(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

الوتی نظر

[05.Jan.2022 - 11:31]

دَ اکبر سيال دؤو کتابونو ته الوتے نظر 

                    لیک: انور مانیروال

دَ نوموړي شاعر اکبر سيال دوه کتابونه دَ نظم (دَ جنګ لمبو ته چې طن وهي څوک) اؤ دَ نثر کتاب (پينځم مذهب تجزيه) پۀ جولائي ۲۰۱۹ء کښې دَ چاپ پۀ کالوښائېسته شوي دي۔ دواړه کتابونه لوستلو نه پس يوه زړۀ راښکونکې فضا مې پۀ ذهن راجوړه شوه۔ دَ دواړو کتابونو مواد يو بل سره يو نرے شان مګر دلچسپ تضاد لري۔ دغه کوم ډېر غټ تضاد نۀ دے۔ مګر بيا هم زما پام يې راؤګرځو۔ دغه تضاد پۀ معروفو معنو کښې دَ يو شاعر اؤ يو سياسي ورکر تضاد دے۔ سياسي ورکر کلي طور دَ ذهن اؤ فکر پۀ ګرفت کښې وي اؤ دَ شاعر دُنيا دَ فکر سره سره دَ احساساتو پۀ ستنو برګو ولاړه وي۔ دَ سياستدان ژوند ته اپروچ سائنسي وي اؤ دَ شاعر ژوند ته اپروچ پۀ احساس ولاړ وي۔ دغلته ستونزه زياته راپيدا شي۔ کله چې پۀ شخصيت کښې سياست اؤ ادب دواړه پۀ يو کچ غزونې کوي۔ دَ اکبر سيال شخصيت هم چې مونږ حيرونو پيل يې دَ يوې ترقۍ خوښې سياسي ډلې نه کړے اؤ بيا ورسره ورسره پۀ کښې ادب اؤ سياست سره غاړغټۍ راروان دي۔ زۀ دا هم نۀ وايم چې ګني شاعران دَ سياست نه ډډې ته ژوند کوي۔ نۀ، نور شاعران هم دَ سياست خپله يوه ډله پره اؤ مقام لري۔ خو باقاعدګۍ سره اجلاسونه، جلوسونه، جلسې وغېره نۀ کوي۔ خو سياسي فکر و نظر خامخا لري۔ اؤ دَ اکبر سيال پۀ رنګ نور ملګري هم داسې شته چې ايکټو سياست هم کوي۔ اؤ ادب هم۔ خو دغه دَ ګوتو پۀ شمېر دي اؤ راځو دَ اکبر سيال دَ دغه دواړو کتابونو جاج ته۔

      کتاب " پينځم مذهبکې يو باب "پۀ پښتو ادب کې دتهذيب او تمدن نه دبېزارۍ بېلګې او شهادتونه" ډېر دلچسپ دے.پۀ صفحه ۶۳  ليکي چې يو امر يکني ټولنپوه وي ګا ډن چلډي (۱۸۹۶ تا۱۹۵۷) کې دتهذيب وتمدن خصوصيات څۀ پۀ دې ډول بيان کړي دي.

۱ـ   پۀ لويه پېمانه ښاري او تعليمي مرکزونه جوړول ۲ـ دکارکونکېو مهمې پېشې او کارونه ـ ۳ ـ ټولو وګړو ته خوراک رسول.۴.یادګا ی عمارتونه او پېداواري صنعت جوړول. ۵. داطلاعاتو درېکارډ جوړولو او ساتلو منظم نظام جوړول.۶. دعملي ساينسي او سماجی علومو ترقي او پرمختګ ـ ۷ ـ دفنونو او هنرونو مرکزونه او عمارتونه جوړول.    ۸دقدرتي او خام وساېلو او دولت لټون او کاروونه ـ ۹.درياست حاکميت واضح سياسي جمهوري فلاحي او مذهبي نظريات ټاکل ـ 

     دپورتنو لسو خبرو پۀ رڼا کې اکبر سيال خپله خبره پۀ مخکې بوځي. او وايی ـ" دپښتنو ۹۸ سلنه ابادي بې سواده ده.پښتنو تل دنوي او ښکلي ژوند مزاحمت کړے دے.خو کوم خلق چې دعقل او شعور او سواد خاوندان دي هغوي هم بۀ دغه حواله د جهالت او پسماندګۍ ښکار دي.

  بېلګې

۱ ـ ماڼۍ څۀ له جوړوې اخر به کوچ کړې

دومره بس دے چې پۀ تا څڅېږي نه (احمدين طالب)

 

۲ ـ دډیلي تخت هېرووم چې راپۀ یاد شي

داد خپلې پښتونخوا دغرو سرونه(احمد شاه بابا)

 

۳ ـ سبق دمدرسې وئ دپاره دپېسې وئ جنت کې به يې ځاې نه وي پۀ دوزخ کې به ګڅې وئ. (اولسي غږ)

 

۴ ـ مينې لاهو کړې دتارکولو سړک

نۀ دې خوشبو شته نۀ دې پل ښکاري( اندېش صېب)

 

۵ ـ ستا لۀ غمه مې پۀ سر کې داسې شور دے

لکه جوړ مې پۀ سر شهر دلاهور دے(خوشال بابا)

 

۶ ـ ددنيا دمحلونو خښتې واړه

ما رحمان ته دسرونو منارې دی(رحمان بابا)

 

۷ ـ  دپيپلو پاڼې خوره پۀ غرۀ کې ووسه

نه چې پان دهندوستان خورې زما جنده( خوشال بابا)

 

۸ ـ دغنی بابا ديو نظم دا ټوټه رااخلي چې 

مالیدلي محلونه دلندن                جینکۍ مستې ازادې ګلبدن

ما ليدلي داتلي ښکلي ښارونه

سرۀ یې رنګ سرۀ يې شراب او سرۀ ګلونه

خو چې ووينم دا خپل دخټو کور

رانه هېر شی محلونه ښېسته نور

دانرۍ تنګې کوڅې زما دکلي

ورته څۀ دي ددنيا ښارونه ښکلي

پۀ والله چې دجنته به شم ستون

چې کنځل پۀ کې وانۀ ورم دپښتون

                      ****

   ملګرے سیال مخکې پۀ دغه پورتنېو شعرونو داسې تبصره کوي چې " دخاورو خټو پۀ کورونو پۀ نرو تنګو لارو چې دجنازې کټ پکې پۀ ګرانه ووړلے شي پۀ خاورو او دوړو خړ پړ او ککړ مخونو اوسپکو سپورو او کنځلو ويلو باندې فخر او وياړ معنا داده چې غني خان د سټېتس کېو قاېل وو. دسیال صېب ددغه مضمون معنا او مفهوم دا راووځي چې پښتانۀ دنورو قامونو نه وروستو پاتې دي نو د نورو لاملونو سره يې يو لامل دا هم دے چې پښتانۀ لیکوالان او شاعران پۀ ځايې د ودرېدو قايل دی.دترقۍ او پرمختګ خلاف دي.دساينس او ټېکنالوجي پۀ ضد دي.خوبل پله چې فکر کووم نو حېران پاتې شم چې کله يو سياسي ورکر سيال تجزيه کوی نودغه پورتني خیالات لري خو پۀ دغه وخت کې بل اړخ ته چې کله شاعر سيال پۀ خپل شاعرانه الهام اولس له پېغام ورکوي نو هغه هم ددغه پورتنو شاعرانو پۀ رنګ کې رنګ پېغام لري.دشاعرۍ پۀ دغه کتاب "دجنګ لمبو ته چې لمن وهي څوک" کې دغه بېلګې تاسو وګورئ.ياده دې وي چې دغه دواړه کتابونه پۀ یو کال کې پۀ يو ځاې چاپ شوی دي

۱. راله دې پرې کړل دمېلو ټالونه

اوس رانه مۀ سېزه ګودر مۀ کوه

 

۲. دلور درېبلو                                   دڅټک دوهلو                                         او د ژرندې دپلونو                                چې کوم شور راپېدا کېږی                       دا پۀ اصل کې شور نۀ دے                      دا نغمه ده.   صفحه ۳۹

 

۳. دژوندد شوره لرې پۀ يو دنګ غرۀ کې به کېنو

راځه چې چرته يوبل ته دزړۀ خبرې وکړو

 

۴. دژوند دشر او شور نه چې زړۀ ستړي کور ته راشو

پۀ خپل شلېدلي کټ کې شو اودۀ خبرې وکړو

 

۵. پښتونخوا پۀ ټول جهان کې

د  ګلـــــونـــــو اســـتـــانـــــه ده

 

۶. ښار مې سم پۀ سر کې غږېدو ارڼ

کلي تــــــه دژرنــــدې شــور له راغلمه

 

۷. دښار پۀ خاموشۍ کې دپېريانو شورماشور دے

انسان لکه دبت پکې مسکے مسکے ولاړ دے

 

۸. دعذاب ډکې ښاريې دغسې ورانه ښه یې

ستا پۀ پرېوتي دېوالونو کې ساه نۀ غواړمه

 

۹. پښتون ځلمي له پښتنو جونو له

يو له ګودر بل له حجره غواړمه

                

                ** ** انورمانېروال  *****

- انور مانیروال
بېرته شاته