د مريدانو مريد
[08.Aug.2017 - 13:15]د مريدانو مريد
لیک: سيدافضل شاه ـ پاڅون / مردان
خدائی بخښلی قمرراهى يو دورند خوږ شخصيت وۀ د هر قسم بناوټ نه پاک وۀ. د خپل عصر يو روښانه او ځلېدونکی شاعر اديب او دانشور وۀ چې څۀ به يې په زړۀ وو هغه به يې په خلۀ وو. منافقت خو ډېره لرې خبره ده مصلحت هم ورته منافقت ښکارېدۀ. چې ما له به يې خپل کتاب راکوؤ نو دا به يې په هر کتاب ليکل ."د زړۀ په مينه" دا يو روايتى خبره نۀ وه د راهى صېب د طرفه دا ډېره غټه خبره وه. ډېر لوی اعزاز وۀ .کۀ "څيره "وه "ځلا" "کرښې" وې کۀ "مشال" وۀ خو ورسره دا تاکيد به يې ضرور کوؤ چې هسې به يې په تاخ کښې نۀ ږدې ښۀ په غور سره به يې مطالعه کوې او د خپلې رائې نه به مې هم خبر وې. چې ما ته پته اولګى چې تۀ زما د ليک باره کښې څۀ محسوسوې .خېر کۀ هر څنګه وى تۀ اوليکه زۀ نۀ خفه کېږم. دا زما دپاره د فخر او وياړ خبره ده چې د راهى صېب غوندې قداور شخصيت صحبت مو نصيب شو ی دی او د دوى د علم نه فېض ياب شوی يم. چې زما به په اخبار يا رساله کښې څۀ نظم يا نثر چاپ شو نو د خپلې خوښې اظهار به يې ضرور کوؤ زما په يوه يوه خبره به يې بحث کولو خامى او خوبى به ېې هم راته په ګوته کوله زما ليک کښې څۀ کمال نۀ وۀ دا د دوى حوصله افزائى ده چې په دې طريقه به يې زمونږ تربيت کولو.
مياشتنۍ "منظر" رساله چې د خدائی بخښلى افسر على خان افسر په ادارت کښې د پېښور نه چاپ کېده په اخرى کال مو د شاعرانو اديبانو سره د مرکو سلسله شروع کړې وه اول مرکه مې د اقبال بابو سره اوکړه نو بيا مې بابو ته وئيل چې باقى مرکو کښې به راسره تاسو ملګرتيا اوکړئ نو بابو به انکار څنګه کوؤ هغه خو د پښتو دپاره هر څۀ ته تيار وۀ. څو کسانو سره مې مرکې اوکړې بابو ته مې وې چې راهى صېب سره مرکه نۀ کوؤ نو وئيل يې چې ګرانه ده چې تيار شى. نو زۀ راهى صېب له لاړم چې مرکه درسره کوؤ نو راهى صېب وئيل چې اقبال هم ناجوړه دی او زۀ هم جوړ نۀ يم خو بيا په دې رضا شو چې سوالونه راته پرېږدئ که سمې يې اوخوړۀ ، خو وعده درسره نۀ کوم په بله ورځ مې د بابو او خپل سوالونه په کاغذ ليکلى پرېښودل نو په دوېمه ورځ يې فون اوکړو چې جوابونه مې ليکلې دى کۀ نور مو څۀ په زړۀ کښې وى هغه به بيا او ليکم په دې طريقه مرکه اوشوه.
د راهى صېب سره د مرکې نه پس رساله بنده شوه بيا چاپ نۀ شوه بابو ته به مې وې چې راهى صېب راله رساله بنده کړه. بيا څۀ موده پس د طلا شباب وږمې رساله کښې د هغه مرکه په جولائى 2003ء کښې چاپ شوه. راهى صېب به وئيل چې دا زما د ژوند وړومبنۍ مرکه ده د دې نه پس خو ترې بيا ډېرې مرکې وشوې.
راهى صېب کښې ډېرې خوبۍ وې عجيبه خبرې به يې کولې يو ځل يې وئيل چې زړۀ ته مې څوک څومره نزدې وى چې څومره مې ورسره زيات تعلق وى په مړى مې د هغوى مخ ته نۀ دى کتلى. د مور پلار، ښځې ،اياز داؤدزى صېب مخ ته مې په مړى نۀ دى کتلى ځکه چې زما په زړۀ او ذهن کښې د هغوى ژوندى عکسونه ګرځى . زه يې په مرګ مخ ته نۀ ګورم چې د مرګ تصور يې رانه هېروى او زۀ يې هېرول نۀ غواړم دوى د دې وېنا نه پس چې زۀ د هر مړى مخ ته ګورم نو د راهى صېب خبره راته يادېږى. کله چې زما ځوانى مرګ ورور په ځوانه ځوانۍ کښې زمونږه نه جدا شو د هغۀ جدائۍ مونږه ټول کور ډېر دړدېدلی يو په مرګ چې مې د هغۀ مخ ته کتل نو د راهى صېب خبره به مې مخې مخې ته کېده خو ما ورته ارادتاً بيا بيا کتل چې مې د مرګ تصوير په زړۀ او ذهن کښې نقش شى او رانه دا غم هېر کړى خو زۀ پکښې تر اوسه کامياب شوی نۀ يم. د مرګ خبره راغله يو ځل په رهګزر کښې ناست وو ،د کراچۍ يو شاعر ملګری هم راغلی وۀ نو هغۀ وئيل چې د فلانکى صېب په وفات په پښتو ادب کښې خلا پېدا شوه نو راهى صېب وئيل چې ما يې په مرګ دوه نظمونه ليکلى دى زما ښۀ ملګری وۀ ښۀ شاعر اديب وۀ په پښتو ادب کښې يې لوئی نوم دی خو دا خبره غلطه ده د چا په مرګ خلا نۀ پېدا کېږى د چا په تلو خلا نۀ پېدا کېږى. هر يو راځى او د خپلې حصې کار کوى او ځى او دا حقيقت هم دی ټول عمر له خو به يو سړی ژوندی نۀ وى. مرګ خو شته راهى صېب هم لا ړو خو د دوى کار او زيار به په پښتو ادب کښې تل تر تله يادېږى ځکه چې "قند" "کرښى" "څيره" "ځلا" او "مشال" د ورکېدو نۀ دى راهى صېب به تل ژوندی وى. د راهى صېب چې کتابونه لا نۀ وو چاپ شوى کلامونه به يې په رسالو او اخبارونو کښې چاپ کېدل زما والد محترم مهر شاه باچا چې په ادب پوهېږى او ادبى ذوق لرى يو ورځ يې ما ته وئيل چې دا قمر راهى ډېر ښۀ شاعر دی دا هغه خو نۀ دی چې په شوګر مل کښې يې ملازمت کوؤ. ما ورته وې چې هم هغه دی نو وئيل يې چې زما ورسره چرته نشست نۀ دی شوی، علېک سلېک خو شته خو د دۀ متعلق مې اوريدلى دى چې دې ډېر مغرور دی چا سره په سمه خلۀ خبرې نۀ کوى خو د دۀ دې ليکونو ته چې ګورم د دۀ په کلام کښې د مينې او اخلاص ظاهرى او باطنى ښکلا او رڼا محسوسوم نو داسې سړی مغرور، غلط او منافق نۀ شى کېدی. وئيل يې چې د دوى مشران ډېر ښۀ خلق وو زمونږه مشرانو له به هوتى ته راتلل دوى زمونږ مريدان وو او زما هم چې ورسره ملاقات نۀ وۀ شوی نو ما ته هم ځنى کسانو يې داسې تصوير پېش کړی وۀ چې ډېر مغرور دی، بدلحاظه دی او ډېرو يې صفتونه هم کول. ما به د ځان سره وې چې دا لا څنګه عجيبه شخصيت دی چې په يو وخت يې نيک خوا هم ډېر دى نو بدخوا يې هم شته چې د دوى کلامونه مې لوستل نو د دې مغرور او خود سره انسان سره مې عقيدت پېدا شو چې کله به ورسره ملاقات کوم نو يو ورځ مې يو ملګری ځان سره کړلو او په تپوس د دوى کور ته اورسيدو، خپل تعارف مې ورسره وکړو او د پلار خبره مې ورته هم وکړه چې ستاسو مشران به زمونږه ځائی ته راتلل نو راهى صېب خوشحاله شو وئيل چې ما ته ياد دى ما ستاسو مشران ټول پېژندل .راهى صېب نۀ مغرور وۀ ، نۀ خود سره وۀ ډېر همدرد، شفيق او مهربان وۀ. صاف ګو انسان وۀ د چا نه ويره ترهه يې په زړۀ کښې نۀ وه . د زړۀ خبره به يې په خلۀ وه ، زمونږه يې ډېر قد ر وکړو په وړومبنى ملاقات کښې ترې ډېر متاثره شوم د دوى مشران زمونږ مريدان وو خو د ملاقات نه پس زۀ د راهى صېب مريد شوم يعنې د خپلو مريدانو مريد شوم.