دماشومانو لپاره کیسه
[05.Oct.2021 - 19:45]د ماشوما له پاره لنډه کیسه
لیک: ټولنپوه ډاکترګرېم بودرBrüder Grimm ژباړن: رڼاګل اریوبزی،دکابل پوهنتون پخوانی استاد
په تیرو وختو کې او لرې لرې پخوانیو زمانو کې یو غریب او بي وزله بزګر اوسیده، دی چنګاښ نومیده. چنګاښ دوه غوایان در لودل، یوه ورځ يې دواړه په لرګیو بار او د ښار په لور روان کړل او د دواړو غوایانو بار يې په د وه ټنګو په یوه ډاکتر وپلورل. ډاکتر بزګر ته د لرګیو پیسې په داسې حال کې ور کړې، چې ښکلې میز ته په چوکې ناست و، ښه او خوندور شیان يې په مزه مزه خوړل او چېکل او بز ګر چې دا هرڅه ولیدل، نو په سر کې يې دا هیلې او ار مانونه را وپاریدل، چې کاشکې دی هم یو ډاکټر وی. چنګاښ خان یوه شیبه چپ ودرید، بیا په خبرو سر شواو وغږید. د ډاکتر نه يې وپوښتل چې ایا دی هم ډاکتر کیدای شي. ډاکتر ور ته و ویل چې:« هو! ډ یر ژرډاکتر کیدی شي.» بزګر ترې وپوښتل چې:« نو څه باید وګړم؟» ډاکتر ور ته و ویل چې لومړی د الفبا داسې یو کتاب را ونیسه چې کولنګي چرګ پکې وي؛ دوهم دا چې دواړه غوایان او کراچۍ دې وپلوره اوپه پیسو يې ځان ته د ډاکترۍ کالي او نور اړین سامان واخله او دریم یوه داسې لوحه را ونیسه چې په لیکل شوي وي:« زه ټولپوه ډاکتریم.» اوبیا دا لوحه دخپل کور د دروازې په سر ځونړند کړه.» څه چې ډاکتر ورته و ویل، هغه بزګر وکړل. ده یو څه ډاکتري وکړه، خو لا ډ یر وخت نه و تیر شوی چې د یوه ډیرشتمن نواب نه چا پیسې غلا کړې. یو چا نواب په دې خبر کړ چې دلته په دې کلې کې یو ټولپوه ډاکتراوسیږي او دی به ضرور په دې پوهیږي چې دا پیسې چا غلا کړي دي. نواب خپله ګاډۍ په أس پسې وتړله او د کلي په لور روان شو.د ډاکتر ځای ته ورغی او ويې پوښتل چې ایا دي هغه ټولپوه ډاکتردی. ډاکتر ورته و ویل چې هو!همدا زه یم. اوس نو ډاکتر باید د نواب سره لاړ شي او د پیسو پته مالومه کړي. په دې ځای کې ډاکتر و ویل چې میر من يې هم باید ور سره لاړه شي. نواب صاحب د ټولپوه ډاکتردا غوښتنه ومنله، دواړه يې په ګاډۍ کې کینول او ټول یو ځای روان شول. کله چې د نواب انګړ ته را ورسیدل، د ډو ډۍ میز تیار و. نواب و ویل چې لومړی به ډوډۍ وخورو. ټولپوه ډاکتر و ویل چې هو!، خو زما میر من به هم راسره وي. او س نو ټول د ډوډۍ په میز راټول شول او کله چې لومړی نوکر د ښو خوړو ډک غوري سره راښکاره شو، بزګر خپلې میرمنې ته و ویل چې:« ښځې! دايې لومړی و.»د ده مقصد دا و چې ګوندې دا لومړی نوکر دي چې ډوډۍ يې راوړه، خو نوکر د بزګر په خبره داسې پوه شو چې ګوندې دی لومړی غل دی. دا چې دی په رښتیا لومړی غل و، نو سخت وډار شواو دباندې يې خپلو انډیوالانو ته و ویل چې.« دا ټولپوه ډاکتر په هرڅه خبر دی، دا به زموږ له پاره ښه پایله ونه لري. ده و ویل چې زه لومړی وم.» د وهم نوکر هیڅ زړه نه شو کولی چې ورشي، خو مجبور و. کله چې دی د غوري سره ورننوت، بزګر بیا خپله میرمن وچوخوله او ورته ويي ویل چې:« ښځې ګوره! دا دوهم دی.» دا دوهم نوکر هم سخت وډار شو او په بیړه و وت. دریم نوکر له همدې برخلیک سره مخامخ شو اوبزګر بیا خپلې میرمنې ته و ویل چې:« ښځې! دا دریم و.» څلورم نو کر ته ویل شوې و چې دي به په یوه سرپوښه لوښې کې خواړه راوړي. په لوښی کې چنګاښان وو. کله چې دا څلورم نوکر را ننوت، نواب ډاکتر ته و ویل چې اوس دې خپل هنر اوکمال ښکاره کړه او و وایه چې په دي سرپوښه لوښي کې څه ډول خواړه دي. بزګر لوښي ته په ځیر وکتل، خو نه پوهیده چې په لوښي کې به څه وي. لار ترې ورکه شوه او چیغه يې کړه چې :« اځ زه بې وزله چنګاښ!» نواب چې د چنګاښ نوم واورید، نو غږ يې کړ:« ډاکتر چې په دې راز پوه شو، نو په دې هم پوهیږي چې زما پیسې به د چا سره وي.» نوکران سخت وډار شول او یو يې ډاکترته اشاره وکړه چې یو ځل د باندې راشه. ډاکتر ورغی او دوی ټولو ومنله چې پیسې يې پټې کړې دي. نوکرانو ډاکتر ته و ویل چې موږ دا پیسې درکوو او سربیره پر دې تا ته هم ښې ډیرې پیسې در کوو، خو ته به موږ نواب ته دغلو په توګه نه په ګوته کوې او کنه هغه به موږ په دار کړي. بیا يې له ځان سره هغه ځای ته بوتله چې پیسې يې پکې پټې کړې وې. ډاکتر په دې خوښ شو، ورسره ويې منله، بیر ته را ننوت، میز ته کیناست او نواب ته يې و ویل چې.« ښاغلیه! اوس غواړم چې په خپل کتاب کې دپیسو پته مالومه کړم چې چیرتي دي.» په دي وخت کې پنځم نوکرپه پټه بخارۍ ته ور وښوئید او هلته يې ځان پټ کړ. ده غوښتل ځان ته مالومه کړي چې ډاکتر په نورو کومو څیزونو پو هیږي. ډاکتر میز ته ناست دی او خپل د الفبا کتاب پاڼې اړوي او راړوي او غواړي چې کولنګي چرګ پکې پیدا کړي، خوداچې زر يې پیدا نه شو کړی، نو ويې ویل چې.« دلته خو يې او باید را ووزې.» په بخارۍ کې پټ نوکر ګمان وکړ چې ګوندې دی ښيي، په ډار او بیړه د بخارۍ نه را و وت اوناره يې کړه چې:« دا سړی په هر څه خبر دی.» اوس نو ټولپوه ډاکتر نواب ته هغه خای ور وښود چیرته چې پیسې وې، خو دا يې ورته ونه ویل چې چا غلا کړې وې. په دې ټوګه يې د کار په بد ل د دواړو خوا وو نه ښې ډیرې پیسې تر لاسه کړې