د ستاینومونو
[12.Apr.2022 - 17:05]د ستاینومونو ښځینه بڼې :
هغه ستاینومونه، چې "يوازې" په نرمه ی پای ته رسېږي، د هغوی ښځينه بڼه * ډېــــــــری* په اوږده ې پای مومي، خو ځینې بیا په لکۍ واله ۍ ليکل کېږي.
لومړۍ ډله:
نرینه بڼه ........ ښځينه بڼه:
ښکلی ............ ښکلې
وړوکی ........... وړوکې
ستړی ............. ستړې
خواشینی ........ خواشینې
تږی ................ تږې
وږی ................ وږې
د هغو نرينه ستاينومونو (په ی باندې) ښځينه بڼه، چې له کړونو (فعلونو) څخه منځ ته راغلي وي، یوازې په ې راځي:
نرينه - ښځينه
منلی - منلې
کړېدلی - کړېدلې
ځورېدلی - ځورېدلې
پېښېدونکی - پېښېدونکې
زړه وړونکی - زړه وړونکې
سوځېدونکی - سوځېدونکې
چاودېدونکی - چاودېدونکې
دويمه ډله:
نری - نرۍ
کوچنی -کوچنۍ
ګلالی -ګلالۍ
ژوندی -ژوندۍ
لومړی - لومړۍ
د هغو ستاینومونو ښځینه بڼه، چې له کړولونو څخه، لکه لاندې، باندې، پورته، بهر، برنی ...) منځته راغلي وي، يوازې په ۍ پای مومي. پورته ځينې بېلګې راغلې هم دي.
یوازېنی - یوازېنۍ
باندېنی - باندېنۍ
لاندېنی - لاندېنۍ
بهرنی - بهرنۍ
منځنی - منځنۍ
پورتنی - پورتنۍ
برنی - برنۍ
دننی - دننۍ
پرون - پرونۍ
نننی - نننۍ
سبانی - سبانۍ
د هغو نرينه ستاينومونو (په ی باندې) ښځينه بڼه، چې له کړونو (فعلونو) څخه منځ ته راغلي وي، یوازې په ې راځي:
نرينه - ښځينه
منلی - منلې
کړېدلی - کړېدلې
ځورېدلی - ځورېدلې
پېښېدونکی - پېښېدونکې
زړه وړونکی - زړه وړونکې
سوځېدونکی - سوځېدونکې
چاودېدونکی - چاودېدونکې ستاینومونه، چې په *یالی* وروستاړي پای ته رسېږي، د هغوی ښځينه بڼه په ښځينه ۍ پای ته رسېږي.
نرینه بڼه ...... ښځينه بڼه
بریالی ......... بریالۍ
توریالی ....... توریالۍ
ننګيالی ........ ننګیالۍ
پتیالی ......... پتیالۍ (لوی عزت لرونکی)
پاتیالی ......... پاتیالۍ ( ناکام)
بڼیالی .......... بڼیالۍ ( ډولي)
پامیالی ........ پامیالۍ (متوجه)
د پښتنو ټبرونه:
هغه نومونه چې په نرمه ی (نرینه بڼه) پای ته رسېږي، د هغوی ښځینه بڼه په لکۍ واله ۍ پای مومي:
نرینه بڼه ............. ښځینه بڼه
احمدزی .............. احمدزۍ
اپرېدی ............... اپرېدۍ
یوسفزی ............. یوسفزۍ
همدارنګه نور نومونه،.چې په زی راځي.
لیکوال: کامران منګل Kamran Mangal