د ټپو وار راسره کېږده
[18.Oct.2021 - 12:39]( د ټپو وار راسره کېده ) په کتاب يو څو کرښې
لنډۍ د ولسي ژوند ولسې سندرې دي چې له پېړيو راهيسې مونږ ته د قيمتي ملغلرو په توګه پاتي دي او د وګړو په سينو کې خوندي او ژوندۍ ساتل شوې دي۰
په پښتو ژبه کې لنډۍ دېرې لرغونې دي او د زرګونو کلونو له مزل وروسته تر مونږ رارسېدلي او زمونږ په زړونو کې ځای په ځای شوې دي۰
لنډيو په خپله غېږ کې ډير تاريخي واقعات خوندي کړي او ساتلي دي چې د لنډيو لرغونتوب ترينه څرګندېږي ۰
هغه وخت چې د محمود غزنوي لښکري د هند له سوبي وروسته خپل هيواد ته راستنې شوې نو يوې پښتنې ميرمنې د سلطان يوه جرنيل ته چې ملک خالوخان نوميده دا لاندې لنډۍ وويله:
چې د خالو لښکرې راغلې
زه به ګومل ته د خپل يار ديدن ته ځمه.
د ميوند جګړه چې په ۱۸۸۰م کال کې په ميوند کې پېښه شوه د ملالۍ دا لاندې تاريخي لنډۍ خوله په خوله تر مونږ رارسېدلې او په پښتنو کې خورا زيات شهرت لري او ټول ېې له ويلو او اورېدلو خوند اخلي:
که په ميوند کې شهېد نه شوې
خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتنه
د پښتونخوا نوميالۍ شاعرې او ليکوالې سلمی شاهين د پښتو لنډيو په لرغونتوب ژوره او هر اړخيزه څېړنه کړې او په خپل کتاب د«روهي سندرې» په نوم یې د لنډیو يوه لويه او ارزښتمنه ټولګه چمتو کړې؛ نوموړې د لنډیو د تاریخي لرغونتوب په اړه په یاد کتاب کې داسې لیکلي:«د لنډۍ یا مصرعې د قدامت په هکله مورخین مختلفې رایې لري، ځیني دې ته د شپاړسمې صدۍ عیسوي صنف وایي او څوک دا د هجري سن د وړومبۍ صدۍ پیدایش ګڼي. هر څو که محقیقن او مورخین د دې د تاریخ په هکله اختلافات لري، نو زما خپل خیال دا دی، چې څه رنګ د ټپې یا لنډۍ د شاعر یا شاعرې د نوم او مقام په هکله څوک په دعوې سره نه شي ویلی، دغه شان د دې د زمانې او دور تعین هم نه شي کېدی. بیا هم دا خبره هر چاته معلومه ده، چې د پښتو سندرو دا قدیم ترین صنف د پښتو اولسي ادب په ټولو دورونو کې هم په یوه انداز ژوندی او مقبول پاتې شوی دی او په خپل اصلي حالت کې اوس هم هغسې موجود دی۰
لنډۍ چې د پښتو د ولسي ادب او فولکور بنسټيزه برخه ده په مختلفو نومونو ياده شوې ده لکه ټپه، مسرۍ، ټيکۍ، بدله سندره او داسې نور او په بېلابېلو سيمو کې ورته مختلف نومونه اخيستل کيږي۰
د لنډيو ويونکي يا شاعر نه وي معلوم خو په مختلفو وختونو کې د بيلابېلو ښځو او نارينه و له خوا ويل شوي او تر مونږه رارسېدلې دي او دا لړۍ به همداسې روانه وي۰
د لنډيو د موضوعاتو لمن خورا پراخه او هر اړخيزه ده او د ټولنې په مختلفو حالاتو او واقعاتو باندې راڅرخي او هره لنډۍ په لنډو ټکو کې ډېر لوی مفاهيم او مطالب په خپل واړه چوکاټ کې رانغاړي۰
که څه هم لنډۍ د جوړښت له پلوه لنډه او دوه ويشت سيلابونه لري خو په خپله غېږی کې ډېر لوی لوی موضوعات رانغاړي او د چا خبره درياب په کوزه کې ځايوي۰
په لنډيو کې د پښتنې ټولنې د ژوند د مختلفو اړخونو او حالاتو يادونه شوي او په بېلابېلو برخو کې د بيلابيلو پښتنو له خوا ويل شوي دي او شاعر ېې بې نومه او بې نښانه دی او هېچاته نه دی څرګند۰
لنډۍ د پښتو ادب هغه ژانر او صنف دی چې په شفاهي ادبياتو کې غوښنه برخه لري او د فولکلوريک شعر دا برخه يوازې پښتو ادب پورې تړلې ده او د نړۍ په ولسي ادب کې ېې ساری نه ليدل کېږي۰
د لنډيو دايره خورا پراخه ده او دا په ټوله لر او بر پښتونخوا کې خپور يو رنګين فورم يا صنف دی چې ټول پښتانه پرې پوهېږي, اوری او وايي ېې او ژور اغيز پرې کوي۰
څرنګه چې لنډۍ د ټول ولس پانګه او سرمايه ده او ددې ارزښتمنې پانګې ساتنه، پياوړتيا او ځلونه د هر پښتون ادبپال او ژبپال مهمه دنده ګڼل کېږي نو پکار ده چې د پښتو ادب دا برخه لا پسې درنه او غوښنه وساتو او پوره پاملرنه ورته وکړو۰
د خوښۍ ځای دی چې زمونږ ځوان او تاند شاعر ملګري ښاغلي سرور يوسفزي يو زيات شمير لنډۍ راتولې کړي او په کتابي بڼه ېې خپلو پښتنو او د شعر او ادب مينه والو ته ډالۍ کړي دي۰
د ګران يوسفزي صيب دا هڅه او زيار په ډېرو ستايلو او يادولو ارزي او زما په نظر دا يو ډير ارزښتمن او د قدر وړ کار دی۰
که زمونږ پښتانه د خپلې ژبې د بقا او پرمختيا لپاره خپلې هڅې او هلې ځلې همداسې جاري او ګړندۍ وساتي او خپله مورنۍ ژبه په پښتنه مينه وپالي او خدمت ېې وکړي نو زه باور لرم چې پښتو ژبه به د نړۍ د ژبو په کتار کې لا پسې وځلېږي او د پرمختګ او غښتلتيا ګلالي پړاوونه به ووهي۰
په تلو تلو کې ښاغلي سرور يوسفزي صاحب ته ددې ګټور او ارزښتمن کتاب د چاپ مبارکي وايم او د شعر او ادب مينه وال ( د ټپو وار راسره کېده ) لوستلو ته رابولم۰
تمه ده چې دا به د ښاغلي يوسفزي صاحب وروستۍ اواخري هڅه نه وي او د پښتو ادب د بډاينې او پرمختګ لپاره به دا پښتون شازلمی خپلې هڅې او کوښښونه همداسې جاري او ساري ساتي او په دې لاره کې به لا پسې ګړندي او د پام وړ ګامونه اخلي۰
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
خال به د یار له وينو کېږدم
چې په شنه باغ کې ګل ګلاب وشرموينه
د تور ټوپکو استاکاره
د ښو ځوانانو خون به ستا په غاړه وينه
د ګورستان نه مې زړه بد دی
ځوانان ستانه کړي رالیږي تش پالنګونه
په ګودر سور سالو ښکاره شو
ماوېل په تورو اوبو اورولګېدنه.
بېلتونه راشه ستړی مشې
زړه مې پښتون دی ميلمه نه خپه کوينه
ځان يې زړو جامو جوړ کړ
لکه په وران کلي کې باغ د ګلو وينه
په همدې لنډيو اجازه غواړم الله مو مل او په مخه مو ګلونه۰
امان الله نصرت
۵/۰/۲۰۲۱
پېښور