(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کرنل امام له

[18.Oct.2021 - 12:29]

 

امير سلطان« کرنیل امام » «د افغانستان د جهاد داستان»

په امریکا کې مې د استخباراتو په برخه کې زده کړې وکړي.

 د امریکایانو د هدایت سره سم مې اسلامي علوم او امامت زده کړل.

د راتګ سره مې په پیښور کې د ای اس ای د پراشوتو څانګې مشرې په غاړه واخیسته.

د بوټو د هدایت سره سم د پوځ لوی درستیز د ای اس ای مشر 

جنرال غلام محمد ملک ته امر وکړ، چې د نصیرالله بابر سره مرسته وکړي.

دا ټوله سناریو د دې لپاره وه چې د داود خان د ډیورنډ د ماتولو هلې ځلې له خاورو سره برابرې کړي.

ماته د ای اس ای مشر دنده وسپارله چې د جنرال نصیرالله بابر سره ګډ کار وکړم. او زموږ سره دوه تنه نور کرنیل راز او ميجر ظهور هم ملګري شول

په دې مهال له افغانستان څخه څو تنه چې شمیر يې ۳۵ تنو ته رسیده راغلي وه. حکمتیار، رباني، مسعود او دین محمد هم په کې وه.

د ذوالفقار علي بهټو په هدایت، نصیرالله بابر دنده واخيسته چې د جماعت اسلامي په مرسته افغان راغلو ښاغلو ته پوځي روزنه ورکړو.

موږ دوی وروزل او په ۱۹۷۵ کې مو افغانستان ته ولیږل، په افغانستان کې يې بریدونه وکړل. داودخان مجبور شو چې، ډیورنډ هیر کړي، پاکستان ته راشي او د پاکستان له مخالفت څخه لاس واخلي.

که مو دا کار د افغانانو په لاس نه وای کړی اوس به تر اټکه زموږ نه و. دا زموږ لپاره د خدای ستر نعمت و چې مفت په لاس راغلي وه.

خلک وايي، تاسو ولې د اسلامي بنسټپالو ملاتړ وکړ. موږ د پاکستان په خاطر د دوی ملاتړ وکړ او د افغانستان په جګړه کې زموږ ګډون د پاکستان لپاره و، نه د افغانستان لپاره.

خدای زموږ په پلو و، ځکه يې مفت یوه ډله افغانان زموږ په لاس راکړي وه، څرنګه چې مو کار ترې اخیسته اخیستلای مو شو.

او کله چې بیا شوروي پوځ پر افغانستان یرغل وکړ، بیا خو زموږ غوا لنګه شوه. د پاکستان په خاطر مو په افغانستان خپل زړه داسې یخ کړ چې زه په کې.

د امیر سلطان څخه په کرنیل امام بدل شوم.

زه د افغانانو امام شوم، ځکه د همدې امامت لپاره امریکایانو روزلی وم.

د آي ایس آی د یو اوږد څیړنیز راپور له مخې ورځ تر بلې په افغان مجاهدینو د نورو هیوادونو د استخباراتو او ایجنسیو اثر او روسوخ مخ پر زیاتېدو و، تر دې پورې چې د کره ثبوتونو سره دا روښانه شوې وه چې د افغان مجاهدینو د یو یو شمیر مشرانو له خوا په ښکاره د آي ایس آی د افسرانو مخالفت کیدلو، د هغوی له لارښوونو سرغړونه کیدله او په ورسپارل شویو نقشو یې عمل نه کاوه او یو ډول استقلالیت اکتونه یې کول او دا هغه څه وو چې موږ نه غوښتل، موږ غوښتل چې د مجاهدینو قومندانان او مشران په کامل ډول زموږ تابع وي.

د آی آیس آي هغه افسرانو چې د امریکایي مشاورینو تر نظارت لاندې یې افغان مجاهدینو سره کار کولو خپلو راپورونو کې ویلي و چې ورځ تر بلې د امریکایي ایجنسیو اړیکې افغان مجاهدینو سره ښه کیږي.

اخوا د ایران اسلامي جمهوریت له لورې هم افغان مجاهدینو سره د مرستو لړۍ پراخه شوې وه، انګلیس، فرانسه او جرمني هم روابط مضبوط کړي و.

او دا هغه څه و چې مونږ ته خواشینونکي وو.

په جلسه کې د اکثره مشرانو رایه دا وه چې د افغان جهاد دنګرانۍ مشري باید تل د پاکستان لاس کې وي او بل هرڅوک که دې میدان ته را ګډیږي نو باید د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته یوسي.

د یو اوږد میټینګ او بحثونو وروستو ماته یوه نوې نقشه په لاس کې را وسپارل شوه.

مشرانو غوښتل چې زه د پنځوسو په شاوخوا کې نوی کمانډران ټرینګ کړم، ددغو کسانو ځانګړتیاوې هم را وښودل شوې، دوی باید د عصري زدکړو پر ځای دیني زدکړې ولري. دیني زدکړې یې هم باید د نړیوالو عصري سسټمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړي وي. مستقل فکر ونه لري.

له پاکستان نه سیوا یې بل هیڅ ملک نه وی لیدلای او پاکستان ورته د دنیا بهترین ملک ښکاره شي.

د ډیورند کرښې په باب یې ذهنن  دا منلې وي چې دا د پاکستان خاوره او ملکیت دی.

چې ورته وویل شی د افغانستان هره اداره یا دارایي په بل مخ واړوه نو پرته له مخالفته یې ومني.

افغانستان کې ټول اوسیدونکی خلک ورته کمزوری ایمان والا ښکاره شي او له حکومت سره کارکوونکي یې کافران وګڼي.

او ورسره دا کسان  باید دینداره وي او په دې فاني دنیا غولېدونکي نه وي.

په دې برخه کې د افغان مجاهدینو مرستې ته اړتیا وه نو مناسبه مې وګڼله چې د مولوي محمد نبي محمدي سره په اړیکه کې شم.

مولوي محمد نبي محمدي چې د افغاني مجاهدینو لنډرانو په منځ کې تقوا دار او پاک مجاهد و پاکستان سره یې خاص مینه وه او تل به یې مونږ ته د پاکستان د بقا دعا ګانې کولې.

مولوي محمد نبي ساده او مخلص انسان و د هرې مرستې له پاره به مو چې پرې غږ وکړ نو نه یې نه کوله.

د مولوي محمد نبي محمدي صیب ګروپ کې یوه ځانګړتیا دا وه چې د افغانستان زیات شمیر دیني عالمان په دې ډله کې وو او د مدرسو طالبانو به هم دې خوا ته ډیره مخه کوله. هغه رنګه اشخاص چې زما پکار و هغه

مې دلته پیدا کولای شول.

په همدې دوران کې مې په یوه جلسه کې د مولوي صیب محمدي نه دهمداسې ځوانانو غوښتنه وکړه چې زه باید هغوی ته ځانګړې روزنې ورکړم.

د عیسوي کال ۱۷۹۳ د می میاشتې ۱مه نیټه مې د روزنې لومړۍ دوره پیل کړه.

مولوي محمد نبي محمدي ماته د ۳۲ ځوانانو یو لیست راکړ او همدا ډول یو لست ځوانان مې په نورو ځایونو کې په نښه کړي و خو د ۶۲ ځوانانو له دې ډلې مې ۲۳ ځوانان بیل کړل، دا هغه ځوانان و چې د ټریننګ په لومړي پړاو کې مې وموندل چې د کار خلک دي او زمونږ له پاره ډیر څه کولای شي.

دې ۲۳ ځوانانو ته باید ما څو ټریننګونه ورکړای وی، یو خو په ملک کې د ګډوډۍ جوړولو مهارتونه و چې څنګه په یوه جوړه ټولنه کې د خپل اثر او رسوخ پیدا کولو له پاره او دیو ملحد نظام ړنګولو له پاره خلک په ځان راټول کړای شي او یو شورغوغا جوړه کړي.

دویم: چریکي جنګونه هغه څه و چې دې ۲۳ کسیزې ډلې باید زده کړی وی، په دې ټرینېنګ کې مو دې ډلې ته ځانګړي عصري د چریکې جګړې مهارتونه ور زدکړه کړل، افغانان په چریکي جګړو کې ډیر تکړه دي ما د افغانانو تاریخونه ولوستل او پیدا مې کړه چې په دغه مهارت که افغان ځوانان وروزو زمونږ له پاره یوه اوږده جګړه پرمخ وړلای شي.

تاسو یقین وکړئ دغه ځوانان چې اکثره یې په مدرسو کې په زدکړو بوخت و په غرونو او رغونو کې داسې روزنې ترلاسه کولې چې د ستړتیا نوم یې نه اخیست او نه هم په شا کیدل همدا و چې زما دلچسپي هم

ورسره زیاته وه او دهغوی پرمختګ ته به من من غټیدلم.

دریم: دې ډلې ته مو ور زده کړل چې په مشکل وختونو کې څنګه دوی د ځان له پاره اکمالات وکړي، ضرور نه ده ټول عمر دې پاکستان یا امریکا یا سعودی عربستان دوی له پاره پیسې ورکوي او دوی دې بیا جګړه مخ ته وړی. دوی باید داسې روزنه لیدلی وی چې په خپلو کمو امکاناتو باندې جګړه مخ ته یوسي یعنې یوه ارزانه جګړه وکولای شي نه دا چې په وړه جګړه هم ملا ماتوونکې مصارف او لګښتونه راشي.

په برخه کې د عشر او زکات د ټولولو له لارې، دحکومتي او اینجییوز د کار کوونکو د اغوا کولو له لارې او د خلکو ترمنځ د روغې جوړې کولو له لارې د پیسو او زمانتونو اخیستل بل هغه څه و چې دوی ترې خپل

امکانات برابرولای شول.

دې ډلې یوه ورځ سخته پوښتنه کې راګیر کړم او ما فکر هم نه کولو چې کله به مې خپل شاګردان هم را بندوي.

 

افغانستان کې کوکنار او چرس ډیر دود دي نو د آپین او چرسو د قاچاق کوونکو او کاروباریانو سره شریک کار کول او یا هم د هغوی سره د مرستې کولو او د هغې لارې د پیسو پیدا کولو په اړه دوی سره غږیدو، چې پوښتنه یې وکړه دا خو حرام دي استاده نو مونږ څنګه له دې لارې پیسې راوړو؟

ما کوشش وکړ خو پوی شوم چې ناکام یم او دوی ته سم ځواب نه شم ورکولای.

مونږ سره په د آی ایس آی په یو بل ګروپ کې ځینې افسران ملګري وو چې د هغوی مجاهدینو سره په دیني او دهغوی د ذهن جوړولو برخه کې کار کولو.

داسې کسان چې ماښام کې به مونږ کله کله د مشرانو لخوا د شپې ملسمتیا برابریدله نو دوی به شراب هم څکل او سهار به بیا د کار په ځای کې داسې و چې سم پاخه ملایان به ښکاریدل، ما به ورته ویل چې دومره دوه مخې ژوند کول به تاسو ته تجربه کیږي چې څومره ګران دی خو

هغوی خندل او ویل به یې چې بس اوس مونږ ملایان یو.

نو هلته مې د یو غټ افسر نه ددې پوښتنې د حواري له پاره پوښتنه وکړه هغه یو ساده مثال راکړ او دا بیا زما دې ډلې بیخي قبول کړ.

 

دهغه د خولې یوه عربي جمله خدایزده چرته یې یاده کړې وه اوس هم راته یاده ده او دا مجاهدین پرې راضي شول. هغه جمله څه داسې وه. (الضروریات تبیح المحضورات) یعنې ضرورتونه بندیزونه رفع کوي.

ځینې نور ټرینګونه مو هم دوی ته ورکړل یعنې څنګه د یو اسلامي نظام رامنځ ته کولو له پاره دوی کار وکړي او یو ماډل نظام جوړ کړي چې هغه په ټوله معنی ښه وي.

په دې برخه کې ځینو بهرنیو مشاورینو هم مونږ سره برخه واخیسته

مونږ چې په کوم ماډل حکومتي نظام باندې دوی سره کار وکړ دومره یې خوښ شو چې هره شیبه یې انتظار کولو چې کله به مجاهدین بریالي کیږي او دوی به افغانستان کې داسې یو نظام جوړوي.

دا دومره یوه خطرناکه او فعاله ډله شوه چې کله کله به زه وډار شوم چې هسې نه ده دوی په ملک کې څه اړی ګړی رامنځ ته کړي او د دوی صلاحیتونه هسې نه چې په منفي لارو کې استعمال شي.

نو له همدې ویرې مو ددې ډلې له پاره یو کلک او تکړه محب وطن دیني عالم د دوی په سر کې مشر کړ.

ملا عمر، ملا رباني، ملا برجان او ... دهمدې مثالي ۲۳ کسیزې ډلې غړي وو چې مونږ پرې زحمتونه وویستل.

- کتابه
بېرته شاته