Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
بېلابېل
[14.Jan.2022 - 20:01]د خوشال بابا کلیات/ مخ - ۷۹۹
چې یې عمر د څارویو سره تېر وي
زیست روزګار د هغو هم، په هغه څېر وي
.
چې شیطان غوندې رانده شي، څوک یې څه کا
که هر څو ورڅخه علم هنر ډېر وي
.
ځوانان واړه برابر نه دي، په وزن
ځینې من، ځینې نیم من، ځینې نیم سېر وي
.
که په زړه باندې پراته دي زر غمونه
چې مې یار په نظر کښېوځي، واړه هېر شي
.
د شکرو تر حلوا به یې لا ښه خورم
که د یار له لاسه، زهر یا ګنډېر وي
.
د ښه مخ په ننداره به لکه روغ ځم
که په تن مې پرهارونه د شمشېر وي
.
هر عاشق دې عاشقۍ ته هوس نه کا
د عشق لاف دې هغه ځوان کاندي چې شیر وي
.
درېغه بیا راسره زر غاړه غړۍ شوای
چې پولېل په زلفو پورې د اجمیر وي
.
د خوشال خټک خو ښکلی مخ پکار دی
که د سوات، که د پکلۍ، که د بونېر وي
.
.
څاروی = څرکوونکی ځناور، ډنګر
زیست = ژوند
رانده = بدکاره سړی، په بدو کولو نه شرمېدونکی، مردود، شړلی شوی، رټلی شوی
کښېوتل = کوزېدل، راکښته کېدل
ګنډېر = زهر
شمشېر = توره، سیف، تلوار
هوس = ۱) لالچ، حرص ۲) لوږه، ارمان ۳) هيله، لېوالتيا، تمه
لاف = باټه، لویه خبره، ډوزه، لاپه (لافه)
کاندي = کوي
شیر = زمری، ازمری
درېغه = درېغ، وش، ای ای، وای وای، آه آه، د افسوس او ارمان کلېمه
غاړه غړۍ = يو ځای کېدنه، غېږ په غېږ کېدنه، هم اغوشی
پولېل = پلیل، فلیل، پولیل، پيليل، خوشبويه تېل، ورغن موی، سرغوړ، يو ډول خوشبويه تېل چې سر ورباندې غوړوي
پکلۍ = د لرې پښتونخوا د هزارې يوه سیمه
..........
د لستوڼی ماره! تود شوې، سر دې ویویست له ګریوانه
په سوګند ګواهی نه شی، لالا شوم نیت دې برسیر شو
شاعر زمونږ ګران عطائی ملا
..........
ارمغان خوشال خټک/ مخ - ۳۹۲
.
زه خو شرابي یم، شیخه څه راسره جنګ کړې
بخرې ازلي دي، کشکې ما د ځان په رنګ کړې
.
ښه وایې واعظه، برکت دې ستا په ژبه
ښه چې په ویلو د دریاب اوبه کرنګ کړې
.
لاړل، و جنت ته چې په پوهه خبر نه وو
لاړل، و دوزخ ته چې یې لافې د فرهنګ کړې
.
پند د محمد (ص) د ابوجهل پکار نه شو
څوک به یې صیقل کا چې یې خدای آیينې زنګ کړې
.
کښېني په خلوت کې، شیخه سود یې راته وایه؟
ولې په خپل ځان دا هسې ارت جهان تنګ کړې؟
.
زه خو د زړه درد غواړم په هر یوهٔ مذهب کې
تا زده، ستا خبرې چې نقلونه رنګارنګ کړې
.
رایې شه مطربه، د نوروز سرود آغاز کړه
ښې نغمې زړه سوزې، په رباب، په نی او چنګ کړې
.
هر لوري ته ګل دي، شقایق، نرګس، سنبل دي
بې ګلزاره بد که ویل لوري ته اهنګ کړې
.
چا درپسې ډېرې پیسې واخیستې طلب کا
ځینو مصلو د بې ننګۍ درپسې ننګ کړې
.
کاشکې د عمل تله درنه په قیامت شي
موم په رقیبانو په عاشق باندې زړه سنګ کړې
.
مرګ لره یې واړه د ډیلي لښکر راغلې
ته لا د خوشال په مرګ ځان روغ نه ګڼې، ننګ کړې
.
بخره = برخه، حصه
ازل = ۱) بې مبداء هستي، هغه زمان چې پيل يې نه دی مالوم ۲) لومړۍ ورځ
کرنګ = کنګل، يخی، يخ، کوکله
پوهه = پوهنه، علم
لاپه = لافه، ډوزه، ځان ښودنه، د ځان ستاينه
پند = نصیحت
صیقل = صفایي، آب، پړک، ځل (چمک)
خلوت = هغه ځای چې بل څوک په کې نه وي
مطرب = سندرغاړی، هومنرمن
زړه سوز = د زړه تارونه چېړونکی، غم راپاروونکی
نی = شپېلۍ
چنګ = زموږ د فولکوريکې موسيقۍ له آلاتو څخه يوه آله ده چې له وسپنې څخه جوړېږي او د دوو غاښونو په منځ کې ايښودله کېږي
شقایق = د لاله ګلونه
اهنګ = تال ، سرود، خوږه غاړه
سنګ = کاڼی
لره = لپاره، د پاره
(غوړچان: ممتاز خان
................................
جامونه مات شول، شراب توی شول، میخانې ورانې شوې
مینه رسوا شوه، زړونه وسول، یارانې ورانې شوې
د وخت سیلۍ، سپېره ګردونه دې را والوزول
زه چې منزل ته رسیدمه نشانې ورانې شوې
د چا جونګړه چا لوګی کړله محل ته د چا
د چا د لاسه داسې ډیر استانې ورانې شوې
..............