(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ګل رعنا تبسم

[14.Apr.2022 - 12:36]

د ګل رعنا تبسم مترنم اهونه

ليک: امان الله نصرت

 

د صحرا په لور شمال ته زلفې نيسه

چې سبزه مې د مزار ګل و ريحان شي

(شيدا)

ګل رعنا تبسم پّه پښتو او پښتونواله مينه د سوات د شاعر زېږونکې سيمې شاعره ده چې  د شعر او ادب دنيا ېې په خپلو مترنمو شعرونو او ويناوو رنګينه او ښکلې کړې  او د مترنم اهونه په نوم ېې دويمه شعري ټولګه چاپ او د پښتو شعر او ادب  مينه والو ته ډالۍ کړې ده۰

پښتنو ميرمنو د تاريخ په اوږدو کې نارينه و سره اوږه په اوږه په يوه نه يوه بڼه د پښتو ژبې د شعر او ادب ميدان ګرم او تود ساتلی او که څه هم چې دا ونډه به کم رنګه او تته وي خو بيا هم بې برخې نه دي پاتې شوي او خپلې  هلې ځلې ېې توندې او ګړندۍ ساتلې او دا مزل ېې تر دې دمه جاري دي۰

ګل رعنا تبسم د ښځو د ادبي کاروان  د رنګينو خيالونو او خوږو او سندريزو احساساتو خاونده هغه تکړه لاروۍ او ژمنه  شاعره ده چې د خپلې ژبې او ادب د خدمت او پرمختګ په موخه ميدان ته راوتلې او په دې برخه کې ېې د پام وړ کارونه کړي او هڅې او هلې ځلې ېې روانې دی۰

د پښتو ادب د رنګين اسمان دا ځلانده سپوږمۍ لګيا ده  د پښتنو په اسمانڅکو غرونو ، شنو او زړه راښکونکو  سردرو او خورو ورو  کلو او بانډو کې د خپل فن رڼاګانې وېشې او د خپل هنر رنګونه او پلوشې پکې خوروي۰

مترنم اهونه د اغلې ګل رعنا تبسم د سوي زړه د اهونو هغه ائينه او هنداره ده چې دې درنې شاعرې پکي د خپل قام او ولس دردونه او حالات انځور کړي او هغه ېې په منظوم ډول د ادب پاڼو به سپارلي دي۰

مترنم اهونه د زرو ټوکو په شمير په القلم پرنټنګ پريس پېښور کې چاپ اوتازه د شعر او ادب مينه والو د لوستلو لپاره د چاپ په ګاڼه سينګار او بازار ته راوتلی دی۰

ددې کتاب تړون شاعرې  ( دهاغه حساس او په انسانيت مين ليکوالو، دانشورانو او فنکارانو په نوم څوک چې په انساني معاشره کې د مظلومو ظبقو د حقوقو او تحفظ د پاره د خپلو صلاحيتونو د استعمال زيار او هلې ځلې جاري ساتي ) کړی  

په ( مترنم اهونه ) کتاب کې د تبسم د شاعرۍ په اړه د بېلابېلو شاعرانو او ادبپوهانو نظرونه او اندونه راوړل شوی او په شا پاڼه ېې د پښتو ژبې د نوموتي شاعر او بابای قطعه ښاغلي روغانې صيب په زړه پورې تبصره د لوستونکو پام ځان ته را اړوي چې د شاعرې په فکر او فن ېې په لنډو ټکو کې بشپړه تجزيه کړې او خپل نظر ېې له مونږ سره شريک کړی دی( ښاغلي عبدالرحيم روغاني صيب ليکلي چې: ( لس يولس کاله مخکې چې ما د ګل رعنا تبسم شاعري واورېده نو زه څه حيران غوندې شوم چې يوه زنانه او بيا يوه کليواله زنانه او بيا داسې پخه او له رنګينو خيالونو نه ډکه شاعري کول يقينا زما د پاره د حيرانۍ خبره وه۰

ماته د تبسم له شاعرۍ نه دا معلونه شوه چې د خيالونو په لحاظ ېې  څه لږې لږې کمزورۍ لرلې، خو کله چې ما ېې اصلاح شروع کړه نو په ډېره لږه موده کې کمزورۍ ووتلې۰

تبسم د مضبوطې عقيدې يوه کلکه مسلمانه او يوه غيرتي حياناکه پښتنه ليکواله ده، په مشاعرو کې په ناسته پاسته او کلام اورولو کې خپل پښتني روايات ژوندي ساتي، ځرنګه چې ورته دردېدلی ژوند نصيب شوی دی دغه شان ېې شاعري هم د درد نه ډکه دهاو دغم درد ېې شاعري ښکلې کړې ده ځکه چې درد د ادب ښايست دی) ۰

ګل رعنا تبسم خپلو احساساتو، فکرونو او عواطفو ته د اظهار خوږه شاعرانه ژبه ورکړې او هغه ېې په رنګينو او مترنمو الفاظو زمونږ مخې ته ايښي دي۰

په مترنمو اهونو کې مونږ د ميرمن تبسم د ژوند کيسه او حالات ، لوړې او ژورې او سړې او تودې  په روښانه ټکو کې ليدلای او لوستلای شو او د زړه نه په راپاڅېدلو ساندو او نغمو ېې خپله ادبي تنده خړوب او ماتولای شو۰

ګل رعنا د شاعرانه تخليق او ادبي پنځونو لوړ استعداد لري او نوموړې په خپله شاعرۍ کې د خپل هدف او پيغام د بيانولو د کافي پوهې او مهارت خاونده ده  چې د شعر له اړينو ضرورونو څخه دي۰

ښه شعر هغه دی چئ ښه مضمون او ښکلی پيغام ولري په ادبي تول پوره وي، فني او تکنيکي غوښتنې پکې په پام کې نيول شوې وي او په هنري رنګونو او ښکلاګانو مالامال او پسوللی وي۰

ګل رعنا تبسم همدغې موخې ته د رسېدو د پام وړ هڅه کړې او د يو نوي فکر او خيال سره ېې په شاعرۍ کې د نوښت او تخليق لار خپله کړې ده۰

داغلې تبسم شاعري له دردونو او د ژوند له ناخوالو ټوکېدلې او همدغم دردونه او ناخوالې دي چې ددې شاعري ييېې ښکلې کړې او د ولس پر زړونو کښېنولې ده۰

نوموړې په يو ښکلې غزل کې د خپل زړه د تنکو تنکو زخمونو او د ژوند د ناخوالو او ناورينونو  اظهار او يادونه د خپل شعر په رنګينه ژبه کې په لاندې ډول کوي او وايي:

ژونده ستا قصې راغاړې وتې دي

بدې ورځې شپې راغاړې وتې دي

شوی په خپل غم ورته زما احساس

دا پېغلې په دې راغاړې وتې دي

حسن مې دردونو مسخ کړی دی

دېرې حادثې راغاړې وتې دي

نه مني دستور مې د انسان په حيث

ډېرې مسلې راغاړې وتې دي

کله غلې ژاړم کله چغې کړم

څه د غم شېبې را غاړې وتې دي

 

نوموړې په يو بل غزل کې د ژوند له ترخو حالاتو سر ټکوي او په ډېرو دردناکو الفاظو د ژوند غمونه او کړاوونه داسې انځوروي او وايي:

سوځو به خود چې په اغزو کې زندګي تېروو

څومره په سختو مرحلو کې زندګي تېروو

نوره دنيا کې خلک ژوند په خوشالۍ تېروي

مونږ بد قسمته په پردو کې زندګي تېروو

ته به ېې خير لټوې بل به درته شر جوړوي

خدايه دا څه په لېوند کې زندګي تېروو

د نظر ماتي د لوګي راته حاجت نشته دی

مونږه خو هسې هم لوګو کې زندګي تېروو

زمونږ د خولو په تبسم باندې چې تېر نه اوځئ

په حقيقت کې په سلګو کې زندګي تېروو

کله چې د تبسم بي بي په کور د مرګي توره ټکه راپرېوځي او له هغې څخه د ژوند د لارې خوږ ملګري او د سر سيوری اخلي نو د ارمانونو او خوبونو رنګينه دنيا ېې تالا ترغۍ کېږي او ټولې خوښۍ او ارزوګانې ېې په سيند لاهو کېږي همدا لامل دی کله چې نوموړې قلم ته لاس وروړي نو د ژوند دا غملړلي او ژړونکې شېبې او له سوزه ډک حالات په ډېر غمجن انداز په اوښکو اوښکو سترګو د کاغذ پر مخ ترسيموي او د خپل ژور خفګان او دردو غم اظهار په داسې ټکو کې کوې چې:

خان چې مې لاړلړ خانې مې لاړه

غم ته يوازې شوم ځوانې مې لاړه

کور مې ويجاړ شو زه په ډاګه شومه

هغه ودانه وداني مې لاړه

اسرې مې لاړې بې ارې پاتې شوم

تاج مې تاراج شو سلطانې مې لاړه

بچي مې ماته يتيمان پاتې شول

د نازه ډکه ناداني مې لاړه

چې په قسمت بده راپېښه شوله

د نازه ډکه شاداني مې لاړه

 

ميرمن تبسم که له يوې خوا د غربت ترخو ځپلې خو د پت او غيرت په ميدان کې بيا هم په خپل هوډ ټينګه ولاړه ده او په خپله پښتو له خپله سره تېره ښکاري:

منم غربت به په خپل ژوند ځپلې ډېره يمه

خو په پښتو باندې له خپله سره تېره يمه

زه مخکې تلی شومه خو ځکه مخکې نه يم تلې

د رواجونو زنځيرونو کې راګېره يمه

هغه د پښتنو د لوی کور د بدو ورځو او غمناکو او دردناکو حالاتو يادونه په ډېرو ښکلو او خوږو لفظونو کړې او په هره وينا کې ېې د خپل وطن او ولس په بدبختيو او د ژوند په ناخوالو ېې اوښکې توېې کړي او ښه په زوره زوره ژړېدلې ده:

زه د پښتنو د کور

غم او د سلګو د کور

څوک دي د رڼا د کور

څوک دي د تيارو د کور

دا چې دي ټوپک په لاس

دوی دي د جګړو د کور

مونږ ورته حيران ولاړ

واک واخيست هغو د کور

څوک مرثيه وليکي

نن به مې په مړو د کور

څه  حشر ېې کړی دی 

خپلو او پردو د کور

کور خو اور اخيستی دی

څه شولۍ سړو د کور

ليکم تبسم غزل

دادی په لمبو د کور

اغلی تبسم يوازې د دردونو او حسرتونو شاعري نه ده کړې بلکه د خپل وطن او پښتنې خاورې د ويرجنو او اورورينو حالاتو ترڅنګ ېې د حسن او ښکلا د رباب رنګين تارونه هم ترنګولي او د عشق او مينې نغمې ېې غږولې دي، د نوموړې په شاعرۍ کې ځای ځای د ګل او بلبل، راز او نياز او د روماني شاعرۍ رنګونه او جلوې هم تر سترګو کېږي او په نورو بېلابېلو ټولنيزو، اخلاقي او دينې مسايلو او موضوعاتو ېې هم د شاعرۍ سيوری غوړېدلی او د هغې وينا ېې توده او رنګينه کړې ده۰

هغه وايي:

زړه مې بې له تا په بل چا کله ټکورېږي

دا خو ستا د مخ په کتو ګله ټکورېږي

هغه پرهرونه چې دې مړو سترګو پيدا کړل

اوس ېې د نظر په غشو وله ټکورېږي

 

ګل رعنا تبسم د ښځو د حقوقو غږ هم پورته کړی او په خپله شاعرۍ کې ېې د پښتنو ميرمنو د کړاوونو، ستړياوو او محروميتونو تت انځور زمونږ مخې ته ايښی  او خپل پيغام ېې په ډېر ماهرانه انداز تر مونږ رارسولی دی۰

هغه وايي:

چې يم انسانه ځان څاروی د اخور څنګ اومنم

ځان د انسان د مرتبې نه کمتر څنګ اومنم

زه يمه خور زه يمه لور زه يمه مور د انسان

ځان د خپل ځان او حيثيت نه بهر څنګ اومنم

 

د ګل رعنا تبسم په شعري ټولګه کې مونږ غزلونه. نظمونه، قطعات، قصيدي او هايکو ليدلی او لوستلی شو 

او د سوات د رنګينو او زړه راښکونکو سردرو دغې غزلبولې بلبلې د شاعرۍ په بېلابېلو صنفونو کې تجربې کړي او خپله طبع ېې ازمايلې ده ۰ تبسم په خپله يوه هايکو کې وايي:

 

زما ارمان وو د پښتون ترقي

په دې ارمان مې شاعري کوله

په دې ارمان ارمان به مړه شم اخر

اغلې تبسم په خپلو مترنمو اهونو کې خپل سلګۍ سلګۍ دردونه او درد درد لفظونه سندريز کړي او د هنر په رنګينو خمونو لمبولې او د ښکلو او ځلېدونکو ملغلرو د اميلونو په بڼه ېې د کاغذ په مخ انځور کړي دي۰

د ګل رعنا شاعري روانه، خوږه اوله  رنګينو احساساتو،  نازکخياليو او ګلاليو عواطفو ډکه ده چې هغې پکې د خپل مړژواندي او نيمه خوا ژوند  فرياد فرياد اهونو او اوښکو اوښکو ارمانونو ته د شعر ژبه ورکړې او په هر 

کلام او ليکنه کې ېې د ستړي زړه د زخمي زخمي درزا اوازونه غوږونو ته رسېږي او د لوستونکو زړونه بوګنوي۰

د ګل رعنا شاعري د پرمختګ او پوخوالي په درشل کې ده او زه باور لرم چې که دا اغلې  خپلې ادبې هڅې او نوښتونه همداسې جاري او ګړندي وساتي ډېر زر به د پښتو ادب په رنګين اسمان کې لا پسې و ځلېړي او ښې لاسته راوړنې به ولري۰

د شعر دنيا ېې تل رنګينه او له سندريزو خيالونو او شاعرانه ولولو ډکه غواړم۰

په پښتنه مينه

      ۲۵/۳/۲۰۲۰

   پېښور

- اهونه
بېرته شاته