(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هوسئ

د كتاب نوم :: هــوسۍ (ناول) ليكوال :: محمدا جان يار خپرونكى ::د پښتونخوا د پوهنې دېره _ پېښور چاپ شمېر :: 1000 ټوكه چاپ نېټه :: 1385ل/2006م چاپ وار :: لومړى چاپ زيار :: عبدالبصير بيدار كمپوزر :: ذبيح شفق چاپ او كمپيوټر ځاى د دانش خپرندويې ټولنې تخنيكي څانګه _پېښور Tel:+92-91-2564513/E-mail:[email protected] خپرندوى: د پښتونخوا د پوهنې دېره _ پېښور لومړى څپركى د كوټې كړكۍ او دروازه بيخي ډنګې ډيوال پرته وه. د لمر وړانګې په كړكۍ كې راننوتلې وې. هوا دومره پاكه وه، چې زره ګرد هم د لمر په وړانګو كې نه ليدل كېده. ځان مې كړكۍ ته ښه ورنزدې كړ، د سيند شور او زوږ مې تر غوږ راورسېد، سر مې له كړكۍ نه ښه بهر كړ، لاندې سيند په مستۍ بهېده. يخې يخې څپې له سينده راجګېدلې، د سيند په غاړه د "ولو" د ونو څانګې سيند كې ډوبې شوې وې. په دغه اوړي د غرو په سرونو پوره واوره پرته وه، نو ځكه خو سيند په مستۍ كې و، اوبه خو يې دومره يخې وې، چې هډو لاس په كې چا نشو ښكته كولې. ما به له معمول سره سم له همدغې كړكۍ نه د شاتوت د زړې ونې په دوه خوښي ښاخ كې د باجونكې ځالې ته پورته پام كاوه. د تورې باجونكې ځاله خو له كلونو كلونو په همدغې ښاخ كې پرته وه. ما لا له ځالې نه سترګې نه وې اړولې، چې باجونكه د ځالې تر څنګه په يوه ډكي ناسته وه. پخپله مښوكه كې يې يو اوږد ډكى نيولى و. غوښتل يې چې ډكى پخپله ځاله كې سم كړي. بله باجونكه ورته په يوه بله څانګه ناسته وه، شپېلي يې وهل. دا ځاله د هغوى ډېره پخوانۍ مېنه وه. رښتيا چې خپله ځاله، خپله مېنه او خپل كور څومره خوږ شى دى! په هر چا انسان دى كه حيوان او كه پرنده دى، خپل ټاټوبى پرې ګران دى. زه له كلي نه پخوا راوتى وم زيات وخت مې ښار كې تېرېده، يوازې به اخترونو كې كلي ته تلم. زموږ كلى ډېر لوى نه و، خو د ښكليو منظرو په منځ كې پروت و. دوو خواو ته يې جګ جګ غرونه ولاړ وو. دغه اسمان څوكي غرونه په شنو ځنګلونو پټ و، د څېړۍ او نښترو ونو د ګڼ والي لامله توره شپه جوړه كړې وه. اوړى _ ژمى پر دغو غرونو واورې پرتې وي. ناوونه او خوړونه له روڼو او پاكو اوبو ډك بهېږي. په غرونو كې ځاى ځاى بانډې او كروندې هم شته. ډېرى خلك پكې اوسېږي، د غرو لمنو كې لوى او واړه كلي پراته دي، خو دا كلي د سيند په غاړه پروت دى. كله چې په سيند كې سېلاب راشي، ډېر كورونه او ځمكې له ځانه سره وړي. بس همدا غرونه او هواګانې دي، چې ددې سيمې د كليو خلك يې روغ رمټ ساتلي دي. زما ښه ياد شي، چې د باندني هېوادونو ځينې سيلانيان زموږ په كلي تېرېدل او نورو درو ته به تلل. ددې ځاى په خلكو كې ښه راشه درشه شته دى. په اخترونو او اشرونو كې له يو بل كره ځي راځي. هسې خو په ټول افغانستان كې همدا كولتور دى، خو په ځانګړي توګه ددې ځاى په پښتنو كې دېرې او حجرې په ټنګ ټكور تودې دي او بيا خو د ژمي په اوږدو شپو كې د كلي له حجرو نه د ټپو او يكه زار غږ پورته كېږي. سره له دومره غريبۍ هم ټول لكه د وروڼو په شان شپې ورځې تېروي. ادب، حيا د كشر او مشر خپل خپل ځاى او درناوى پكې موجود دى. چل ول، ټګي برګي دا خلك نه پېژني، خو يو شوى چي ددې خلكو ژوند يې تباه كړى دى، هغه بې سوادي ده، چې قصور او ګناه يې د تېرو رژيمونو په غاړه ده. سره له بې سوادۍ هم، خلك يې په ادب ګړېږي. ته به وايې، چې لوړې زده كړې لري. زه ډېره موده پس كلي ته راغلى وم. په نورو كليو كې هم وګرځېدم. په ټولو كليو كې د خلكو ترمنځ سخت اتفاق او اتحاد موجود و، ټول لكه وروڼه داسې اوسېدل. سره له دومره غريبۍ يو تر بله ځارېدل، دا نه وه چې ته څوك يې او زه څوك يم، لكه د يوه كاله د خلكو غوندې يې ژوند كاوه. ماته هغه ژوند خوند راكاوه، يوه مياشت په رخصتۍ راغلى وم، پوه نه شوم، چې دا يوه مياشت څنګه زر تېره شوه؟. دې ښار ته چې راغلى يم، دا څوومه شپه ده، چې هېڅ خوب نه راځي. زړه مې په كلي كې پاتې دى، هغه شنه باغونه، د كلي چنارونه، په دېرو او وستلونو كې د كلي د خلكو ناسته پاسته، د چېلمانو لخړې، د كلي د ټوكمارو ترمنځ ټوكې ټكالې، د پسرلي په موسم كې د شنو توتيانو اوازونه، د سپېرو تړو له پاسه د مستو زركو چړچكې، په شنو فصلونو كې ګرځېدل، راګرځېدل، ګودرونو ته د كليو د نجونو كتارونه، هر ماښام په شنو ونو كې د مرغيو شور او اوازونه، د چم ګاونډ ګڼه ګوڼه، ودونه، اخترونه، ټالونه او سمنكونه يو شې، چې هېڅ له ياده مې نه وځي او هغه دا دى، چې: د هغه بر كلي ترڅنګه به چې په لوړ ګړنګ كجيران ناست وْ او پاس به هوا كې د زاڼو كاږه واږه كتارونه تېرېدل، د ښكاريانو ساتل شويو زركو به په پنجرو كې څنګه ښې او په زړه پورې چړچكې وهلې. كرار كرار رانه د ښار مصروفيتونو د خپل كلي يادونه واخيستل. بوختياوې مې زياتې شوې، د كلي يادونه مې هېر شول، خو بيا هم سړى هر شى هېرولى شي ولې د خپل كور او كلي د خاپوړو كوڅې نه شي هېرولى. زموږ په كلي كې ايله بېله درې _ څلور تنه مامورين او تنخوا خواره موجود وو، نورو ټولو پخپله ځمكه كې له پخوا نه بزګري كوله. زه د معمول سره سم خپلې دندې ته تلم. د مامورينو تنخواګانې كمې وې، ټولو اقتصادي ستونزې درلودلې، خو چا د هغې وخت د رژيم له ډاره څه نه شو ويلى. بيا هم هر چا ستونزو ته غاړه ايښې وه. چېرته په مياشت كې به هم كوم مامور غوښه، ښوروا نه شوه خوړلى. د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې د خلكو د ژوند بېلا بېلې طريقې وې. په هېواد كې د اقتصادي او اجتماعي پرمختياو خو هډو فكر چا سره نه و. يوازې په ګرد افغانستان كې ښه امنيت موجود و. هېچا سره د سر او مال خطره نه وه. بېګانه و خو زموږ ملك ته كاږه هم نشو كتلاى. د خوښۍ او ارامۍ فضا خوره وه. د هر كلي په جومات كې به د جمعې تر لمانځه وروسته دوعا كېده او ويل كېده به چې: زموږ د پاچا تخت و بخت دې خداى برقرار لرې، تاسو ته ښه معلومه ده، چې هېچا به د پاچا په هكله بده خبره نه كوله، د هر چا په ژبه دا ويل كېدل: الله دې زموږ د اسلام باچا ته ډېر عمر وركړي. دولتي مامورينو هم په ښكاره څه نشو ويلى، ولې زړونه يي د وخت له ناخوالو نه په تنګ راغلي وو. مامور سهار به چې كله كلي ته راغى، موږ ته به يې د ښار كيسې كولې. ده ويل نوى مامور شوى وم، د ورځپاڼې لپاره به مې هره ورځ د خپرولو وړ مواد تيارول، تل به مې د كار په ځاى كې پخپل مېز سرټيټ كړى و، څه به مې ليكل. يوه ورځ د كار په خونه كې سخت مصروف وم، چې د دفتر ملازم راغى، ويلې مامور صاحب څوك دې غواړي. خوله مې له نسوارو ډكه وه، په ليكنه بوخت وم، سر مې راجګ كړو، چې وړاندې په دروازه كې يوه جينۍ راننوتله. ښكلې جينۍ په ښكلې درېشۍ كې راروانه وه. زر مې نسوار تو كړل، له مېز نه ورپاڅېدم او د هغې مخې ته ورغلم، چې نزدې راغله او سترګې مې پرې ولګېدې، ښاېست او ښكلا ته يې هك پك پاتې شوم. حېران شوم، چې دا ښكلې او فېشني پېغله او سهاره ته؟ زه د كلي سړى او دا د ښار ښاپېرۍ؟ ما وې دا بْ څوك وي؟ مخامخ ور روان وم، ويلې مامور سهار تاسې ياست؟ ما وى هو بي بي زه يم راځه مهرباني وكړه راځه. هغې راته سترګو سترګو ته كتل، وې ويل منه سهار صاحب، ښه شو چې دا ستا كار ځاى مې وموند. زه لا شكمن شوم، ما وې لكه چې كومه جاسوسه يې درپسې كړې ده، خداى دې خير پېښ كړي، كومه ګناه خطا رانه شوې نه وي، نور څه خو نه وو، صرف ځيني ليكنېي مې داسې كړې وې، چې پر نظام د انتقاد بوى ترې پورته كېده او هم مې په يوه نيمه ليكنه كې د وخت له ناخوالو نه سر ټكاوه. اګرچې ډېرو به د رژيم په خلاف ځينې مقالې او طنزيه ليكنې په اخبارونو كې خپرولې، خو په زړه كې مې ډېر څه تېرېدل. هغه زما د مېز ترڅنګه په څوكۍ كښېناسته، د سترګو لاندې مې وڅارله، ما وې كه كومه خپلوانه او شناخته ده او كه څنګه؟ د شعبې خدمتګار ته مې وويل: والكه چنار ګله! هن دا پيسې واخله چاى راوړه. له دوكانه درسره شير پېره هم راوړه. زه خپل مېز ته كښېناستم، جينۍ ته مې په احتياط او ادب سره مخ ورواړاوه، ورته ومې ويل: بخښنه غواړم كه خپل ځان راته راوپېژنې؟ هغه موسكۍ شوه سرې نرۍ شونډې يې بېرته كړې، تورې اوږدې سترګې يې راواړولې، وې ويل: زما نوم هوسۍ دى. د ادبياتو د پوهنځي د څلورم كال محصله يم. خپل وربل يې په چپ خوا وارتاوه كړه، سترګې يې مړې غوندې پورته واړولې، وې ويل: له پخوا نه راسره دا هيله وه، چې له تاسې سره له نزدې نه وګورم. د ژوندون په مجله كې مې يوه ورځ ستا يوه مقاله لوستلې وه، ټولو پرې ښې تبصرې كولې. ستا راډيو داستانونه هر چا اورېدلي دي، ما هم د هرې جمعې په شپه ستا راډيويي داستانونه اورېدلي او تعقيب كړي دي، غوښتل مې چې يو ځل دې له نزدې نه وګورم. سهار صيب! له ډېره وخته راهيسې ستاسې راډيويي داستانونه د جمعې په شپه اورم، ستاسې ليكنې، لنډې كيسې او مقالې مې هم لوستي دي. څو وارې مې له ځانه سره پرېكړه كړې ده، چې تاسې له نزدې نه ووينم، له ښه مرغه چې دا نن مې ستاسې سره د ليدو نصيب وشو، له ډېرو پوښتنو وروسته مې دلته پيدا كړې. ما وې هو ولا څه وكړو وظيفه ده، سبا يې راځو، ټوله ورځ بس همدا كار دى، په دې مېز مې سر ټيټ وي ان چې مازديګر شي بيا كور ته روان شم. په دې وخت كې د شعبې خدمتګار چاى راوړ. ما د چاى پياله ډكه كړه او د هغې مخې ته مې پر مېز ورته كېښوده. د چاى څښلو هيله مې ترې وكړه. ويل مننه. ما هم د چاى پياله ځانته ډكه كړه. په زړه كې مې په دا لږه شېبه كې ډېر څه تېر شول، حېران خو په دې وم چې دا ښكلې جينۍ او سهاره ته نسوارپك. بيا مې چې فكر وكاوه، ما وى خو خالي ليدو ته دې راغلې ده، نو ته اوس څه زړه ښكته پورته كوې. بيا مې زړه رالوى كړو او داسې پوښتنه مې ترې وكړه: بخښنه غواړم كه تاسې ځان راته راوپېژنئ او هم راته ووايئ، چې اصلي مطلب دې څه دى؟ ويل يې: مخكې مې درته وويل، چې زما نوم هوسۍ دى، د كابل پوهنتون ادبياتو پوهنځي كې د څلورم كال محصله يم. نور مې ترې د پوښتنې جراْت نه درلود، خو هغې وويل: كور مې په وزير اكبر خان مېنه كې دى اصلاً د جنوبي يو. زموږ ټوله كورنۍ د جمعې په شپه خامخا ستاسې راډيويي داستانونه اوري. هغې د چاى نه غړپ وكړو، زه ورته ښه په ځير شوم، خداى راستي چې په غړۍ كې يې اوبه ښكارېدې. زه له وړوكتوبه شرمېندوكى وم، ښځو ته مې نشو كتلاى، خو بيا مې زړه رالوى كړو، په غټو او روڼو مې وروكتل. هغې چې سترګې راواړولې، ما وې ګنې زړه يي رانه ووېست، څه بل شان ښاېست رب وركړى و. په مرۍ كې مې لاړې وچې شوې، هغه هم راباندې پوه شوه. ما چې بيا وروكتل، هغې زما په سترګو كې خپلې سترګې ښخې كړې. زه وشرمېدم د هغې د سترګو جنګ كې پاتې راغلم. يوه شېبه مونږه دواړه غلي پاتې شو، په زړه كې مې تېر شول ما وې هسې نه چې درباندې پوه شي او شكايت درنه وكړي. هغې وويل: بښنه غواړم چې له كاره دې ونه باسم. له خپلې پيالې يې ګوټ وكړ، په شعبه كې ې هرې المارۍ ته يو ځل وروكتل، بيا يې زما مېز او ماته په ځير ځير كاته. ما غوښتل، چې دويمه پياله چاى ورواچوم، ويلې بس دى. سهار صاحب ډېره ډېره مننه اوس همدومره. لږ څه پېژندګلوي مو سره وشوه. سبا ته به كه وخت ولري كوم ځاى به سره وعده كېږدو، غواړم پوره درسره وپېژنم څنګه؟ ډېره ښه ده بي بي سبا ته به زه په څلورو بجو درته لاندې د مطبعې مخې ته ولاړ يم. كه دې غوښتل او وخت دې درلود سره وبه ګورو. ويل يې: سمه ده. اوس به ستا په اجازت سره درنه رخصت شم. ما وې ښه ده مهرباني وكړه. زه ورسره ان تر دروازې لاړم، مخ يې راستون كړو وې ويل: بس نور مه راځه ډېر تشكر، د مېلمه پالنې نه دې. ويې خندل. د مينې ډكه خندا يې وكړه، ما هم ورسره خوله چينګه كړه. خداى په اماني مې ورسره وكړه او لاړه. بيرته چې راستون شوم، د سر ويښتان مې نېغ ودرېدل. دستي مې يوه ټونګه نسوار خولې ته وارتول. په فكر كې ډوب لاړم، ما وې ښه د كونډې زويه يو فقير ملنګ ليكوال په غير له دې ماموريته نور هېڅ نه لرې، په كلي كې دې يو زوړ كور او زړه بوډۍ مور درپاتې ده، غريبۍ خو له وړوكتوبه د هر شي له جرئته وېستلى يې. د خوارې كونډې زويه، خپلې روټي ژويه په منډه له مېزه پورته شوم او په دېوال پورې ځوړندې هندارې ته ودرېدم. پخپلو ويښتانو مې ګوتې متې ووهلې، څه تمه مې ځانته پيدا شوه. زړه كې مې وويل: سهاره له چا نه كم نه يې! خو په جېب كې دې قيران جان (غيران) نه بودېږي. بيا مې څو ګامه په كوټه كې واخيستل، سګرټ مې ولګاوه، هغه مې فكر ته راغله. نوم مې هوسۍ دى، د ادبياتو د پوهنځي محصله يم، چې دا د كافر لور څومره ښكلې ده؟ سرې نرۍ شونډې، سپين غاښونه، تورې اوږدې سترګې، دنګه ونه، صراحي غاړه، تورې اوږدې زلفې يا ربه چې څومره ښاېست دې وركړى دى. بيا مېز ته كښېناستم، له ځان سره مې ووې: د چونچڼې زړه دې دى دا څه كوې؟ غريب سړى او برګ يې سپى، پردۍ جينۍ پسې دې زړه لاړ. ما به هره غرمه د ډوډۍ په سر له خپلو همكارانو سره ټوكې ټكالې كولې، خو په دې غرمه مې سپږه مړه وه. انډيوالانو راته وويل: سهاره نن غلى يې ټوكې نه كوې څنګه چرتي يې؟ ما ځان ترېنه تېراوه. مازديګر چې كور ته لاړم د ډوډۍ تيارى او ديګ ميګ مې له لاسه نه كېده. بس همدا به مې په فكر كې راكوزېدل. الكه سهاره دا جينۍ درسره څه لري؟ استخباراتو وظيفه وركړې ده او كه څنګه؟ نه نه.... كېداى شي خوارشې مينه درسره ولري. مينه نه بابا زما غريبي او له هغې سره مينه؟ په دې شپه خوب نه راتلو، سهار خپلې دندې ته لاړم. په دې فكر وم چې هغه په څلورو بجو راځي او ستا په جېب كې غيران نشته، له يوه مامور نه مې سل روپۍ پور كړې. ما وې نه ويل كېږي، چې د ضرورت په وخت كې ورته خجالت نه شم او په دې ورځ مې بايد نيمګړى داستان راډيو ته پوره كړى واى. خو فكر او قلم مې ودرېدل، نور راكې د ليكلو توان نه و، په همدې ورځ په دا څو شېبو كې به زړه ته ډېر ډېر څه راغلل. كله به مې فكر ته راغله، چې كېداى شي دا جينۍ د كوم بل مطلب لپاره چا موْظفه كړې وي، بيا به مې وويل سهاره ته نو څه كوم لوړ مقام لرې يا د حكومت ضد سړى يې ته څه شى يې؟ چې دا نه يې نو څه بدل فكرونه كوې. كېداى شي مينه درسره ولري. له ځان سره به مې وخندل. ما سره مينه؟ خو لنډه دا چې په همدې سوچونو او فكرونو كې څلور بجې شوې، رخصتي شوه. زړه نازړه مې حاضري امضاء كړه، له نورو مامورينو نه وروستى شوم، په كرار كرار له مطبعې نه ووتلم. د خپل لين بس سرويس چلوونكي ته مې وويل: ما وې زه نن چېرې كار لرم، نن تاسې سره نشم تلاى. ټول مامورين كورونو ته ولاړل. زه د مطبعې مخې ته يوازې پاتې شوم. په سړك وړاندې لاړم او د هغې د رتلو انتظار مې كاوه. لږه شېبه پس يو تور ښكلى موټر مې مخې ته ودرېد، هغه له موټره راښكته شوه. په خندا يې وويل: سهار صاحب لكه چې ډېر انتظار پاتې شوې. بښنه غواړم له پوهنتون څخه په همدومره وخت كې سړى رارسېږي. هله راځه مهرباني وكړه. موټر ته به وخېږو. زما په خوله كې لاړې وچې شوې وې، ځكه چې د پردۍ لور سره په داسيءگ موټر كې او بيا چېرته؟ زه لږ زړه نازړه وم، هغه وموسېده وې ويل: تاسې مهرباني وكړئ په موټر كې به خبرې سره وكړو. لومړى ځل مې و، چې په دغسې موټر كې كښېناستم. له حيا نه په وروسته سيټ كې كښېناستم، ما وى چې څوك مې ونه ويني. هغې بيا له نازه يو اوخكى كوږ كړو موسكۍ شوه، وې ويل: سهار صاحب مخكې به ناست واى، ما وې خير دى همدلته به كښېنم. هغې راته مخ راواړاوه، وې ويل: سهار صاحب ستا په زړه كې څه تېر نشي داسې ځاى ته به لاړ شو، چې دواړه سره ښه يو بل وپېژنو او نورې خبرې به هلته كوو. زړه دې مه ښكته پورته كوه. ما وې نه نه بي بي پروا نه لري ستا خوښه زما خوښه ده. هغې وويل: ښه نو ووايه، چې د كرغې ډنډ ته ولا شو او كه كوم هوټل ته؟ په دويمه خبره مې نېغ ټوپ وكړو، ځكه چې زما جيب كې يوازې يو سل ګون پروت و. هغې زر خبره ونيوله ويلې د كرغۍ ډنډ ته به لاړ شو. ما وې ښه ده. موټر ته يې حركت وركړو. په لاره يې رانه دا پوښتنه وكړه: سهار صاحب څو كلن يې؟ ما وې 25 كلن يم. هغې وې: بيخي ځوان ښكارې، ما وې مننه بي بي څه ځواني ده، خو بس تېرېږي. د پوليتخنيك په مخه چې تېرېدلو وې ويل: واده خو به دې كړى يې؟ ما وې: نه واده مې نه دى كړى. بي بي جان ما لا په سير كې پوڼۍ هم نه ده رېشلې. هغې په كړت كړت وخندل. ويلې هرڅه به خداى وكړي، دنيا په اميد خوړل كېږي. كرغې ته چې ورسگدو، ويلې د سپوږمۍ هوټل ته به ورشو، لومړى به يوه ناشته وكړو او بيا به د ډنډ په غاړه چكر ووهو. د سپوږمۍ د هوټل نوم مې له هغې د خولې نه واورېد. غرشى چې موټر يې د سپوږمۍ هوټل مخې ته ودرولو. موټر ودرېد او موږ دواړه هوټل ته ننوتلو. هغه مخكې او زه ورپسې وم، د هوټل په ګوښه ځاى كې په مېز سره كښېناستو. د رستورانټ كارګر راغى ويلې څه خورئ؟ هغې راته وويل: سهار صاحب څه شې خورې؟ ما وې ته چې څه خورې هغه به زه هم وخورم. هغې لږ وخندل، وې ويل: ماهي به راوغواړو. د هوټل والا ته يې وويل: دوه خوراكه ماهي راړه. هغه ماته مخامخ كښېناسته، نزدې دمه مې هېڅ تمه نه وه او نه پوهېدمه، چې دا به ماته څه وايي او څه مطلب به لري؟ ما هېڅ هغې ته مخامخ نه وركتل، ما وې چې په زړه كې يې څه ور ونه ګرځي. ځان مې غلى نيولى و، د ماهي په خوند هم پوه نشوم. ولې چې جېب مې خالي و او د هغې د ښاېست تر تاثير لاندې وم. هغه ډېره خوشاله ښكارېده، ډوډۍ يې خوړله او ماته به يې كتل، خو ما ورته مخامخ نه كتل. د هغې بېرون ته پام شو، له وخت نه مې په استفاده سره زر وروكتل، تورې غټې اوږدې سترګې، سپين مخ، سرې نرۍ شونډې، جګه غړۍ، سپين غاښونه، د زنې د سر شين خال او تور كاكل خو يې نيمايي سپين مخ پټ كړى و. هغې چې مخ راواړوه او سترګې يې راسره مخامخ وجنګولې، بس همدغه شېبه كې مې زړه بيخي بل ډول شو، ما وې ګنې زړه ېي رانه بوټ ووېست. په ډوډۍ پسې يې سمدستي چاى راوغوښت، بيا يې په يو خاص نزاكت سره وويل: سهار صاحب! ته به حېران پاتې يې چې دې جينۍ تر دې ځاى څنګه او د څه مطلب لپاره راوستى يم؟ ما وروكتل هغه په داسې حال كې، چې سترګې يې په يوه ډډه كږې رااړولې وې، زلفو يې نيمايي مخ نيولى و. ما ورته په ځواب كې وويل: نه بي بي خو ته راپسې راغلې او په موټر كې دې راوستم، نو هغې داسې وويل: سهار صاحب! زه به اوس درسره د مطلب خبرې وكړم. زه په څوكۍ كې راټول شوم، ما وې الله خير كړې څه مطلب به لري؟ هغه په مېز دواړه څنګلې ولګولې وې ويل: د خپل ځان په باب درته وايم، چې ته داسې فكر ونه كړې، چې ګنې دا جينۍ كومه بدكاره ده، د خپلې ساعت تېرۍ لپاره يې زه راوستى يم. ما درته ستا په دفتر كې وويل، چې زه هوسۍ نومېږم، د پلار نوم مې سور ګل دى. د ظاهر په وخت كې رئيس و او د شاهي كورنۍ سره نږدې اړيكي لري. ددې داود خان په وخت كې يې تقاوت وكړو. مور مې هم تقريباً بوډۍ ده، وروڼه نه لرم، دوه خوېندې مې واده شوي دي. يو كور مو په وزير اكبر خان مېنه كې او بل كور مو په څلورمه كارته كې دى. پلار مې د ډېرو شتو او پيسو خاوند دى، يو تره مې د جرمني تجارت كوي، د كاكا زامن مې په تحصيل بوخت دي، زه هم د ادبياتو د پوهنځي د څلورم ټولګي محصله يم. سهار صيب ستا راډيويي داستانونه مې له پخوا نه تعقيب كړي او اورېدلي دي. زه ستا له راډيويي داستانونو سره سخته علاقه لرم. زموږ كورنۍ هم ستا له جمعې د شپې راډيويي داستانونو سره خاصه علاقه لري. په يوه مجله كې مې ستا يوه مقاله ولوستله، ډېره مې خوښه شوه او هم مې پكې ستا عكس وليد. په همغه ساعت مې زړه كې تېر شول، چې ما وى كله به دې له نزدې نه وګورم او دا دى اوس چې مې وليدې او له نزدې مې درسره ملاقات وشو، لا به دې ښه پسې نور هم وپېژنم. دا خو لومړۍ ورځ ده، كه د دواړو سره ولګېده وروسته به بيا لا ښه پسې معرفي شو بيا به نورې خبرې كوو، څنګه خوښه دې ده؟ د هغې خبرو راته پوره جراْت راكړى و، ما وې ولې نه. په زړه كې مې تېره شوه، چې جينۍ درباندې ګرمه راغلې ده، بل كومه خبره نشته دى. ځه توكل په خداى دى، چې وړاندې څه كېږي؟ وې ويل: مهرباني وكړه كه ته هم راته ځان پوره پوره راوپېژنې؟ ما ځان په چوكۍ كې رانېغ كړو او داسې مې ورته وويل: نوم مې هارون، سهار مې تخلص دى. د پلار نوم مې حيدر خان دى، په قوم مومند يم. كله چې د خوشال خان لېسې نه فارغ شوم، په كانكور كې ادبياتو پوهنځي ته كامياب شوم. د ژورنالېزم له څانګې نه فارغ شوم او بيا په مطبعه كې مقرر شوم. پلار مې مړ دى، يوه وړوكې خور او يوه بوډۍ مور مې په كلي كې اوسېږي. خالي يوه كوټه لرو، مځكه مو لږه ده، د اقتصادي ستونزو سره مخامخ يو. كله كله په رخصتيو او د اختر په ورځو كې كلي ته د مور ليدو ته ځمه، بس همدا مې پېژندګلوي ده بي بي! هغې لومړى نرۍ موسكا وكړه او وې ويل: سهار صاحب غريبي پروا نه لري، د افغانستان ډېر خلك غريب دي، خداى به دې ټولې ستونزېگ هوارې كړي، هېڅ فكر مه كوه، په مخكې دې ډېر اوږد ژوند پروت دى. ما وې هو سمه ده، دنيا په اميد خوړل كېږي. هغې وويل: هو كه نصيب دې ښه و، ډېر زر به دې ژوند جوړ شي. زړه كې وې په دې تنخوا به مې څه ژوند جوړ شي؟ توكل په خداى دى بي بي! پرې پوه شوم، چې هغه درته ښه نيت لري او د راتلونكي ژوند په باب درسره مينه او يوځاى كېدل غواړي. هغې وخندل وې ويل: سهار صاحب كوژدن خو به دې نه وي كړې؟ ما ورته وويل: نه بي بي ما خو لا په سير كې پوڼۍ هم نه ده ريشلې، تراوسه مې لا پنځه ويشتم كال روان دى. هغې په خندا كې وويل: خداى دې ښكلي په نصيب كړه، په يوه ډډه يې راته د سترګو لاندې كتل ويل يې: راځه كه دې خوښه ويي په هوټل كې همدومره بس دي، بېرون به د اوبو د ډنډ په غاړه چكر ووهو. ما وې ښه ده. له مېزه راپاڅېدو او د پيسو دخل خوا ته روان شو. د پيسو د وركولو ځاى ته چې كله ورنزدې شو، زه مخكې شوم او د خوراك مصرف پيسې مې له جېبه راوايستلې. په دې وخت كې هغې راغږ كړو: پيسې به زه وركوم ته به جېب ته لاس نه تېروې، ترڅو چې هغه تر دخل رارسېده، ما پيسې وركړې وې. هغې راته يوازې دومره وويل: زه كله په تا پيسې وركوم. له هوټله راووتلو، وړاندې د اوبو په غاړه د ګلونو او شنو منظرو په منح كې دواړه روان شو. په ټوله شاوخوا كې څوك نه ښكارېدل، هلته ليرې د اوبو په منځ كې په يوه وړوكې كښتۍ كې دوه كسان ناست وو، د اوبو غاړې ته د وتلو په حال كې و. لمر په غړغړه و، د دوو ناجوګانو منځ كې په يوه شنه جلګه موږ دواړه سره كښېناستو، د هوسۍ درېشي بيخي نوې او تنګه وه، ما خپله كورتۍ ووېستله او هيله مې ترې وكړه. ما وې بي بي مهرباني وكړه په دې كرتۍ كښېنه، چې درېشي دې چټله نشي. هغې راته په يوه مهربانه او د مينې ډك نظر وكتل ويل يې: نه نه سهار صاحب داسې كارونه مه كوه، خپه كېږم. د اوبو په غاړه په شين چمن كې كښېناستو، شاوخوا ته د ګلونو بېل بېل ډولونه ليدل كېدل. د ګلابو او نورو ګلونو خوشبويي په تېره بيا د سېنځلې د ونې نه ښكلې خوشبويي راتله. د لږ واټن په څنګ كې د يوه لوړ چينار په جګ ښاخ دوه ككوګان ناست وو، پورته مې چې ورپام كړ، كاكو كاكو نارې يې وهلې. هوسۍ ته وويل: بي بي جان ته ګوره پاس چينار ته. هغې چې چينار ته پورته ورپام كړ، بيا يې زر ماته وويل: ولې موږ ګنې تر دوى كم يو څه؟ كټ كټ ويې خندل. بيا يې د وربل ويښتان له سترګو واړول وې ويل: دا ټول او هرڅه ښكلي دي، له دې خبره سره يې زما د كرتۍ په جېب كې لاس ښكته كړو، خو ما پرې ځان پوه نه كړو (زړه كې مې وګرځېد، چې والكه ته خو غريب سړى يې دا جينۍ او ستا ورسره په داسې ځايونو كې ګرځېدل په ژور فكر كې ډوب شوم). هغې لاس رااوږد كړو، په اوږه يې راته كېښود څنګه په چورت كې لاړې؟ مخ مې ورواړاوه، سترګې يې زما په سترګو كې ښخې شوې،همدغه شېبه زموږ د دواړو د زړونو وركولو شېبې وې. زما خو له وچه وچه كېده، د هوسۍ سترګې له توروالي نه سرې واوښتې. دواړه سره پوه شو، خو د ويلو څه مو په توان كې نه و. زه خو كليوال سړى وم، ښځو ته مې سم نشو كتلاى او هوسۍ هم څومره چې ښارۍ وه، خو په دغه شېبه يې څه نشو ويلې، غلې وه. يوه شېبه وروسته مې ورته وويل: هوسۍ جانې يوه خبره درته كوم، چې زموږه جامعه وروسته پاتې ده، مطلب ته په موټر كې ماته مه راځه، زما مشوره دا ده چې په ټيلفون كې به يوځاى وعده كوو او سره ګورو به څنګه خوښه دې نه ده؟ ولې نه ته چې څنګه وايې همغسې به كوو. هغې خپل ساعت ته وكتل ويلې راځه سهار صيب چې ځو، ناوخته دى. موټر ته وختو او د ښار په لوري مو حركت وكړ. پل باغ عمومي ته چې ورسېدو، هغې وويل زما او ستا د وعدې ځاى همدلته شو. سبا ته به همدې ځاى كې ستا انتظار كوم. ما وې، سمه ده. هغه لاړه، زه هم په سرويس كې خپل كور ته لاړم. د شپې مې نيمګړى مضمون پوره كړ، ما وې چې حق الزحمه مې حواله شي. د مضمون ليكلو نه چې فارغ شوم، ماښام تېر و، خبرونو ته مې غوږ ونيو. په ښار كې د هغې وخت په خلاف مظاهره شوې وه. ټول د كابل پوهنتون مظاهرې ته وتلي وو. د شپې خبرو نه مې واورېدل، بيا مې د چا ىلپاره چاى جوش په منقل كېښود. زه د خپلې كوټې په منځ كې د يوه وړوكي مېز تر څنګه كښېناستم، راډيو لا لګيا وه سندرې يې غږولې. د هوسۍ په چرت كې لاړم (د ورځې كوم حالت چې زموږ ترمنځ تېر شوى و، هر يو مې سترګو سترګو ته كېده او هغه مې په زړه كې اوښته راوښته، په زړه كې به مې خپله غريبي او د هغې مستي لره بره كېده) ناڅاپه مې د كورتۍ جېب ته لاس تېر كړو، چې څه ډېرو پيسو باندې مې لاس ولګېده. زر مې له جېبه راوايستې حېران شومه، چې دا دومره پيسې له كومه شوې؟ دستي په دستي (سمدستي) مې وشمېرلې پوره لس زره افغانۍ وې. ما وې خدايه دومره روپۍ مې كله خو شمارلي نه دي دا د كومه شوې؟ لږه شېبه غلى پاتې شوم، خيال مې چې وواهه او ښه فكر مې له ځان سره وكړو، پوه شوم چې دا پيسې هوسۍ په هغه وخت كې زما جېب كې ايښي دي، كله چې يې د قرغې ډنډ په غاړه لاس زما د كورتۍ په جېب كې ومانډه. په هغه وخت كې يې دا پيسې راته په جېب كې ايښي دي. ددې پيسو سره بيا په سوچ كې ډوب شومه. لږه شېبه پس په كوټه كې سوى بوى او لوګى پيدا شو، دومره دا بوى او لوګى زيات شو، چې ګنې ما وې ساه مې ووته. له كوټې نه چې ووتلم، په اشپز خانه كې لمبه پورته شوه. پوه شوم، چې چاى جوش وسوځېد. د اوبو ډك سطل مې پرې ورواړاوه، منقل مې مړ كړو، د كور كړكۍ مې خلاصې كړي، ترڅو لوګى راووځي. له لږې شېبې لپاره بيرون ته ووتلم. د كور شاوخوا ګاونډيان مې له لوګي نه پتنګ شوي وو. هغوى هم بهر ته راووتل، ما ورته د لوګي جريان ووايه، ټولو راپورې خندل. ويلې ته خو ډېر احتياط كوې ولې داسې وشول؟ ما به ورته څه ويلي واى؟ يو ساعت وروسته دوباره كور ته ننوتلم، پيسې مې جېب كې كېښودې، له ځان سره مې وويل سبا به دا پيسې واپس هوسۍ ته وركوم اخر ماته شرم دى، چې د هغې په پيسو ځان سړى كړم. همداسې به كوم، هو همداسې... سبا ته چې كار ته لاړم، څه مې ليكل چې په دې كې ټيلفون راغى، غوږۍ مې چې پورته كړه، هوسۍ وه. ويلې هسې احوال مې دې واخيستلو، چې څنګه يې؟ د شپې د چاى جوش كيسه مې په ټيلفون كې ورته وكړه، ويې خندل ښه ډېر يې وخندل ويلې خداى دې خير درپېښ كړي دا خو لا اول دمنى سر دى. په پاى كې يې وويل چې رخصت شوې، همغه ځاى ته راځه. دغه ورځ اوږده شوه، اوږده څله وه خو په ما اوږده شوه. ما وې چې كله به رخصتي كېږي، چې دا پيسې يې بېرته وركړم. څلور بجې چې رخصتي شوه، ټول مامورين په سرويسونو كې خپلو كورونو ته ولاړل. زه په دغه ورځ په هغه سرويس كې پورته شوم، كم چې مامورين يې په جادهء ميوند تر سينماى پاميره وړل. له سينمايي پاميره په پښو تر پل باغ عمومي ولاړم. كله چې ټاكلي ځاى ته ورورسېدم، هغه راته ولاړه وه او زما انتظار يې كاوه. په دې ورځ يې ډېره ښكلې درېشي په ځان كې وه، تر موټره موږ دواړه پياده روان شو. باور وكړئ، چې زه شرمېدمه، چې د دومره ښكلې او لوكسې جينۍ سره زه روان وم، چې هر چا به هغې ته وركتل او له ځانه سره بنګېده. موټر ته چې ورسېدو، هغې راته د موټر دروازه خلاصه كړه، ويلې مهرباني وكړه سهار صيب! دلته په مخكې سيټ كې كښېنه. د موټر په مخكې سيټ كې د هوسۍ ترڅنګه كښېناستم، زړه كې مې وګرځېدل (سهاره بچو لكه چې ورځ دې روانه شوه) هغه موټر روان كړو، له ما يې پوښتنه وكړه ويلې څنګه يې څه تكليف خو به نه لرې؟ ما وې تشكر بي بي ښه يم تاسې څنګه يئ؟ ويل په دوعا دې يم. په دې كې تر دهمزنګ ورسېدو، هوسۍ لږ مخ راواړاوه او په خندا كې يې وويل: زما ساده باده سهاره له ځانه خبر نه يې چې چېرې دې وړم؟ تښتوم دې. خټ خټ ويې خندل. زما له خولې نه ورته ووتل: ما خپل ځان دربښلى دى، هر چېرې مې چې وړې اختيار لرې. موږ لا په دې خبرو كي و، چې د دارالامان بڼ ته ورسېدو. موټر يې پارك كړو، ويلې راځه چې دې بڼ ته ننوزو (زړه كې مې وويل چې نن يې دې بڼ ته راوستې لكه چې درباندې ښه ګرمه ده، همدا دې وخت دى د كونډې زويه) په بڼ كې پورته وختو، د ګلونو په منځ كې د ګلاب د ګل ونه سمه غوړېدلې ولاړه وه. هوسۍ د ګلاب د ګل څانګه راونيوه، ماته ېي كړه: سهار صيب ګوره هغې د ګلونو په منځ كې ځان پټ كړو زه ورته اغېړ ودرېدم. د ګلونو منځ كې يې ګل ګلاب او شنې څانګې راټيټې كړې، خپل مخ يې پكې راښكاره كړو، ما چې وروكتل، سرو شونډې يې د ګلاب د ګل پاڼې شرمولې. ما چې دا دويمه ورځ نوكې جراْت پيدا كړى و، ورغږ مې كړو هوسۍ قسم په خداى چې د ګل ګلاب نه دې هم شونډې ښاېسته دي. ما وې راځه دغې د ګلونو په ټل كې به دواړه كښېنو. دا ښه د ناستې ځاى دى. هغې بيا وربل پورته په يوه خوا وارتاوه او موسكېده ويلي په سترګو هغه راسره څنګ په څنګ كښېناسته، شاوخوا هېڅوك نه وو. د هوسۍ دا عادت و، چې هميشه به ماته مخامخ كښېناستله. ما لومړى جېب ته لاس كړو، پيسې مې ورته راوايستلې ورته مې وويلې: له تانه ډېره مننه هه دا پيسې دې واخله. خير دى مينه غريبي نه غواړي. يوه هيله درنه لرم او هغه دا چې كه چېرته مگي له دې غريبۍ سره قبلوې، خوښه ده او كه نه نو زه ستا وخت نه نيسم. په دې خبره هغه سره واوښته، پاڅېده او ماته مخامخ كښېناسته وې ويل: سهار صاحب زه كومه ناپوهه او بې سواده كوڅه ګشته جينۍ نه يم. په ما پسې د دنګو ماڼيو څښتنان پوښتنې ته راځي، ډېر ځوانان لا زما په تمه ناست دي. ډېر راته د موټرو او قصرونو لاپې وهي، خو زه حسن او مينه پېژنم، انسانيت ته سخت احترام لرم. ظاهري شان او شوكت نه مې بدي راځي. كه درته ووايم، چې د شاهي كورنۍ ځوانان راپسې دي له پلاره مې غواړي، باور به دې رانشي. ډېر شتمن زلميان په دې هـڅه كې دي، چې له ما سره صرف خبري وكړي. زه پوهنتون كې ډېره په عذاب يم، تل د خپلو همصنفيانو سره په ډله كې ګرځم او ته پوهېږې، چې له ډاره تمانچه ګرځوم، وايم چې څوك مې ونه تښتوي. تراوسه پورې پرما د چا لاس هم لګېدلى نه دى. سهار صاحب خو همدا سبب دى، چې ډېره پياده او يا په نورو موټرو ګې نه ګرځم، تل په خپل موټر كې ګرځم، پلار مې همدا ټينګښت كوي. خو زه ستا په غياب كې ستا په ژوند او په تا مېنه شوې يم، ټوكې به راسره نه كوې، دغه پيسې جېب ته كړه. ځان يې لږ مرور غوندې ونيو، ما بيا ورته كړه: هوسۍ هيله درڅخه كوم دا پيسې واخله، ولې خجالت راكوې. هغې راته په تنده لهجه وويل: سهار صاحب مسخرې مه كوه، زه دې لا نه يم پېژندلې، زما او ستا د ليدلو او كتلو خو څه ډېر وخت په مخ كې پروت دى، د يوې ورځې كار به نه سره كوو. زما لاس يې ټيل واهه بيا يې وويل: دا څه پيسې دي، د پيسو خبره دومره ارزښت نه لري. خبرې د زړونو دي، د ژوند او مينې خبرې ماته ارزښت لري، نوره ستا خوښه چې ته څه فكر كوې؟ زه پوه شوم، چې هوسۍ راسره وړاندې راتلونكې شپې ورځې يوځاى تېرول غواړي. ما هم نور چرت پكې ونه واهه، پيسې مې جېب ته ښكته كړې، د لږې شېبې لپاره هغه چوپ پاتې شوه، زر مې مخ ورواړاوه ما وې هوسۍ زما په خبرو خو به نه يې خپه شوې؟ نه نه.... هسې سوچ واخيستم، چې ته به زما په هكله څه فكر كوې؟ په دې ځاى كې مې د ګرانې كليمه ياده كړه، ما وې ګرانې پام چې زړه كې دې څه ونه ګرځي، ماته دې هره ادا او انساني كركټر يوه دنيا ده. ستا د سترګو هر رپ مې اوبه كوي، حسن او مينې دې رانه جراْت وړى دى، ما به خالي كالبوت نه پرېږدې، زه درسره مينه لرم. دا بڼ او دا ښكلې منظره به زما او ستا د مينې شاهدي كوي. لاس دې راكړه، چې يو ځل بيا د مينې ټينګه وعده سره وكړو. هغې لومړى لاس او بيا رغاړې وته، ټوله مې په غېږ كې ټينګه ونيوله، هېڅ نه پوهېدم ټول ځان مې خولې خولې شوى وى. يوه لنډه شېبه د مينې په خوږو كې سره ډوب شو. بيا مو چې يو بل ته سره وكتل، مخ يې لكه د سره ګلاب غوندې اوښتى و. سترګې يې مړاوې راواړولې، د وربل ټيل يې نيمايي مخ رانه پټ كړو، بل ډول شوې وه، په موږ دواړو د مينې فساد شوى و، يو د بل په كتو نه مړېدو، تر ډېره پورې په همدغه حالت كې سره پاتې وو، زما خو بيخي ژبه په خوله كې وچه شوې وه. مونږ هېڅ پوه شوي نه وو، چې د ماښام خړه راباندې لګېدلې وه. هوسۍ ته مې وويل: ناوخته دى نور به ځو. هغې چې بيا خپل وربل ته ټك وركړو، په چپه خوا يې تورې زلفې خورې ورې واوښتې، تورې سترګې يې سرې اوښتې وې، د اننګو په سر يې د خولو څاڅكي لكه د زمرودو غمي ځلېدل. په غلي غږ يې وويل: وخت لا ډېر دى، يوه شېبه به نور هم كښېنو. هو رښتيا سهار صاحب! سبا به پنځه بجې د نوي ښار مغازو ته ورځو، دواړه به نوي درېشۍ ځانته واخلو. څنګه خوښه دې ده؟ ما وې ولې نه! ته چې څنګه وايې، هغسې به كوو. لږه شېبه مو د زړه خواله نوره هم وكړه او بيا له هغې ځايه د كور په لور راروان شو. په موټر كې چې كښېناستو، تقريباً خړه لګېده. هغې موټر ته لته وركړه تر دهمزنګه يې موټر بيخي الوځاوه. په پل ارتن ورتېر شو، په جاده ميوند كې ووتلو، زموږ تر كوره په لږ وخت كې ورسېدو. ما وې راځه هوسۍ جانې موږ كره به لاړ شو، موټر درسره دى ناوخته به ځې. هغه په خندا شوه وې ويل ډيره به ښه واى خو....! لاس يې رااوږد كړو، مخه ښه مې ورسره وكړه او هغه لاړه. زه كور ته لاړم كتل مې چې هرڅه مې ګډ وډ پراته و. لومړى مې له نل نه سطل راډك كړو، بيا مې ځانته ډوډۍ تياره كړه، له چاى او ډوډۍ نه وروسته مې غوښتل، چې نيمګړى داستان راډيو ته تيار كړم. په مېز چې كښېناستم، قلم مې لاس كې كاغذ مې مخې ته پروت كرار ورته ګورم لكه څنګه به چې مخكې په مېز د ليكلو لپاره كښېناستم، سمدستي به مې چې ليكل، خو اوس مې قلم ټكنى شوى و. زړه مې بل چېرې حېران پاتې شوم. سوچ واخيستم (دا جينۍ به ګنې ما سره تر اخره پاتې شي؟) سهاره د ژوند غريبي دې په قلم چلېدله، لكه چې د ژوند څرخ دې په بله تاو شو، هر څومره مې چې خواري وكړه، باور وكړه چې په دغه شپه مې هېڅ هم ونشواى ليكلاى، بيخي لكه چې هرڅه رانه چا اخيستي وي، بې حسه غوندې ناست وم. ما بايد د هېواد ورځپاڼې ته هم ټاكلى مضمون ليكلى واى، تر نيمې شپې پورې مې چې هر څو خواري وكړه، څه ګټه يې نه درلوده. كله به مې چې خپل كور او خپلې بوډۍ مور ته او هم د ژوند نورې ستونزې به چې رايادې شوې، يو دم به مې له ځان سره وويل: والكه دا پېښې پرېږده، تاته ګوره او ددغې معتبرې جينۍ سره ژوند كول. دا زما د كلي خلك به څه وايي؟ تر نيمې شپې مې دا سوچونه كول، تر چرګ بانګه مې سترګې ورنغلې. سبايي چې مې مخ ومينځلو په اّئينه كې مې وكتل، رنګ مې زېړ تښتېدلى و. سهار چې كارته لاړم، رئيس وروغوښتلم ويلې سهاره اخبار ته دې مضمون نه دى ليكلى. د خپل مضمون ځاى دې تش پريښى دى. ما ورته بهانه وكړه، ما وې رئيس صاحب لږ ناروغه وم. هغه ويل خير دى، په دغه برخه كې يو بل څه ورواچاوه. له نورو ورځو نه مې له كاره سره علاقه كمېده له يوې ورځې نه بلې ته بې علاقې كېدم. په ټوله ورځ به مې د هوسۍ د راتلو شېبې شمارلې، په دې ورځ مې لا وختي ځان د وعدې ځاى ته وررسولى و. هغه مازديګر په پېنځه بجو ټاكلي ځاى ته راغله او د نوي ښار پر لوري يې ګاډى روان كړو. په ډېرو مغازو كې وګرځېدو، په يوه كې مو درېشي واخيستلې وروسته بيا يوه رستورانت ته وختلو. له دمې او چاى څگگښلو نه وروسته د باغ بالا چكر ته لاړو. هلته ښه ډېر وګرځېدو د ناجوګانو د لاندې كښېناستو. په همدغه ترتيب سره زموږ د دواړو مينه له يوې ورځې نه بلې ته زياتېدله. شپې ورځې تېرېدلې، زه نور هغه سهار نه وم، چې به هره ورځ د مطبعې په بېلابېلو څانګو به ګرځېدمه، په مجلو او اخبارونو كې مې ليكنې كمې شوې. راډيو داستانونه مې هم په ټپه ودرېدل، له هرې فرهنګي څانګې نه به راته ټيلفون كېدلو، ويلې به يې: سهار صاحب ليكنې دې ولې كمې كړي دي؟ ما ورته بله بهانه نشوه كولاى، په غېر له دې چې ويلې به مې: ناروغي راپېښه شوې ده، ځكه مې ليكنې كمې شوي دي. زه خو به هره مشاعره او ادبي بانډار كې كوربه وم، مګر ټوله ذهني قوه او مطالعه مې يوازې د هوسۍ په مينه پورې غوټه شوه، نور ژوند راته خوند نه راكاوه. كه دي خندلي راته نه واى غريب سړى وم خپل روزګار به مې كاونه كله كله به راته هوسۍ ويلې: درباندې پوه يمه چې د ليكنو او مطالعې نه دې لاس اخيستى دى، زه خو بې له هغې ستا يمه، خپل پخوانى روزګار او ژوند دې په عادي توګه پرمخ روان كړه. زه هم درسره دا نشم منلاى، ژوند په مينه پورې تړلى دى، ژوند او مينه بېل نه دي، ته بايد دوباره خپلې ليكنې تازه كړې. خداى شاهد دى، ډېر يې تشويقولم، تل په يې ويلې سهاره د ليكوالۍ نه لاس وانخلې، زه ستا ليكوالۍ له تا سره ملګرې كړې يم، پام كوه چې ځان دې له خپله مسلكه وروسته پاتې نه كړې. بيا به وروسته ارمان كوې او وخت به درنه تېر وي. هغې هم پخپلو درسونو كې كوښښ كاوه، ټولو استادانو ورته ويلي وو، چې له فارغېدو وروسته به خامخا د اسيستانت په توګه په پوهنتون كې پاتې كېدې شې، خو هوسۍ د نورو تحصيلاتو خيال كاوه او ماته به يې دا ويلې، چې كله به وي چې دواړه د لوړو زده كړو لپاره خارج ته لاړ شو. دا يې ارمان او هيله وه، زه ځان ته متوجې شوم، ما د هغې خبرو ته غوږ ونيو او دوباره خپلې دندې ته متوجې شوم. له خپلې ليكوالۍ او وظيفې سره مې ځان عيار او برابر كړو، له پخوا نه به مې لا ښه مضامين، داستانونه او ادبي ټوټې ليكلې. كله ناكله به مې ښه تكړه مقاله يوې نيمې مجلې كې چاپېدله. ډېرو راته وويل: ته لكه د كونړ درياب داسيءگ يې په اوړي موج نه وهې، په ژمي كې دې چړونه فريادونه كوي. مور ته به مې ښې ډېرې پيسې لېږلي. كله به د څو ورځو لپاره په رخصتۍ د مور ليدو ته كلي ته ورتلم. دا ځلي پس له اوږدې مودې نه وروسته كلي ته ولاړم. مور مې راته ډېر وژړل او پوره اوښكې يې تويې كړې او دا يې هم راته وويل: بچى زه بوډۍ شوې يم، خپه كېږم زر زر مې ليدو ته راځه. ته خو زما يوه رڼه اوښكه يې، زړه مې درپسې وران دى، بچي بې له تانه راباندې ژوند ګران تېرېږي. هغه خپل عادي حالت ته راغله، خوا ته مې رانزدې شوه ويلې: هو رښتيا زويه په دې ورځو كې مې زړه دى، چې په كلي كې درته كوژدن وكړم. په دې خبره ېي زر په خولې كې ورولوېدم. مورې پام چې په دې هكله چاته ونه وايې، زه چې له خيره بل ځل په رخصتۍ راغلم، بيا به درته ووايم. تر هغې به خير دى نور هم تكليف تېر كړه، بل ځل په خير زر راځم. خامخا به دي په خير سره ستا نږور پيدا شي، په مخكې به دې ګرځي، له كارونو او ځينو تكليفونو نه په خلاصه شې. ما خو هېڅ فكر نه كاوه، چې ګنې مونږ ته به څوك خور او لور راكړي، ځكه چې د خداى په دا ارته دنيا كې ايكي دا يوه كوټه لرو، نور هېڅ نه لرو، خلك خو په مال او دولت پسې ګرځي. په دې وطن كې لياقت او اهليت نه پكارېږي، يوازې پيسې چلېږي. خو توكل زموږه په خداى دى، هرڅه به سم شي. تا دې راته الله ژوندۍ لري. مور مې په دې خبره خوشاله شوه، په زوره زوره يې وخندلې، ما يې لاسونه ورمچي كړل. په دې وخت كې د كلي ځينې كسان زما همزولي زما ستړي مشي ته راغلل، زموږ كوټه يوه وه، خو لويه وه. مخې ته يې غولى (منډاو) او انګړ ودان شوي وو، څو كټونه پكې پراته وو. په دا ځل د كلي ټول خلك زما ستړي مشي ته راغلل. پخوا به چې كلي ته لاړم، كور ته به څوك نه راتلل. يوازې په جومات كې به خلكو راته ستړي مشي ويلې. ځينو كسانو راته ويلې ستا راډيويي داستانونه اورو، ټول خلك يې خوښوي. ځانته به مې تمه پيدا شوه. هلته په كلي كې پوه شوم، چې دا خلك كه سواد نه لري، د پېښو او ژوند په ټولو كيسو خبر دي. رښتيا چې هر چا راسره ښه سلوك كاوه، زما له وړوكتوبه عادت و، چې سبايي او مازديګر به جومات ته تلم، چې لاتراوسه مې همغه عادت درلود ا د خداى عبادت مې كاوه. په دې هم د خلكو خوښېدم. په دې رخصتۍ كې مې دوه هفتې تېرې كړې. حال دا چې هوسۍ راته د پنځه و ورځو اجازت راكړى و. مخكې به مې پوره يوه مياشت تېروله، كله مې چې دوه اونۍ ووتلې، له موره مې اجازت راواخيستلو نور خپلوان مې هم مونږه كره راغلي وو، زمونږ نزدې خپلوانو به زما له مور سره مرسته كوله. خپلوان مونږ سره په چم ګاونډ كې ډېره وو. د مور ټول مشكلات مې حل و، ماما به مې تل مور خپل كور ته بيوله. له ټولو څخه مې رخصت راواخيست او بېرته ښار ته راغلم. ماښام تېر و، چې خپل كور ته ورسېدم. شپه تېره شوه او سبا يې خپلې دندې ته لاړم. په كار بوخت وم، د څو ورځو كار مې راته پروت و. لګيا وم ليكنې مې كولي چې د ټيلفون زنګ راغى، غوږۍ مې چې پورته كړه، ما ويې بلې. ويل هوسۍ يم. سهار صاحب راغلى يې؟ ما وې هو. څنګه يې كور ته خيريت دى، هغې په ټليفون راسره ګړه بړه وكړه. وې ويل: ته پوهېږې، چې زه بلكل ناروغه شوې يم، رنګ مې زېړ اوښتى دى، د ازموينې ورځې مې دي، هېڅ تياري مې نه ده نيولې. ما وې هوسۍ د كور او كلي كارونه وو، له بل پلوه مې مور راپسې خپه شوې وه. كه زر ترې راتلاى نوره هم لا پسې خپه كېدله. بښنه غواړم شپې مې لږې ډېرې تېرې شوې. دا دى اوس درته راغلى يم. ويلې زړه مې چوي، څنګه وكړم نن هم پوهنځي ته نه ومه تللې. ټوله ورځ په كور كې راته موسيقي غږېدله. نن به زه په پوره څلور بجې مطبعې ته درشم. ډېره ښه ده خو موټر دې مطبعې نه وړاندې ودروه. د خدا ىپه امان. د ټيلفون غوږۍ مې چې كېښوده، رئيس وروغوښتم ويلې پاتې كارونه درسره كور ته يوسه، چې سبا ته يې خلاص كړې. ما وې ښه ده رئيس صاحب ته ورته تشويش مه كوه، سبا ته به انشاء الله ټول كارونه سم وي. نيمګړې ليكنې مې له ځان سره په څلورو بجو راواخيستې او په يوه دوسيه كې مې كېښودې، ما وې چې د شپې له خوا به پرې كار وكړم. په څلورو بجو مې دوسيه له ځان سره واخيستله او له مطبعې نه ووتلم. وړاندې مې چې پام وكړو، د هوسۍ موټر ولاړ و. په چټكو ګامونو ورروان شوم، ما وې هغه به راته ډېره منتظره پاتې شوې وي، چې ورنزدې شوم هغه له موټره راكوزه شوه، ښكلې درېشي يې په ځان كې وه. په پنځو سوو ګامونو كې چې كله ورنزدې شوم، هغه زما په لور راروانه شوه. غږ مې پرې وكړو: هوسۍ زه درځمه ته ځان مه په عذابوه. زه نور هم ورګړندى شوم، كله چې سره نزدې ورغلو، پام چې مې ورته وكړو، د هغې له سترګو اوښكو دارې وهلې، ما وې اّخ دا ولې ژاړي؟ له خولې نه يې غږ نه خوت يوازې دواړه لاسونه يې رانه تاو كړل او په سلګو سلګو يې وژړل. ما وې هوسۍ څه شوي؟ ولې دومره ژاړې؟ د ژړا په حالت كې موټر ته ورپورته شوه، زه هم موټر كې ورسره كښېناستم، موټر يې د مطبعې اړخ ته ودرولى و، په ژړغوني اواز يې وويل: ما خو درته پنځه شپې ويلې ويآ، زه خو دې له ژونده ويستلې يم، ناسته ولاړه هېڅ خوند نه راكوي. ما وې ښه نو دا خبره ده! هغه لږه شېبه غلې ناسته وه، موټر يې نه چالاوه. پوه شوم چې رانه خوابدې ده، خوا ته يې ورنزدې شوم، د زنې نه مې ونيوله: هوسۍ بخښنه غواړم، زه مجبور وم، چې څو شپې مې ځنډ كړى واى. خير دې مړې رانه مه خپه كېږه. مخ يې راواړاوه، موسكۍ شوه، وې ويل: سهاره چېرې به درنه خپه نه شم، خو حېرانه پاتې يم، چې په ما څه شوي دي؟ مور مې راته څو ځلي په كور كې وويل: څه درباندې شوي هوسۍ لورې، چې دا رنګ دې الوتى ښكاري. په دې ورځو كې دې بل شان وينمه؟ زه ورته څه ووايم، چې ولې؟ هوسۍ جانې! په مينه كې دا خبرې شته دي، دومره يې اسانه مه ګڼه. مينه خو د انسان سترګې پټوي او غوږونه يې كڼوي. ځه چې كومه خوا لاړ شو، دلته د مطبعې مخه ده، هسې نه چې څوك مو وويني. هغې په عادي ډول د ناز خندا وكړه، ويلې د توړۍ زويه راځه، چې نن پغمان ته لاړ شو. ما وې ډېره ښه ده، ځو به. هغې موټر روان كړو او د موټر ټيپ كې يې د وحيد صابري (لاليه ګاډي وانه) سندره چالان كړه. په لږه شېبه كې يې موټر كوټه سنګي ته ورساوه. د ميرويس ميدان له دوكانونو نه مو خوراكي شيان له ځان سره راواخيستل او بيا پغمان ته روان شو. راساً د تپې بڼ ته لاړو، د تپې بڼ د ګلونو ښكلاګانو ته ورغلو. هر رنګ ګلان غوړېدلي وو، په يو ښكلي ځاى كې د ګلانو په منځ كې كښېناستو، په بڼ كې خلك ګرځېدل، موږه چا نه ليدو. كله چې موږه كېناستو، سمدستي هوسۍ راته وويل: سهاره د خپل سفر او كور كلي كيسه راته وكړه. لومړى دا ووايه چې مور دې څنګه وه؟ روغتيا يې ښه وه؟ او رښتيا د خپل كور او خپلوانو په باب راته پوره پوره ووايه. ما ورته د كور او كلي، د خپلې مور د حال احوال په باب خبرې وكړې، څه چې په كلي كې تېر شوي وو، ټوله كيسه مې ورته وكړه. دې راته وويل: مور دې ښار ته نه راولې؟ ما وې نه مور مې بوډۍ ده، پخپل كور او كلي كې خوشاله ده. ورور يې او نور خپلوان يې پوره خيال ساتي. هو رښتيا هوسۍ دا ځلې مې مور راته د كوژدنې خبره وكړه، ويلې كلي كې درته چېرې لاس پورته كوم. اخ نو تا څه ورته وويل؟ هغه راته متوجې شوه ويلې ووايه سهاره رښتيا رښتيا وايه، دا چې ډېر وځنډېدې، لكه چې همدا خبره وه. نه نه! په دغه باب هېڅ نه دي شوي. ما ورته وويل: مورې بل ځل چې راغلم بيا به خبرې سره وكړو، تر هغې به زما د كوژدنې خبره هېچا سره نه كوې. هغه دوباره خپل عادي حالت ته راغله، لاس يې كڅوړې ته ورتېر كړو، خوراكي شيان يې راواخيستل او زما په مخكې يې كېښودل. لومړى موږه مېوه وخوړه. ه� - بېرته شاته