قامي جرګه
[10.Mar.2022 - 09:52]پښتون قامي جرګه: (دا جرګه د لر هم ده او د بر هم ده، ځکه چې زمونږ قامي مسئلې ېو شان دي. محمد افضل خان لالا)
ارواښاد محمد افضل خان لالا دپښتون قام دوه جرګې په 2000 ع کال د نوامبر په ۱۵ - ۱۶ او په 2012 ع کال دمۍ په ۲۹-۳۰ ڼېټو رابللې وې، چې دغی جرګي ته د فاټا(قبائیلې علاقو)، خيبر پښتونخوا، افغانستان ، د بلوچستان ايالت (سهيلي پښتونخوا) پښتنو سربېره له هیواده بهر، اروپا، امريکا او استرالیاکې ميشته پښتانه دسیاسي تړاو او نظریاتې اختلاف نه پرته رابللي شوي وو .
دجرګې د لومړۍ ورځې دلومړۍ برخې مشري دخیبر پښتونخوا ، د دوېمې برخې مشري د سهیلي پښتونخوا / بلوچستان او د دویمې ورځې د لومړۍ برخې مشري د فاټا (قبایلو) او د دوېمې برخې مشرې د افغانستان پښتنو کوله
دجرګې اجندا:
۱ـ په دونیا کې دوه سوپر پاور ؤ ،چی یوئی شوروی USSRاوبل امریکا USAؤ، یو یو غورځاوه او بل بل. شورویUSSR وغورځید او امریکا USAسوپریم پاور شو. باید چې داکوشتي او کبړي د هغوۍ په خاوره شوی وائی ، پښتانه /افغانان نه سوپر پاور ؤ اونه د سوپر پاور دعویدار ؤ. داکوشتي او کبړي دافغانانو په خاوره ولی وشوه چی تر اوسه پوری د دیرش لکه افغانانو وینه توی شوه؟ .
۲ـ دا وینه خو روانه ده، ددې مخ نیوی به اوس څنګه کیږی؟ .
دلته دا خبره په ډاګه کول اړينه ده او هغه داچې د پښتون قام د علاقائی(سیمه ایزو) اونړیوالو قوتونو سره په تضاد او ټکر کې ندي ،او نه په چا دخپل فکر مسلط کولو څه نړیواله ایجنډا لري او نه دوئ د علاقائی او نړیوالو قوتونو د مقابلې کولو څه طاقت لري نو له همدی امله د پښتون او سیمه ایزو( علاقائی) او نړیوالوقوتونو تر منځ هیڅ ټکرنه شته.
مذهبي انتها پسندي يا افراطيت د پښتون د اکثريت د فکري ، رواجي او عملي څرګندونو استازيتوب او نمايندګي نه کوي.
د نړۍ دنورو ځايونو څخه راغلو اکسټريمستانو،سخت دریزو او تشدد پسندو، مونږه په خپله خاوره هرکلي نه شوکولي .
ددی جرګي په تسلسل دی بله جرګه په نوبت سره په کابل ، کندهار ، ننګرهار او کويټه کې راوه غوښتل شي .