(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو موسیقۍ لوې استاد

[18.Mar.2022 - 19:23]

د پښتو اولسې موسیقې لوې اُستاد ګل زمان

لیک: لائق زاده لائق

د پښتو په ولسي کلاسېکۍ موسېقۍ کې د هغه هنرمندانو ډېره لویه برخه پاتې شوېده، چا چې د موسمونو سره ژوند کړیدی، د موسمونو سره پدې اساس ،چې هغې د موسم سره خپله کډه کرځولې ده. لکه زرڅانګه، خان تحصیل او یا داسې نور

په افغانستان کښې هم داسې ډېرې کډې شته، چې هغوۍ  د موسمونو سره خپلې کېږدۍ اوچتوي او په بل ځای کښې خپل کورونه ابادوي.

استاد ګلزمان، څوک چې په کال ۱۹۳۴ کښې په خوست کې پیداشوی وو، هم د مصلیانو د کورنۍ یو غړی وو

مصلیان زمونږه د پښتنو هغه غړي دي، کوم چې د وخت سره سره خپل ځایونه بدلوي. دې ته په انګرېزۍ کښې نومیډ او   نورو علاقو کې ورته شپنتېان ېا  کډوال ویلی شي

د استاد ګلزمان د کورنۍ د موسېقۍ سره ډېره علاقه وه، نو هغوۍ به چې له یو ځای نه بل ځای ته  لاړل، نو هلته به یې زنانه و کورونو کښې سندرې ویلې او سړو به د سړو محفلونه کښې سندرې ویلې.

استاد ګلزمان، چې په ښه او بد پوهه شو، نو ارمونیه به یې غږوله. ارمونیه د هغې د خوښې ساز وو. او د هغې سره، چې اواز ملګری کړو، نو خپله کورنۍ کښې یې ښکاره نامه وګټله.

 بیا به چې  ددوۍ کډه چرته تلله ، همغلته به ورسره ګلزمان  تللو ، نو استاد ګلزمان، چې به کله  دګرمۍ په موسم کښې د پښتونخوا  سویلي سېمې ټل ته راغلله، نو دلته به یې ډېر قدر کېدلو. په جرمني کښې د اوسېدونکي نومیالي پښتون  هدایت بنګش مطابق  د هغه پلار سالار امیر محمد خان ددې هنرمندانو ډېره پالنه وکړه. هغه به په خپل جایداد کښې د استاد ګلزمان کډې ته ځای ورکړو او هلته به هغوۍ نه یوازې داچې په کورونو کښې محفلونه ګرم ساتل ، بلکه  د ودونو او ښادیو محفلونه به هم په ګلزمان خایسته وو

ګلزمان له رنګه سکاڼ ( تور) او د خوې نه ډېر زېات نرم انسان وو، وړو وړو بریتونو به ورسره ‌‌‌‌‌‌ډیر خوند کولو، په هارمونیه به یې د استاد زاخیل تنده ماتیده .  

د هر چا زړه ساتل د هغه د ژوند مرام او موخه وه او دا په هنرمندانو کښې یو فطري عمل دی، چې کوم ښه هنرمند وي، نو د هغه اخلاق، د هغه خوی  ټول مینه مینه وي.

استاد ګلزمان، چې  کله په ټل کښې وو، نوځینې ستونزې ورپېښې شوې او د  ځینو واقعاتو په وجه باندې  له ټل څخه پکتیا ته   لاړو،  نو بیا بېرته ټل ته رانغی.

څه عمر یې په خپل کلي خوست کښې  او بیا په پکتیا کښې تیر کړ.

هلته یې بې شمیره شاګردان وروزل لکه څنګه چې د زرڅانګې ډېرې نغمې د هغې د خاوند دي، نو دغه راز استاد ګلزمان  ډېرې خوږې سندرې پخپله جوړې کړې،چې  دغه نغمو او سندرو  ته په پښتو موسېقۍ کښې مسرېزې وایي. مسرېزې هغه سندرې دي، چې د هغې یو سروکی جوړ شي او د هغې نه پس د هغې سره ټپې ملګرې شي او سندره په وړاندې بوتللی شي.

دا سندرې او ېا دغه نغمې دپښتون قام شرېک میراث دی،لکه څنګه چې د ټپې شاعر نه دی مالوم دغه رنګ ددغه سروکو شاعر هم نه دی مالوم او ددې شمیره په سلګونو ده، خو د استاد ګلزمان مطابق "بي بي شیرینې زېړې ګلې" دا د هغه خپل تخلېق دی. هغه پخپله ویلې هم ده او هغه پخپله لیکلې هم ده.

لیکل خو د هغه نه وو زده، خو لیک پر دې بنسټ ، چې دا د هغه د ذهن تخلېق وو، نو هغه دغه خپله اساسه ګڼله. استاد ګلزمان بېا د استاد زاخیل په وینا کابل راډیو ته راغی. .دیوې څيړنې مطابق په کابل رادیو د هغه وړمبې سندره دا وه

" اې غونډې منډې  دا تورې زلفې  جوړې که په ټنډې  دباغه ګلان راوړه

"داسندره دومره مشهوره شوه چې دګل زمان د مئینانو کښې یې لویه اضافه اوکړه

د بې بی شیرنې دلیکلو او نشرولو نه د استاد د اواز زمزمي د افغانستان ملي راډیو  ټیلویژن نه هم په خوریدو شوې.

دهغه په سلګونو کمپوز کړو سندرو د پکتیا او خوست د خایستونو رنګ وو، ځکه نو ټولې په لرو بر کښې خوښې شوې

د قمرګلې، بخت زمینې  او نورو ډېرو سندرغاړو مشهورې نغمې مرحوم استادګل زمان کمپوز کړي دي، تردې چې استاد خیال محمد او ګلنار بیګم ته یې هم سندرې کمپوز کړي دي

استاد ګلزمان نه یوازې داچې د ډیرو سندرغاړو سره  شرېکې سندرې ویلې ، بلکه د هغه سټایل او د هغه انداز داسې وو، چې هغه ته د کابل راډیو د حجرې مجلس برخه وسپارل شوه.

او بیا هغه د کابل راډیو د حجرې مجلس داسې لوړ مقام ته ورساوه، چې د هغه نه پغیر به حجرې مجلس نېمګړی وو. چا به چې دغه د حجرې مجلس اورېدو، نو خلک به خامخا د استاد ګلزمان غږ ته او دهغه سندرو ته غوږ غوږ وو

استاد ګلزمان به هم دغه هڅه کوله ، چې هغه نوې اهنګونه( غږونه)، نوي طرزونه د کابل راډیو ته راوړي.

په افغانستان کښې  چې دکال1979 نه پس حالات خراب شو یو شمیر سندر غاړي اووژلې شول نو استاد  ګل زمان پيښور ته راغي، نو  ښه قدردانی یې وشو.

زرڅانګه چې په لرې رشته کښې د خدایې بخښلي ګلزمان ورندار ده وائي چې " استاد چې پيښور ته راغې نو په نوتهیه کښې اوسېدو  مونږ به ورکره غم ښادې له تلو راتلو.."

خداې بخښلې ګلزمان دوه ودونه کړې وو. څلور ځامن او دوه یې لوڼه وې.

د میرمن زرڅانګې ځوې شهزاده وایي چې د ګلزمان استاد دوه ځامن په افغانستان کښې وژلې شوي وو

چې کله حالات ښه شول،  نو استاد ګلزمان بیا کابل را‌‌‌‌‌‌ډیو ته لاړه.

د یوې اندازې مطابق ارواښاد د کابل را‌‌‌‌‌‌ډیو لپاره نهه سوه سندرې او برغیزې ویلي دي

د افغانستان په تیر حکومت کښې ډاکتر اشرف غني استاد ګلزمان ته بابا یې موسیقۍ خطاب ورکړ. او پدغې کښې دویمه رایه ځکه نه وه، چې هغه بابا وو، بابا پر دې بنسټ( اساس) چې په ټول افغانستان کښې تر ټولو مشر ، تر ټولو استاد ، تر ټولو په ولسي موسیقۍ ښه پوهه هم ګلزمان استاد وو

څو ورځې وړاندې، چې د هغه د غم خبر خپور شو، نو په ټوله نړۍ کښې پښتانه د هغه په غم ویرجن شول، خو یو څو سوالونه  مخې ته راغلل او هغه داچې

 ایا پښتانه به ټول عمر مړي ژاړي؟

 ایا پښتانه په ژوند د خپلو فنکارانو قدر  نه کوي؟ 

ایا پښتانه به د خپلو هنرمندانو د ژوند نه ځان نه خبروي؟ 

ایا پښتانه به همدغه رنګه تالا والا پراته وي؟

ایا پښتانه به اوس هم هنرمندان او فنکاران د وجود خپله برخه نه ګڼي؟ 

 ایا د پښتنو حجره  به هم دغه رنګه ورانه او تالا والا پرته وي؟

پداسې حال کښې به د پښتنو د وحدت خبره څنګه کېږي؟

پداسې حال کښې به د پښتنو د قامي وجود سوچ څنګه کېږي، چې په یو کور کښې ، په یو انګړ کښې د ورونو تر مینځه واټن ( فاصله) دومره اوږد وي، چې هغه نژدې نه شي راتللی، د پښتون قام به څنګه یو قام شي، دا خو لویه المیه ده او ددې لوې المیې حل چرته هم په نظر نه راځي. پدغه ارمان باچاخان لاړ او که پدغه ارمان خوشال خان لاړ.

 

هره چاره د پښتون تر مغل ښه ده

اتفاق ورسره نه شته هئ ارمان

 

دغه درد، دغه غم خوشال بابا لرلی وو او دغه درد او غم ، چې باچاخان ژړو، نو دا به یې ویل چې  

 

لابه یو کېږو، ګنې ورکېږو

 

خو دغه یو کېدل اوس نور هم ګرانېږي. یو خوا د لر او بر پښتانه د یوبل نه ناخبره دي،نو بلخوا پښتانه د خپلو له لاسه ځورېږي، ټکول کېږي او خوارېږي. خو احساس ړوند دی، ضمیر وده دی او چې د کوم قام ضمیر ویده شي، نو هغه بیا دا حق نه لري، چې هغه ژوند وکړي.

د ګلزمان استاد روح هم داسې ناکلاره او ستړی ستړی لاړو، لکه څنګه چې د پښتنو د سیاسي او ټولنیزو ، سماجي شاعرانو ، د سماجي مشرانو په زړه کښې دغه درد پاتې شوی دی، چې کله به پښتانه ځان ته ځان وایي.

که یو خوا په پاکستان  د پښتنو د ستړي ژوند خبره کولی شي، نو بلخوا په افغانستان کښې هم پښتانه ازاد نه دي.

هلته هم د نورو ځواکونو ( قوتونو) تر چغ لاندې شپې سبا کوي،  پداسې حال کښې همهغه خبره ده، چې تر څو پورې اجتماعي شعور بیدار نه شي، اجتماعي احساس پیدا نه شي، یوبل ونه زغمي، یوبل برداشت نه کړی شي، نو د پښتنو راتلونکی (مستقبلتت او تالا والا دی

پښتانه په خپل منځي شخړو کښې نښتې دي، چې څوک د بل د زړه په درد نه پوهېږي او یوبل ته نژدې فاصلې د خپل انا او ځانغوښتنې  په وجه باندې دومره لرې کوي، چې پښتانه د یوبل نه ډېر لرې کېږي، 

مونږ به ټول عمر دغه ژاړو ، ځکه چې پښتون د غم په ورځ پیدا دی، پښتون د ویر په ورځ پیدا دی، دغه ویر به زمونږ سره ملګری وي.

لدې نه هم انکار نه شي کېدای، چې پښتانه په شخصي توګه باندې په ډېرو ښو څوکیو ناست وي خو په انفرادیت باندې کار نه کېږي ، تر څو پورې چې په قام کښې احتماعي شعور نه وي، اجتماعي پوهه نه وي، نو هغه قام نه شي جوړېدای.

نو استاد ګلزمانه! الله دې وبخښه. الله دې هلته تلپاتې ژوند پر راحته کړه. مونږ تش دوعاګانو ته پاتې شوي یو، تا چې پر کوم کور کښې ، پر کومو لمبو کښې نغمې غږولې او سندرې ویلې دي، ته زمونږه اساسه یې ، خو دغه پېغام ځان سره یوسه ، چې پښتانه شعوري ویده دي

د پښتنو احساس مړ دی

 کله به راوېښېږي، شاید کله هم نه! ...

کله هم نه!.

(لایق زاده لایق)LAYAQ ZADA LAYAQ

- ګلزمان
بېرته شاته