برېت
[20.Jul.2017 - 14:43]برېت
لیک:قمر صحرائى
په نورې پښتونخوا کښې ورته برېت او په هزاره کښې ورته برېتې وائى .خدائی خبر چې هغوى ورته صحى نوم وائى او کۀ هزار وال خو منيځ کښې مخصوصې ې دومره اختلاف پېدا کړی دی خېر دواړه نومونه د پښتو دى او مونږ ته قبول دى.
خبره د برېت ده حالانکې دا به دومره غټه موضوع نۀ وى خو په دې دور کښې يې اهميت او افاديت يو په دوه شوی دی ځکه چې دا دور د برېتو يو بحرانى دور دی، چې برېتې پکښې عنقا شوى دى او اوس يې د کلاسيکيت مرتبه موندلې ده ځکه خو چې اوس د چا برېتې وى نو دغه کلين شيو خلق ورته د تېرې زمانې سړی وائى،خصوصاً زلميان او بله خبره دا ده چې په دې موضوع څوک هم قلم نۀ پورته کوى خصوصاً ډاکټر اسرار صېب ،مشتاق مجروح صېب ،عدنان بخارى صېب يا جميل يوسفزی صېب کۀ ډاکټر اسرار صېب څۀ نۀ وائى نو هغوى د ابتدا نه برېتو تۀ څۀ اهميت نۀ دی ورکړی. خو مشتاق مجروح صېب ،عدنان بخارى صېب او جميل يوسفزی صېب چې د برېتو نه ولې دومره الرجک دى ځکه چې د دوى خپلې برېتې شته او کۀ چرته اوس يې خرېلى وى نو بيا ترې بخښنه غواړم ځکه چې نن صبا د برېتو هم څۀ ګارنټى نشته يو ورځ چې ګورې نو د يو سړى به ښۀ نارمل سائز يا غټې غټې برېتې وى خو چې بله ورځ ګورې نو د پوزې لاندې وطن به يې د برېتو نه محروم شوی وى او مېدان به صفا ښکارى لکه چې په يو ورځ کښې څوک د جوارو پټې ورېبى او بيا دغسې سړی ګيله هم کوى چې ولې دې ونۀ پېژندم نو داسې سړی به د چا پلار وپېژنى چې د خپل مخ تړيډ مارک يې کوز کړی وى.
زۀ د برېتو نۀ حمايت کوم او نۀ مخالفت خو دومره وائيم چې دا د پښتون زَړه ثقافتى نخښه او مونو ګرام دی او چې د يوې ادارې نه د هغې مونو ګرام يا لوګو لرې کړی شى نو د هغې ادارې څۀ پېژندګلو پاتې شى.
ځينې خلق د برېتو خرېلو جواز سپين والی وړاندې کوى برېتې کۀ سپينې وى او کۀ تورې نو په دواړو رنګونو کښې يې خپل خپل اهميت او ښائست وى ځکه چې د برېتو د معيار نه رنګ نه سائز وى يعنې د سړى د نرتوب د مقدار پېمانه د برېتو سائز وى کۀ چرې برېتى اوږدې اوږدې او اخرى څوکې يې شمال ته تاؤ شوی وى نو بيا به د دې سړى نه لرې ګرځې او کۀ چرې څوکې يې جنوب ته ځوړندې وى نو بيا به هم د دې سړى خوا له نۀ ځې ځکه چې داسې سړی چا سره هم څۀ رعايت نۀ کوى.
ځينې واجبى غوندې برېتې وى چې د نۀ خلاصېدو دپاره پرېښودې شوې وى او ځينې برېتې داسې وى چې پته يې لګى چې برېتې دى او د مخ کاسه ورسره خوند کوى، خو ځينې د برېتو زاويې په قائمه مقدار ولاړې وى دغسې سړى ورسره لاندې ږيره هم ساتلې وى چې د برېتو د حدودو نه په بره تر قلمونو پورې د مخ وطن صفا وى او چې د لرې نه سړی داسې سړى ته ګورى نو داسې ښکارى لکه چې ډانډارو مچو يې په زنه باندې ګګ جوړ کړی وى.
د يو سړى غټې غټې او اوږدې پېړې برېتې وى چې څوکې يې شمال ته تاؤ کړى وى منډې يې وهلې تښتېدۀ ځکه چې شا ته نه پرې د ښمنانو ډزې کولې يوه ښځه يې مخې له راغله ورته يې وئيل ماما دومره غټې برېتې دې ساتلې دى او تښتې نو هغه ورته په منډه کښې وئيل لرې شه موتړې .. په برېتو کښې خو پنځه ډزې نه دى لګيدلى
زمونږ په سيمه غټ برېتى ته خلق " برېتاوو" وائى او برېت خريلى ته "منډاوو" يا "منډر" وائى پخوا به د برېتا وو غوندې خلقو اکثريت وۀ خو اوس د منډاوو خلقو په معاشره کښې تعداد زيات دی ځکه چې هر دوېم سړى برېتو ته چاړۀ نيولې ده بلکه اوس خو د برېتو تصور هم په ختميدو دی اوس خو زلميان ځوانان او بوډاګان د څېلمې د برېتو دشمنان دى اوس خو د دې دور تعليم يافته او د جدت نه متاثره خلقو مخونه بغېر له وروځو نور د هر قسمه ويښتو نه صفا وى او بل يې د سر وېښتۀ په اوږو پراتۀ وى نو داسې خلقو ته چې سړی ګورى نو په اول نظر پرې د جينۍ ګمان کېږى ما په يو شعر کښې داسې ښودلى دى
پته د هلک او جينۍ نۀ لګى مخ باندې د دواړو چې وېښتۀ نشته
نۀ پوهېږم چې اوسنو زلمو اوځوانانو د برېتو دومره مخالفت ولې راخستی دی چې ټولو ورپسې سنت کړی دی او يوه ورځ يې راوتو ته نۀ پرېږدى ما په يو دواؤ شعرونو کښې داسې ستائيلى دى
هره ورځ يې خرئى پخپله ګلابيان دى اوسنى زلمى د برېتو دشمنان دى
سم په نره يې ريزر ورته نيولې ډيل پرې نۀ کړى مشران کۀ کشران دى