Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د صحرا ګل
[06.May.2022 - 09:34]
دصحراګل ـ نوى ندى
زه ګل، ګل د صحرا وم
په بيديا کې لوييدمه
نه ښکلا د چا د بڼ وم
نه اميل د چا د غاړې
بې خبره د ګلدان وم
نه محتاجه د باران وم
نه اوبه چا راکولې
نه ويالې مې پيژندلې
وچې شونډې لندوې مې
د ګهيځ پرخې پر څاڅکو
د سهار تنکي نسيم به
زه له خوب راويښولم
د سپيرې بيديا بلبلو
به په شونډو ښکلولم
څو ګړی، څو شيبې ژوند وو
په خوښۍ مې تيرولو
خو!
چا رابيل، چا را جدا کړم
له سپيرې خړې بيديا نه
شين خالۍخړې خيرنې
پونده جينې له څنګه
د شپونکي له دږو ګوتو
له پګړۍ او شملې دنګه
زيب زينت يې د خپل ځان کړم
د ګملې يې بنديوان کړم
نه نسيم، سیلۍ لګیږي
نه نغمې د بلبل اورم
نه د لمر وړانګې ځليږي
نه خو پرخه را وريږي
بس بې خونده يو ژوندون دی
چې پر ما باندې تيريږي
27/5/2008
پيښور
زیب منتظر مسېد Zeb Muntazer Maseed