(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنصوحاو مې دې

[24.Feb.2022 - 19:31]

{ د نصوحا مې دې توبہ وي }

{لیک: بختورشاه}

ملګرو د مشرانو د خلې به مو اورېدلي وي چې د نصوحا مې دې توبہ وي.(د صدق توبه)

راځٸ چې د نصوحا دا څه کیسہ ده؟

ملګرو د تاریخ په کتابونو کې ؛؛ نصوح ؛؛ د بني اسراېیلو یو عابد سړی یاد شوی دی چې د شکل و شباهت نه نرښځۍ ښکاریده ، بغیر ویښتانو مخ ، نری آواز او نازک آندامونہ.

 

نصوح د خپل شکل و شباهت نه فایده واخسته او د ښځو په حمام کې به يې ښځو لہ چاپیانی کولې ، څوک هم د ده په حقیقت پوه نه وو ، نصوح به يې جینۍ ګڼلہ۔

دا روزګار د ده دپاره د معاش ذریعہ هم وه او د جینکو د بدن نه به يې خوندونه هم آخستل ، څو ځلہ د ضمیر د ملامتیا کولو لہ آملہ يې د دې کار نه توبہ هم وکړه ، خو همیشه به يې توبه ماتولہ.

 

یوه ورځ شهزادګۍ حمام ته لاړه ، د حمام او چاپۍ کولو نه وروستو پته ولګېده چې د شهزادګۍ قیمتي هار ورک دی ، شهزادګۍ حکم ورکړه چې د ټولو دې تالاشي واخستہ شي ، تالاشي واخستی شوه خو هار مېلاؤ نه شو ، نصوح د رسوايۍ لہ آملہ پټ شوی ؤ ، چې ورتہ معلومہ شوه چې خادمانی ما لټوي نو په رښتوني زړه (سچے دل) سره خدای ته په زارۍ شو چې یاآلله دا ځل مې عزت وساتہ زما وعده ده د بیا دپاره به زه دا کار نه کوم زما توبہ ده۔

د دعأ په غوښتو سره د بهر نه آواز وشو چې د نصوح لټول پریږدﺉ هار وموندی شو۔

 

نصوح په مړاؤ سترګو د شهزادګۍ نه رخصت واخست او کور ته راغی ، نصوح د قدرت کرشمہ لیدلې وه او د ہمیشہ ہمیشہ دپاره يې د دې کار نه توبہ کړی وه۔

 

د څو ورځو راهسی حمام ته د نه تلو لہ آملہ پسې شہزادګۍ آستاذی واستولو! چې راشه او زما چاپي وکړه خو نصوح بهانہ وکړه چې زما په لاس درد دی او زه چاپي نه شم کولی۔

 

نصوح چې وکتل چې په دې ښار کې اوس زما اوسیدل مناسب نه دي ، ځکہ چې ټولې جینکۍ ما او زما د لاسو چاپي خوښوي۔

 

نصوح چې څومره مال په دې کار کې ګټلی ؤ هغه يې ټول په غریبانو تقسیم کړو  ، او د ښار نه اووت لرې چېرته غر کې دیره شو ، یوه ورځ د یوه میخه ولیده ، ده فکر وکړه چې د چا به وي چې تر کومې يې مالک نه دی راغلی تر هغې به يې زه ساتم.

یوه ورځ د تاجرانو مسافرو یو کاروان لار خطأ کړی وه چې د نصوح د جونګړې په لار راغلل ، چې د تندې نه يې ډېر بد حال ؤ ، د نصوح نه يې اوبه وغوښتی ، نصوح په ټولو د میخې پۍ (شوده) وڅکول ، او  ښار ته اسانہ او لنډه لار يې ورته وښودله ، مسافر د نصوح د ښو اخلاقو نه ډېر متاثره شول او ده ته يې څه پیسی ډالۍ کړې.

نصوح په دغه پیسو یو کوهی وکنستلو ، په کلاره کلاره دلته خلکو ودانۍ وکړې ، د دې ځاﺉ خلکو به نصوح ته د ډېر عزت او احترام په سترګو کتل ،  څه وخت وروستو د نصوح د نیکۍ چرچې بادشاه ته ورسیدې ، د بادشاه په زړه کې د نصوح سره د ملاقات شوق پیدا شو ، بادشاه نصوح ته پیغام ولېږه چې زه ستا سره لیدل غواږم مهرباني وکړه دربار ته حاضر شه۔

 

کلہ چې نصوح ته د بادشاہ پیغام مېلاؤ شو نو د ملاقات کولو نه يې انکار وکړو ، او بخښنہ يې وغوښته چې زه نه شم درتلی، بادشاه حیران شو او د ملاقات شوق يې نور هم زیات شو ، بادشاہ وېیل چې نصوح نه شي راتلی نو خیر هیڅ خبره نه ده زه به ورشم۔

 

کلہ چې بادشاہ د نصوح علاقی ته داخل شو ، نو د خدای حکم وشو او بادشاہ مړ شو۔

بادشاہ خو د ډېری مینې او عقیدت لہ وجې د نصوح لیدو ته راغلی ؤ او دغه خلک هم ټول د نصوح د ښو اخلاقو نه ډېر متاثره وو ، نو ځکہ هغو نصوح په خوشحالۍ د بادشاه په تخت کښینولو۔

 

نصوح په ملک کې د انصاف نظام قایم کړو ، او هغه شهزادګۍ چې ده به ورته لباس بدل کړه او په چاپۍ کولو به يې ویرېدلو هغې د نصوح سره واده وکړو۔

 

یوه ورځ نصوح په دربار کې ناست د خلکو ډاډګیرنه يې کولہ چې یو سړی په دربار کې حاضر شو او وېیل يې چې څو کالہ وړاندی زما میخہ ورکہ شوی ده ، ډېر لټون مې وکړو خو ومې نه مونده ، تاسو زما مرسته وکړﺉ۔ 

 

نصوح وېیل ستا میخہ زما سره ده ، او دا نن چې زما سره څه هم ته وینی دا هر څه هم ستا د میخی لہ آملہ دي ، نصوح حکم ورکړو چې زما د مال نیمه برخه د میخی مالک ته ورکړﺉ۔

 

هغې سړي ووېیل: ای نصوح ما واؤرهنہ زه انسان یم او نه هغه ځناور میخہ ده ، بلکہ موږ دواړه فرشتی یوو ، او خدای پاک ستا امتحان آخستو ته رالېږلي وو ، دا ټول مال حال ستا د رښتوتی توبی ایستلو انعام دی ، دا هر څه دې تاته مبارک شي. او بیا دواړه فرشتی د نظره غایب شوی۔

ملګرو دا وه د نصوحا کیسہ _ والله عالم باالصواب

 

کتاب: مثنوی معنوی، دفتر پنجم

انوار المجالس صفحہ 432۔

 

سبق: نصوح د رزق ګټلو او خوند آخستلو دپاره غلطہ لار اختیار کړی وه ، او چې کلہ يې د الله د ویرې په رښتونی توبہ ویستله نو مال و عزت او لذت هر څه ورته ویړیا مېلاؤ شول. مننه

 

 

- توبه وي
بېرته شاته