(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پښتو موسیقۍ کې

[14.Apr.2022 - 15:31]

په پښتو موسیقۍ کې جدت

لیک: مروت درد

انسان یوازینی ژوی دی چې له مادياتو ور اخوا په معنویاتو هم کار لري او د روح دتسکین او ارام لپاره په بېلابېلو معنوي شیانو پسې ګرځي.

په انسانانو کې د روحي تسکین او ارام هڅې له بابا ادمه راشروع دي.

ادم ته دجنت باغونه، له شرابو ډک سیندونه، مېوې اومادي څیزونه ددې لپاره جوړ شوی و چې، دی ذهناً ارام واوسي تر څو دحق پرستش ته تل لبیک ووایي

لا چې کله لوی ذات د هغه د ارامۍ، فکري سمون او عقلاني بشپړتیا لپاره بي بي حوا پیدا کړه او له ماندینې سره یې په رازونیاز، خبرو او ژوند کې دمثبتې اغېزمنې تشه ور پوره کړه.

د ادم سهوا دهغه د روحي تسکین له مخې وه، دشیطان په خبره یې ددې لپاره عمل وکړ؛ چې دی ګوندې د غنم د دانې په برکت د ژوند له اصلي کیفیت خبر شي او خدای تعالی ته به دده دلا زیات ورنژدې سبب شي.

له مېلاد نه وړاندې په لرغوني مصر او بابل کې د مادي نړۍ له غمونو د یوې شېبې ارام لپاره په معبدونو او خانقاوو کې د موسیقۍ خاص راګونه ورتلونکو مصریانو او بابلیانو ته اورېدل کېدل تر دې چې لرغونو مصریانو او بابلیانو دځانونو لپاره دموسیقۍ خاص ارباب الانواع ټاکلي وو.

ددوی په زمانه کې چې حقایق لا شعري نړۍ ته نه و ښکته شوي او ادبیاتو یې اسطوره یي (افسانوي) رنګ درلود؛ دموسیقۍ له سوروتال سره به یې له مادي نړۍ سترګې پټولې او د اغېز لرونکو راګونو او موسیقۍ په مټ به یې ددریېمې نړۍ خیالونه وهل.

د فرانسې له صنعتي انقلاب وروسته موسیقي د خوشطبعۍ او ساعت تېرۍ اله وګڼل شوه او مخترعین پدې لټه کې شول؛ چې څنګه دموسیقۍ دلا ښه اغېز لپاره دموسیقۍ الات جوړ کړي

کله چې دوخت په تېرېدو اغېزلرونکو وسایلو د موسیقۍ بڼه بدله کړه؛ ورو، ورو یې مشتریان دومره زیات کړل؛ چې موسیقيار یې د شهرت تر اوجه ورساوه. تر څنګ یې موسیقي په یوې مهمې اقتصادي سرچینې بدله شوه، چې وروسته همدې پراخ اقتصادي بازار ډېر موسیقاران وپنځول او د هنر په ډګر کې یې دهنرمندانو تشه ډکه کړه.

دتصوف په نړۍ کې سترو دوو عراقي او خراساني مکاتبو هر یو په تصوفي سلسلو کې موسیقي وغږوله او دانسان د روحي کیفیاتو او جدت ته دتللو لپاره یې یوه مهمه ذرېعه وګڼله. موسیقۍ ته یې د رواوالي نسبت وروسته له هغې وکړ چې،  موسیقۍ ته یې له شهواني غریظې سره دبېلتون کرښه راښکله.

پښتون ټبر هم چې دژوند کولو خورا تاریخي پړاوونه وهلي؛ موسیقي یې هم لرغونی تاریخ لري.

لنډۍ چې موږ یې تاریخي شالید له میلاد نه وړاندې زمانې ته رسوو؛ پخپل ډول کې دومره موزونه او اغېزناکه ده چې، آهنګ، سوز او خاص شعري جوړښت یې له موسیقۍ سره یوځای د ویلو غوښتنه کوي.

ښایي په پښتون ټبر کې موسیقي هم له لنډۍ سره جوخته رامینځته شوي وي خو په اړوند یې موږ سره لیکلی او لاسته راغلی سند نشته او کۀ وي هم؛ ښایي زه ترې نه یم خبر شوی. په مستند ډول موسیقي موږ دپیرروښان (بایزید روښان) په سلسله کې ګورو چې، نوموړي به دخپلو مریدانو په صفونو کې تر تدریس دمخه غږوله. مریدان به یې دخدای د ذکر په سبب دوجد داسې حالت ته پرې یوړل؛ چې له دنیا به غافله شول او یوه شېبه به د ذات سره په رازونیاز بوخت کړل.

موسیقي د بایزید روښان له زمانې وروسته له مذهبي پولو راووته او دعامو پرګنو په واک کې پرېوته.

د پښتو ادبیاتو په کلاسیکه دوره کې، په تېره بیا دستر خوشال بابا په زمانه کې پښتنو دموسیقي الاتو په برخه کې پرمختګ وکړ، رباب، ارمونیه، ډهول، باجه، او ګیتار دموسیقۍ په نړۍ ور اضافه شول او ددغو ټولو وسایلو له یوځای کېدنې وروسته پښتو موسیقي په بېلابېلو اوضانو او بحرونو مشتمله شوه.

دموسیقۍ په باب زما دغه خبره د ستر خوشال بابا  په مشهور نثري اثر دستارنامه کې لولو چې د شل خلصتونو او شل هنرونو له مینځه یې د پښتون ټبر دمشر لپاره دموسیقۍ دالاتو غږولو وړاندیز په کې کړی او موسیقي یې دروحي جذباتو، کیفیاتو او عاطفې راپارولو یوه مهمه وسیله ګڼلې ده.

خوشال خټک ددستارنامې دهنرونو په برخه کې اتلسم هنر موسیقۍ ته ځانګړی او وایي چې پښتون قاید باید له موسیقۍ سره اشنا وي او د هغې په بحرونو او رموزو اګاه وي.

نوموړی وایي:

((اتلسم هنر دعلم دموسیقۍ دی، یعنې سرود، ساز، نغمه. دا علم عمیق علم دی، لکه دشعر بحور، عروض لري. شپږ یې بحره دي، دهر بحر شپږ نغمې دي، احتراع داپلاتون دي، نظم هم اختراع دافلاتون دی، چې په مقابل یې یو د بله اختراع کړي دي.

نظم او نغمه سره لازم او ملزوم دي، سرود دخولې لحن او آواز ته وایي، چې په خولې په حنجرې آواز وخوت شي؛ یا سرنا، شپېلۍ، موسیقار دا سرود دی. لکه رباب، سرېنده چار تار چې په ګوتو وهلای شي. تر ډوله تر دفه دا واړه الت دسرود دي، نغمه پېره ورته وایه شي، هر چې دا کار کا؛ مغني باله شي، ډېر سقیم فطرت به وي چې دا حظ په کې نه وي. په دا اواز اوښان مست شي، دصحرا هوسۍ پرې بې هوشه شي، هغه به څرنګ سړی وي چې په سرود به یې حالت حاصل نه شي.))

دخوشال په اند نظم او موسیقي یو دبل تکمیلوونکي او یو دبل لپاره لازم او ملزوم دي. شعر هغه وخت خپل خوند دوچنده کړي؛ کله چې په ترنم کې وویل شي او چې موسیقي ورسره لا یو ځای شي؛ بیا خو غوړي لا غوړي شي.

لوی مبتکر او مفکر خوشال خټک دموسقۍ دشپږو بحرونو په اړوند هم پوهېده او ویل یې، چې دا شپږ بحرونه په ځان کې شپږ نغمې لري چې شپږ نغمې او شپږ بحرونه دولس تاله کېږي او په هر بحر کې ویل شوی شعر په خپلو پردو کې را اخلي او دموسیقۍ خواږه ورکوي.

خوشال بابا وایي: موسیقي اوښان په مستۍ راولي، هوسۍ یې په اورېدو بې هوشه کېږي او هغوی ډېر بدبخته دي؛ دموسیقۍ له خوږو بې خبره پاتې دي.

معاصر ادیب او دکابل پوهنتون دژبو او ادبیاتو پوهندوی استاد لال پاچا ازمون (دشیدا دشعر موسیقي)نومې څېړنیزې مقالې په یوه برخه کې دموسیقۍ او دهغه امتزاجي کیفیت په اړه وایي:

((موسیقي دانسان له ژوند سره سمه رامنځته شوې ده، یو ډول موزون او آهنګین غږونه دي چې دانسان پر حواسو اغېز کوي، دانسان زړه او دبدن نور غړي په یو منظم حرکت راولي. په فولکلور کې دموسیقۍ دپیدایښت په باب زیاتې خبرې شوي دي، په ځینو مذاهبو کې موسیقي دمذهب یو بنسټیز رکن ګڼل شوی دی، په تېره بیا په بوداییزم کې، همدارنګه چینایان هم موسیقۍ ته ځانګړی درنښت لري.

موسېقي هغه فن دی چې د اهنګونو له امتزاج او اختلاط سره په موزونه توګه ترکیب کېږي، غوږونو ته نوازش ورکوي او ذوقونو ته په زړه پورې او جزابه ښکاري. یو بل څېړونکی بیا داسې وايي: یو شمېر څېړونکي د موسېقۍ کلمه (سرباني) بولي او وايي چې (مو) د هوا یا نسیم په مانا او (سيقي) د غوټۍ مفهوم څرګندوي، ځکه نو هغه څوک چې نغمه غږوي او اهنګ منځته راولي، نو ګواکې پر هوا یا پر نسیم غوټه وهي. په ځینو فرهنګونو کې د موسېقۍ مرکبه کلمه له یوناني فرهنګ څخه اخیستل شوې ګڼي او هغه د سندرې ویلو او ساز غږولو فن یا هسې اهنګ چې خوښي یا خواشیني منځته راولي؛ تعریفوي.))

موږ موسیقي دروحي ارامتیا په موخه اورو او له دې کبله د ذوق په مرسته کله ډېره ارامه او کله بازاري موسیقي خوښوو.

د موسیقۍ د انتخاب لپاره سالم ذوق لرل ډېر مهم دي، د ذوق په تعریف کې لولو:

هر هغه عمل، څیز او نظر چې زموږ دفکري او قلبي جوړښت سره جوخت وي، خپل ځان په کې ووینو، زړه ته مو لار وکړي، ښه راباندې ولګي او په شونډو مو دیوې شېبې لپاره موسکا راولي؛ ذوق بلل کېږي.

د ذوق د تعریف له مخې وینو چې، په انسانانو کې نظري، فکري او عملي جوړښتونه فرق کوي، له دې ځایه نتیجه په لاس راځي؛ چې دانسانانو ذوقونه هم باید مختلف وي، نو چې کله مختلف ذوقونه وینو؛ دموسیقۍ په انتخاب کې هم بویه چې، هر انسان دې دخپل حال سره برابره موسیقي انتخاب کړي.

د رحمان بابا داشعارو یو لوی خصوصیت دادی چې، ملا یې په جومات، موسیقار یې په موسیقۍ، انانسر یې د دریځ پر سر او عام وګړی یې دخپلو خبرو د استدلال لپاره وایي، دوی په یوه وخت د یو صوفي شاعر شعرونه وایي. خو یو څه چې ددوی تر مینځ تغیر پیداکوي؛ ددوی وجداني هنداره ده. درحمان په شعر کې ملا، امي، دریځوال، ملنګ او غریب خپل ځان ویني او دخپلې درونې هندارې له مخې دروحي تسکین لپاره دهغه مرحوم مختلف شعرونه ټاکي او دخپل زړه غږ ته د ذوق له مختلفو کړکیو ګوري.

انسانان له دوه حالاتو نه ضرور په یو حالت کې وي، یا خوشاله وي او یا خفه او په همدې خاطر کله ډېره تراژیده او کله ډېره کمېډي موسیقي اوري.

ځینې وخت چې انسان په تراژیدیو کې ګېر وي او غواړي دموسیقۍ په راګونو کې دخپل زخمي زړه زخم ته دتراژیدې موسیقۍ په مټ دملهم پټۍ کېږدي؛ ددې پرځای چې موسیقي یې د غم اندازه راکمه کړي؛ غم یې نور هم تازه کوي او موسیقي یې داسې یو ناموزون خیالي چاپېریال ته وړي چې؛ روح یې دتسکین پر ځای په کې له کړاوونو او تراژیدیو سره مخ کړي. وجهه دا وي؛ چې د موسیقي د اورېدونکي له تراژید حالت سره دومره برابره وي چې، فکر کوي؛ دا هر څه یوازې زما لپاره ویل شوي او روان عیني چاپېریال زما په تاوان دی.

برعکس، کله چې انسان خوښ وي، پر څېره یې دعقل پر ځای احساسات غالب وي؛ ځان ته داسې موسېقي ټاکي چې، دده لاشعور په خوځښت راولي، احساس یې راوپاروي او یو داسې کیفیت ته یې بوځي؛ چې خوشالي یې لا یو پر دوه کړي او خپل روح ته معنوي تسکین ورکړي.

(مروت درد)

ماخذونه

دستارنامه، خټک خوشال خان، ۷۵ مخ: میهن خپرندویه ټولنه

ازمون، لال پاچا، د شیدا دشعر موسېقي، څېړنیزه مقاله: تاند ویبپاڼه

- جدت
بېرته شاته