Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
عجیبه فلسفه
[23.Feb.2022 - 21:19]( عجبه فلسفه )
زړه مې واچوو په تال کېښې
د جومات کوڅې ته لاړم
دٙ ملا په پښو مې کېښود
ما وې دا مې صدقه ده
دا چې څومره زه پوهېږم
په طه او په يسين
دا چې څومره ښکته تلې شې
په سجده زما جبين
دا چې څومره اخلي نور
دا زما خاکي وجود
دا چي څومره زما ژبه
شې څکلې انګبين
ملا مخ زما نه واړاو
وې دا څه دي ستا تالې کښې
نه پلاٶ دې نه پيرنې ده
نه حلوا نه فالوده ده
وې يې شرع ظاهر ګورې
او ظاهره ته فاسق ېي
دا دٙ رب سره دٙ مينې
تا راغيستې څه قصه ده
ويره ويره دٙ قهار نه
دٙ ايمان اصلي حصه ده
دٙ جنون او دٙ جانان ستا
څه مهمله فلسفه ده
زړه دې کيږده په سينه کښې
دلته رنګ او لباس راوړه
ستا شراب دلته حرام دې
شربت راوړه ګلاس راوړه
ما خپل تال ډک دٙ خوبونو
د قاضې دربار له يوړو
ړوکي لال مې را اوچت که
تار خانې او مار له يوړو
ما وې اې د ښو او بدو
اې د تورو سپينو خانه
دا ډالۍ زما قبوله
په نامه کړه د جانان
قاضې کيناسته په تخت خپل
په سپين سر يې دستار کېښود
په يو لاس يې توپه کيښوه
په بل لاس يې حصار کيښود
تلي پورته دٙ منطق کړه
يو خوا دي يو خوا مې تال و
يو خوا شور و کمزورې وې
بل خوا ژمې و کمال و
يو خوا عقل و دليل و
نه مستې وه نه جلال و
بل خوا ړوند غوندي تلاش و
رک بې خوده غوندې خيال و
ما وي دا لېونتوب واخله
او خپل عقل پې تاله کړه
ما وې دا زما خمار
د خپل علم کټماله کړه
ما وې دٙ اِنصاف ربه
دا د رکو منزل ګوره
ما وې اې دٙ تول اميره
دا بې توله تلل ګوره
قاضي سترګې کړلې پټې
شونډي بندي مخ پريشانه
وې آفسوس زما نه ورک دي
دا چي ته غواړي زما نه
زه خو زور يم د انسان
زه سرور د آدم نه يم
ما دي سپين او تور راغيستي
دٙ مستې دٙ ګلستانه
زه تور وينم او سپين وينم
بس زما دغه قصه ده
دغه تول زما اميد دې
دا تلل مې فلسفه ده
فلسفي دٙ ملک ولاړ و
وو چاپيره تي عالم
دٙ خود سپين مشال په لاس کښې
جدا کول يې زيات او کم
فکر تيز نظر باريک
دٙليلونه کلک ميخونه
دٙ منطق په پاټکو پاټکو
و روان په بره سم
ما وې اې دٙ هوش او عقل
دٙ رڼا بله مشاله
يو بې خوده ليونې دې
هر يو ساز ېي دٙ ماتم
ستا دٙ پوهې دٙ درياب نه
يو قطره دٙ رڼا غواړې
څه سوب دٙ خندا غواړې
څه مطلب غواړې دٙ غم
فلسفي کړي سترګې پورته
خوله مسکې سترګې روښانه
خړي خړي دٙ غم لړي
پکښې راغلي ناګهانه
اي زما غمګينه ځويه
خيشت وجود لري نه سوري
دٙ د نور به هله ګوري
چي په پټو سترګو ګوري
علم سپين روښان مشال دې
خو پي نشې ليدي ستوري
د نور سترګي دي په زړه که
د نورونو دنيا ګوري
سمندر د خيشت څوک ګير کړي
د منطق په ګوزړي
د غم باد دي چا نيولي
تول د تلي او دړي
وي د خود په ميخانه کښې
ستا د څښلو شراب نشته
چې د مينې ساز پې اوري
دلته هغه رباب نشته
ستا نظر جدا نظر دي
ستا جهان جدا جهان
تا کښې وينه دٙ مجنون ده
ستا نصيب کښې بيابان
ستا مستي وهې ټالونه
په خندا دٙ بوډي ټال کښې
د هلال په نري خط کښې
وي يې شونډي د بېرته شاته