(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خلیل جبران

[24.Feb.2022 - 19:26]

 

خلیل جبران 

لیک: سمیع الدین ارمان

خلیل جبران هم د مینې مجسم ابهام وو 

د بېروت په مینه ئې بوسټن کښې سترګې نم وې 

په لبنان کښې چې قیامت وو نو دې وائی چې زما به تسلي خلقو په دې کړه

چې دا خو هیڅ نۀ دي زکوات دے د نړۍ د ماتم 

ټیک ده 

خو دا قیامت د بربادۍ هغه ګناه ده چې ماران زېږوي 

یوه داسې سانحه ده چې منظر او ساندې نۀ زېږوي 

نړۍ د دوي په ژبه او حرکاتو محسوساتو باندې نۀ پوهیږي 

او زۀ په دې سانحې سوګ لمانځمه 

 

زما د مور نه د بل پلار راوړي ځوي زۀ نازوَلمه خو 

ما د بشری د ښار سلمی هم هېره نۀ کړه 

ما ميری هاسکل هم د خپل کتاب په انتساب کښې امر کړه 

ما د پېرس لارې کوڅې د دې په سترګو باندې ولیدلې 

د فرانس قامي جوړښت کښې په دې ورسېدم

چې دا د ټول په ټول قامونو نه ځانګړے قام دے 

د دې ځواني د ختمېدو هډو نامه نۀ اخلي 

 

یونانیانو خپل قامیت د مسیح نه زر کلونه وړاندې زېږولے 

نیمزر کلونه پس ئې ځلولے

او نور نیم زر کلونه پس ئې ابدي اودۀ کړے 

عربیانو د اسلام نه درې پېړۍ مخکښې 

دا نعمت وو څۀ موندلے 

خو وجود ئې لا فردي وو 

د اسلام سره راجیګ لکه د دېو شو او په ټوله نړۍ خور شو 

د تاج و تخت یوه پایه ئې هدوستان بله اندلس وه 

چې مغل پرې خدائ راپېخ کړل 

دوي د خپلې بېدارئ نه وو وېزاره 

نو اودۀ شول 

خو د دوي خوب هم څۀ بېدار دے 

دوي به بیا سم راویخیږي او ودریګي 

لکه څنګه په تحریک د المانیانو 

رومنیان وو راویخ شوي

 

وینه نسل او حسب نسب هم څومره زورور دي 

افاقیت ئې د خلیل هم دړې وړې 

په شعور کښې زلمے کړے 

هغه څوک چې هر انسان د هر یو قام  

د ټولنیز جوړښت سپېځلې میراث بولي 

او شناختون ته د ټولنو، ابدي مقام وربخښي 

دلته پړمخ راګزار شي 

خپله ټوله فلسفه پخپله رد کړي 

هغه ورستو دغه رد عصَبیت چې کله وژني 

نو د قامونو معنوي ژوند کښې دوام زېږوي 

ځان له پناه ګوری 

 

ما د فرانسیسي مشیلین په مینه هم ایقان لرلو 

زۀ هم میئن ووم په دې 

دا د اظهار پړاو نه هم راواوړېده 

بیا د نکاح خطبه ئې هم راوړله 

په ما پسې ئې څو ښارونه پښو نه اوویستل خو 

زما رضا چرته کښې ورکه وه نو 

دې د احساس د راکولو لار کښې 

ځان د مودو مودو کوهي کښې ډوب کړو 

زما رضا له دې نه پس هم راپېدا نۀ شوله 

 

په ماتي پسې ماتي راپسې وو 

اذیت لکه د بټ نېنه اغستې ووم په مخه 

قدرت هم راسره سر په انتقام وو 

زما فن زما هنر ته د انسان لېدۀ هم نۀ وو پېرزو 

بیا هم کۀ زما په الوتلو کښې پکار شو 

هغه "مات څانګونه

زما د مور د حسرتونو د اظهار یو زهرژنه پېغور 

 

عرفان نفس په ما کښې نۀ وو 

خو زما د تخلیق کړي کردار سلیم

آفندي په رګ رګ کښې ځلېدلو او بیا هر ادنی ادنی ته رسېدلو 

د نوح نه تر سقراطه 

بوکاشیو نه تر شدیاقه 

ورپکښې د تاریخ ټول تاریخیت وو نچوړ شوے 

 

ما مے زاده هم د مینې په عالم کښې وه ساتلې 

زۀ د مصر د ښائست نه هم خبر ووم 

خو د مصر د دعوت په وخت 

زما رضا زما نه بیا وه ورکه شوې 

د مے زادې او زما مینه 

د نظر

د سماع 

د اختیار 

د اضطرار 

نه ماوراء وه 

مونږه یو بل یو نظر لیدلي او یو حرف هم اورېدلي نۀ وو 

زما شعرونه د مے زادې په لبانو باندې راغلل 

دا زما په نوم شوه یاده او برباده 

خو د خط او کتابت نه په ور اخوا 

هېڅ قدم د ارادې هم 

یو حرکت قدرې و نۀ کړو 

زما رضا زما نه اوس هم وه ؤرکه 

 

ما چې د ژوند سکون ارام له غوښته 

ما چې د کوم غربت نه تېښتې له پناه ګڼله 

ما چې د ذات په سمندر کښې د عظمت او بغاوت لپاره 

کوم ځائې "اِګورا" منو 

ما چې د رحم او د مینې د توپیر لپاره 

د همدردۍ د کرب ماتولو لره 

کومه خانقاه ځان له جنت ګڼلو 

هغه ځګې ما ته په مرګ ملاو شو 

دا د سلمی د پېلني دیدن هغه غونډۍ وه 

زما جوؤښت له ترې چې خاوره قرض شوې وه نو 

اخر ورورسېدم 

اخر ورورسېدم 

 

سمیع الدین ارمان 

پنځلسم اګست دوه زره شلم 

اریانه پېښور

- ارمان
بېرته شاته