د دېوانو کور کښې
[08.Aug.2017 - 13:08]د دېوانو کور کښې
لیک: محمد عثمان مردانوي
د پاکستان شمالى سيمو کښې کۀ يو خوا پخوانى تهذيبى آثار موجود دى نو بل خوا دا ځايونه په خپل قدرتى حسن ، ښکلا معموره دى او دا بېش بها ښکلا خپله ثانى نۀ لرى. دلته کۀ يو طرف ته اوچت اوچت غرونه دنګې دنګې څوکې لوئې لوئې واوريځې Glacier سيندونه او ډنډونه دى نو بل طرف ته داسې لوئې لوئې تنګې (Vally) سبزۀ زار(Meadows) او مېدانونه هم شته چې چرته په ښائست کښې يې مثال نشته . داسې يو ښائسته ځائی د يو سائى لوئی ژور ډاګ (Deosai Plateau) سطح مرتفع مېدان دی.
ديو سائى معنى ده د دېوانو کور يا چرته چې جنات اوسېږى. ديو سائى مېدان ته دريو طرف لارې ځى . يوه لار ورته په قبله کښې د استور (Astore) نه د چلم (Chilam) په لار تلې ده يوه لار ورته په شمال کښې د سکردو نه تلې ده. يوه لار ورته په جنوب نمر ختيځ کښې د کهرمنګ ګلترى طرف نه راغلې ده.ديوسائى مېدان چې چرته ډېر ښکته دی او چرته لوړ دی دا ځائی د سمندر نه 13500 فټه اوچت دی د ديوسائى دا مېدان په 3000 مربع کلوميټره علاقه باندې خور دی او دا د دنيا اوچت مېدان ګرځولی شوی دی_
ديوسائى په 1993ء باقاعده قامى ځنګلى پارک ګرځولی شوی دی او دلته په ښکار پابندى ده. په ديوسائى کښې قدرت ډېره زياته ښکلا رابرڅېره کړې ده دلته د کتو ځايونو کښې کالا پانى ځائی دی چرته چې د اوبو رنګ تور ښکارى ا و د دې نظاره ډېره ښکلې ده. او يو وړوکی خوړ(Rivulet) بهېږى او ورسره شينکى دى. دلته نه وړاندې يو بل ښکلی ځائی چې ورته بړا پانى وائى د دې ځائی نظاره هم ډېره ښائسته ده او دلته يو لوئی خوړ بهېږى او د اوبو رفتار ډېر تېز وى دا اوبۀ د غر په څوکو کښې چې واوره ويلې شى هغه دلته راځى او څۀ قدرتى چينې هم دې خوړ ته راځى دې اوبو کښې ټراؤټ مهيان موجود وى. د ديوسائى د ټولو زياته ښکلا د شيو سر نوم قدرتى ډنډ ده دې ډنډ ته جادوګرى والا ډنډ هم وئيلې شى ځکه چې د سحر په وخت د دې ډنډ شکل د پيالۍ په شان وى او څنګه چې د نمر رڼا تيزېږى نو بيا د دې شکل د هګۍ په شان شى دا ډنډ 1.8 کلوميټره اوږد او 2.3 کلوميټره پلن دی او 130 فټه ژور دی دا معلومه نۀ ده چې دې ډنډ ته اوبۀ د کوم ځائی نه راځى او بيا دغه اوبۀ چرته غيبې شى د دې ځائی نه د ننګا پربت د څوکې يوه ډېره ښائسته ننداره کېدې شى خاص توګه باندې کله چې د نمر وړومبۍ څريکې يا پلوشې په څوکې پريوځى نو ډېره ښکلې ښکارى_
د ديوسائى مېدان د کال اووۀ مياشتې بند وى ځکه چې دلته دسمبر په اخرى ورځو کښې واؤرې ورېدل شروع شى او دا ټوله سيمه په واوره کښې پټه شى او بيا د مئ مياشتې کښې ازاده شى. په ديو سائى کښې ګڼ شمېر ځنګلى ځناور اوسېږى چې پکښې د هماليه غرڅنۍ هوسۍ، سرې لومبړې (Red Fox)، خړ شرمخان (Grey Wolves) لداخى غونډو ښکرو واله هوسۍ د واورې پړانګ (Snow Leopard) غرڅنى لوئې زيړ منږکان (Marmat) او مېلوګان_ دغه رنګ ډېر ګڼ ځنګلى بوټى وړې وړې اونې بې شمېره ګلونه چې د ديو سائى ښکلا ډېره زياته وى_
د ديوسائى لوئی اهميت دا دی چې دا د دنيا واحد ځائی دی چرته چې مېلوګان ډېر په لوئې تعداد کښې اوسېږى او نسل يې سېوا کېږى. په ژمى کښې مېلوګان په څمستو کښې پراتۀ وى او ګرمۍ کښې دوئى خوراک دپاره بهر راوځى.
په دېوسائى کښې پيرى هم موجود دى، ښاپيرى هم ديوان هم او مېلوګان هم ټول پکښې په ازادۍ ژوند کوى د دوى په وجه دې سيمې معنى ديو سائى ته هيڅ قسمه زيان او نقصان نشته خو ديوسائى ته د اشرف المخلوقات يعنې انسان د لاسه ډېرو ستونزو ته مخامخ ده يعنې ماحول ګنده کول ځائی په ځائی ګند ،خزلې غورځول او خاص توګه باندې هاغه خانه بدوش شپونکيان کوم چې د خپلو ګډو بيزو سره ديو سائى کښې کډې کوى نو د دوى ګډې بيزې دلته ډېر ناياب قسمه بوټى خورى او دوى د اور بلولو دپاره په ديو سائى کښې د لوئى عمر اونې ماتوى او بيا يې سوزوى چې دا لوئی زيان دی. د دغو انسانى عملياتو په وجه ديو سائى ښکلا په خرابېدو ده پکار دى چې د دغو قدرتى نعمتونو قدر اوکړې شى او دغه صفا ستهره اوساتلې شى. (پاڅون / مردان)