لنډه کیسه او ادبي ټوټه
[23.Feb.2022 - 21:40]سید عبیدالله نادر
لنډه کېسه
د سعدی علیه الرحمه د حکایا تو څځه
ژباړڼ : سید عبیدالله نادر
یو تن د بادشاهانو څځه په یو مرض اخته شو . چی د هغی ذکر یي هم نشو کولای .یوه ډله د یونان طبیبان په دي متفق شول . چي ددي مرض هیڅ دوا نشته . مګر د انسان زهره ، نو پادشاه امر وکړ ، د یو بزګر ځوی یي پیدا کړ . په کومو صفتونو چي حکیمانو او طبیبانو وییلی وو. د هغه مور او پلار یي په ډیرو بخشیشونو ، او پیسو ونازول ، او قاضی هم فتوی ورکړه ،د یو تن وینه تو یول د پادشاه د سلامت د پاره روا ده ، جلاد هم دده د مر ګ تکل و کړ . هلک مخ و آسمان ته پورته کړ مسکی شو . پادشاه پښتنه وکړه ، چی په دي حا لت کې څه ځای د خندیدلو دی ؟ هلک ورته ووییل د ځامنو ناز پر پلار او مور وي ،او دعوی قاضی ته وړل کیږي ، او د پادشاه څخه داد غوشتل کیږي . اوس پلار او مور می ددنیا د طمعی په خاطر ، زما وینه یي خرڅه کړه ، او قاضی هم د وژلو فتوی ورکړه ، او سلطان هم خپل سلامت زما په وژلو کې ګوری . نو به غیر د خدای څځه هیڅ پناه نه وينم . پادشاه د دي خبری د اوریدو سره سخت د عبرت ټکان وخوړ ،او د رحمت دیګ یي په جوش راغی . او په سترګو کې یي اوښکی راوغړیدی . او وي ویيل چي زما هلاک بهتره ده چی د یو بی ګناه وینه تو یه شي . نو خپل غیږ ته یی رانژدی کړ او په سر او سترګو یي ښکل کړ . او ډیر بی اندازه نعمت او مال یي ورته و بخښه . او داسي ویيل کیږي ، چی پادشاه په هماغه هفته کې ، روغ رمټ ، او صحتمند شو .
...............
سید عبیدالله نادر
دا لیکنه چی د ادبی ټوټی یا پارچی بڼه لری .په ټیلفونی مرکې می دیو دردمن دوست د وینا څخه ددي پارچی الهام واخیست ،چی ددی ډیر افسوس یي وکړ . چی زمونږ خلک د ډیر بی ارزی او بی قدری نه خپل و طن پریږدي . او زما خپل دا شعر دی : بی ارزۍ نه دا ماحول راته سور اور شو ـــــ لکه پروت چی په مجمر د سور انګار یم . په دي پارچی کې که څه هم زه خپل ځان ښیم .خو ټول مهاجر او مسافر ځان په کې لیدلای شي. ددي ادبی ټو ټی لاندی می یو شعر هم پدي اړه لیکلی دی.هیله ده چی دادب د مینه والو خوښ شي .
ته چی لاړې
ته چی لاړې بیا زه په هغه کوڅه تیر نه شوم ،ځکه د کو څي په لید لو به ،ستا یادونه په زړه شول،او ستا یادونه به می سترګو ته ودرید ل . ستا یادونو به زما د هجر وهلي زړه پر هارونه تازه کول .د کوڅی او هغه کور د لید لو سره چی ته به کې اوسیدی زما په سترګو کې به اوښکي راوغړیدی . او ستا ښکلي خاطرې به زړه ته و دریدی او زما د اوښکو باران ته به یي نور هم زور ورکاوه . خو ته لکه عنقا ، د کوه قاف د غرونو شاته پناه شوی .او ډیر لیری ملکو ته ولارې . او ستا ارمان اوس مونږ ته په زړه شو.زمونږ د مجلس خوږوالی او تود والی به تا وو. او ستا هغه بی آزاره،بی خاره ټوکي،چی د حساد ت د غشي د وارولو نه لیری وو. د هغی یادول ما نور آزاروي اوس هغه کوڅه هغه خوبایي نه لری چی ته به په کې اوسید لی د هغی کوڅي زینت هم په تا وو . اوس زه ډیر په نا امیدی سترګي غړوم چي ګوندی یو صاحبدل لکه تا غوندی پیدا کړم . او خپل دردونه ورسره شریک کړم .خو افسو س چی دا هغه آرزو ده چی دلته نه تر سره کیږي.
.........