(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د وخت واعظان

[23.Feb.2022 - 21:34]

د وخت واعظان !

لیک: مولانا خانزیب

وھـــل أفسد الدین إلا المــلوک  وأحـبـار سـوء ورھبــانھا 

 

مفسر قرطبي د سورت توبه په تفسير  کښې او علامه ابن قیم په ، الجواب الکافي ، کښې د ستر محدث عبدالله ابن مبارک  دا وېنا نقل کوي ! چې  دين درې خلکو همېش برباد کړې ،باچاهانو ، ناکاره مولانو او پيرانو !

 

مولانا اشرف علي تهانوي پخپل کتاب ،اصلاح انقلاب امت ، کښې ليکي چې کله هم کمې سيمې ته ېو نوې واعظ راشي نو د سيمې د معتبر عالم نه دهغه په اړه تصديق اوکړې که هغه تصديق اوکړو نو وعظ ئې واورئ کنه وه مه ئې اورئ ځکه چې ځنې واعظان ډېر جاهلان وي ځنې بدمذهبه وي ځنې د وعظ په جامه کښې خپل څه ځانګړې مقصد لري ځنې واعظان ډېر چالاک وي اول د خلکو د ذهن مطابق خبرې اوکړي خو بېا د خپل مسلک تبليغ او دعوت.

 

واعظان خلک زیاتره بې علمه خلک وي تش وېنا هنرمندي ايزده وي خوله ور واعظ ېو ډېر ښه هنرمند وي پخپلو خبرو کښې هر ډول اوچ او لامده راغونډ کړي د تقرير په وخت د ژړا  قار  د غږ د زېر وبم خپل پوخ هنر ئې ايزده وي پدې ډول عام بې علمه خلک غولوي ددې واعظانو بې سنده خبرې همېش د اسلام د بدنامې لامل ګرځېدلي دا مصلحين نه بلکې کاروباريان وي د خدائې د رضا لپاره هسې نه ځي .

اسلام خپل اصول نصوص او مستند  مآخذ او رواېات لري د هرچا وېنا اسلام چرې هم نه دې بلکې دغه وېنا د اسلام په اصولو قرآن او سنت تلل پکار وي زمونږ  استاذ شهید مولانا حسن جان به وائل د ېو صحيح مستند حديث د صحت لپاره محدثينو پنځوس شرائط ايښي دي  .

 

 د دين په نوم وعظ ډېر د احتياط کار وي ځکه چې پدغه ځائې ولاړ ناست سړي  د خدائې د پېغمبر ص د ځائې سره نسبت وي عام خلک د ممبر نه د دين په نامه د نشر شوې خبرې تصديق نه کوي بلکې عېن دين ئې ګنړي خو د بده مرغه پدغه ځائې ناست ځنې خلک ددغه سپېڅلتيا احساس د خپلې کم علمې له کبله نه کوي .

علمي سکالر که مذهبي وي که غېر مذهبي خو خبره همېش ډېر په احتياط او دليل سره وزنداره کوي خو کار هله وران شي چې د ټولنې د شعور کچه ټيټه وي او د هرچا تول نشي کولې .

 

په سماجي رسنۍ کښې چې څومره اورېدونکي د جاهلانو خلکو دي د پوهه خلکو د وړو د مالږې په نسبت هم نه دي 

د ېو خبرې د تصديق لپاره تشه حواله نه وي پوره بلکې د حوالې سره د ېو خبرې د ، دراېت او رواېت ، په اصولو تلل ارزښتناک وي که په تشه حواله خبره معتبره شي نو د قرآن په ډېرو تفاسيرو او د فقهې په ډېرو کتابونو کښې د هرې خبرې لپاره حواله ميلاوېږي ځکه چې دغه انساني آراء دي بېا په تفاسيرو کښې زياتې حوالې د بني اسرائيلو د دروغو رواېاتو نه هم اغيستل شوي هر ډول اوچ لامده ئې روړي وي چې له کبله د کم علمې سره مخ سړې ډېر د تشويش هم ښکار کوي .

امام مسلم به وائل لولا الاسناد لقال من شاء ما شاء ،ژباړهکه د سند علم نه وې نو چې چا څه وائلې هغه به ئې وائلې .

مولنا اشرف علي تهانوي پخپل کتاب ،اشرف الجواب ، کښې ليکي چې دين د عقل سليم خلاف چرې هم نه وي خو زمونږ په فکر کښې ستونزې وي .

قديم عربي اديب عثمان جاحظ وائي چې د اسلام نه وړاندې د عربو د جاهليت په وخت کښې به کوڅه په کوڅه بې علمه واعظان وو په وعظ کښې به ئې ګرېوانونه شلول لاسونه به ئې کولاوول خولې به ئې ډېرې وازولې.

 

محدثين د واعظانو د دروغو لامل خپل مذهبي سياسي مسلک ځان مشهور کول او ځانته ډېر خلک راغونډول هم ښائي .

حافظ سیوطي، د علامہ ابن جوزی  کتاب الموضوعات، په حواله ليکي

احدہماالقصاص ومعظم البلاء منہم یجری لانھم یریدون احادیث تنفق وترقق والصحاح یقل فیہ ہذا ثم ان الحفظ یشق علیہم ویتفق عدم الدین وھم یحضرھم جھال۔

ژباړه :

د دروغو احاديثو جوړولو لوئي لامل د واعظانو ډله وي لوئي غم دا خلک جوړوي دوئې داسې د دروغو احاديث جوړوي چې په خلکو کښې خورېږي د خلکو زړونه پې نرموي دا واعظان بې دينه وي د دوئې په غونډو کښې زياتره جاهلان ناست وي .

 

شېخ القرآن محمد طاهر  رح به وائل ځنې تفاسير ،تپاسير ، دي په ځنې ځائې کښې تپل کړي ځکه دا د اوس وخت د مسلمانانو لپاره ېو ننګونه ده چې په جديد سائنسي دور کښې د کوټه خبرو نه ډک  ستر قراني تفاسير اوليکل شي د بدلې نړۍ د پېښ چاپېريال په رڼا کښې د اجتهاد د لارې د ځنې خبرو سپيناوې هم اوکړې شي.

نن سبا د سماجي رسنۍ دور دې هره خبره ډېره زر جج کېږي دروغ پوته هوائي ډوزه خبره زر سپینږیري خو د بده مرغه په ممبر رسول ص ناست ځنې خلک د کم علمې له کبله ددې وخت د باريکتيا  کم احساس نه لري د دين د خذمت په ځائې په دين پسې د خندا لامل شي .

 

ددې بې علمه واعظانو وجود د اوس وخت نه نه دې بلکې مؤرخين وائي چې د دروغو د رواېاتو آغاز هله اوشو چې د عثمان غني رض د وژنې نه پس چې په مسلمانانو کښې خپل مېنځي فتنه جوړه شوه  دغه رواېات بېا د ړومبې ھ پېړۍ په آخر کښې د مسلمانانو په مېنځ کښې د دروغو موضوعی رواېاتو سره ښه خواره شو  واعظانو به د ځان نه هره خبره د خدائې پېغمبر ص ته نسبت کوله او خلک به ئې ګمراه کول.

د وخت علماو ددې دروغ ګوئي د فتنې احساس اوکړو او د خدائې پېغمبر د احاديثو په اړه د دروغو رشتياو سپينولو لپاره د  دؤېمې پېړۍ ھ په آخر کښې د ، علم اسماء الرجال ، بنسټ کېښودل شو تر څلورمې پېړۍ پورې ستر کتابونه اوليکل شو  ، علل حدیث، جرح وتعدیل، او ،نقد رجال ، لپاره اصول اوټاکل شو څه د پينځه لاکهه راويانو د ژوند ټول کره کتنه راغونډه کړې شوه او پدې شان د واعظانو د دروغ ګوئي مخه اونيول شوه خو دده دومره کار سره بيا هم دغه کار لا ختم نه دې او اوس پدې سائنسي زمانه کښې هم واعظان ښه په نره په جار په باور سره دروغ بیانوي .

هغه زمانه د خدائې د پېغمبر ژوند ته ډېره لنډه وه په هغه وخت کښې به واعظانو څنګ دروغ وائل

اللآلی المصنوعہ فی الاحادیث الموضوعہ د علامہ جلال الدین سیوطي د علامه ابن جوزي د کتاب ،الموضوعات ، تلخيص دې .

علامه سیوطي پدې کتاب کښې په تفصيل سره پدې بحث کړې چې قيسه ګو مولانو بې علمه واعظانو څنګه د ځان نه د دروغو احاديث جوړ کړي او د خپلو مجلسونو د ګرمولو د خلکو د راماتولو او د ځان د شهرت لپاره ئې په رسول الله ص پسې هم دروغ ورتړلي .

د ېو واعظ د دروغو قيسه ليکي وائي امام احمد ابن حنبل او د وخت ستر محدث يحي ابن معين چې د علم الحديث امام ګنړل شي  وائي چې ېو ورځ دمونږ ،  رصاصه ، ېو جومات ته مانځه له لاړو ګورو چې ېو واعظ تقرير کوي ډېره لوېه مجمه ورته راغونډه ده ېو حديث ئې بېان کړو چې دا حديث احمد ابن حنبل او يحي ابن معين د  عبد الرازق  نه رواېت کړې  هغه د معمرنه هغه د قتاده نه او هغه د رسول الله ص نه چې څوک ېو ځل د لا اله کلمه اووائي نو خدائې پاک په جنت کښې ېو مرغې پېدا کي چي مښوکه ئې د سرو زرو او وزر ئې د مرجان وي ددې مرغې په صفت کښې څه شل پانړې په غېږ كښې د نيولي کتاب نه واړولې    .

 چې حديث ئې ختم کړو نو ما د امام احمد ابن حنبل نه پوښتنه اوکړه چې دا حديث تا رواېت کړې هغه قسم اوکړو وائل توبه اوباسهنه دا به تا رواېت کړې ما وائل چې ما خو په ړومبي ځل واورېدو   چې کله واعظ خبره ختمه کړه خلک خواره شو نو  خواته ورغلو پوښتنه مې تې اوکړه چې صاحبهاحمد ابن حنبل دا دې او يحي ابن معين زه  ېم مونږ خو دا حديث په ژوند کښې نه دې رواېت کړېواعظ په خندا شو وائل  ما اورېدلي وو چې تاسو لوئي امامان ئې  خو دا مې نه وو اورېدلي چې لوئي کم عقل هم ئې  ! ما د اوولس احمد ابن حنبل او يحيي ابن معين کسانو نه رواېات کړې په عراق کښې خو تش تاسو دوانړه احمد او يحيي نه ئې امام احمد ابن حنبل وائي ما په څادر مخ پټ کړو او غلې د جومات نه اووتم چې خلک مو پره نه کي  .

 

ستر محدث امام شعبي په حواله په ،مقدمه د موضوعات کبير ،کښې ېوه پېښه ذکر ده امام شعبي هم د علم الحديث ستر امام دې  وائي ېو ورځ په ېو جومات کښې ېو واعظ تقرير کولو وائل قيامت چې راځي نو خدائې دوه شپېلۍ جوړې کړي ېو د مرګ او بله د ژوندي کولو لپاره ما زرزر مونځ ختم کړو ما وائل صاحبه ! شپېلۍ خو قرآن ېو ذکر کړې خو غږېږي به دوه ځل ددې خبرې سره سرې پقار شو وائل فاسقه فاجره ! ته ماته دين ښائې ؟ خلکو ته ئې غږ کړو چې دا سړې ګمراه دې درنه خلاص نشي خلکو رايسار کړم او چې کله مې دا چغه اوکړه چې خدائې شپېلې هم دوه پېدا کړي نو بېا ئې پرېښودم .

د خطيب بغدادي په اړه په ،الموضوعات ، کښې راځي وائي په اهواز کښې په ېو جومات کښې واعظ پخپل تقرير کښې اووئل چې کله د حضرت علي او بي بي فاطمه نکاح اوشوه نو په جنت کښې د ،طوبی ،بوټې خدائې پېدا کو زه ورپاڅېدم چې امام صېب د خدائې پېغمبر پسې دروغ مه تړه ماته ئې اووئل چپ شه جاهله ! پدې خبرو خلک خوشالېږي .

امام ابن قتېبه الدينوري  276 ھ پخپل کتاب ،تاويل مختلف الحديث ،کښې ليکي چې جاهله واعظان کله د جنت ذکر کوي نو د ځان نه به وائي چې په جنت کښې د مشک وزغفران حورې دي د خپلو خاص خلکو لپاره خدائې پاک دا جوړې کړي بېا به پخپله هره خبره کښې د هرڅه سره د اويا زره شمېره ېادوي چې د اورېدونکو ګمان راشي چې د اوېا زړه نه اخوا دېخوا بل څه خدائې نه دي پېدا کړي ابن قتېبه ليکي چې څومره دا واعظان د دين او حديث په نامه د ځان نه دروغ وائي هغومره ورته خلک ډېر راغونډېږي او هغومره دروغ ډېروي .

 

مولانا خانزېب.

- مولانا خانزیب
بېرته شاته