(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د امان الله نصرت

[17.Mar.2022 - 16:02]

وزير محمد ګل خان مومند د پښتنو لوی بابا

 

 ليک: امان الله نصرت

 

چې پيدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه

داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي

 

د پښتنو لوی بابا وزير محمد ګل خان مومند د محمد خورشيد خان زوی،  د مومن خان لمسی،  د عبدالکريم خان کړوسی او د عبدالرحيم خان کودی وو او په ۱۲۶۳ لمريز کال ېې د کابل ښار د اندرابيو په کوڅه کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې او د خپل ژوند ستړی سفر ېې پيل کړ۰

د محمد ګل خان مومند اصلي پلرنی ټاټوبی د ننګرهار ولايت د   غني خېلو ولسوالي د ګولايي کلی دی چې د جلال اباد ښار ختيځ لور ته پروت دی او ټول اوسېدونکي ېې پښتانه دی۰ 

محمد ګل خان مومند په خټه حسن خيل دوېزی مومند دی او مومند د پښتنو د سړبن يوه ستره او مشهوره قبيله ده چې د غورياخېلو  پښتنو له ښاخونو څخه شمېرل کېږي او د پښتنو د لويو قبيلو په ډله کې راځي۰ ددغه پښتون ټبر ډېره برخه د ننګرهار، کونړ ، لغمان، بلخ، سمنګان، لوګر، کندوز، هرات، زابل، غزني او د کابل په شاوخوا سيمو کې او همدغه راز د خيبر پښتونخوا په مومندو ايجنسۍ، باجوړ ايجنسۍ، خيبر ايجنسۍ او د پېښور په بېلابېلو سيمو کې هستوګن دي۰ 

د مومند بابا پلار محمد خورشيد خان يو پوه مدبر او ځيرک انسان و او په نظامي برخه کې ېې زده کړې کړې وې او د يوه پوځي افسر په توګه ېې د هېواد په ډېرو سيمو کې دندې ترسره کړې وې۰ محمد خورشيد خان څو کاله د بريکوټ، اسمار او سرکاڼو حاکم و او همدغه راز د شينوارو د کهي چاوڼۍ د غونډ مشر په توګه ېې څه موده  د خپلې خاورې خدمت وکړ  او بيا  په بلخ کې د توپخاتې د عسکري فرقې د مشر په توګه وټاکل شو۰

محمد خورشيد خان د خپلې وروستۍ دولتي دندې په پای کې  د ورپېښې ناروغۍ له امله له خپل کار نه استعفا ورکړه او تقاعد ېې واخيست او پر ځای ېې محمد ګل خان مومند د مزار شريف د ده دادي فرقې د مشر په توګه په دنده وګمارل شو۰   

د مومتد بابا  نيکه مومن خان له ننګرهار څخه بلخ ته کوچ وکړ او د امير دوست محمد خان د واکمنۍ په وخت کې د نوموړي د مشاور په توګه په دربار کې ځانګړی او د پام وړ ځای درلود چې بيا د امير عبدالرحمن خان او د هغه د مخالفينو تر منځ په يوه جګړه کې په سمنګانو کې په شهادت ورسيد او د شيخ حسن بابا په هديره کې خاورو ته وسپارل شو۰

مومند بابا لومړنۍ زده کړي په خصوصي ډول له استادانو څخه وکړي او د يوه بل روايت په اساس ېې د کابل په حبيبيه لېسه کې ترسره کړې وې او بيا وروسته په ۱۳۲۷ هه ش کال ېې د حربي ښوونځي په دوهم ټولګي کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه او په پنځو کلونو کې ېې په ياد ښوونځي کې خپلې زده کړې بشپړې او پای ته ورسولې۰

 مومند بابا د حربي ښووونځي څخه له فراغت وروسته د اردلياتو د غونډ د قومندان په توګه وټاکل شو په همدې مهال ېې شاهي ټولګي ته درس هم ورکاوه او د حربي ښوونځي د سرښوونکي په توګه ېې دنده هم تر سره کوله ۰ مومند بابا چې يو تکړه، مدبر او نوښتګر انسان و د خپلو ارزښتمنو خدمتونو او کارونو په تتيجه کې ېې د سپه سالار صالح محمد خان ځانګړې پاملرنه ځان ته راواړوله او مومند بابا ېې د خپل ياور په توګه په دنده و ګماره او بيا ورته د شاهي ځانګړي ګارد د قومندانۍ دروند مسوليت وسپارل شو۰

مومند بابا د يو څه وخت لپاره په ترکيه کې د افغانستان نظامي اتشه شو او د خپل ماموريت په مهال ېې د افغان ترکېې نظامي اړيکې پراخه غښتلې او پياوړې وساتلې او له سړېدو ېې وژغورلې۰

 مومند بابا په ۱۳۰۰ ه ش کال د مجموعه عسکري  د مجلې چې د دفاع وزارت خپروله د مديريت چارې هم سنبالولې او په خپلو هلوځلو ېې دا مجله نوره هم معياري او لاپسې وځلوله۰ دا ستر پښتون په ۱۳۰۲ ه ش کال د پکتيا د عسکري قومندان او اعلی حاکم په توګه وټاکل شو او په ياد ولايت کې ېې په ملکي او نظامي برخه کې د پام وړ بدلونونه او اصلاحات راوستل او پکتيا ېې د پرمختګ او نېکمرغۍ د ګلاليو او رنګينو پړاوونو په لور روانه کړه۰ وزير محمد ګل خان مومند په ۱۳۰۶ ه ش کال د مزار شريف د ملکي پلټنې رئيس شو  او بيا د ننګرهار د عسکري چارو د قومندانۍ  دروند مسوليت وروسپارل شو۰

مومند بابا د سقويانو د اړو دوړ او اغتشاش په وخت کې د خپل ملي احساس له مخې چوپ او غلی پاتې نه شو او له ټولو خطراتو او ګواښونو سره سره ېې په پيل کې له سردار محمد هاشم خان او بيا ېې په پکتيا کې له سردار محمد نادرشاه سره ملا وتړله او د هيواد د خلاصون، ارامۍ او ازادۍ ميدان ته راووت۰ 

د سقويانو د تورې دورې د پای ته رسيدو او د اړو دوړ کوونکو له منګولو د هيواد له خلاصون وروسته د سردار محمد هاشم خان په کابينه کې د کورنيو چارو د وزارت مسوليت وروسپارل شو او ورسره ېې په پيل کې  د ننګرهار او بيا د پروان ولايت د تنظيمه رئيس په توګه هم د خپلو خلکو او خاوري خدمتونه پر مخ يوړل او شپه او ورځ ېې د خپل وطن د ابادۍ سوکالۍ او پرمختګ لپاره نه ستړي کېدونکي کارونه او خدمتونه وکړل۰

مومند بابا ته په ۱۳۱۱ ه ش کال  د لوی کندهار او فراه د ولايتونو د تنظيم اړونده چارې وروسپارل شوې او بيا وروسته ېې په ۱۳۱۳ کال کې د کتغن، بدخشان، مزار او ميمنې ولايتونو د تنظيمه رياست  چارې سنبال او پر مخ يوړلې او په يادو ولايتونو کې ېې د ترقۍ او پرمختګ تلپاتې او نه هيرېدونکي هڅې او هلې ځلې وکړې۰

مومند بابا د خپلو ښو او بې ساري خدمتونو او نوښتونو له امله د افغان حکومت له خوا د لمر په لوړ نښان ونازول شو او په دې ډول ېې د نوموړي د ايماندارۍ، وطنپالنې او ځلانده خدمتونو ستاينه يادونه او نمانځنه وکړه۰ 

د پښتنو دغه ستر بابا د خپلو سرکاري مسوليتونو او وظايفو  په پای کې په ۱۳۱۹ ه ش کال د ودلت د وزير په توګه وټاکل شو او له هغې وروسته ېې ځان  له دولتي دندو ګوښه کړ او خپل پاتي عمر يي لکه د تير په څير د پښتو د ادبي او علمي خدمتونو لپاره ځانګړی کړ۰ مومند بابا تر ۱۳۲۷ ه ش کال پورې په سمنګانو کې اوسېده او بيا په همدغه کال د سردار شاه محمود خان د صدارت په وخت کې دوباره کابل ته راستون شو او قلعه ی خواجه ها کې اوسېده ۰ مومند بابا به په اوړي کې په کابل کې ژوند کاوه او په ژمې کې به ننګرهار ته راته او په ګولايي کي به له خپلو خلکو سره اوسېده۰  د پښتنو دغه لوی بابا څو ژمي د کونړ په نرنګ کې هم تير کړل خو 

هر اوړی به کابل ته راته او د خپل کوچاني ژوند دود او پلرني سنت ېې ژوندي او خوندي ساتل۰

مومند بابا د پښتو پنځه ادبي ستوري وروزل او د هغوی پالنه او لارښوونه ېې وکړه علامه رښتين د مومند بابا د ځلانده کارنامو او خدماتو په باره کې ليکي چې:

په افغانستان کې ادبي پښتو ما، حبيبي، الفت، بېنوا او خادم راوستې ده او سياسي پښتو محمد ګل خان مومند راوستې ده د هغه کار زمونږ نه ډېر دروند دی هغه زمونږ د سر سيوری وکه د هغه زور نه وای مونږ هيڅکله دومره کار نه شو کولای زمونږ به چې څه ته ضرورت شو هغه ته مو مراجعه کوله هغه زمونږ مسلې حل کولې د هغه پښتو زمونږ نه لوړه وه هم د هغه په کوښښ په ۱۹۶۴ م کال کې د لوېې جرګې په يوه غونډه کې پښتو د افغانستان ملي ژبه و ګمارل شوه او د افغانستان د اساسي قانون ۳۵ ماده پښتو ته وقف شوه۰

مومند بابا د پښتنو سيمو اوسېدونکي د افغانستان شمال ته ولېږدول د افغانستان د تجزېې مخه ېې ونيوله او بېلابېل افغان قومونه ېې يو له بل سره وتړل نوموړي  په خپل سياسي بصيرت  د افغانستان جغرافيه يو موټی وساتله،  له ويشلو ېې وژغورله او د ګران هېواد د ټوټه کېدو مخه ېې ډب کړه۰

مومند بابا په کندهار کې د  محمديه په نوم يوه  مدرسه تاسيس کړه او پښتانه ېې د علم او پوهې په ارزښت او اړتيا وپوهول او د هيواد په ګوډ کوډ کې ېې د علم او پوهې رڼاګانې ووېشلې۰

بابا د ملي مشر ميرويس نيکه د مزار ودانۍ جوړه کړه او د لارو او سرکونو په جوړولو کې ېې د پام وړ کارونه سرته ورسول۰

د پښتو ادبي انجمن ېې تاسيس کړ او د طلوع افغان ورځپاڼه ېې په پښتو ژبه واړوله۰

مومند بابا په فارسي، ترکي، روسي او ازبکي ژبو هم پوهيده او ليک لوست ېې پرې کولای شو

د کابل لوحي ېې په پشتو کړې

مومند بابا په ۱۳۳۴ ه ش کال د لوېې جرګی د رئيس د مرستيال په توګه غوره شو او په دې برخه کې ېې

 خپله دنده په ډېره ايماندارۍ او لوړه ملي روحيه پر مخ يوړله۰

د پښتنو دغه دروند وياړلی او ټولمنلی بابا بالاخره د ۱۳۴۳ کال د زمري په ۲۷ مه د سې شنبې په ورځ د سهار په اتو بجو د اتيا کالو په عمر د کابل د بريکوټ په يوه کرايي کور کې له دې فاني دنيا څخه د تل لپاره سترګې پټې کړي او خپل روح ېې د نړۍ د کائيناتو ستر څښتن تعالی ته وسپاره۰

د پښتنو ددغه ستر ملي مشر او خواخوږی بابا  مړی د شاندارو مراسمو په ترڅ کې  د کابل د شهدای صالحين په اديره کې خاورو ته وسپارل شو او په دې توګه د  پښتو د مينې د يوه سرشار ملنګ،  د خپلو خلکو په درد د يوه دردمن پښتون او د پښتنو د پرمختګ او يووالي د ارمانجن سالار  د ژوند باب ته د تل لپاره د پای ټکی کېښودل شو۰ د بابا په جنازه کې پر سردار محمد داود خان او سردار محمد نعيم خان سربېره يو زيات شمير دولتي چارواکو، قومي مشرانو، سياستوالو، فرهنګيانو، ولسي وګړو او د بابا د سياسي او ملي فکر پلويانو او لارويانو برخه واخيسه او په اوښکو اوښکو سترګو ېې د پښتون قام ددغه خواخوږی خدمتګار او زهير او مهربان ملي مشر  پر تابوت د ګور تورې خاورې ورواړولې۰

 

سحرګه وه د نرګس لېمه لانده

څاڅکی څاکی ېې له سترګو څڅېده

 

ما ويل څه دي ښکليه ګله ولې ژاړې

ده وی ژوند مې دی يوه خوله خندېده

 

د پښتنو ددغه دروند، مېړني،  پتيال، پتپال او ننګيال بابا فاتحه د افغانستان د پوهنې وزارت له خوا د کابل د شيرپور په لوی جومات کې واخيستل شوه چې د افغانستان د ټولواک محمد ظاهرشاه په ګډون په زرګونو افغانانوپکې ګډون وکړ او له خپل ګران بابا سره ېې د مينې او عقيدت څرګندونه وکړه۰

پر ګور ېې نور شه  او د فردوس جنت ېې ځای۰

د مومند بابا علمي او ادبي اثار:

۱ - د پښتو سيند ( پښتو قاموس)

۲ - لنډګۍ پښتو ( د نظرياتو ټولګه )

۳ - د پښتو ژبې لياره ( د پښتو صرف او نحوه )

۴ - پښتنې روزنه ( تعليم او تربيه )

۵ - پښتو او پښتونواله ( پښتنې فرهنګ )

۶ - د پښتو لويه نحوه ( معاني او بيان )

۷ - د پخلي ډولونه ( د پخلي ښوونه )

سر چينې

۱ - محمد ګل خان مومند  هميش خليل

۲د مومند بابا ياد ( د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز )

۳پښتنې قبېلې  ډاکټر ياد

۴محمد ګل بابا  محمد اسميل يون

5 - زما خواره واره يادښتونه

..................

سوچه پښتو نومونه!

 

۱-ښځینه نومونه:

----------------------

اوږۍ، اوښکه، اناره، اورنۍ، اورځلا، اشرپۍ، بدرۍ، برېښنا، ببرۍ، بېديا، بلبله، بخمله، بسوګله، بڼکه، بختوره، پتمنه، پرخه، پلوشه، پرتمينه، پاولينه، پسته، پستکۍ، پښتنه، پاڼه، پانګه، پتاسه، پېروزه، تلوسه، تورپيکۍ، تالنده، تمامه، تاتره، توتکۍ، تانده، تنکۍ، څپه، څانګه، ځلانده، ځلبله، ځلا، ځولۍ، خزانه، خياله، خوږه، خندا، خولګۍ، خوماره، خيال مينه، خيبره، درخانۍ، درانۍ، درخو ، دولته ، ډېوه ، ډالۍ ، رڼا ، راڼۍ ، روښانه ، روهيله ، روهيلۍ ، ژمنه ، ژېړکه ، زرغونه ، زاڼه ، زرلښته ، زردانه ، زرپاڼه ، زرينه ، زرمينه ، زرڅانګه ، زرکه ، زربخته ، سارا ، سارکه ، سارمکۍ ، سارمه ، سپرغۍ ،سدوزۍ ، سوله ، سپينه ، سنځله ، سپوږمۍ ،سلګۍ،سندره، سوریا ، سېلۍ ، شانداره ، شغله ، شمله ، شاترينه ، شامسته ، شامتوره ، شربت ګله ، شين خالۍ ، شينکۍ ، شيرينو ، شېبه ، ښايسته ، ښارو ، ښکلا ، ښاپيرۍ ، غونډۍ ، غورځکه ، غرنۍ ، غونچه ، غاړه كۍ ، غوټۍ ، غرڅنۍ ، غاټوله ،کبلۍ ، کوچۍ ، کليواله ، کيږدۍ ، کوکۍ ، کوتره ، ګلبشره ، ګل غوټۍ ، عرانه ، ګل اندامه ، ګلبدنه ، ګل لمنه ، ګل مکۍ ، ګوربته ، ګل څېره ، ګېډۍ ، ګل څانګه ، ګورګره ، ګلپاڼه ، ګلورينه ، ګل مکۍ ، ګلالۍ ، لښته ، للمه ، لېمه ، لونګينه ، لمبه ، لونګه ، ليندۍ ، مېړنۍ ، ملالۍ ، موسکا ، مينه ، موماڼه ، ميمونه ، ململه ، مالداره ، مرغلره ، مکۍ ، مڼه ، مېلمنه ، ملاله ، مسته ، ملنگه ، مرغۍ ، نازو ، نتکۍ ، نغمه ، نېکمرغه ، نندا ره ، نينه ، نېکبخته ، نيازمنه ، واورينه ، وږمه ، ولوله ، وياړمنه ، وړانگه ، ورېښمينه ، هوسۍ ، هیلۍ.

دنارینه وو نومونه:

---------------------

اختر،اجمل ،اوښتون، اتل ،غښتلی ، بهير ، پتنګ ، سمسور ، زرغون ، هیلمند ، ميوند ، ايمل ، اجمل ، اکمل ، اتل ، اباسين ، ميرويس ، ولسمل ، پښتونمل ، خوشال ، سباوون ، څپان ، روښان ،پتوال،تندر،ننګیالی،پښتون، انګار ، ايمل ،انځور، اباسين ،ازمون ، ارمان ،اند، انند ، اڅک ،انځرګل ، بيټ ، باتور، بری ،برلاس، باز ګل ، بريد،باز، برمل ،بڅرکۍ ،بريالی ،بهير ،پسرلی، پردېس ،پتيال، پتنګ ، پښتون ،پاڅون ، پتمن ،پيوستون، پېوند ،تندر،تاند، تکل ،توريال ، تړون ،توريالی، چمتو،چنار،څرک ،څپاند ، څرګند ،څاروان ځونډی، ځلاند،ځېر،ځلمی ،ځيګر، ځواک ،ځیګ ،ځيرک خوشال خپلواک ، خوځښت ،.خېبر،خوازک ،دريا خان ، درنګ ،درنګ ،دريځ ، روښان ،رښتين ،رنګين ،روان ، روڼ ، ريدی، ژړک ، ژوند ، ژوندون ، ژواک ، زمری ، زمريالی، زمرک ،زرغون ، زړګی ،زيری ، زيار، زلمی ،زغرد، زړور، زيارمل ،زمريالی، زرين، زړور،ستوری ، سدوزی، سړبن، سمسور،سوبمن ،سمندر،سپين غر،سيلاب ،سمون ،سباوون، سپين غر، شا هین ، شپون ،شرنګ ،شپونکی ، شمشاد ،شين ګل، ښادمن، غا ټول ، غر څنی ،غروال ،غورځنګ ، غرغښت، غيرت ،غرنی ،غرزی ،غمی ،غښتلی ،غشی ، کاوون ،کليوال ،کروړ، کرلاڼ ، ګربت ، ګړندی، ګهيځ ،ليوال،لونګ، لمر،لالی، مېوند ،مېړنی ،ميرويس ، مټور،منلی، مخکښ ،ننګ ،ننګيالی ،نوښت ،نوميالی ،نښتر، ودان، وياړ، وياړمن، وريځ، ويال، ورين،واکمن، هيواد ،هاند، هسک ، يون ،سورګل، سيال، سپېڅلی ،سپين ګل ،نوښت ،نوميالی، نښتر.

............

 

ښځه د تاريخ په هنداره کې

ليک: امان الله نصرت

ښځه هغه ځلانده او روښانه ډيوه ده چې په خپلو رنګينو او زرينو وړانګو او نوراني پلوشو نړۍ ته نوره ښکلا او رڼا ورکوي او د انساني ټولنو بقا او شته والی ورپورې تړلی دی

که ښځه نه وای نو د ځمکې پر مخ  به نه ژوند وای، نه کورنۍ هم انساني نسلونه او هيوادونه ، ځکه خو له ادم نه تردې دمه ښځې او نر د لازم او ملزوم په توګه د ژوند کاروان په ګډه د منزل پر لور روان کړی او اوږه پر اوږه يې د انساني ټولنو د جوړښت او وادنۍ هڅې او يون جاري ساتلی دی.

هو ! ښځه د ژوندانه پر هر ډګر له نارينه سره د يوې پياوړې مرستيالې په توګه کارنده ونډه اخيستې او هېڅکله هم په اړونده هڅو او  هلوځلو کې له نارينه څخه وروسته نه ده پاتې شوې.

که د نړۍ پيښليک (تاريخ) ته ژور نظر وکړو او د زړه په سترګو يې وڅېړو وبه ګورو چې ښځو د وختونو په اوږدو کې داسې ستر او وياړلي کارونه کړي  او داسې لوی شهکارونه يې پريښي ، چې انسان ورته ګوته پر غاښ پاتې کيږي او دا  په ډاګه کوي چې د طبيعت دغه فطرتاٌ لطيف موجود داسې عظيم او تر پولادو سخت کارونه هم کولای شي چې نارينه يې له کولو بې وسې وي.

لکه چې مخکې ورته نغوته (اشاره) وشوه ښځې د ژوندانه پر هر ډګر او سنګر د ژوند په ټولو چارو او کشالو کې فعاله او نه هيريدونکې ونډه اخيستی او په داسې تلپاتې کارنامو او له وياړه ډکو او زرينو حماسو او افسانو يې د تاريخ پانې رنګينې کړي، چې د ښځې عظمت، اهميت او ارزښت په ډاګه کوي او هېڅوک ترې سترګې نه شي پټولای.

له حضرت ادم سره د بي بي حوا د ژوند شريکې ستړياوې او د انساني ټولنې د لومړنۍ جونګړې په جوړښت کې شريکي هڅې، له نوح ع او دهغه  له کم شميره ملګرو سره د توپانونو او سيلابونو په ويرونکيو شېبو کې د خپلو مېرمنو  اوږه پر اوږه سفر ، مقاومت او مرسته ،له ابراهيم ع سره د خپلو مېرمنو بي بي سارا او بي بي هاجرې  خواخوږۍ او قربانۍ : له فلسطين نه مکې ته په هجرت او سفر او د کعبې په جوړولو کې د بي بي هاجرې زخمتونه او مرستې او د فرعون د مېرمن بي بي اسيې په غيږ کې د موسی ع روزنه او پالنه ټولې هغه بېلګې دي چې د ښځو د عظمت ، سرلوړيو ، قهرمانيو او قربانيو په اړه يې د ساري په ډول وړاندې کولای شو.

همدغه راز حضرت مريم د ژوند وياړلی داستان چې په قران کريم کې يې څو څو ځايه يادونه شوې د ښځې د مبارزې ، وقار او لوړ مقام ښکاره او څرګند ثبوت دی.

په همدې ډول بي بي آمنه هغه ستره مېرمن وه چې د اسلام لوی لارښود حضرت محمد يې وزيږاوه او حليمې بي بي د الله ج دغه ستر استازی په خپله غيږ کې د خپلې سينې پر شيدو وروزه او ويي پاله.

حضرت خديجه الکبری لومړی ښځه وه چې د ابوبکر صديق رض او علي کرم الله وجهه په څير يې له ټولو مخکې د اسلام  سپڅلی  دين  ومانه او  حضرت رسول اکرم ص د نبوت  او رسالت  تصديق يې وکړ. سميه د ياسر ميرمن هم لومړۍ ښځه وه چې د نبي کريم ص د نبوت په  لومړيو شيبو کې د ايمان راوړلو له امله د ابوجهل له خوا په ډيره بې دحمۍ ووژل شوه او د اسلام په لار کې د شهادت لومړی وياړ او اعزاز هم دهمدغې ايماندارې ميرمنې په برخه شو.

ښځې د علم او پوهې په ميدان کې د پرمختګ لوړ پوړ ته رسيدلي او لکه چې جليل القدر صحابي ابو موسی اشعر ي رض فرمايلې چې کله به موږ ته په ديني مسايلو کې کومه ستونزه پيدا سوه نوام المومنين عايشې ته به مو مراجعه کوله او هيڅ داسې ستونزه  نه وه چې رانه نه يې وي حل کړي،پردې سربيره د يوه روايت پر بنسټ حضرت عايشه له ابوهريره رض څخه وروسته دويمه عالمه وه چې له هر چا يې زيات احاديث ياد او روايت کړي دي.

همدغه راز  په اسلام په لومړنيو وختونو کې ښځود نارينه ؤ تر څنګه په غزاګانو کې فعاله ونډه اخيسته چې له هغې جملې نه حضرت عايشې ، ام سليم ، ام ايمن، ام عماره، حمنه بنت جحش، ام عطيه  او نورو به د ټييانو پر ټپونو پټې لګولې، پر اوږو به يې د اوبو ډکې ژۍ راوړلې او شهيدان به د جنګ له ميدان څخه کورونو ته وړل

د روسيی تر شکووا ولنتينا لومړنۍ هوا نورو ښځه ده چې فضا ته يې سفر وکړ او څو ورځې يې په اړونده کارونو او علمي څېړنو کې په فضا کې اېرې وکړې.مادام کوري د خپل مېړه (( پې ير کوري )) په مرسته پر ۱۸۹۷ کال پلوتونيوم او راډيوم کشف کړل او د ساينس په ميدان کې يې لويه اضافه وکړه.

ددې لپاره چې ستاسې سر خوږې نه وي زيات کړی، زه د نړۍ د څو هغو سترواو نومياليو ښځو د نومونو په اخيستلو بسياينه کوم چې د نړۍ په تاريخ يې له يوې لارې لوړ ځای او نړواله پېژندنه تر لاسه کړې او تر ډېره به  د احترام او د درناوي وړوي چې په لړ کې سمې رامس يا ملکه بابل ، د مصر ملکه کلو پاترا ، د فلسطين د جهاد او ازادۍ د لارې ستره مبارزه ليلا خالد ، دالجزاير جميله بوپاشا، د انګلستان ملکه اليزابت ، مارګريډت ټاچر او شهزادګۍ ډيانا، د ايټاليا سانتی رافايل، د فرانسې مارام اشتال،د سکاټلنډ ماري کرلي، د سريلانکا بندرانايکی او چاندريکا کوما راټونګا، د اسرائيلو ګولډاماير ، د هند اندراګاندي د پاکستان فاطمه جناح او بينظير بوټو، د بنګله ديش حسينه واجد او خالده ضياء ، د برما ان سان سوچی او اکينو ،د ترکيې تانسوچيلر، د جنوبي افريقا مېرمن مانډيلا ، د امريکا ميدرين البرايټ د فلسطين مريم ماري، چې په مشهوره وه او د شعر او ادب د اسمان د ځلانده ستوری په توګه د ادب د ناوې په نامه وستايل شوه او داسې نورې چې د يادونې او ستاينې وړ دي.همدغه راز د افغانستان ،ايران او تاجکستان اوسيدونکې مهستی ګنجوي، زينب النساء مخفي، عايشه افغان ، مستوره غوري مخفي بدخشي، محجوبه هروي ، مستوره افغان ، حاذقه ، ژاله سلطان ، سيمين بهبهاني،فروغ فرخزاد، ګلرخسار او ليلا کسری د دري ادب هغه ځلانده او روښانه څيرې دي چې نومونه به يې تل د ادب په تاريخ کې ژوندي وې او تر پېړيو پېړيو به د دري ادب د مينه والو په زړونو کې ځای لري.

اوس به راشو د خپل هيواد د هغو وياړليو ، نومياليو او مېړنيو ښځو ته، چې د ژوند په مختلفو ډګرونو کې يې تلپاتې او نه هېريدونکي خدمتونه کړي او د خپلو همدغو عالي او ارزښتناکو خدمتونو په نتيجه کې يې د افغانانو په زړونو کې د قدر وړ ځای نيولی دی، دلته هم ددې لپاره چې د ليکنې لمن رانه نه وي غزيدلې ، د هغوی د کړو وړو له بشپړی څيړنې ، سپړنې او انځورنې څخه تيريږم او د پاکو او درنو نومونو په اخيستلو يې سپيڅلې ارواوې نمانځم ، چې له هغوی څخه نازو انا ، زرغونه انا، بي بي زينب، ملالۍ ، رابعه بلخي، مېرمن حنظله بادغيسۍ، رضيه سلطانه، بي بي سيدو ، غازي ادې ، مېرمن نيکبخته ، زرغونه کاکړه ، ګوهر شاد ، مېرمن الايې ، عايشه درانۍ ، مېرمن سپينه ، مېرمن حليمه حافظ بنت خوشال خټګ ، عينو ، زهری عاشقان عارفاني ، ناهيد شهيد او داسې نورې د يادونې وړ دي چې د هيواد په تاريخ کې لوړ ځای لري او افغانان به يې تل د نومونو يادونه، ځلونه او ستاينه د زړه له کومې کوي

- لیکنې
بېرته شاته