د اخلاقو فلسفه
[10.Mar.2022 - 09:47]د اخلاقو فلسفه
لیک: بهاولدین مجروخ
د انسان حکمونه او قضاوتونه درې معياره لري: (١) يا ښکلا او بد شکلي ده چې د جمال فلسفه پرې خبرې کوي يا (٢) د حقيقت او خطا ارزښت دى چې د پوهې د تيورۍ موضوع ده، يا (٣) د ښو او بدو (خیر او شر) مساله ده چې د اخلاقو فلسفه پرې تحقيق کوي. په دې هره ساحه کې فلسفه بنيادي سوال او پوښتنه طرح کوي. مثلاً د جمال په باره کې دا پوښتنه کېږي چې انسان دښکلا او بد شکلۍ حکم په څه اساس کوي؟ د پوهې په باره کې دا سوال راپېدا کوي چې مونږ د حقيقت او خطا تميز څرنګ کوو؟ حقيقت څه ته وايو؟ همدا رنګه د خیر او شر په مساله کې هم دا بنيادي سوال منځ ته راځي او همدا د اخلاقو د فلسفې موضوع ده.
د اخلاقو فلسفې لنډ او ساده تعريف به داسې وي: د اخلاقو فلسفه د هغو پرنسيپونو او اساساتو تحقيق او څېړنه ده، د کومو په بنا چې انسان د يو شي په باره کې د ښو او بدو حکم کوي.
د دې پرنسيپونو او اساساتو څېړنه يو ضروري کار دى. هر انسان چې ځان ته انسان وايي، بايد د ښو او بدو خپل معيار ځان ته معلوم کړي او په لاشعوري ډول په هر شي د ښو او بدو حکم ونه کړي.
که مونږ د هغو ټولو اعمالو او کړنو يو لست او جدول جوړ کړوچې زمونږ په نظر بد برېښي، نو د داسې يوې مطالعې څخه به مونږ ته معلومه شي چې بالاخره زمونږ د ښو او بدو د احکامو معيار څه شى دى؟ مثلاً ولې يو قانون ته ښه وايو يا بد، ولې يو عمل، يوه مؤسسه يو کرکتر او يو عادت مونږ ته ښه ښکاري يا بد؟ نو د دې پوښتنې په ځواب کې به ځنې خلک داسې وايي چې هر هغه عمل ښه دى چې د خداى له ارادې سره موافق وي او هر هغه عمل بد دى چې د خداى له ارادې سره مخالف دى. ځنې نور به وايي، هر هغه عمل بد دى چې د اجتماعي محيط له رسم او رواج سره مخالف دى. يو بل به وايي چې بد هغه څه ته وايم چې د طبيعت سره مخالف دى، يعنې«غېر طبيعي» وي. د يو بل چا په نظر به بد هغه څه وي چې له عقلي پرنسيپونو سره مخالف وي او بالاخر ځنې به داسې وايي چې بد هغه دى چې د انسانيت د سعادت او نېکمرغۍ پر ضد دي. دلته ګورو چې د اخلاقي قضاوتونو، جلا او مختلف اساسات طرح شول او د اخلاقو فلسفه هم هېڅ کوم اخلاقي تبليغ نه کوي او دکوم خاص قانون يا خاص شى په ښو او بدو بحث نه کوي، بلکې د اخلاقو فلسفې موضوع د پورتنيو پرنسيپونو او اساساتو څېړنه او تحليل دى.
د اخلاقو پرنسيپونه:
د اخلاقو يو مهم معيار او د ښو او بدو يو لوى او مروج اصل چې هر چاته معلوم دى، هغه د «خداى ارادې» اصل دى. د دې پرنسيپ په بناء خېر هغه څه ته ويل کېږي چې د «خداى ارادې» سره مطابق وي او شر هغه دى چې له دې ارادې سره مخالف وي. دلته دا سوال راپېدا کېږي چې «خدايي اراده» څرنګ پېژندلى شو؟ ځواب به يې دا وي چې د خدايي ارادې د پېژندلو لپاره ديني متون او آسماني کتابونه موجود دي او په دې متونو کې د خیر او شر په باره کې صريح ارشادات او هدايات موجود دي او د کومو اعمالو او يا خاصو شيانو په باره کې چې صريح متن نه وي، د نورو متونو په بنياد دقياس په ډول استدلال کېدى شي او خدايي اراده ځان ته معلومولاى شي.
د دې اصل په بنا د اخلاقو علم په الهياتو اتکا کوي. اخلاق په دين پورې تړلي دي او د الهياتو علم (Theology) پرې بحث کوي. د خالص فلسفي تحقيق له نظره به مونږ دلته درې نظريې راواخلوچې د اخلاقو دپاره درې جلا جلا پرنسيپونه طرحه کوي: (١) اخلاق د عقل په بنا، (٢) اخلاق د نېکمرغۍ په بنا، (٣) اخلاق د قدرت د ارادې په بنا.
(١) اخلاق د عقل په بنا:
د فلسفې يو مهم مکتب چې د عقل اصالت يا (Rationalism) په نامه يادېږي او لوى متفکر يې کانت (Kant) دى چې په دې باره کې خبرې لري. کانت په عيسوي اتلسمه پېړۍ کې ژوند کاوه. دا هغه پېړۍ ده چې د تنوير عصر (Aufklarung) په نامه شهرت لري او نورو مهمو پوهانو لکه روسو، مانتسکيو، ولتر، ديدرو او نورو پکې ژوند کاوه. په دې عصر کې د انسان په عقل باندې يو کلي اعتماد او ايمان پېدا شوى و او دا ټينګه عقيده منځ ته راغله چې انسان فطرتاً يو عقلي موجود دى، لهذا څرنګه چې دى د عقلي پوهې استعداد لري، همدا رنګه د ښو او بدو په باره کې هم بايد يوازې خپل عقل ته رجوع وکړي او بس.
کانت هم د خپل عصر د روحيې په چوکاټ کې داسې فکر کاوه چې څرنګه چې عقلي او مثبت علوم شته، همدا رنګ انسان کولاى شي چې د اخلاقو يو عقلي علم منځ ته راولي او څرنګه چې عقلي علوم د هر سالم العقل انسان دپاره يو کلي او جبري ارزښت لري، همدا رنګ عقلي اخلاق به هم د ټول سالم العقل انسانيت دپاره کلي او جبري ارزښت ولري.
د دې دپاره چې اخلاقي پرنسيپ يو عقلي پرنسيپ دى، بايد دا پرنسيپ په خپل نفس کې ارزښت ولري او بل هېڅ کوم اصل باندې اتکاء ونه کړي، نو ځکه کانت وايي چې اخلاقي پرنسيپ بايد نه په الهياتو پورې تړلى وي، نه فردي احساس پورې او نه تجربې پورې.
لومړى: کانت وايي: اخلاقي پرنسيپ په الهى علم پورې نه دى تړلى، ځکه که داسې واى، يعنې اخلاقي پرنسيپ د خداى په اراده ولاړ واى، نو د دې دپاره چې يو انسان خپل اخلاقي وظايف درک کړى شي، بايد لومړى د خداى ذات په تمامه معنا وپېژني او که څوک دا پوهه ونه لري، بايد د اخلاقي وظايفو هېڅ ادراک او احساس ورسره نه وي. حال دا چې داسې نه ده، يو سړى ممکن د خداى په ذات کامله پوهه ونه لري او يا هېڅ خداى ونه پېژني، مګر دروغو ته بد ووايي او رښتياو ته ښه. لهذا د اخلاقو پرنسيپ بیا يوه بله منبع لري.
دوم: کانت وايي، اخلاقي پرنسيپ په فردي احساس پورې هم نه دى تړلى، ځکه که اخلاق په فردي احساس پورې مربوط شي، نو د اخلاقي حکم قاطعيت له منځه ځي او هر عمل به د هر سړي فردي احساس پورې اړه لري او اخلاقي حکم به کومه داسې قاعده نه وي چې ټولو انسانانو دپاره کلي ارزښت ولري او اخلاق به د يو وخت نه بل وخت ته د يو فرد نه بل فرد ته توپير او اختلاف ولري او يو عمل به په يو وخت کې د يو چا دپاره ښه وي، د بل دپاره بد.
دريم: کانت وايي: اخلاق بايد په تجربې پورې هم اړه ونه لري، يعنې د يو عمل ښه والى او يا بد والى بايد د عمل د نتيجې پورې مربوط نه وي، بلکې بايد يو عمل په خپل ذات کې يا ښه وي يا بد، ځکه چې په دې کې بيا هم د اخلاقو قاطعيت له منځه ځي او احتمالي کېږي. څرنګه چې د عمل نتيجه وروسته د عمل څخه ده او تر څو چې عمل سر ته نه وي رسيدلي، مونږ د عمل په نتيجه باندې پوهېدى نه شو، نو بيا په عمل باندې د ښو او بدو حکم کول ناممکن کېږي.
کانت اخلاقي پرنسيپ له عقلي پرنسيپ سره جوړه کوي. په دې لاندې ډول: دى وايي مثلاً ٢x٢=٤ داسې يو عملي حقيقت دى چې هر سالم عقل يې مجبوراً مني، که حقيقت دى د هر چا دپاره حقيقت دى او د کوم سړي د احساس او عقيدې په بنا نه دى. که حقيقت دى جبراً حقيقت دى او د همېشه دپاره حقيقت دى. دوه دوه څلور په خپل نفس کې رښتيا دي او خپل ځان څخه بهر په بل څه پورې اړه نه لري. داسې يو حقيقت ته کانت «قاطع» وايي او داسې يو حقيقت چې په خپل ځان ولاړ وي، د هر سالم عقل دپاره ارزښت ولري، هر وخت او د ټولو انسانانو دپاره ارزښت ولري. کانت ورته «قبلي» (Apriori) مفهوم وايي چې درې مهم خصوصيتونه لري. داسې عقلي مفهوم لومړى کلي وي (Universality)، دوم حتمي وي (Neccessity)، دريم آفاقي يا عيني وي (Objectivity) او عقلي علوم په داسې قبلي مفاهيمو ولاړ دى چې عقلي قبلي مفاهيم پکې پېدا کړو.
که دا خبره له کانت سره ومنوچې د عقلي علومو په شان اخلاقياتو کې هم «قبلي» مفاهيم شته، نو بيا کانت مساله داسې طرح کوي: هغه پرنسيپ کوم دي چې په ټولو اخلاقي اعمالو کې موجود دي او په غېر اخلاقي اعمالو کې نشته؟ کانت په ځواب کې وايي: يو عمل ته اخلاقي عمل ويلاى شو او فقط هغه وخت ورته اخلاقي عمل ويلاى شو چې د دې عمل پرنسيپ کلي کړى شي او دنني تناقص پکې راپېدا نشي. يعنې په هر عمل کې هرو مرو يو اصل او پرنسيپ پټ پروت وي. که مونږ وکړى شو د خپل عمل د پرنسيپ څخه داسې يوه کلي قاعده جوړه کړوچې هېڅ داخلي تناقض پکې راپېدا نشي او د هر چا دپاره او د هر وخت دپاره ارزښت ولري، نو داسې عمل اخلاقي عمل بللاى شو او که نه غېر اخلاقي عمل ورته وايو. د مثال په توګه يو محتاج سړى غواړي له چا څخه پور واخلي، مګر ښه پوهېږي خپل پور هېڅکله نشي ادا کولاى، خو د پور اخستلو دپاره مجبور دى، د پور د ادا کولو وعده ورکړي. ايا د داسې وعدې ورکول ښه کار دى که بد؟ د دې شخص د عمل پرنسيپ په دې لاندې ډول وي: که څوک د پور اخستلو ته محتاج وي او پوهېږي چې دا پور نشي خلاصولى، بيا د دروغو وعده روا ده. د دې پرنسيپ څخه هېڅ کلي قاعده نشي جوړېدى. ځکه که کلي قاعده ترې جوړه کړو، فوراً تناقص پکې راپېدا کېږي او پرنسيپ پخپله ځان نفي کوي. که د دروغو وعده يوه کلي قاعده وي او هر څوک پرې عمل وکړي، نو دا وعده او وعيده ارزښت او اهميت له منځه ځي، هيڅوک به بيا د خپلې وعدې په وفا ځان مکلف نه بولي او احترام به يې نه کوي او په نتيجه کې د قرض او پور معاملات هم له منځه ځي.
د کانت په نظر احکام دوه ډوله دي: قاطع (Categorical Imperatives) او احتمالي يا فرضي احکام (Hypothetical Imperatives) قاطع حکم هغه عمل په نظر کې نيسي چې پخپل ذات کې حتمي او لازمي وي او له کومې غايې يا هدف سره ارتباط ونه لري. احتمالي حکم هغه عمل په نظر کې نيسي چې د يو خاص هدف ته د رسېدو دپاره حتمي او لازمي وي. احتمالي حکم وايي: چې يو عمل د يو خاص هدف ته د رسېدو دپاره ضروري دی. قاطع حکم وايي: يو عمل پخپله په خپل ذات کې ښه دى او له خپل ځان څخه بهر کوم هدف يا مقصد ته رجوع نه کوي. د احتمالي احکامو مثال به د يو طبيب هغه تجويزونه وي چې د يو مريض د صحت دپاره يې نيسي يا د بعضې تخنيکي وسائلو په کار اچول د يوې نتيجې د لاس ته راوړلو دپاره. يوازې قاطع حکم چې په خپل ذات کې حتمي او لازمي دی او کوم هدف پکې په نظر کې نه نيول کېږي. د کانت په عقيده اخلاقي حکم وي او داسې حکم هېڅکله د عمل محتويات يا نتيجې په نظر کې نه نيسي، بلکې يوازې د عمل شکل او پرنسيپ ته ارزښت ورکوي. يو قاطع حکم به داسې وي:
«د داسې پرنسيپ په بنا عمل کوه چې ته وکړى شې، له هغه څخه په خپله اراده يوه کلي قاعده جوړه کړې». او يا په بل عبارت: انسان بايد، داسې عمل او کردار غوره کړي چې د هغه اصل او پرنسيپ د انسان پخپله اراده د طبيعت يو کلي قانون ترې جوړ شي. د عمل يوه کلي قاعده چې د داسې پرنسيپ څخه راوځي، هغه دا ده: «داسې عمل کوه او په ژوند کې داسې دريځ غوره کړه چې په هغه کې همېشه انسانيت په خپل شخص کې او په نورو اشخاصو کې دغايې او هدف په حیث په نظر کې نيول شوى وي، نه د وسيلې په حیث». د داسې پرنسيپ مخالف قطب به هغه وي کوم چې فقط شخصي نېک مرغي لټوي.
د کانت په اخلاقي فلسفه کې مهم مفهوم «د نېکې ارادې» مفهوم دى. دى وايي چې هېڅ شى بالواسطه ښه نه دى، مګر نېکه اراده، ځکه چې داسې اراده په خپل ذات کې ښه ده او ټول اخلاقي فضائل په هغې پورې تړلي دي. مثلاً داسې فضائل لکه ذکاوت، ظرافت، مېړانه، عزم، حوصله او نور په خپل نفس کې ښه نه دي، ځکه چې يو مضر شخص هم د ذکاوت څخه کار اخستلى شي، يو جنايت کار هم د عزم او حوصلې خاوند کېداى شي. دې فضايلو ته هله ښه ويلاى شو چې په نېکه اراده ولاړ وي او بس او نېکه اراده هغه اصل دى چې په خپل نفس کې ارزښت لري.
د دې فلسفې بل مهم مفهوم «وظيفه» ده. کانت وايي چې يو عمل هله اخلاقي ارزښت لري چې يوازې د وظيفې د احساس په بنا اجراء شي، که يو سړى يو کار سر ته رسوي، ځکه چې امر ورته شوى دى او يا کومه فايده يې پکې ليدلې ده، دا عمل به اخلاقي عمل نه وي، اخلاقي عمل به هغه وي چې يوازې د وظيفوي احساس په بنا وشي او دا ځکه چې دغه عمل په خپل نفس کې ښه دى.
کله چې په اخلاقو خبرې کېږي، د جبر او اختيار مساله حتماً راپورته کېږي. څرنګه چې کانت وايي: که مختاره اراده نه وي، هېڅ اخلاقي قانون، هېڅ مسؤليت امکان نه لري او په هر هغه عمل کې چې آزاده اراده نه وي او د انسان مسؤليت پکې دخالت نه لري نو داسې عمل د هېڅ کومې اخلاقي وظيفې ايجاب نه کوي. يعنې که مختاره اراده نه وي، نو اخلاق به نه وي. مګر طبيعي جبر له اختيار سره متناقض دى. په طبيعت کې د علت او معلول جبري قوانين جاري دي. هره حادثه، هر حرکت د يو علت حتمي نتيجه ده، نو څرنګه کېدى شي چې په داسې جبري عالم کې يوه مختاره اراده هم وي. دکانت په نظر د جبر او اختيار تناقض ظاهري او سطحي دى. د جبر او اختيار ساحې سره جلا دي او يو له بل سره تصادم نه کوي. انسان د دوو دنياوو اوسېدونکى دى. د خپل معنوي طبيعت له اړخه د اختيار او آزادۍ په دنيا پورې اړه لري او د خپل مادي او فزيکي پلوه د جبري جهان د تاثير لاندې دى او په انسان کې اخلاقي قانون د وظيفوي احساس موجوديت، د يو معنوي جهان، د يوې مختارې دنيا په موجوديت، دلالت کوي او له دې ځايه کانت د اخلاقو د فلسفې څخه علم الهى ته رجوع کوي، نور اخلاقي متفکرين اخلاق د علم الهى څخه راوباسي. کانت برعکس علم الهى د اخلاقو د مطالعې څخه استنتاجوي.
خلاصه، د کانت په فکر يوازينى اخلاق، علمي اخلاق دي او د علمي اخلاقو معنا دا ده چې قاطع او قبلي وي او په دې وسيله درې نظريې ردوي او وايي چې اخلاق نه په الهياتو بنا دي، نه په فردي احساس او نه په نتايجو. د عقلي مفاهيمو په بنا کانت د نېکې ارادې او د وظيفې تحليل کوي او د جبر او اختيار مساله طرح کوي او د جبر او اختيار د مسالې څخه بيا علم الهى ته رجوع کوي. څرنګه چې کانت د اخلاقي اعمالو محتويات او نتايج په نظر کې نه نيسي او يوازې د اعمالو شکلياتو ته توجه کوي. د دې څخه يو بې احساسه، بې عاطفې صوري او شکلي اخلاق راوځي او بس او بالاخره بيا هم په وروستني تحليل کې په عقل اتکا نه کوي، بلکې په الهياتو ودرېږي.
(٢) اخلاق د نېکمرغۍ په بنا:
مونږ په لنډه توګه وليدل چې ځينې د اخلاقي پرنسيپ بنسټ په خدايي اراده ږدي.
کانت وغوښتل اخلاق د الهى علم څخه مستقل کړي او په خپلو پښو يې ودروي. جان ستورات ميل (Johnn Stuart Mill) د اخلاقو تهداب د بشر نېکمرغي ګڼي. دى وايي يو عمل ته ښه عمل ويلاى او فقط هغه وخت ورته ښه ويلاى شوچې د بل هر ممکن عمل څخه په موجودو شرايطو کې زياته نېکمرغي توليده کړي. ميل د نولسمې پېړۍ انګرېزي فيلسوف دى. ده اقتصادي، سياسي او اجتماعي پرابلمو ته زيات پام درلود. د ده فلسفي مکتب ته د مفاد اصالت يا (Utilitarianism) وايي او د دې مکتب پېروان په دې عقيده دي چې انسان بايد د هر قانون، هرې مؤسسې، هر عادت او هر عمل په باره کې دا پوښتنه وکړي چې فايده يې څه ده؟ په څه درد خوري، يعنې د دوى په نظر بنيادي سوال همدا، انساني سعادت دى چې بايد د هر قانون، هر عرف او عادت، د هرې مؤسسې او هر عمل هدف او غايه وي. د ستورات ميل په فکر هر هغه عمل چې د بشر نېکمرغي زياتوي، ښه عمل دى او هر هغه عمل کې چې د بشر بدمرغي وي، بد عمل دى. د سعادت څخه هم د ميل مراد خوښي، خوشالي او د درد و غم نشتوالى دى او د سعادت معيار هم دلته د فرد او يو شخص نېکمرغي نه ده، بلکې زياته خوشبختي د ټولو دپاره، يعنې په اخلاقو کې شخصي مفاد په نظر کې نه دي، بلکې هدف د ټول انسانيت او حتى د ټولو احساس لرونکو موجوداتو نېکمرغي ده. په دې اخلاقي فلسفه کې مرتاضي اخلاق هېڅ ارزښت نه لري او هغه څوک چې دنيا ته شا اړوي او په يو کنج کې په رياضت او عبادت بوخت وي او نه چاته خیر رسوي او نه شر، د هېڅ کوم تحسين او ستاينې وړ نه دى. ميل وايي: چې خوشالي او درد، غم څخه آزادي يوازينى مطلوب هدف دى او يو مطلوب شى، ځکه مطلوب دى چې يا پخپله پکې خوشالي پرته ده او يا داسې يوه وسيله ده چې غم او درد پرې ورکېږي او زياته خوشالي راوړي. لهذا د ميل په نظر اخلاق د عمل په نتايجو باندې اتکا کوي او د دې نتايجو په بنا يو عمل يا ښه بلل کېدى شي يا بد.
په دې اخلاقي مکتب باندې ځینې انتقادونه شوي دي. مثلاً ويل کېږي چې که چېرې د انسان عالي هدف خوشالي او لذت وي، نو د دې څخه رښتيني اخلاق نه راوځي او حېواني تمايلاتو ته زيات اهميت ورکول کېږي او کله چې يوازې د اعمالو نتيجې په نظر کې ونيول شي، فردي خصوصيتونه چې د عمل منبع ده، بې ارزښته کېږي، ولې چې په اخلاقي اعمالو کې انګېزه ډېره مهمه ده.
څوک چې د دې اخلاقو تابع وي، کولى شي چې خپلو شخصي منافعو ته په استثنايي ډول زياتره توجه وکړي او خپل مفاد په قانون ماتولو کې وويني او بل دا چې مونږ نشو کولاى چې د خپلو اعمالو نتايج وسنجوو او پېش بيني يې وکړو، ځکه چې د عمل او فعاليت په وخت زمونږ سره دا فرصت او مجال نه وي چې پخوا د عمله مونږ د عمل نتايج ځان ته معلوم کړو او د خپلو کړوو وړو په تاثيراتو او عواقبو مخکې له مخکې پوه شو، نو دا رنګ اخلاق به تل احتمالي او فرضي وي او بالاخره که د اشياوو د ښو او بد د آخري حکم معیار نېکمرغي وي، نو بيا مونږ نشو کولاى چې راز راز نېکمرغۍ د ښو او بدو په لحاظ تميز او تشخيص کړو.
(٣) اخلاق د قدرت د ارادې په بنا:
فريدريک نيچه F. Nietzsche د نولسمې پېړۍ المانى فيلسوف په ټوله فلسفه او ټولو اخلاقو يو بنيادي او ژور انتقاد کوي. دى په فلسفه کې يو خاص استثنايي موقف لري او په نوې فلسفه کې یې يو عميق فکري انقلاب راوستلى دى. د ده خاص موقف به د يو مثال په وسيله روښانه کړو: مثلاً رښتيا ويل ولې ښه دي؟ که دا سوال د الهياتو د يو عالم څخه وکړو، هغه به وايي چې رښتيا ځکه ښه دي چې د خداى له ارادې سره موافق دي. کانت به وايي چې رښتيا ځکه ښه دي چې پخپل نفس کې ارزښت لري او په عقلي پرنسيپ اتکاء کوي. ميل به وايي چېرښتيا ځکه ښه دى چې په زياته موده کې د زيات شمېر خلکو دپاره زياته نېکمرغي راوړي. مګر نيچه به د دې پوښتنې په ځواب کې داسې پوښتنه وکړي: څوک وايي چې رښتيا ښه دى او دروغ بد؟ د ده په فکر د داسې سوال د طرح کولو څخه سوال راپېدا کېږي. ځکه داسې سوال هغه څوک طرح کوي چې مخکې يې بې له کوم تحقيق او قضاوت څخه ځینې شيان منلي وي او عقيده پرې ولري. حال دا چې په دې بې قضاوته، په پټو سترګو منل شوو شيانو باندې باید خبرې او انتقاد وشي.
نيچه انتقاد کوي چې ولې اخلاقي فلاسفه هڅه کوي څو د اخلاقو دپاره يو واحد پرنسيپ او اساس طرح کړي. دى وايي داسې اخلاق چې په يوه واحد پرنسيپ ولاړ وي، هېڅ نشته. بلکې برعکس مختلف، راز راز، ډول ډول اخلاق موجود دي او فلسفې تفکر هم بايد د دې نکتې څخه شروع وکړي چې اخلاق مختلف دي او يوه کلتوري او اجتماعي پېښه ده چې د نورو کلتوري او اجتماعي حادثو په شان د يوې زمانې څخه بلې زمانې ته تغيیر کوي. د يو کلتوري ماحول څخه بل کلتوري ماحول ته اختلاف لري. د نيچه په نظر له هر څه نه لومړى بايد د اخلاقياتو په تاريخي تحول فکر وشي او له دې فکر څخه اخلاقي ارزښتونو کې يو بنيادي انقلاب راپېدا کېږي.
د نيچه په نظر؛ اخلاقي فلاسفه وو چې د اخلاقو د ((تهداب ايښودلو)) دپاره کومه هڅه کړې ده، فقط د دې دپاره وه چې د خپل عصر معتقدات، د خپلې ټولنې اخلاقي ارزښتونه تثبيت او کلک کړي او بس. اخلاقي متفکرينو د کانت او هيګل په تقليد د خپلې زمانې موجود ارزښتونه د خپل محيط عقيدوي اساسات تنظيم کړي او په يو فلسفي شکل يې خلکو ته وړاندې کړي دي. د نيچه په فکر هېڅ يو اخلاقي متفکر د خپل عصر له روحيې، د خپلې ټولنې له ديني معتقداتو څخه مستقل فکر نه دى کړى او د خپلې زمانې مسلط اخلاق او مروج ارزښتونه يې په پټو سترګو منلي دي. شک او انتقاد يې پرې نه دى کړى او د اخلاقو اساسي پروبلم ته نه دى متوجه شوى او په اخلاقو باندې صحيح انتقاد او ژوره مطالعه هغه وخت کېداى شي چې تاريخي زيات اسناد او بشر پېژندنې او انتروپولوژي پراخ معلومات زمونږ سره د قومونو او ملتونو په ژوند،عرف او عاداتو باندې خبر شو، تاريخي تحول يې راته معلوم وي، نو هغه وخت مونږ د داسې مقايسوي مطالعې او څېړنې وروسته په اخلاقي فلسفې فکر کولاى شو نيچه وايي چې د داسې مطالعې په نتيجه کې به ښکاره شي چې اخلاق اساساً دوه ډوله دي: د بادارانو اخلاق او د غلامانو اخلاق، دا دواړه اخلاق سره متضاد او متناقض دي، ارزښتونه يې سره توپير لري.
اخلاقي ارزښتونه يا د حاکمې طبقې څخه راولاړېږي، هغه طبقه چې په خپل لوړوالي پوهه ده او په خپله برترۍ باندې شعور لري او يا په محکومه طبقه کې تثبيت کېږي. هغه طبقه چې غلامان او هره ډول زيردستان، فرمان وړونکي پکې دي. که باداران د ښو او بدو معيار تعين کړي، نو دهغوى په نظر به ښه شخصيت څه رنګ وي. ښه او با ارزښته شخصيت به هغه وي چې د قدرت خاوند وي، مغرور وي، متکبر وي، هغه شخصيت چې وايي داسې ښه او داسې بد وي، هغه شخص چې اراده يې د ټولو دپاره قانون وي، اراده يې د قدرت اراده وي او هغه څوک چې دا رنګ غرور او د قدرت اراده ونه لري، په سپکه سترګه به ورته کتل کېږي. د بادارانو په اخلاقو کې ډارن، بيرندوکى، بې جراته، بې ارادې، محجوب، استفاده جو اشخاص هغه خلک چې ځان کوچنى کوي، د وهلو او ټکولو تحمل کوي، ګدايي کوي او دروغ وايي، ټيټ مقام لري او د حقارت او نفرت په سترګه به ورته کتل کېږي. بادار پخپله د ارزښتونو ټاکونکى دى او د چا تائيد ته محتاج نه وي، ښه هغه وي چې د ده دپاره ښه دى، بادار په خپل ځان حاکميت لري، پوهېږي چې څرنګ چپ شي، دى د سختو او زحمتونو څخه مزه اخلي او هغه شى يې خوښېږي چې په سختۍ او زحمت لاس ته راځي.
او که تحقير شوى مظلوم، دردېدلى، زيردست، متردد او بې جرأته اشخاص اخلاقي ارزښتونه وټاکي، هغه به څرنګ ارزښتونه وي او د دوی په ارزښتونو کې به کومه مشترکه وجه موجوده وي. نيچه وايي: غلام به طبعاً د زورورو، فضائلو ته په بده سترګه ګوري، هر هغه څه چې بادار د ستاينې او تحسين وړ ګڼي، دى به پکې شک او ترديد کوي، غلام به ځان ته داسې قناعت ورکوي چې د بادار نېکمرغي حقيقي نېکمرغي نه ده، له بلې خوا هغه ټول صفتونه چې د دردېدلو او رنځېدلو په نفع دي، په هغو باندې به زياته رڼا اچول کېږي او لوړ فضائل به ورته ويل کېږي. لکه همدردي، مهرباني او کومکګره لاس، تود او مهربان زړه، حوصله، ترحم، تواضع، دوستانه کړه وړه او داسې نور، دا ټول هغه صفتونه دي چې د دردېدلو او رنځېدلو دپاره ژوند اسانوي او د دوى په کې فايده ده. نيچه وايي چې د غلامانو اخلاق اساساً د مفاد په بنا دي، کوم څه چې د دوى د ژوند دپاره ګټور وي، هغه ښه دي او کوم څه چې د دوى د ژوند دپاره زيان او ضرر پکې وي، هغه بد. مثلاً د غلامۍ اخلاقو په بنا، هغه څوک چې خلک له ځانه ډاروي، هغه بد شخصيت وي، د بادارۍ اخلاقو په بنا، ښه شخصيت هغه دى چې خلک ترې وبېرېږي او غواړي چې خلک ترې وبېرېږي.
د نيچه شديد انتقاد د عيسوي دين اخلاقو ته متوجه دى، وايي: ټول هغه څه چې تر اوسه ارزښت بلل شوي دي، حتى واقعيت هم نه دى، فقط خيال او تصور دی، داسې مفاهيم، لکه «روح»، «فضيلت»، «ګناه»، «دا دنيا او هغه دنيا»، «ابدي ژوند» دا هغه خيال بافي ګانې دي چې د يو بد شعور او د يو مريض او مضر طبيعت څخه راپېدا شوي دي. دى وايي: «زه ايډيالست نه يم چې حقايق د عقلي استدلال په جامو کې پټ کړم او خلک وغولوم». د ده په نظر په عيسوي اخلاقو کې د خطاکارۍ او غولولو يوه وخيمه او خطرناکه اراده پټه پرته ده، يعنې ژوند د جهان نفي کوي. د ده په فکر دا اخلاق د کومې اشتباه يا بدنيتۍ او د اخلاقي بې جرأتي له سببه منځ ته نه دي راغلي، بلکې کوم شى چې دى اندېښمن کوي، هغه دا ټکى دى چې په دې اخلاقو کې هر هغه څه چې له طبيعت سره مخالف دي، غېر طبيعي دي، هغو د عالي ارزښتونو او لوړو فضائلو جامه اغوستلې ده او لويه خطاکاري هم په دې ځاى کې ده، مثلاً طبيعي او اولي غرايزو ته په بده سترګه کتل يوه روح په جسم کې ايښودل، د دې دپاره چې جسم کوچنى شي، د بدن ځنې غړو ته (مثلاً تناسلي اعضاو ته) ناپاک ويل او نور دا ټول هغه غېر طبيعي صفات دي چې لوړ ارزښت ورکول شوى دى.
د نيچه په نظر د غلامۍ اخلاقو مؤسس د يهود قوم دى، ديهود قوم ارزښتونه معکوس کړي او د مځکې په سر ژوند ته يې بل رنګ ورکړ، ژوند او جهان يې نفي کړ او د انسانيت دنيا يې په يوه انحرافي او غېر طبيعي لار روان کړ. عيسوي اخلاق چې د يهودي اخلاقو ادامه ده، له ژوند څخه تېښته ده چې د «بل او بهتر جهان» په نامه پرېښى. نيچه وايي: «له دنيوي ژوند څخه نفرت د احساساتو شور ته بد ويل د ښکلا څخه ډډه او پر شهواتو بدګوماني دا ټول د انحطاط يوه خطرناکه مرحله ده او داسې ښايي چې انسان د خپل ژوند څخه ستومانه شوى وى او غواړي چې له منځه لاړ شي». د بشر د انحطاط مهمه علامه د نيچه په فکر همدا ارزښتونو معکوس کېدل دي، د ژوند سره دشمني کول دي.
عيسوي اخلاق د داسې منحوصو او مريضو اشخاصو د تصوراتو مجموعه ده چې غوښتل يې د ژوند څخه په بريالي توب انتقام واخلي. دى توصيه کوي چې هر هغه څه چې تراوسه حقيقت ګڼل شوى دى او ارزښت ورکړل شوی دی، نو بايد مضر او فرېب کاري وبلل شي او وايي: ماورالطبيعي هستي د ژوند پر ضد اختراع شوه. «بل جهان» د دې دپاره منځ ته راغى چې دا يواځنی جهان بې ارزښته شي. د «ګناه» مفهوم طرح شو، د دې دپاره چې د انسان غرايز له طبيعي لارې څخه منحرف شي...
لهذا د نيچه په فکر نوي اخلاق ضروري او حتمي دي او بنيادي تحول او انقلاب راوستل په ټولو ارزښتونو کې په کار دى او د انسان د راتلونکي ژوند اميد هم په دې بنيادي تحول او انقلاب کې دى او وايي: «زما د ژوند هدف دا دى چې انسانيت د شعور يوې عالي مرحلې ته ورسوم. داسې يوې مرحلې ته يې ورسوم چې په ارزښتونو کې بنيادي تحول راولي. د ټولو منحطو او غېر طبيعي ارزښتونو څخه آزاد شي. د ژوند او د جهان تائيد وکړي او په انسانيت اعتماد ولري».
لیک:پوهاند داکتر بهاوالدین مجروح