(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باباسين

[12.Oct.2017 - 06:34]

باباسين ::: دا د ژوند رنګونه دي

پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزے

د "ابا" نه تر "بابا" پورې يو اوږد مزل لکه د "سين" د چپو غوندې خمار خمار او مېده مېده راورسېدۀ. د پېښور په سخته ګرمۍ کښې ئې هم په سر سپينه واوره ورېدلې ده بيخى لکه چې الله پرې مئين شوى وى، په سر ئې ورله واورې ورولې وى او په وېخ کښې ئې ورله ګلونه زرغون کړى وى. کۀ په ظاهره ئې پټکے نشته خو "شملې" ورله خدائې دوه ورکړى دى. خلق په پورته ځى دې ورپسې د خپل فطرت له کبله په ښکته راغلے دے. کۀ چا د ښکته نه پورته تلو د پاره داسې ټپه کړې ده چې

 

په ملاکنډ راسره واوړه

دماما لُورې په چغجو به دې ساتمه

 

نو دۀ ورته د برې غاړې " خانپور" نه سمدستى هم دغه ټپه هم په دغه انداز کښې کړې ده، دۀ ته پته ده کۀ په ښکته چغجى نشته، پروا نشته، په شاعرۍ به ئې مړه ساتم.

 

 باباسين په خپله ارته سينه کښې د وخت ډېرې تودې سړې جذب کړى دى بلکې کۀ زۀ دا ووايم چې دې په خپل وجود کښې د يو بل وجود "نيا بې بې" مکمل خصوصيات هم لرى نو غلطه به نۀ وى، هغه داسې چې د سترګو د خوږېدو او ستړى ژوند د دمه کېدو دوه ځايونه دى يوه د مور غېږه او بله د "نيا بې بې" چې بې کچه مينه ئې په زړونو کښې د اولاد د پاره "غورځنګونه" وهى. د پښتونخوا د ګوټ ګوټ نه شاعران اديبان او ادب ذوقه ملګرى چې د "باګرام" په خاوره قدم کېږدى نو خپل ستړى ستومانه وجودونه د "نيا  بې بېځائے ته دمه کېدو له رسوى. هغه مېلمه په زور يا د ګرېوان نه نۀ رانيسى خو د لهجې په نرمۍ ئې داسې خوږ خوږ چاپى کړى چې سړى له بيا بل ځاے پاتې کېدل هډو خوند نۀ ورکوى.

 

 د "باباسين" د شخصيت حدونه هم د هغۀ د فن "غورځنګونه" دى هرڅو کۀ هغۀ اوس د دغه حدونو نه په پورته "پر" وهلے دے او "الوت" ئې شوروکړے دے ولې ښکته ورله هم کتل پکار دى خداے دې نۀ کړى ګنى بيا به دا وائى چې....

 

نۀ څوک لرم نۀ به مې ياد کړ

د بڼ بلبله وم له سېله جدا شومه

 

 د "بابا سين" شخصيت او سيرت دواړه " لاجوابه" دى کۀ په شخصيت کښې ئې ډک ډک رومانى برېتونه دى نو په سيرت کښې ئې د مينې ډکې ډکې غېږې دى، کۀ په شخصيت کښې يې د الېکټرانک مېډيا او د خپل سټوډنټ فورس لوے لاس دے نو په سيرت کښې ئې يوه بې باکه خندا هم زړونه وباسى، کۀ شخصيت ئې د غزل په خوږو خوږ دے نو په سيرت کښې ئې مزاحيه اړخ له خلقو پټ ساتلے دے، کۀ په سيرت ورله خپلې پروفېسرۍ ژور اثر پرېباسلے دے نو په سيرت کښې ئې د "يارانو" سره د "مارانو" هم خېر خبر اخستے دے، بل پله کۀ شخصيت ئې د "مسلم شاهۍ" نه شورو شوے دے او چا پېژندلے نۀ دے نو په سيرت کښې ئې د "اباسين" په شفافيت ختمه کړې ده او ځان ئې منلے دے، هغه به جدا خبره وى چې اوس ئې لکه د "رسېدلو کسانو" د خپل مور پلار اېښودے نوم هم نۀ وى خوښ، جذباتى خو دومره دے چې د "پښتو" د پاره د سرو ماله هم تېرېدے شى او خوش فهمه دومره دے چې د پښتنو د راوران دور "رنګين رنګين خوبونههم وينى، هغۀ ته پته ده چې د اصلى ګلانو وخت تېر شوے دے اوس خو خلق کاغذى په چغو چغو خرڅوى ګنى د اخبار د لورى کالم ته به ئې همت نۀ بائېلۀ.

 

 د "باباسين" خوښونکى هغه همېشه په سټېج ليدل غواړى خو هغوى دا هېڅ کله نۀ غواړى چې د "کلام" اورولو سره دې په سټېج پېريانے ګَت وکړى او غېب دې شى او بيا دې راته لا په تلوتلو کښې دا هم وائى چې....

 

"اوس وايه چې زور د اباسين منے، دا يو څو چلونه ستا د مخې دى

 

د "باباسينروانه ځوانى، د وږى غوندې کوټلے ميانه وجود، په مخ برابرې سترګې، پلن چوڼلے کرښې دار تندے، په باډۍ ئې فِټ غټ سر، د مليانو غوندې په سادؤ کښې تېلې دارې جامې، د خبرو او مستانه خندا مخصوص انداز چې مونږ د نظر په چوکاټ کښې ځاے کړو نو شکر دې وباسو ګنى هغه د دې نه هم خور وور دے...

 

لکه د ګل د يوې پېغلې کمڅو مړاوې نۀ کړم

زۀ اباسين ومه په کلى په اولس خور شوم

 

-
بېرته شاته