شامي پیر او
[14.Apr.2022 - 17:33]
شامي پير او فقير اېپي
ليک: مولانا خانزېب
پښتانه د مذهب په جامه کښې په هرچا ډېر زر باور کوي ځکه د حضرت آدم سوچه زاؤزاد دې حضرت آدم نه چې کله خدائې پاک پوښتنه اوکړه چې ولې دې د ابليس اومنل هغه وائل اې خداېه ! ستا په نامه ئې راته پاخه قسمونه اوکړل او زما دا ېقين وو چې ستا په نامه به څوک د دروغو څوګند نه خوري.
پښتانه هم دغه باور لري چې ګنې د اسلام په نوم به هم څوک درغلي نه کوي خو کله چې پوهېږي او پته ورته لږي نو اوبه د ورخه تېرې وي.
د غازي امان الله خان په وخت کښې پيرنګېانو د افغانستان ختيځ او د پښتونخوا قبائلي سيمو ته دباجوړ نه تر وزيرستان پورې په لوئي کچ د پيرانو په جامه کښې خپل جاسوسان رالېږلي وو دغه پيران په حقيقت کښې د پيرنګي جاسوسان به وو مختلف باوري نومونه به ئې په ځان ايښي وو لکه غيبګو پير، پير کرم شاه، ،دهند سلطان ، د مدينې خواجه ، بغدادي پير وغېره ، په پښتنو کښې دغه پيرانو به چې کله د خلکو باور په ډول ډول ،تصوفي رېاضتونو ، په ځان ښه پوخ کړو نو پښتانه به ئې بېا ډېر په چل هنر د غازي په ضد پاڅون ته لمسول هم دغه شان ېو سړې د حاجي ميرزالي خان په ضد هم پيرنګېانو وزيرستان ته روستې وو چې په ، شامي پير ، سره ئې شهرت لرلو په شامي پير کښې د پيرنګېانو دوه مقصده وو ېو په افغانستان کښې اړې ګړې جوړل ځکه چې افغانستان په ړومبي نړې واله جګړه کښې د پيرنګېانو مرسته نه وه کړې د شامي پير په مرسته ئې د غازي امان الله خان د راوستو غږ به کولو او څه شپږ زره پورې پښتانه ئې د ځان سره لښکر کړي وو لنګر به ئې هم ورکوو او ملکانو او مولانو ته پېسې هم غازي امان الله خان خو پيرنګېانو چپه کړې وو دوباره دهغه راوستل ئې مقصد نه وو بلکې پدغه نوم په افغانستان کښې اړې ګړې جوړل ئې موخه وه . دوئم د ،فقير اېپي ،مخه نيول وو ځکه چې پيرنګېانو په راتلونکي کښې د فقير اېپي نه ېره لرله او د پيرنګېانو لپاره د سر دړ وو د شامي نه پرته نور هم ډېر پيران د فقير اېپي په ضد وخت په وخت کارول شو .
د شامي پیر خپل نوم محمد سعدي او د پلار ئې عطاءالله ګیلاني نوم وو اوس هم په افغانستان کښې چې کم د پير ګيلاني چې کمه کورنۍ ده نو لاسونه ئې د پښتنو په وينو سره دي ځان د شېخ عبد القادر ګیلاني له ټبر نه شماري. د شامي پير ېو تره حسېن ګیلاني په بیت المقدس کښې د فلسطين مفتی اعظم وو چې په 1951 کښې پاکستان وزيرستان ته د فقير اېپي په ضد د تبليغاتو لپاره په کراېه روستې وو . د ده بل تره محمد صالح ګېلاني د غازي امان الله خان د ښځې ملکه ثریا د ترور سره واده کړې وو او د غازي امان الله خان سره ئې نزدې اړيکې هم وې پير شامي هم د غازي امان الله خان په وخت کښې کابل ته راغلې وو . محمد سعدي په 1901 کښې په دمشق شام کښې زېږېدلې او هم هلته ئې سبق وویلو ځکه په شامي پير ېادول شو په 1925 کښې د ترکي شهريت ترلاسه کړو په 1929 کښې جرمني ته لاړو او هلته په زراعتو کښې ئې لوړې زدګړې تر سره کړې. هم هلته د جرمني د ېو پولیس افسر د لور سره ئې واده هم وکړو.
په 1915 کښې دېو جرمن ډپلومېټ، ډاکټر وان هینټیګ، د هند او ترکي ډلې سره افغانستان ته د دې لپاره ورغلې وو چې په لومړی نړۍ وال جنګ کښې ورسره مرسته شي. خو امیر حبیب الله خان ورسره ونه منله. شل کاله وروسته هینتیګ د جرمني په خارجه وزارت کښې د منځني ختیځ د چارو د څانګي مشر او د محمد سعدي ګیلاني سره په رابطه کښې شو د کمې موقعې په انتظار چې وو نو ورله په لاس راله.
د مارچ 1938 په سر کښې سعدي ګیلاني د پيرنګېانو په صلا او مرسته هندوستان ته ورسېدو پيرنګېانو ئې تود هر کلې وکړو تر دغه وخته ئې ګيره خرېله څه وخت په هند کښې تم شو چې ګيره ئې ښه ببره شوه نو د پښتنو په لور ئې راروان کړو.
هینټیګ د ده د سفر لپاره ټولې لارې برابرې کړې وې. د پېسو وړل لوېه ستونره وه ځکه قبائلو کاغذي نوټ نه منل. هغوئې د ټانک نواب ته د مرستې ووئل چې په سیمه کښې شته من کس وو او انګریزانو نه ئې ډېر امتیازات اخیستل. سعدي ګیلاني د هند نه کاڼیګرم ته لاړو چې په په شپاړسمه پېړۍ کښې د پیرروښان استوګن ځائې وو په وزیرستان کښې ډېر درناوښت ورته ميلاؤ شو په ړومبې کښې به ئې ځائې په ځائې قبائلي دشمنې ختمولې او خلکو ته به ئې وعظ نصيتتونه کول په دېرشم جون 1938 کښې ترې د پيرنګي د پوليسو ېو ډپټي سپرنډنټ بشير احمد چې وزیرستان ته ورسره تلې وو راستون شو هغه خبر ورکړو چې په لږ وخت کښې شامي پير ېونيم سل مرګوني دشمنې ختمې کړې چې پدې په سيمه کښې ډېر مشهور شو او په زرګونو پښتانه تې راتاؤ دي . شامي پير ځان له ېو لوېه مانړې جوړه کړې وه غټ ملکان او مولان ئې مریدان شو په لنګر کښې به خاص مېلمنو له ګډان پخول شو د ټانک ، سپینکې رغزئې ، او شکې ،پورې به ګرځېدو په دېارلسم د جون 1938 کښې شامي پير ېو غټه جرګه راوغوښته چې څه درې زره خلکو پکښې ګډون کولو ځکه چې اوس پې خلکو باور کولو په جرګه کښې ئې د ظاهر شاه په ضد خلکو ته د بغاوت غږ اوکړو او دا ئې اووئل چې د افغانستان رشتينې باچا امان الله خان دې ېو لوئي لښکر چې څه شپږ زره خلک پکښې وو د افغانستان په لور روان شو فقير اېپي او مولا فضل دين ددغه هرڅه نه ځان لرې ساتو . افغانستان حکومت پدې هرڅه پيرنګېانو ته خپل سخت غبرګون ښکاره کړو او دړه که ئې ورکړه که شامي پير پيرنګېان د وزيرستان نه اوباسي نه نو خپل سفارتي اړيکې به سمدستي د پيرنګېانو سره ختمې کړي بلخوا د افغانستان حکومت د شامي پير د اغېز کمولو لپاره د فقير اېپي سره په لوېه کچه مرسته شروع کړه ځکه چې د شامي پير مخه بل چا نشوه نيولې.
پيرنګېانو چې د افغانستان د سخت دريځ نه خبر شو نو سمدستي خپل خلک شامي پير ته ولېږل د پينځه زره پونډونو لوظ ئې ورسره اوکړو او په الوتکه کښې بغداد وړل ئې ورسره اومنل په شامي پير ئې زور راوړو چې هغه لښکر چې افغانستان ته روان دې واپس کوي به .
شامي پير پدې تړون خوشاله شو ځکه چې چا روستې وو هغې واپس کوو خپله چوغه ئې هم هلته اوغورځوله او د خپل خاص کس محمد علي اسحاق سره ئې په دېرشم د جون 1938 ګيرې اوخرولې پيرنګېانو تې انځورونه ويستل او په سيمه کښې ورله خواره کړل چې د خلکو نه خپلو کورونو ته د ستنېدو غوښتنه وه .
عام خلک چې ددې لوبې نه خبر شو نو حق حېران وو ولي خان ليکي چې داد پيرنګېانو ېوه دسيسه وه غوښتل ئې چې افغانان جرمنیان د خپل هېواد نه اوباسي او فشار پې راولي ځکه ولي خان وائي چې د هند د امورو وزير بېا اوئيل چې د شامي پير پشان اېپي فقير هم په پېسو واخلې خو ورته اوويلې شو چې فقير اېپي په پېسو نه اخیستل کېږي.
اولف کېرو وائي چې د شامي پير په اړه دا ېره پېدا شوې وه چې هسې نه دې په رشتيا غازي امان الله خان راستون نه کړي ځکه داسې ګمان وو چې د جرمني سفارت ورسره اړیکه نیولې وه په کال 1941 کښې هم د جرمني ايجنټانو د شامي پير سره ليدل کتل کړې وو چې افغانستان ته ستون شي او د غازي د لپاره بغاوت جوړ کړي .
Maulana Khan Zeb
#PashtunHeroFaqirIpi