ځمکښویدنه
[14.Jan.2022 - 08:49]لیک: څيړندوی انجنير ستانه مير زهير/ دافغانستان دعلومو اکاډمۍ پخوانی غړی
---------
ځمکه ښويدنه څه شی دی او لاملونه يې څه دي ؟
د ځمکې پيژندنې د علم له مخې ځمکه ښويدنه هغه عمليه يا پروسه ده چې د هسک نه د ټيټ په لور د ځمکې د جا ذبې قوې د کشش په وسيله منځ ته راځي .
يعنې د غرونو د هسکو برخو نه د خاورو او تيږو لويې لويې تختې په کتلوي بڼه دغرونو لمنو ته راښويږي ، که چيرې د غرونو په لمنو کې کلي او کورونونه اباد وي نو طبعي خبره ده چې په دغسې سيمو کې به ځاني او انساني تلفات هم ورسره مله وي . دغه ډول ښويدنې عموما په هغه غرونو کې زياتې وي چې د نشيبونو ميلان يې د٢ - ٣ درجو نه زيات وي .
يو بل ډول يې عمودي ښويدنه يا سملاسي سقوط دی ، کله چې د ځمکې لاندې اوبه د يوې سيمې نه تيريريږي ، نو که په هغه سيمه کې داسې رسوبات لکه مالګه چونه يا اهکونه او يا هم نوره ميده خاوره وي ، نو هغه د ځمکې په لاندې اوبو کې په اسانۍ حل کيږي ، همدا اوبه بيا دغه خاوره يا حل شوي رسوبات د چينو او يا هم کاريزونو او کوهيانو له لارې ځان سره د ځمکې مخ ته وړي ، او په نتيجه کې ورورو هلته يوه خاليګاه يا تشه را منځ ته کيږي ، د زمانې په تيريدو او د پورتنی فشار او د ځمکې کشش په نتيجه کې پورتنی پوړ سملاسي سقوط کوي چې ورسره سم په شاوخوا غرونوکې هم د پاسه نه د ښکته په لورد خاورو او ګټو ښويدنې ملې وي
دا ښويدنې عموما د پسرلي د بارانونو او د وارو د ويلي کيدو د موسم په وخت کې زياتې وي ، ځکه همدا باراني اوبه د بيلابيلو درزونو له لارې دغرونو دننه برخو ته ځي هلته پستې خاورې مرطوبه وي او د پاسنيو درنو تيږو د کتلوي ښويدنې د پاره لاره هواروي .
په افغانستان کې د ځمکې د جاذبې له مخې ښويدنې عموما د هندوکش په سيمه او د هيواد شمال ختيځ او مرکزي برخو کې زياتې وي .
په ١٩١١م کال کې په پامير کې هم همدغسې يوه ښويدنه منځ ته راغلې وه ، چې څه ناڅه اته مليارده ټنه خاورې او تيږي له پاسه لاندې راوښويدې او د مرغاب د سيند په وړاندې يې د ٦٠٠ مترو په ارتفاع ديوال جوړ کړ.
په هندوکش کې د ښويدنې يو بل لوي لامل زلزله ده . بدخشا ن په ټول افغانستان کې هغه سيمه ده چې هلته تر ټولو زياتې زلزلې کيږي ، د هرې زلزلې په نتيجه کې دا امکان شته چې د کلکو تيږو لويې لويې کتلې يو له بله بيلې کړي او د وخت په تيريدو کيدای شي همدا کتلې له پاسه ښکته را ښويه شي .
لنډه دا چې د ځمکې په ښوويدنې کې زلزلې ، د ځمکې د جاذبې قوه ، د ځمکې لاندې اوبه اود ځمکې سطحي يعنې د بارانونو او سيلابونو اوبه لوي رول لري ، همدا رانګه انساني فعا ليتونه لکه د کانونو د راسپړنې له پاره دصفونو کيندل ، د ساختماني موادو را سپړنه او داسې نور
د ځمکې د راښويدنو د پاره تر اوسه وړاندويه ناشونې ده ولې د مسلکي کسانو له خوا دومداره څيړنې کولی شي د ځمکې په ښويدنو په مخ نيوي او د انساني تلفاتو په کموالي کې يې مرسته وکړی .
مثلا د ماهيپر د غره په لمنو کې هره ورځ په هره دقيقه کې موټر ځي راځي ، که مسولين وخت نا وخت ورشي هغه لويې لويې ګټې چې ورلاندې استنادي نقطې يې کمزورې شوي وي ، پيدا اکړي او هغه بيرته تقويه کړي نو کيدای چې د ښوويدنې مخه يې ونيول شي
همدا رنګه څو کاله د مخه د کابل دهمزنګ په غره کې هم ځمکې ښويدنې پيښې رامنځ ته شوې وی ، چې خلک يې د زياتو ستونزو سره مخ کړي و ، همدا رنګه څو کاله دمخه د درونټې په سيمه کې د غره نه ډيره لويه کتله رابيله او د څو ورځو د پاره يې دکابل - جلال اباد لويه لاره بنده کړې وه .
زما وړانديز دادی چې دحکومت د بيړنيو مرستو کميټه بايد د دې ډول پيښو د تلفاتو د مخنيوي د پاره، په خپل تشکيل کې ، مسلکي انجينرانو ته ځای ورکړي څو هغوي په کال کې څو ځلې پرله پسې دغسې خطري سيمو ته لاړ شي ، هلته څيړنې وکړي او د سترو انساني تلفاتو مخنيوي په خاطر کمزورې نقطې پيدا او له منځه يوسي.