(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
پلار ته
ته باران د رحمتو وی ای گرانه پلاره
ته زانگو د حمتو وی گرانه پلاره
د ستا لاس د شفقت په مونږ اوږد وه
ته دوا مو د دردو وی گرانه پلاره
د تعلیم او د ادب ډیر طرفدار وی
ته ډیوه د تاریکو وی گرانه پلاره
ته مرزا وی ته ادیب وی ته شاعر وی
په کردار د میړنو وی گرانه پلاره
ستا شمله به د لنگی وه معلومداره
خدمتگار د پښتنو وی گرانه پلاره
خان بابا به په خپل قوم کی یادیدلی
په ریښتیا ده صفتو وی گرانه پلاره
د حفیظ ملیار لاسونه رب ته لپه
چه سردار د جنتو وی گرانه پلاره
Hafiz Malyaar
بېرته شاته |