(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حبیب جالب او پښتانه

[11.Apr.2022 - 16:36]

حبيب جالب او پښتانه

لېک :- رشيد احمد 

دمحترم حبيب جالب په حقله  مونږ ډېر څه اورېدلي  او لوستلي ديسياسي لېډران،شاعران ، لېکوالان او پوهان د  هغه شعرونه په خپلو تقرېرونو،لېکونو او بحثو نو کښې د دلېل او خوند دپاره وائي. دا ښاغلے څوک وو؟ د کوم ځاے وو؟ او د پښتنو سره د هغه څه تعلق دے ؟  او ماولې دغه موضوع ددې مطلب دپاره غوره کړه؟  نو ددې په شا څو اهم واقعات دي  چې ددې لېك سوب شوي ديهسې خوهغه د اردو ژبې نوموړے شاعروو. دپښتنو قام پرستو سره يو ژور تړون لرلو او تر مرګه هغه د دغه تړون مزے نه دے سست کړے. هر قدم يې ددوي په قدم ايښے دے.دبې وزلو دپاره يې غږ پورته کړے دے. جمهوريت دپاره يې قيدونه تېر کړي دي .ولې د هغه حق زما په خيال چا نه دے اداکړے. ځکه نو په دې لېکنه کښې د حبيب جالب دپښتنو سره د تړون  يو لنډ جا ج وړاندې کولے شي .او په اخره کښې دا خواست کولے شي چې دنوموړي کلامونه دې پښتو ته ترجمه کړے شي. چې دهغه حق اداشي.

 

 محترم حبيب جالب د پښتنو سره يو خاص تړون لرلو. هغه په هند كښې دپښتنو په کلي کښې زيږيدلے وو، دپښتنو سره په ګاونډ کښې لوئې شوے وو او ټول عمر يې دپښتنو سره ډله وه. او تر مرګه هغه په خپل فکر ټېنګ پاتې شوے دے. هغه په قام مئين وو او د قام او بې وزله اولس د پرمختګ او سوکالۍ دپاره يې خپل ټول عمر وقف کړے وو. هغه تر مرګه په پښتنو قام پرسته مشرانو مئين وو او چرته يې د دوي سره اختلاف نه وو کړے. هغه په خپل ژوند لېک ( سوانح عمري) کښې دپښتنو مشرانو درنه وئيلې ده او په هغو يې د خپل اعتماد څرګندونه کړې ده.

زيږيدنه او ماشوم توب

محترم حبيب جالب  د د صوفي عنايت الله په کورکښې په کال ١٩٢١ کښې د هوشيارپور (هندوستان) په يو کلي ''مياني افغانان'' کښې سترګې غړولې وې.دغه کلے مهمندو پښتنو  ودان کړے وو. او د هغه نېکونه د غزني (افغانستان) نه دلته راغلي وو او په دغه کلي کښې اباد شوي وو. حبيب جالب په مالي لحاظ سره  يوې کمزورې  او بې وزله کورنۍ کښې ژوند تېر کړے وو. هغه د لوږو تندو او غربت نه سيوا بل څه نه وو لېدليدهغه کورنۍ که په مالي توګه هر څومره غريبه وه خو په علمي لحاظ سره اسوده حال وه او دعلم د زدکړې او خورولو سره يې مېنه لرله. او هم دغه وجه وه چې محترم حبيب جالب دعلم حاصلولو دپاره ډيلي ته لاړو او کله چې هند تقسيم شو نو هغه پاکستان ته د خپلې کورنۍ سره کډه اوکړه.

د شاعرۍ او شاعرانو سره اړيکي

 په خپل ژوند لېک کښې ليکي چې زمونږ په کلي کښې  هم خلقو د شعرو شاعرۍ او سندرو سره مېنه لرله او دهغوئ نه به يې ډېر څه اورېدل. په ډيلي کښې د هغه مشرورور په يوه مياشتېنۍ مجله کښې لېکل کول او مشاعرو کښې به يې ګډون کولودغه مشاعرو ته به حبيب جالب هم د ورور سره تلو او دغه رنګ يې په دغه فن کښې دخپل وخت لوئې لوئې څټې لېدلې او اورېدلې وې. داسې يې د شاعرۍ سره تړون پيدا شۀ ليکي چې په ډيلي کښې زمونږ سکول ته مخامخ يو جمات وو زمونږ استاذانو صاحبانو به هلته مونځ کولو او طالبعلمان به يې هم په مانځه اودرول. هلته د مانځه نه وروستو د دعا په وخت يوه مطلع ذهن ته راغله

مدتیں ہوگئیں خطا کرتے                        شرم اتی ہے اب دعا کرتے

او هم داسې حبيب جالب شاعرۍ سره تړون  پيدا کړو. د پاکستان جوړېدو نه وروستو په کراچۍ  دمېشتۀ کېدو نه پس هغه ته دلويو لويو شاعرانو سره د ملاقاتونو او شعرو شاعرۍ اورېدو موقع په لاس ورغله. او هغه په اولس کښې ځانته يو جوت مقام ترلاسه کړو.

کار روزګار

محترم حبيب جالب د خپل خاص طبيعت له کبله په يو ځاے مستقل نه دے پاتې شوے. په مختلفو اخبارونو کښې يې کار کړے دے،په مشاعرو کښې به يې ګډون کولو،فلمونو له به ىې سندرې لېکلې او هم دغه د هغه کار روزګار او دامدنۍ کومه مستقله ذرېعه يې نه لرله.

سياسي تړون

د ترقي خوښونکو شاعرانو سره هم دهغه تعلق جوړ شو. په خاص ډول د ميا محمود علي قصوري سره يې نزدې اړيکي لرلې . ځکه چې هغه د ازادۍ دپاره قيدونه تېر کړي وو.جالب صيب لېکي چې کله نيشنل عوامي پارټي جوړېدله نو ترقي خوښونکي ،دجمهوريت علمبردار او ايمپيرياليزم مخالفين په دغه ډله کښې شامل شول. دغه خلقو د يو ازاد ،خپلواک او سوکاله پاکستان  جوړېدو دپاره هلې ځلې کولې .ټول ترقي پسند،او کميونسټ هم په دغه ګوند کښې ځاے شول.په دغه زمانه قام پرسته او جمهوريت خوښونکي په مشرقي او مغربي پاکستان کښې يو ځاے کېدل .هم دغه وجه وه چې دے هم په دغه ډله کښې شامل شوے وو. او په دغه زمانه کښې د کال ١٩٦٢ دستور هم نافذ شو. ددغه دستور او سياست په مقابل کښې حبيب جالب د خپل ګوند او ډلې سره تړون نور کلک کړو. او د دغه دستور په حقله يې خپل مشهور نظم په يوه مشاعره کښې واورولو.او داسې د هغه د نېولو،قيد کولو دپاره لارې چارې هوارې شوې.

 په دغه زمانه د مارشل لاء خلاف هلې ځلې جاري وې او د محترم حبيب جالب تعلقات د قام پرسته  او وطن دوسته  سياسي مشرانو سره کلک شوي وو. هغه به دخان عبدالولي خان،اجمل خټک،ارباب سکندرخان خلېل، او محمود علي قصوري سره په سياسي جلسو کښې ګډون کولو. د کال ١٩٦٤ د اولسي ټاکنو دپاره متحده اپوزيشن هم جوړ شوے وو. خو حکومت هغه وخت شپه په شپه داسې کار اوکړو چې ټول انتخابات ايوب خان اوګټل. هغه لېکي چې يوه ورځ په لاړکانه کښې د فيض احمد فيض په مشرۍ کښې مشاعره وه زه هم هلته موجود ووم.مونږ د ذوالفقارعلي بهټو سره  سحر په چمن کښې ګرځېدو hنو ما ترې پوښتنه اوکړه  چې مولانا بهاشاني مو څنګه ځانته واړولو. نو هغه اووې'' چې دغه قصور زما دے. ما مولانا ته اووې چې مونږ چين ته روان يو اوته د مادرملت سره امرېکې ته. اودغه وخت مې ورله پيسې ورکړې.'' وړاندې وائي چې يوه ورځ زه د خان عبدالولي خان،چوهدري ظهور الٰهي سره ملتان ته روان وم. نو د چوهدري نه مې تپوس اوکړو چې تاته په دې عمر کښې د روپو اخستو څه ضرورت پيښ شو؟ نو ولي خان په بړق بړق  اوخاندل وې ته د عمر خبره کوې  دلته خو د لس اتيا(٩٠)کالو سړے هم خرڅېږي. لېکي چې د هغه اشاره مولانا بهاشاني ته وه. دمولانا بهاشاني په وجه مادر ملت دغه انتخابونه بائللي وو او جمهوريت ته ډېر لوئې نقصان رسېدلے وو. که چرې دغه سودا بازي نه وے شوې نو نن به دملک حالات بدل وو

د پښتنو مشرانو سره د محترم جالب مېنه 

حبيب جالب د باچاخان بابا په حقله وائي چې 

 '' د باچا خان سره د هغه د مرګ نه لږه موده مخکښې زما ملاقات شوے وو. زۀ پېښور ته يوې جلسې دپاره تلے ووم . ما ورکرانو ته اووې چې زه باچاخان سره لېدل غواړم.نو هغوئ زه باچاخان له بوتلم. هغه وخت دهغه سره پښتانه مشران ناست وو. چې زه يې اولېدم نو په اردو کښې يې خبرې شروع کړې  چې د جناح صيب پاکستان خو ختم شو اوس څلور وروڼه پاتې دي.څوک اوبۀ زغلوي چابجلي يوړه، مونږ ته دې هم خپله برخه راکړے شي. وائي چې هغه هرڅه د پاکستان دننه غوښتل. چې کله هغه خبرې ختمې کړې نو ما ورته اووئيل چې بابا تاسو ټول عمر تقريرونه کوئ. نن زۀ  څو خبرې ستاسو په خدمت کښې پيش کول غواړم

1. تاسو د هټلر خلاف جنګ اوکړو... تاسو ته وړومبے سلام

2. بيا مو د فرنګي سره جنګ اوکړو.د احمد اباد په فسادونو کښې چې کوم مسلمانان کيمپونو ته تلي وو.تاسو هغوئ په کيمپونو کښې لټول. کله چې تاسو د يو کانګريسي وزير سره دهغوئ په لټون کښې وئ نو يو کميونسټ مشر تاسو ته اووې چې دا سړے به ستاسو مرسته اونکړي نو تاسو هغه وزير کوز کړو او هغه کميونسټ تاسو کيمپ ته بوتلئ تاسو په هغه کيمپونو کښې پخپل تقرير کښې وئيلي وو

'' تاسو دومره کمزوري شوئ چې خپل کورونه  او هر څه مو پريښول او دلته راغلئ.حوصله ساتئ زه راغلے يم'' بيا تاسو هغه خلق په خپلو کورونو کښې بحال کړل او او مو فرمائيل '' نه په هندو کښې ايمان پاتې دے او نه مسلمان کښې. داکميونسټ زما خوښ شو''  زۀ تاسو ته سلام پيش کوم

3. د افغانستان په جنګ کښې تاسو وئيلي وو'' دلته د مسلمانانو وېنه بيولے شي او مونږ ته د امرېکې لاس وهنه قبوله نه ده'' زۀ(جالب) ستاسو عظمت ته سلام پيش کوم.

ما دا ټولې خبرې بابا ته عرض کړې نو بابا اووئيل چې حبيب جالب له ډوډۍ راوړئ.

خان شهيد عبدالصمد خان اچكزے او جالب 

حبيب جالب صيب وائي چې يو وخت په جيل کښې په تکليف کښې ووم او هر څه راته بند وو.نو يو تن ماله پخپلو لاسو ناشته راوړه کومه چې  د جيل انتظاميې راپرې نه ښوده. او دغه ناشته ورله خان شهيد عبدالصمد خان اچکزي په خپلو لاسو راوړې وه. نو پښتنو مشرانو هم حبيب جالب ته د قدر په سترګه کتلي وو.

محمد افضل خان لالا سره تعلق

په يو قيد کښې ورسره محمد افضل خان لالا ملګرے وووائي چې هغه به زمونږ په شان د ورکرانو ډېر خيال ساتلو. او يوځل يې شپږ سوه روپۍ ورکړې وې چې جيل ته پرې  ځانله کتابونه رااوغواړو.

محترم حبيب جالب د ټولو پښتنو مشرانو ستائينه کړې ده او ټول يې په  نامه ياد کړي ديکله چې هغه ته بهټو په خپله پارټۍ(پي پي پي) کښې د شاميليدو بلنه ورکړه نو هغه ورته اووئيل چې زه خو په نيشنل عوامي پارټۍ کښې يم، نه خپله پارټي پريږدم او نه ستاسو په ټکټ اليکشن کښې برخه اخلم.او دا دعوت ورته د ميا محمود علي قصوري په کور کښې د هغوئ په وړاندې بهټو ورکړے وو. خو هغه انکار کړے وو. او په هغه زمانه هغه هم پوهه وو چې که دبهټو سره يو ځاے شي نو انتخاب هم ګټي او نورې ډېرې فائدې تر لاسه کولے شي خو هغه داسې او نه کړل.

 داسې نور هم ډېر واقعات شته چې هغه پکښې د پښتنو مشرانو سره د خپل خلوص او مينې څرګندونه کړې ده او دوئ ته يې خپل مشران وئيل  او اعتماد يې پرې کولو.هغه لېکي چې زه نيشنل عوامي پارټۍ سرګرم غړے ووم.خو دپنجاب مشرانو څه عهده نه راکوله. ولې عبدالولي خان راته يوځل اووې چې ډهاکه کښې به ملاقات کوو. اودې دپاره يې زۀ د مرکزي کميټۍ غړے اوګرځولم.داسې نور ډېر واقعات هغه په خپل ژوند لېک کښې ذکر کړي دي 

پښتنو مشرانو او اتلانو ته پيرزونې

حبيب جالب پښتنو مشرانو ته هم وخت په وخت د عقيدت پيرزونې وړاندې کړي دي لکه باچا خان ته يې د عقيدت پيرزونې هم وړاندې کړي دي. په خپل ژوند لېک کښې يې هغه ډېر په درنو ټکو کښې ياد کړے دے او هغه خلق يې هم غندلي دي چا چې په هغه تورونه لګولي دي. ددې نه علاوه هغه خان شهيد عبدالصمد خان هم په درنو ټکو ياد کړے دے.حبيب جالب د قېصه خوانۍ شهيدانو ته هم د عقيدت پيرزونې په خپل يو نظم ''قېصه خواني کے شهيدون کي نذر''  (مخ ١٤٧) کښې  وړاندې کړې دي.او ولي خان ته يې په خپل يو نظم''ولي خان''( مخ ٣٦٨) کښې هم دعقيدت ګلونه وړاندې کړي دي  دکوم نظم چې دا يو شعر ډېر زيات مشهور شوے وو

کسی سنگدل کے درپر مرا سر نہ جھک سکے گا             مرا  سر نہیں  رہے   گا   مجھے  اسکا   ڈر نہیں

حبيب جالب او ترقي پسند 

محترم حبيب جالب ترقي پسند وو خو کميو نسټ نه وو.هغه په دغه دواړو نظريو کښې فرق کولو. هغه پخپله ځان هم ترقي پسند ګڼلو او د هغه داوينا ده چې نيشنل عوامي پارټي کومې ته چې هغه خپله پارټي وئيله يوه جمهوري پارټي ده ،ترقي پسنده ده،د ګاونډي ملكونو سره ښه تعلقات غواړي، د امپيريلزم خلاف ده او انتخابات خوښوي

  جمال احساني د جالب په سوانح عمري (مخ ٨٠-٨١)کښې لېکي چې براهيم جليس د ترقي پسندې نظرئيې خاوند وواو هغه وخت ځان ترقي پسند څرګندول ګران وو ځکه چې حکومتي ايجنسو به په ترقي پسندو او کميونسټانو کښې فرق نه کولو . د حبيب جالب ددغه خبرې نه معلوميږي او واضحه ده چې هغه ترقي پسند وو خو کميونسټ نه ووپه دغه دواړو نظريو کښې هم يو جوت فرق ليدے شي. د هغه ملګري اکثر ترقي پسند وو او ددغه لېکوالو سره يې هم ژورې اړيکي لرلې.پښتانه لېکوالان او شاعران اکثر ترقي پسند او قام پرسته  دي.ځکه چې دغه ټول د جمهوريت، ترقۍ، سوکا لۍ، مساواتو  ،دلېک او تقرير په اذادۍ يقين ساتي.  

 

حبيب جالب او اجمل خټک

 اجمل خټک  هم ډېر لوئې او معتبر شخصيت دے.هغه يو مفکر،انقلابي شاعر،افسانه نګار،تاريخ نويس،غزلګو غرض داچې يو ګڼ اړخيز شخصيت او د جديد پښتو ادب کلاسيک لېکوال دے.هم دغه شان حبيب جالب هم انقلابي او مزاحمتي شعر ونه وئيلي دي. دا دواړه نابغه د خپل دور هم فکره ،هم خياله شاعران دي. دواړو ډېر دتکليف عمر تېر کړے دے. او دواړو د خپل پرمختګ خوښونکي ذهن او فکر دپاره جيلونه خوړلي دي او د هغه دور د حکومتونو بلا جواز تکليفونه يې زغملي دي.نن چې پښتانه څه لږه ډېره فکري ازادي لري نو په دې ګټلو کښې ددغه دواړو شخصيتونو يو لوئې لاس دے 

 حبيب جالب او رحمت شاه سائل

محترم رحمت شاه سائل  د'' پښتون'' مجلې د دسمبر ٢٠١٥ په ګڼه کښې په ديارلسم (١٣)مخ  د افضل خان لالا  په حقله خپلو يادښتونو کښې لېکي چې مونږ کله  دانتخاباتو دپاره جلسې کولې .نو په دغه دوران کښې حبيب جالب صيب هم د محترم اجمل خټک سره څو ورځو له راغلے وو. او مونږ د ''دربند'' او ''امب'' په دوره وو. په دربند بازار کښې جلسه وه او ددغه سېمې خلقو هندکو وئيله. '' نو ما حبيب جالب ته اووې چې دلته به زه ستا نظم پيش کووم.نو ته به دغه نظم دلته نه وائې.هغه حېران شو چې تۀ به زما نظم څنګه  اووئيلے شې ؟  ما دغه نظم  په جلسه كښې اووئيلو '' خطره هے زردارون کو''  نو هغه ډېر حېران  او خوشحاله شو '' . حبيب جالب ته به  محترم اجمل خټک د سائل صيب د شعرونو اردو ترجمه کوله او هغه به ترې ډېر خوند اخستو.

د حبيب جالب يو نظم او د قلندر مومند يوه افسانه

        د دوه مياشتېنئ  مجلې ''پاڅون '' په يوه ګڼه کښې مې د محترم حبيب جالب د يو نظم چې د هتهکړو په حقله دے د ښاغلي  عظمت هما يو ليکنه لوستې وه .محترم لېکوال  د غه نظم او د قلندر مومند يوه افسانه ذکر کړي وو او دهغوئ فکري يو شان والے يې ستائيلي وو. دلته دا خبره ذکر کول غواړم چې په دغه زمانه دا دواړه ښاغلي په يو ګوند کښې وو او فکري تړون يې لرلو. ولې دا خبره ښکاره ده چې محترم قلندر مومند خپله د افسانو مجموعه ''ګجرې'' په کال ١٩٥٧ء کښې چاپ کړې وه او محترم حبيب جالب دغه نظم  د کال ١٩٦٤  خوا وشا کښې وئيلے وو. دښاغلي قلندر مومند افسانه ''ګجرې'' صرف د هغه ذاتي تخيل دے او دهغه د فکر زيږون دے.او د محترم حبيب جالب دغه نظم يوه حقيقي واقعه ده چې دهغه لاسو کښې هتهکړۍ وې او ديونيم کال ماشومې لور يې ورسره لوبې کولې. دې  ته مونږ اتفاقي  توارد  وئيلے شو. چې  فکري يو شان والے دے. دواړو د يوبل نه اخذ کړي نه دي.البته د قلندر مومند افسانه يقېنا د حبيب جالب د نظم نه څو کاله  وړاندې چاپ شوې ده.

 دحبيب جالب ''پور''

محترم حبيب جالب  پښتنو مشرانو ،او د قېصه خوانۍ شهيدانو ته هم منظوم عقېدت وړاندې کړے دے. ددې نه علاوه هغه زمونږ مشران په خپلو نظمونو کښې ستائيلي دياو تاريخ يې محفوظ کړے دے خو دپښتون اولس نه پټ دے. څومره به غوره وي که څوک د هغه کلامونه پښتو ته منظوم ترجمه کړي.که ټول کليات يې ترجمه شي ډېره به غوره وي او که داسې نه وي نو چې منتخب کلام يې ترجمه شي او ټولو پښتو لوستونکو ته وړاندې شي نو دابه په يو لوئې د قدر وړ کار وي اود حبيب جالب پور به هم اداشي.

ما خذونه او حوالې 

1. حبيب جالب ،جالب بيتي، طاهر سنز پبلشرز لاهور،٢٠١٣،مخونه ٣٢.٣٠-٣١،٩٣-٩٢،١١٠-١١١،١٣١،١١٨،١٨٨-١٨٩، ١٩٥

2. حبیب جالب ، کلیات حبیب جالب،شرکت پرنټنګ پریس لاھور ۲۰۰۵،مخونه ١٤٧،٣٦٨،٢٧٤

3. جمال احساني،جالب جالب، اداره احباب جالب کراچي،١٩٩٣.

4. رحمت شاه سائل ، د ډېرو ترخو تجربو نه راتېر شوے،مياشتينۍ ''پښتون'' دسمبر ٢٠١٥،مخ ١٣.

5. عظمت هما،''د حبيب جالب درې شعرونه او د قلندر مومند افسانه''، پاڅون،نومبر-دسمبر٢٠١٥،مخونه٣٣-٣٥

6. قلندر مومند،ګجرې،١٩٥٧.

Habib jaleb au Pakhtana , by: Rashid Ahmad

-
بېرته شاته