(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تل فعال استاد

[11.Apr.2022 - 20:52]

تل فعال استاد 

لیک: زلمی هېوادمل

د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د سلطنت په وروستیو کلونو او د سردار محمد داؤد د حکومت پر لومړي کال چې زه د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشری علومو د پوهنځي محصل وم. دا وخت د کابل پوهنتون د بیلابیلو پوهنځیو اکثرو ډیپارټمنټونو د شرق او غرب له ډېرو سترو او مشهورو پوهنتونونو سره توأمیتونه درلودل او د هغو پوهنتونونو ډېرو استادانو د کابل پوهنتون په ډيپارټمنټونو کې تدریس کاوه

پروفیسور دوکتور سنای، آلماني بشرشناس، د ادبیاتو او بشري علومو د پوهنځي د بشر شناسي استاد ؤ

موږ به چې هر سهار له لیلې درس ته راتلو په هفته کې به مو ضرور دوې، درې ورځې یو ځوان استاد لیده چې په بیړه به له پروفیسور سنای سره صنف ته روان ؤ

دا ځوان افغان استاد به هره ورځ آراسته، پاک، ملبس، نکتایی اچولې، میانه قد، سره بریتونه چې له نافذو شنو سترګو او سره بخن مخ سره یې دده ځوانۍ ته خاصه ښکار بخښله، د ابیاتو او بشری علومو د پوهنځي د ځینو خارجي استادانو د همکار استاد په توګه له دوی سره پر کار بوخت ؤ.

دا ځوان استاد عبدالرازق پالوال ؤ. یوه میاشت به یې مسلسل پوهنتون ته تګ را تګ درلود. بیا به یوه میاشت نه لیدل کیده او بیا به هم ناببره پیدا شو. بله ورځ یو څوک د پوهنتځی د بشر شناسي صنف ته-چې محصلان لا د پروفیسور سنای راتګ ته منتظروو-راغی او د استاد پالوال پوښتنه يې وکړه. په شاګردانو کې یو چا معلومات درلودل، پوښتنونکي ته یې وویل: استاد یوه میاشت دلې وي، بیا ځي ولایاتو ته، هلته تحقیق کوي او بیا بیرته راځي. اوس د کندهار ښوراوک ته تللی دی

وروسته خبر شوم چې استاد ډېر وخت کله یوازې خپله او کله له خارجی څیړونکیو سره د څیړنو له پاره ساحې ته خي او چې کله له پوهنځی فارغ شوی بیا تر اوسه د تدریس ترڅنګ ډېر وخت پر ساحه یې څیړنو بوخت وي

د افغانستان د ژبو د اطلس په جوړولو کې یې هم له استاد مجاور احمدزیار او نورو استادانو سره برخه اخیستې وه

د استاد پالوال ساحه یې څیړنې پر ژبپوهنه او وګړ پوهنه د (بشرشناسی) متمرکزې وې. د پوهنځی په لومړیو کلونو کې ما استاد پالوال له لیرې پیژاند، خو کله چې وږمه (مجله) کې په کار وګمارل شوم، دا وخت د استاد پالوال نوی کتاب (د پښتو نوی مصدر) د وږمې مجلې د یوې ګڼې پرځای چاپ شوی ؤ. د کتاب د توزیع او ځینو نورو چارو لپاره یې د وږمې دفتر ته تګ راتګ درلود

دا مهال نو دی ما له نژدې ولید، خبرې مې ورسره وشوې. څومره چې به مې ورسره لیدل زیاتیدل، د ده پر شخصیتی خصوصیاتو پوهیدم. زما په پوهه دی په عامو برخوردونو او مراوداتو کې ډېر آرام سړی ؤ. پر خپل ځان په پوره اعتماد يې علمی بحث او عام صحبتونه کول. ددې ظاهر آرام شخصیت ترڅنګ پالوال په باطن کې د علم او پوهې له کسب، علمی کار او له خپل شاګرد سره د زړه سوي او هغوی ته د نویو معلوماتو درسولو یوه اورنۍ مینه درلوده او دا یې هیله وه چې شاګردان یې نوې خبرې او معلومات زده کړې او خپل شاګردان پر نویو او پرمختللو علمي معلوماتو سمبال کړي

زه هغه وخت ډېر دده د هڅو پر اهدافو او ماهیت نه پوهیدم، خو وروسته وروسته چې له ده سره مجالس ډېر شول آثاریې میدان ته راووتل، ماته روښانه شوه چې ده له ابتدا د خپلو څیړنو په ډګرونو کې د نویو مفکورو، نظریو-که څه هم ځیني يې ورسره و نه-مني د تبلیغ او ترویج هڅه کوله

هغه وخت له استاد پالوال سره زما د نږدې شناخت موده ډېره لنډه وه. زه لا له پوهنځی نه وم فارغ شوی چې استاد د لوړو تحصیلاتو لپاره خارج ته ولاړ او کلونه کلونه مو سره و نه لیدل. استاد پالوال د شلمې پیړۍ په اویایمو کلونو کې خارج ته ولاړ له دوکتوری وروسته په هیواد کې د نامساعدو شرایطو په وجه دی په غرب کې پاتې ؤ مګر داسې نه چې وزګار دې ناست وي. ده هلته هم علمي کارونه کول او له علمی مراکز و سره یې رابطې درلوې. زما ملګري او دوست شیر یحیی راته وویل: استاد پالوال د جرمنی به هامبورګ کې د افغانستان د اتنوګرافی یو کوچنې میوزیم هم جوړ کړې ؤ.

د شلمې پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې چې زه په پیښور کې وم. زما دوست حمدالله صحاف چې به له کوټې پیښور ته راغی، نو نوي چاپ شوي کتابونه به یې ماته راوړل. یو ځل چې راغی د راوړیو کتابونو په جمله کې یې د استاد پالوال یو کتاب هم راوړی ؤ چې (د پښتو نوی او پخواني تاریخ) نوماند. ما سملاسي له حمدالله پوښتنه وکړه: پالوال صاحب اوس چیرې دی؟ حمدالله ځواب راکړ: اوس په کوټه کې دی، د پښین په سرخاب کمپ کې اوسي. کله چې ښار ته راسي نو بیا صحاف خپروندویې ټولنې ته ضرور راځي. پدې زیري خوشحاله شوم. حمدالله صحاف ته مې وویل: زما سلامونه استاد ته ورسوه. د کتاب له لیږلو مننه. ما چې د کتاب عنوان ولید، لږ په فکر کې کښیوتم خو سملاسی مې ذهن د استاد د کارونو په باب زما خپل پخواني نظر ته ولاړ او هغه دا چی استاد پالوال په نورو پسې د اقتدا د نظریې پلوی نه دی. کله چې مې د کتابپاڼې راواړولې را معلومه شوه چې استاد د بشر شناسی د نویو نظریو په رڼا کې د افغانستان نوی پخوانې تاریخ لیکلی دی، دا نو د کتاب دویم جلد دې او وایي لومړی جلد یې چې په انګریزي ژبه دی. زما ذهن راغلل چې د انګریزي جلد به د استاد پالوال د دوکتوری ډیزرټیشن وي دا ځکه چې د شلمې بیړۍ په او یایمو کلونو کې استاد پالوال دوکتوری اخیستې وه او دا مهال د دې تاریخ له لیکلو سره برابریږي.

د حمدالله صحاف تر سفر میاشت دوې وروسته، زه کوټې ته لاړم. هلته زموږ همیشنی بنډار ځای د صحاف خپرندویه ټولنه وه. یوه ورځ صحاف راته وویل: « سبا ضرور راسې، پالوال صاحب ستا له راتګه خبر سوی دی. سبا له پښینه کوټې ته راځي

سبا چې تر هغې زه کاسی روډ صحاف نشراتی موسسې ته رسیدم. استاد پالوال ترما دمخه رسیدلی ؤ. داځل مې نو استاد پالوال تر ډېرو کلونو وروسته ولید، خو په یوه بله حلیه. د کندهار د یو عنعنې مشر په توګه، سپینه کندهارۍ غاړه پرتن، درنه لنګوټه پرسر او له درنې سپینې ږیري سره. بنډار مو شروع شو. د کورنۍ پوښتنه مې ترې وکړه، پوه شوم چې ټول په خارج کې دي. په هغه بنډار کې یې دا هم راته وویل چې یوه لور مې پر هاشم مومند واده ده او په چک کې اوسي

له دې ناستې وروسته چې به کله هم زه کوټې ته تلم، نو به مې له استاد سره د صحاف پر مکتبه لیدل. یو ځل چې زه په کوټه کې وم، خبر شوم چې لیکوال، شاعر او استاد، پروفیسور حمیدالله صاحبزاده ناروغ دی، د هغه د پوښتنې لپاره پښین ته ولاړم. د صاحبزاده تر لیدو وروسته، د سرخاب کمپ ته هم ورواوښتم او له استاد پالوال سره مې ولیدل. د کوټې ښار ته پر لار مې د استاد پالوال به باب له ځان سره فکر کاوه او ویل مې: یو سړی چې له څلویښتمو کلونو د غرب له اکاډمیکو شخصیتونو او علمی مراکزو سره ډېرې نږدې علمي اړیکې لري. ماستري او دوکتوری یې هم په غرب کې ترلاسه کړې دي. کلونه کلونه په غرب کې اوسیدلی دی او کورنۍ یې په خارج کې ده، په هیواد کې هم بدې ورځې دي. خو دی، دې ټولوته په نه پاملرنه بیرته راستون شوی او د سرخاب په کمپ کې له افغان کډوالو سره اوسپږی. زما په پوهه له هیواد او خپلو خلکو سره مینه تردې بالا نشي کیدای

د کوټې په هماغه سفر کې زما ملګری او همکار ظاهر جان بابري او زه: کندهار، هلمند، فراه او هرات ته هم تلونکي وو. خو زموږ د هیواد ملي شخصیت او د پادشاه د وخت ولسي جرګې دوه دوره یې معین، شهید عبدالاحد خان کرزي راته ویلي وو: خیر دی، څو شپې کوټه کې پاته سه، هیواد کې د ننه وضع ډاډمنه نه ده. ما حبیب الله بریتور ته خبر ورکړی دی چې راسي ستاسو د سفر ملګری به وي

موږ چې د استاد پالوال له لیدو وروسته بیرته کوټې ته راغلو، شپه مو د معین صاحب پر کور وه. سهار لا موږ ښار ته نه وو وتلي، د فاروق په نامه یو کندهاری ځوان راغی، راته یې وویل: «صحاف صاحب راته وویل: چې تاته ووایم، که دې نن کندهار ته سفرونه وي نوکاسی روډ ته راسه». 

له خبر سره سم صحاف خپروندیې ټولنې ته ورغلم، حمدالله صحاف راته وویل: پالوال صاحب حال راکړی نن له سرخابه راځې، ویل: که هیوادمل دلې و، ورته ووایه چې راسي، نو ځکه ما فاروق درواستاوه چې تا خبر کړې

موږ لاخبرې کولې چې استاد پالوال راورسید. د خبرو په پیل کې یې راته وویل: «بخښنه غواړم پرون ما او تا په سرخاب کې سره ولیدل، خو وخت نه و چې پر موضوع له تا سره خبرې وکړم. خبره داده چې څه موده د مخه د صحاف صاحب په کتابونو کې مې یو ګستتنرسوی پنډ کتاب وموند چې پرې لیکل سوي ول: نافع المسلمین د نور محمد غلجي. کتاب مې پرله راواړاوه پوه سوم چی تاپر کار کړی دی. څنګه چې چاپ یې ډېر خراب دی، لوست یې ډېر زهیرولم. ددغه نافع المسلمین په باب راته خبرې وکړه

ما ورته وویل: نافع المسلمین فقهی کتاب دی چې پر پښتو مسجع ډوله نثر لیکل شوی، خو مخمسو نه او ځینی نظمونه هم لري. کتاب د هوتکي دوران دی او لیکوال یې نور محمد غلجي توخی دی چې د میرویس نیکه د کورنۍ ملا او معلم ؤ. دا کتاب محمد هوتک لیدلی او په پټه خزانه کې یې ترې استفاده کړې ده. تر اوسه یې همدا یوه خطي نسخه معلومه ده چې د افغانستان په ملي آرشیف کې ساتل کیږي

زما تر لنډو معلوماتو وروسته ده بیا ماته وویل: غواړم پردې کتاب کار وکړم مګر ستا ګستتنر سوې نسخه زما مشکل نسی حلولای ځکه چې یو خو چاپ سوې نسخه په ځینو ځایونو کې نه لوستل کیږي او ځینې ځایونه یې سپین دي

بیا چې کله استاد پالوال د ۲۰۰۲م کال شاوخوا له کوټې ته کندهار راغی او د ښار په نواحیو کې به خپل پلرنی کور او په خپل هیواد کې ژوند پیل کړ او زه هم کابل اوسیدم. یو ځل د کندهار په یوه عملی غونډه کې سره یو ځای وو. د نافع المسلمین خطی نسخې د لیدو لپاره یې د طالبانو د لومړی حاکمیت په وخت کې کابل ته د خپل سفر او په سپین زر هوتل کې د اوسیدو او د کتاب د خطی نسخی د مطالعې لپاره یې ملی آرشیف ته د خپل تګ راتګ قصه راته وکړه، اما متاسفانه چې ما د ده د کار د نتایجو پوښتنه ترې و نه کړه.

دی چې پر ۲۰۰۲م کال کی بیرته په خپله پلرنۍ مینه کې میشت شو، یوازینی چاریې مطالعه، تحقیق، له ځوانو فرهنګیانو او فرهنګی شخصیتونو سره ناسته ولاړه، په علمی غونډو او سیمینارونو کې ګډون ؤ. چیرې به چې سیمینارؤ او دی به دعوت شوی ؤ ضرور په ورته روان و. په ټولو علمی او اجتماعی غونډو کې یې، لکه یو ځوان په مینه برخه اخیسته.

ښه می په یاد دي چی یو وخت د کندهار ځوانو فرهنګیانو د کندهار له هغه وختنی والی اسدالله خالد سره څه مشکلات پیدا شوي وو. هغه وختنی ولسمشر حامد کرزی هم له دې مشکلاتو خبر شوی ؤ، ما ته یې وویل: د کندهار ځوان فرهنګیان را وغواړه. ما هسې وکړل او ځینو ځوانو فرهنګیانو ته مې خبر وکړ چې کابل ته راشي.

له راغلیو ځوانو فرهنګیانو سره استاد پالوال هم راغلی ؤ. د ده په لیدو می زړه ته راغلل چې استاد پالوال له پاخه سن سره سره د ځوانو ولولو خاوند دی. د هیواد له ځوان قشر سره یې د زړه مینه وه او د دوی له علمی پیشرفت او هم ستونز سره علاقمند ؤ.

استاد پالوال له ۲۰۰۲ کال را پدې خوا کلونه په کندهار کې مصروف پاتی شو. دا مهال یې ډیرې مقالی هم ولیکلی او د معیاری ژبه په نامه یې یو ځانګړی کتاب هم ولیکه او چاپ شو، خو داسی وخت هم راغې چې ناروغیو پر زور وکړ او د خپل ځان له کاره هم پاته شو. وریرې یې، د حمیدالله خان هوتک میرمنې له ځان سره کابل ته راووست او په مهربانۍ یې د ده پالنه وکړه. د کابل په استوګنه کې می یوه ورځ د کرزي صاحب پر کور ولید. د وروستیو دوو کالو، د کرونا وبا د مصیبت په وجه یې د حمیدالله خان هوتک کور ته لیدو ته نه یم ورغلی. تردې چې د تیر میلادی کال په دسامبر کې یې له غمجنې مړینی خبر شوم. سپیڅلی انسان ؤ. خدای دې وبخښي، جنت یې ځای.

 

 

 

خدای بخښلي خان عبد الولی خان په افغانستان له پاکستان او استعماری قوتونو لخوا د تپلي شوي جنګ مخالفت هسې نه کوو بلکې هغه ته یې انجام مالوم وو چې د دې جنګ به څه انجام وي ؟

 

پاکستان ۴۵ کاله د هندوستان په بهانه په افغانستان کې جنګونه وکړل  هدف یې دا وو چې پښتانه افغانان بیسواده ، غریبانان او د بل خیرات خواره جوړ شي ، دوي د خپل قامی سیاست څخه ناخبره پاتې شي او د کابل واک دې د هغه چا لاسو ته وغورځیګي د کوم ریمورټ کنټرول چې په راواپنډئ کې وي ،

 

خو د انجام نه یې څه خبر ؟

 

خدای بخښلي صاحب شاه صابر صیب سهي ویلي وو 

د سرو لمبو د غر غرو د شوره نه دي خبر

دا څوک چې جنګ غواړي د جنګ له زوره نه دي خبر

لیک : امیر یوسپزی

د پاکستان فوځ او د هغوي ګوډاګي ملیانو شل کاله د خپل ولس غوږونه ډک کړل او بیانیه یې ورته ورکړه چې د ټي ټي پي او بلوڅ سرمچارو په شا هندوستان او افغانستان ولاړ دی تر کومې چې د افغانستان جمهوري دولت وي نو په پاکستان کې به ترهګري وي ، په دغې عرض پاکستان د انګریز په راښکلې شوې کرښې ازغن تارونه هم ولګول خو بیایې هم سر بچ نه کړو .

د تیرو دوه میاشتو نه د پاکستان په ادارو له بلوڅو او ټي ټي پي لخوا ناتار جوړ دی ، په پنجګور او نوشکي کې د فوځ په کلا ګانو بریدونه بلوڅو په تیرو ۴۵ څلوبښتو کلونو کې هم نه وو کړي .

د پاکستان فوځي واکداران او د هغوي ګوډاګیان مولایان به یې اوس په کوم تاخ کې اچوي ؟ الزام به په چا لګوي ؟

 

ما نن په لومړي وار د راولپنډئ د څلور نمبر ګیټ د پیداوار شیخ رشید په سترګو کې بې وسي ولیدله ، کله یې الزام په افغانستان لګوو کله په هندوستان خو سمې یې یوې خبرې هم نه خوړلو، دوي که اوس په افغانستان الزام لګوي نو هیڅ جواز یې نشته ځکه د افغانستان اختیار ڼالېبانو ته د دوي په کوښښونو لاس ته ورغلي .

د ټي ټي پي د بلوڅ سرمچارو او د راولپنډئ د نظامیانو تر مینځ دې نوې جګړه کې حقانیان هم ښکیل دي او پښې یې پخپله شړئ کې نختي .

که د ټي ټي پي په خلاف عملیات کوي نو دغه خلګ دایش ته ځي بل حقانیانو چې کوم نمک شل کاله د ټي ټي پي خوړلې د هغې حساب به هم ورکوي .

زموږ کشتئ یې ډوبوله خپل دریاب پرې طوفاني شو 

په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د بادار او غلام دواړو ښکر به سره ونخښلي .

 

 

 

(منظور پشتین ته)

ای دقام دلیونوسپه سالاره 

دتورزنودځلموسپه سالاره 

پښتنودرپسی کړی اقتداده

دپښتون دپرګنوسپه سالاره

قدم اخله مونږه ټول به درپسی یو

دخورو،ورومیړوسپه سالاره 

حوصلی دی زموږجګې کړلی مشره

دکږووږوشملوسپه سالاره 

چی په توروتوروشپوکی رڼاګوری 

دعلی دزولنوسپه سالاره 

لراوبرکی دی شعورراژوندی کړی 

دیووالی مرکوسپه سالاره  

څوکلونه دپنجاب ناروازغمی

داویس دارادوسپه سالاره 

نورباچادی قام ته وینه نذرانه کړه

دارمان دنظریوسپه سالاره 

ترمنزله به رسیږی داکاروان دی 

د منظوردقافلوسپه سالاره.

 

یوسفزی

......

 

جدایې

 

   چې  مې په خوا کښ هغه  پاتې نه شوه  

زما    د   ژوند   څه     مزه  پاتې    نه شوه 

 

چاته         په     چیغو        چیغو       وژاړمه     

په   چا  مې  هیڅ   عقیده  پاتې نه  شوه

 

چې یې   کړم    هیر ه ،اوښکې   اوچې کړمه  

د  زړه      مې      دا  ‌ حوصله     پاتې  نه شوه 

 

اوس چې   مې   څوک  د  ګیلې   پاتې  نه شُو

زما       له   چانه     ګیله        پاتې         نه شوه

 

 د  حاسدانو     خوا       سړه      شوه   اخر    

 قیصه    د  مینې     قېصه  پاتې  نه شوه   

 

هغه ‌‌‌‌‌‌   په  چا     چې      نا زیدله   مدا م                     

یوه    رشته    یې     رشته  پاتې  نه شوه

 

ټوله     شپه    ناست   یمه    تنها  لائيقه

لیونې     لاړه    جرګه     پاتې     نه شوه  

 

   لائيق ذاده لائيق

پيښور  ، وخت  : 

دتیر ماسخوتن پینځه نیمې بجې 

 

۵ مئ کال ۲۰ ۲۰

.............

 

 

 

کشمير چا يرغمل کړی؟

لیک: بهروزخان

کله چې په ١٩۴٧ کې انگرېزانو پرېکړه وکړه چې هند به تقسيموي او پاکستان به يو نوی مسلمان هېواد جوړي نو دغه وخت د ډېرو ازادو رياستونو د خپلواکۍ مسلې راپورته شوې چې کشمير پکې هم و. انگرېز د خودمختاره رياستونو د پاره ساده لاره دا وټاکله چې د رياستونو حکمرانان دې خپله پرېکړه وکړي چې څوک د هند سره پاتې کيږي که د پاکستان سره شاميليږي او که خپل ازاد حيثيت ساتل غواړي

د هغه وخت د کشمير هندو مهاراجه گلاب سينگ ډوگرا اعلان وکړو چې د کشمير فيصله دا ده چې نه د هند سره پاتې کيږي او نه په پاکستان کې ضم کيږي بلکې خپل ازاد حيثيت غواړي چې انگرېز ورسره ومنله

خو پاکستان دا فيصله ونه منله او په ١٩۴٨ کې يې پښتانه د اسلام په نوم راپاڅول او په کشمير يې حمله وکړه. ياد لرئ چې په دغه وخت کې په ننۍ پښتونخوا کې د قيوم خان حکومت جوړ کړل شوی و او د خدايي خدمتگارانو حکومت يې ړنگ کړی و. قيوم خان په لويه کچه پښتانه راپاڅول او دا موجوده چې پاکستان ورته ازاد کشمير وايي يې په زور د کشمير نه پرې کړو

د پښتنو د مقابلې توان نه لرونکي مهاراجه گلاب سينگ پرېکړه وکړه او کشمير يې د هندوستان برخه وگرځوله چې د دغې اعلان سره سم هند خپل ځواکونه کشمير ته ولېږل او پښتانه يې تر ډېره حده د کشمير نه بهر کړل. د دواړو هېوادونو تر منځ جگړه روانه وه چې هند ملگرو ملتونو ته د کشمير مسله يوړه. د ملگرو ملتونو د امنيت شورا لا سيکيورټي کونسل قراداد پاس کړو چې درې شرطونه يې لرل

يو دا چې پاکستان دې خپل ټول جنگيالي په بشپړه توگه د کشمير نه بهر کړي، دويم دا چې هند دې په کشمير کې د موجود ځواکونو شمېر تر ډېره حده کم کړي او دومره ځواکونه دې وساتي چې د امن و امان خيال وساتي او دريم شرط دا و چې کله دواړه خواوې په قراداد پوره عمل وکړي نو په کشمير کې دې ووټ وشي چې د کشمير خلک څه غواړي

تاريخ پوهان وايي پاکستان د قراداد نه وروستو شو او دغه شرط يې ونه منلو او هغه ورځ وه او دا ورځ ده چې ازاد کشمير يې نيولی دی چې د عمله يې هندي ځواکونه په کشمير کې پاتې شول او استصواب رای يا ووټ ونه شو

خو د ملگرو ملتونو قراداد هغه وخت بې اثره شو چې کله په بنگال کې پاکستاني پوځ د هندي ځواکونو نه ماتې وخوړه او ٩٣٠٠٠ پوځيان يې تسليم شول او پاکستان بنگله ديش يو ازاد هېواد ومنلو او د دې ټولو شرطونو د منلو د پاره ذولفقار علي بهټو د هند د ولقې لاندې کشمير ته لاړو او د شمله معاهده يې لاس ليک کړه. په شمله معاهده کې دا خبره وليکل شوه چې ټولې سيميزې شخړې سره د کشمير د لانجې سيمه ايزې مسلې دي او دا په خپل منځي ناستو او خبرو اترو کې هواروو. کشمير چا يرغمل کړی؟ تاسو پرې خپل تظر ووايئ.

.............

 

سیکولریزم Secularism

په لاتیني کې دسیکولم Seculum لغوي مانا [نړۍ] ده

په منځنیو پېړیو کې د عیسوي کاتولیک مذهب کشیشان [پادریان] دوه ‌‌‌‌‌‌ډوله وو: یو هغه، چې د کلیسا [ګرجې] د دود دستور سره سم په کلیسا ګانو او خانقاګانو کې اوسیدل اوبل هغه چې د عامو خلکو غوندې یې ژوند تیرول .

دغه دویېم ‌‌‌‌‌‌ډول یې دسیکولر کشیشانو په نامه یادیدل او هغه ټولې موسئسې او ادارې، چې د کلیسا تر اغیز لاندې نه وې، سیکولر نومیدې.

نن سبا، چې سیاست او دولتي چارې دمذهب څخه بیل دي، نو دې ته سیکولریزم وایي

دسیکولریزم د عقیدې سره سم مذهب باید په سیاست کې او سیاست باید په مذهب کې ګوتې ونه وهي. مذهب باید د انسان دشخصي عقېدې پورې تړلی [محدود ] پاتې شي

#ریښتیا ریښتیا دي#

..........

 

 

 

ګوګل:

ګوګل یوه امریکایي ګڼ ملتیزه د ټکنالوجۍ کمپني ده چې په انټرنټ پورې د اړوندو خدمتونو او محصولاتو د وړاندې کولو په برخه کې کار کوي.

 

ګوګل کمپني په ۱۹۹۸ کال د لیري پیج (Larry Page) او سرګی برین (Sergey Brin) له خوا، چې هغه وخت د امریکا په سټانفورډ پوهنتون کې د دوکتورا د دورې محصلین ول، د متحده ایالاتو د کلیفورنیا ایالت په مینلوپارک سیمه کې تاسیس شوه چې تر دې دمه پورې په خپله برخه کې په بري سره کار کوي.

 

لیري پېج چې پوره نوم یې لارینس پېج دی یو امریکایي کمپیوټرپوه دی چې د ۱۹۷۳ کال د مارچ په ۲۶مه په امریکا کې زېږېدلی دی او له سرګی برین سره په ګډه یې د ګوګل کمپني جوړه کړې ده.‌ لیري پېج اوس د ګوګل د پوښونکې کمپنۍ الفابېټ آی اېن سي (Alphabet Inc) اجرائیه رییس دی، په داسې حال کې چې د لیري شریکباڼی سرګی برین چې پوره نوم یې سرګی میخایلوویچ برین دی یو روسی الاصله امریکایی دی چې د ۱۹۷۳ د اګست په ۲۱مه په روسیه کې پیدا شوی دی.

 

ګوګل په پیل کې په کلیفورنیا کې د سوسن وویچیچکي (Susan Wojcicki) چې اوس د یوټیوب د کمپنۍ اجرائیه رییسه ده،‌ د کور په ګراچ کې کار پیل کړ،‌ او لومړنی کارمند یې کریګ سیلورسټین وو چې دی هم په سټانفورډ پوهنتون کې د ګوګل د مؤسسینو د دوکتورا د دورې ملګری وو.

 

د ګوګل د انکشاف له پاره لومړنۍ ونډه چې یو لک امریکایي ډالر وه د ۱۹۹۸ کال په اګست کې د سن مایکروسیسټمز (Sun Microsystems, Inc)  کمپنۍ یوه مؤسس انډي بیکټولشیم (Andy Bechtolsheim) برابره کړه. د ۱۹۹۹ کال په لومړیو کې سرګی برین او لیري پېج داسې فیصله وکړه چې د لټون د دغه انجن جوړول ډېر کار او ډېر وخت غواړي چې د هغوی د درسونو مخه نیسي نو ښه به دا وي چې خپله کمپني خرڅه کړي،‌ هغوی د دې کار له پاره د اېکسایټ (Excite)  کمپنۍ اجرائیه رییس جورج بیل ته مراجعه وکړه او او ورته یې وویل چې که غواړي هغوی به خپله کمپني د ۱ میلیون ډالرو په مقابل کې پرې خرڅه کړي،‌ خو جورج د هغوی وړاندیز رد کړ.

 

سرګی او لیري بیا خپل کار ته دوام ورکړ.‌ د ۱۹۹۹ کال د جون په ۷مه له ګوګل سره د ۲۵ میلیونه ډالرو د ونډو ورکړه اعلان شوه چې غټو پانګه والو په کې برخه واخیسته.

 

پنځه کاله وروسته د ۲۰۰۴ د اګست په ۱۹مه ګوګل خپل لومړنی خدمت عامو خلکو ته وړاندې کړ. دغه وخت لیري پېج،‌ سرګی برین،‌ او ایریک شمیت په خپلو کې سره هوکړه وکړه چې تر ۲۰ کلونو یعنې تر ۲۰۲۴ کال پورې به په ګوګل کې ګډ کار کوي.‌‌ په همدغه یعنې ۲۰۰۴ کال ګوګل د کلیفورنیا ایالت ماونټین ویو په سیمه کې یوه نوي ځای ته ولېږدېده او د ګوګل پلېکس تر نامه لاندې یې کار ته دوام ورکړ.‌ له کلونو بریالي سفر څخه وروسته د ۲۰۱۵ کال په اګست کې ګوګل د خپلو نورو خویندو کمپنیو تر څنګ د الفابېټ آی اېن سي تر چتر لاندې راغله.

 

ویل کیږي چې ګوګل له ۲۰۰۷ کال راهیسې هره ورځ په ګرده نړۍ کې له یو میلیون څخه ډېر د ډېټا سرورونه چلوي.‌ همدارنګه له ۲۰۰۹ کال راهیسې هره ورځ له یو بیلیون یا زر میلیونه څخه ډېرې د لټون یا سرچ غوښتنې ځوابوي.

 

په ۲۰۱۱ کال کې په یوه میاشت کې د ګوګل د لومړي ځل کتونکیو شمېر له زر میلیونه کسانو څخه ډېر شو چې دا د ۲۰۱۰ کال په نسبت چې په یوه میاشت کې به تر ۹۳۱ میلیونه خلکو ګوګل کتلو ۸.۹٪ ډېرښت وو.‌ په ۲۰۱۳ کال الیکسا انټرنټي کمپنۍ (Alexa Internet, Inc) ، چې مرکز یې په کلیفورنیا کې دی او د سوداګریزو ویب سایټونو د ټرافیکو په هکله معلومات او تحلیلونه وړاندې کوي، ګوګل په نړۍ کې د تر ټولو ډېر کتل کېدونکي وېب سایټ په توګه اعلان کړ.‌

 

د ۲۰۱۳ په جنورۍ کې ګوګل اعلان وکړ چې یادې کمپنۍ د ۲۰۱۲ کال په موده کې ۵۰ زره میلیونه امریکایي ډالر ګټه کړې ده. په دې توګه هغوی په ۲۰۱۱ کال کې د خپلې ۳۸ زره میلیونه امریکایي ډالرو په کړې ګټه باندې پښه ور واړوله.

 

دا لیکنه د ګوګل په هکله د یوې قالینې د زرګونو ګلانو له جملې څه د یوه ګل په مثال ده،‌ او ګوګل د ګوګل سرچ (لټون)،‌ ګوګل الرټس، ګوګل بکس (کتابونه)،‌ ګوګل فینانس،‌ ګوګل هوټل فاینډر،‌ ګوګل فلایټ سرچ،‌ ګوګل آیمج سرچ، ګوګل ټرانسلېټ،‌ ګوګل نیوز، ګوګل سکالر، ګوګل اډ ورډز،‌ ګوګل شاپنګ….. په څېر سلګونه برخې او څانګې لري.

 

په اوس وخت کې،‌ ګوګل د ورځې له ۱۲۱ میلیونه امریکایي ډالرو څخه ډېر یوازې د اعلانونو د خپرولو یا د ګوګل اډ ورډز له لارې ترلاسه کوي.

 

عسکونه

- لیري پېج

- سرګی برین

- د ګوګل مرکزي دفتر ۱

- د ګوګل مرکزي دفتر ۲

------------

زما دا لیکنه تر دې مخکې په تاند وېب سایټ کې خپره شوې وه خو د پاڼې د مینه والو لپاره یې دلته بیا خپروم. (خان محمد ستانکزی)

.........

 

ملګري ملتونه/United Nations:

لیک: خان محمد ستانکزی

- ملګري ملتونه یوه بین المللي موسسه ده چې په ۱۹۴۵ کال کې له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته جوړه شوه او مقر یې د متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې دی.

 

- د ملګرو ملتونو (United Nations) نوم په لومړي ځل د ۱۹۴۲ کال د جنورۍ په ۱ د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د متحده ایالاتو د وخت ولسمشر فرانکلېن روزوېلټ هغه وخت استعمال کړ چې د ۲۶ هېوادونو (متحدینو) استازو هوکړه وکړه چې د هغوی حکومتونه به د محور ځواکونو (جرمني، ایټالیا، جاپان، هنګري، رومانیا، بلغاریا) پر ضد ګډې جګړې ته دوام ورکړي.

 

- دا وخت د نړۍ ۱۹۳ هېوادونه د ملګرو ملتونو غړي دي. دولتونه د ملګرو ملتونو په موسسه کې د امنیت شورا په سپارښتنه او د عمومي اسامبلې د پرېکړې په اساس منل کېږي.

 

- افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو غړی شو.

 

- عربي، چینایي، انګلېسي، فرانسوي، روسي او هسپانوي د ملګرو ملتونو رسمي ژبې دي.

 

- عمومي اسامبله، د امنیت شورا، اقتصادي او اجتماعي شورا، د قیمومیت شورا، بین المللي عدلي محکمه، او د ملګرو ملتونو د منشي اداره د ملګرو ملتونو د ادارې لویې څانګې دي. دا ټولې څانګې په ۱۹۴۵ کال کې د ملګرو ملتونو په جوړېدلو سره جوړې شوي دي.

 

- په عمومي اسامبله کې ۱۹۳ واړه هېوادونه ټول یو یو استازی لري چې هر یو یوه رایه ورکوي.

 

- د امنیت شورا لومړنی مسؤلیت دا دی چې په نړۍ کې سوله او امنیت خوندي کړي. د امنیت شورا ۱۵ غړي لري او هر غړی یوه رایه لري.‌ د منشور له مخې، ټول غړي هېوادونه مسؤل دي چې د شورا له پرېکړو سره ځانونه برابر کړي.

 

- د نړۍ پیاوړي هېوادونه؛ روسیه، برتانیا، فرانسه، چین او متحده ایالات چې په دویمه نړیواله جګړه کې یې بریا ترلاسه کړې وه د امنیت شورا دایمي غړي دي، چې هر یو یې کولی شي چې د امنیت شورا مهمه پرېکړه ویتو کړي یا منفي رایه ورکړي او په هره فیصله کې چې د دغو پنځو هېوادونو له ډلې څخه د یوه رایه منفي وي، د امنیت شورا پرېکړه نشي کولی.

 

- ملګري ملتونه د UNDP, WHO, UNICEF, UNEP, UNFPA, UN-Habitat, WFP, FAO, ICAO, IFAD, ILO, IMF, IMO, ITU, UNESCO, UNIDO, UNWTO, UPU, WIPO, WMO, World Bank, UNAIDS, UNCTAD, UNHCR, UNIDIR, UNITAR, UNOPS, UNRWA, UNSSC, UN Women, CTBTO, IAEA, IOM, OPCW, UNFCCC, WTO په شمول خپلو بېلابېلو ادارو له لارې د نړۍ په خواوشا ۱۷۰ هېوادونو او قلمروونو کې د فقر د له منځه وړلو،‌ د نا برابرۍ د کمولو او له ستونزمنو حالاتو څخه د د خلکو را اېستلو په برخو کې کار کوي.

 

- د ملګرو ملتونو منشور یا چارټر د ۱۹۴۵ د جون په ۲۶مه د متحده ایالاتو په سان فرانسېسکو کې د بین المللي موسسې په هکله د ملګرو ملتونو د کانفرانس په پای کې لاسلیک او د ۱۹۴۵ د اکتوبر په ۲۴مه نافذ شو.

 

- ملګري ملتونه وایي چې د هغوی کار په نړۍ کې د سولې او امنیت ساتنه، د بشري حقونو خوندي کول، بشري مرستې رسول، د پایښت وړ پرمختګ ته وده ورکول او د بین المللي قانون ساتنه، دي.

 

- د ملګرو ملتونو عمومي منشي د امنیت شورا په سپارښتنه د عمومي اسامبلې له خوا د ۵ کالونو لپاره ټاکل کیږي. د ملګرو ملتونو لومړنی عمومي منشي ناروېژی سیاستوال تریګوي لي نومېده، او اوسنی یې پرتګالی سیاستوال انتونیو ګوتریس نومیږي چې د ۲۰۱۷ د جنورۍ له ۱ څخه یې کار پیل کړی او تر اوسه کار کوي.

 

-------------------

یادونې: د

- دې لیکنې د خپرولو حق له (رنګینه نړۍ) سره خوندي دی خو تاسو کولی شئ چې نورو ته د ور رسولو لپاره یې شییر کړئ.

- رنګینه نړۍ پاڼه له خپلو ملګرو سره شریکه کړئ چې لایک یې کړي او په زړه پورې معلومات ترلاسه کړي.

 

سرچینې: http://www.un.org/en/index.html او یو شمېر نور انټرنټ سایټونه

 

عکسونه

- د ملګرو ملتونو لومړی عمومي منشي

- د ملګرو ملتونو اوسنی عمومي منشي

- د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه (په منځ کې د ملګرو ملتونو نښه)

  • د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډه

..........

 

 

-
بېرته شاته