډیري دي ، چې په دي مختصر کې نه ځایږي ،هغه چغی چې خلک مونږ ته وهی خامخا فریاد به دردمنو ته کوې ، نو بی دردو بی احساسو ته خو نه کیږي خارجی سیاست خراب دی ، داخلي سیاست د طالبانو مونږ ټول د سر په سترګو وینو چې ډیر خراب دی ، هیڅ ملک د نیا یې په رسمیت نه پیژني ، په تیر ځل هم دوه اهل غرض ملکونو لکه پاکستان او عربستان سعودي ، په رسمیت پیژندل ،چې دوی په خپلو کړنو سره هغوي نور هم وشرمول ،د جنیکیو د تحصیل په هکله د دوي ناندري د دوی بویونو ټول جهان ونیو ، لنډه داچې خلک ډیر په بد حالت د اقتصادي تنګسو کې ژوند کوي ،هیله ده چې دې ته طالبان ډیر ژر متوجه شي ،نه پو هیږم په دې موده کې دوی په څه لګیا دي ،دوست او دښمن د دوي نظاره کوي ،دوی باید ځان ته ملتفت شي ،
................
................
سید عبیدالله نادر
د خلکو درک او واقیعیتونه
یو غل چې پرله پسی یې په یوه کلي کې غلا کوله ،نو وروسته د ده د پرله پسي غلاوو څخه خلکو دا حقیقت پیدا کړ ، چې د غله د پښو پلونه د کلي د مشر د بوټانو پل ته ورته دي ،یوه وویل چې غله په اصل کې د کلي د مشر بوټان غلاکړي دي ، بل وویل : چې د بوټانو خاپونه یې د کلي د مشر د بوټانو د خاپونو په شانه دي ،هر چا په خپل فکری توان سره د واقعیت بیان کولو ،یو لیونې غږ وکړ چې وه خلکو غل په خپله د کلي مشر دی ، خلکو ډیر وخندل او د کلي مشر ته یې چې هلته حاضر وو ، د لیوني له طرفه بخښنه وغوښته ،او وي وییل:چې خیر دی زړه ته یې مه اچوه دا لیونی دی ،په سبا یې هغه مجنون او لیونی چا ونه لید ،د کلي مشر وویل : چې غلو وژلی دی ، د کلي مشر په حقیقت کې رښتیا ویلي ځکه دی په خپله غل وو ،خو د خلکو درک د واقعیتونو نه ډیره فاصله درلوده ، او یا دا چې د مجنون د سر نوشت څخه ایریدل ،ځکه خلک په دې پوه شول ،چې په هغه آبادۍ کې د پوهی بها ډیره درنه ده ، او ناداني ډیر لوړ مقام لري ،
د فیسبوک د یارانو نه په اخیستنې سره د فارسي نه ژباړه :
..................