داخبارونو او رسالواهمیت
[29.Sep.2017 - 16:17]د اخبارونو او رسالو اهميت
دپاڅون غږ مردان
دځنو خلقو خيال دے چې د اليکټرانک ميډيا د راتلو سره د اخبارونو، رسالو او کتابونو اهميت کم شوے دے . دا خبره يا دا خيال تر کومه حده درست دے د دې په حق او مخالفت کښې خبره کيدې شى. اصل حقيقت دا دے چې د غېر ترقى يافته ملکونو خلق مطالعې سره شوق نۀ لرى.
اليکټرانک ميډيا د ترقى يافته ملکونو د خلقو شوق مطالعې سره کم کړے نۀ دے هغوى چې د کور نه بهر په لنډ يا اوږد سفر ځى نو خپل بېګ کښې د مطالعې يا لوستلو مواد (Reading material) ضرور ږدې او د سفر په دوران کښـې يې هم لولى. ضرورت د دې خبرې دے چې په خلقو کښې د اخبارونو او رسالو او کتابونو د لوستلو کلچر ته وده ورکړې شى.
د سکولونو ماشومانو کښې د کتابونو لوستلو عادت پېدا کول پکار دى په سکولونو او کالجونو کښې لائبريرۍ ضرورى دى چې د کتابونو نه علاوه ورته اخبارونه او رسالې هم راځى او طالب علمان دې ته راغب کول پکار دى چې د خپل فارغ وخت څۀ برخه په لائبرېرو کښې تېروى. په دې طريقه به طالب علمانو کښې د اخبارونو رسالو او کتابونو د لوستلو کلچر وده کوى