(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

څلورېځې

[30.Jan.2022 - 17:27]

شاعر: سید عبیدالله نادر

د ضمیر په آیینې کې          

که صورت پرځای، هر چا لیدی خپل زړونه

معرفـــــت په آییــــنې کې، خـــپل ځـــــانونه

زهره چاود به له وحـــشته، هــــر سړی وو

که ښـــودلی، آیــــــــینې مـــو، ضــــمیرونه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»

شهامت              

په میدان د شهامت کې  زمـــــریان یو

په دي نامه مشــــهور په ټول جهان یو

که شهرت مو په مړانه دی ، نړۍ کې

په نفـــاق کې هم، تر ټولـــــو اتلان یو

»»»»»»»»»»»»»

د حق رڼا                

چـې رڼا د معــــــــرفت په زړه د چــا وي

په هــغو زړونـو کې تل د حـــــق رڼا وي

تور ضمیرو ته به هسـی شان محکوم وي

خـو باطن به یې ، آیینـي په شان صفا وي

»»»»»»»»»»»»»»»»»»

ښه تدبیر                

سره غونډ شئ ، متــحد شئ،دغه کار د شهامت دی

په نفاق کې اوسیدل خو، بی ننــګي ده، جها لت دی

که په خپل مینځ کې یو موټۍ شئ ،رښتینو وطنوالو

دغه لاره د نجــــــــات ده ، ښه تدبیر د سیاست دی

»»»»»»

خپلواکي              

د زمري له کـــــــامه کـاږو ، آزادي

د چــــا نه منو منت ، او غــــــلامی

خو ددي همت ، هیڅــکله پیدا نه شو

چي تر لاسه کړو له نفســه خپلواکې

»»»»»»»»»»»»»»»

همت                  

راځئ چي یوه جـــوړه کــــــړو ټولنه

چي د علــم او د عرفان وکړي ، پالنه

یو تر بله د ورورۍ لاســـونه ورکړو

په همت د خپل ، فرهنګ وکړو ساتنه

»»»»»»»»»»»»

کتاب                

ښه همنشین دی ، او ښــه ملګری کتاب

چی راته ښیيې، لاره د خــیر او ثــواب

تل ژغوروي می ، لــه شر او له فساده

بیا خلاصوی می ، د جهالت له عذاب

»»»»»»»»»»

د معرفت جذبه                  

خپور شوی په تیارو کې ، د ګوګل مو تور ظلمت

مســخ کــــړی دی ضــمیر مـو تیــارو د جــهالت

خدایه وځـلوه یو وار ، به مړو زړونو کې زمونږ

هغه نور چی په کې پروت وي ، جذبه د مـعرفت

»»»»»»»»»»»»»

لدې حالت نه وځئ        

راځئ خـلکو ، له دي حالت نه وځئ

تورو تیـارو د جهــــــــا لت نه وځئ

تر څو به سیــــــــځئ، دنفاق په لمبو

ددي بـــلا ، او دي آفـــت نه ، وځـئ

»»»»»»»»»»»»

د قناعت توفیق            

چي می خوار ذلیـــــــلوی ، د نفس هوا ده

چي می روح پریشانوی ، د نفس غوغا ده

که توفیق د قنــاعت راته ، حـــاصل شــو

نو پروا مـی پـــه دنیــا ، نــه په عقبــی ده

»»»»»»»»»»»»»»

یو زړه سواند          

چي مو وخـــوری ، له بنیاده ځیني غم

یا چي کیږدی ،پرهــــارو باندی مرحم

یو کس نشته ، دي بیرحمه زمانی کې

چي حســـاب شي ، په قطار ، د بنیادم

»»»»»»»»»»

بی قدری              

در ګوهر که شي ، د خولي نه دي بهر

په عالم کې په چـــا نه کـــــــــاندی اثر

ځکه نشته سخـــندان ، په دغه دور کې

چــي معــلوم شــي ورته ، قــــدر دهنر

»»»»»»»»»»»»»»»»»

د نیستۍ عا لم او نیستي        

که راتګ په خپل اختــــیاروای و دنیا ته

له عدم نه به څوک نه راتلای دي خواته

دروازه به دهستي وای ، په مــــخ پوری

څوک به نه تســـلمیدای ، دي مدعــــا ته

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

نه پوهیږم دې غوغا کې ، ولی ورک شو رانه ځان

چې شوم وروسته ، له دسـتور او له رواجه د جهان

داغدۍ له هغـــي ورځي ، پرما باندی خــوره شـوه

برخلیک چې می په لاس شـو ، د جاهل او د نادان

»»»»»»»»»»»»»»

د زړه لید                

زه یې وینم ، د خــــــپل زړه په آئـــینوکې

شیخ یې نه ویني ، په قیام او په سجدو کې

زه یې وینم، د رحمــــــــــت پراخه غیږه

دی یې غواړي، د تســـــــبیحو په دانو کې

(سید عبیدالله نادر)

 

 


بېرته شاته