راج کمار
[12.Apr.2022 - 14:48]راج کمار
راج کمار د هندي فلمونو د خپل وخت هغه نامتو ستوری وو چې د خپل خاص انداز او زړه پورې فلمونو دپاره ډير مشهور وو ځکه د خپل اصل نوم په ځاۍ د راج کمار په نوم ياد شو
دا لوی او ستر هنرمند هم پښتون وو او د سوئيلي پښتونخوا په لورالائي کې په کال نولس سوا شپږ ويشت کې زيږيدلې وو د راج کمار اصل نوم کلبوشن پنډت وو چې نيکونه يې کشميري پنډتان وو خو پخوا سوئيلي پښتونخوا ته راکډه شوې وو
راج کمار د څلويښتمې لسيزې اخره کې د هند ممبۍ ښار ته لاړو او هلته په پوليسو کې د انسپکټرۍ په نوکرۍ واغستې شو.
له هغې روستو د دوا پنځوسم کال نه يې په فلمونو کې کار شورو کړو او اولنې فلم يې رنګيلي وو
او داسې دا لوی هنرمند د نندارچيانو د توجو وړ وګرځيدو
او پرله پسې يې فلمونه دومره خلکو خوښ کړل چې د خپل وخت لوی لوی فلسازانو به راج کمار خپلو فلمونو کې اتل اغستلو.
او د هنر په اسمان د ټولو نه زيات ځلانده ستوری جوړ شو.
د آسکر نومول شوې فلم مادر انډيا کې هم دې هنرمند کار کړې وو.
راج د څهرې نه بيخي پښتون ښکاره کيدلو .د
راج کمار هندي او سنسکرت دومره نه وو زده او اکثره به فلمونو کې په اردو ژبه غږيدلو.
خو د راج کمار لهجې نه به دا معلوميدله دا د کومې سيمې نه دې.
د پښتنې خاورې که هندو که مسلمان دې مونږ ته قدر وړ دې پښتون دې زمونږ وياړ دې.
دا لوی هنر مند د مرۍ د ناسور له امله په کال 1996ع
کې په خق ورسيدلو عمر يې نهه شپيته کال وو
راج کمار د يو هندي پيرنګۍ جينيفر سره واده کړې وو.
الله دې راج کمار د خپلې عقيدې په حساب وبخښي امين
ايمل ګدون
Aimal Khan Gadoon