د ختېځ ګلونه
[25.Apr.2022 - 14:13]د ختیځ ګلونه ( ۱۶)
لیک : اجمل اټک ایسپزی
ښاغلی عبدالمتین شیفته مل کامه وال
ښاغلی شیفته مل کامه وال د پښتو ژبې او ولسي ادب یو داسې نوم او څېره ده چې هر پښتون او هر افغان یې د نوم او کلام سره اشنا دی له مبالغې او لوې خبرې پرته داسې پښتون به نه وي چې د ښاغلي کامه وال شعرونه یې تر غوږ شوي نه وي په ځانګړي توګه دا شعر چې هر هنرمند زمزمه کړی دی :
بیا کډې باریږي پړي واچول اوښانو کې
څه وکړمه خدایه زړه مې بند دی په کوچیانو کې
بیا کډې باریږي
زه ډېر وړوکی وم چې د شیفته مل کامه وال نوم او کلام سره اشنا وم هغه وخت چې دا نننۍ ګرمه او رسا برېښنایي خپرونې او مطبوعات نه و او ان ټلوېزیون هم هر چا نه درلود او نه یې د خپرونو د اورېدو څپې دومره عامې او نړۍ والې وې ' راډیوګانې هم محدودې او د خپرونو څپې یې هم لنډې او محدودې وې ' نو په ننګرهار ' پېښور او د هېواد په نورو ولایاتو او برخو کې به سیمیزو هنرمندانو او فنکارانو وخت په وخت نوي نوي پروګرامونه کول او نوې نوې کسټې به یې بازار ته راویستلې او د موزیک سنټر په نوم به بېلابېلو دوکاندارانو خپرولې او خرڅولې نو د ننګرهار سیمیزو سندرغاړو به تل د وخت د مشهورو او پېژندل شویو شاعرانو ولسي شعرونه لکه غزل ' رباعي ' چاربیتې ' داستانونه ' سروکي ' لوبې او داسې نور کلامونه ویل او وار په وار به د شاعر کلامونه په دې ډول د ولس او خلکو تر غوږو رسېدل ' د کتاب چاپول هم محدود وو او له دولتي مطبوعو پرته شخصي چاپي مطبوعې هم نه وې او دولتي مطبوعو هم خپل ځانګړي شرایط او تنګ چوکاټ درلود ' ورځپاڼې هم دولتي وې او د لیکنو او شعرونو چاپ په کې هم ' د نوبت ' پالیسۍ او د اداره چیانو د شخصي او دولتي پالېسیو او کړنو ښکار وې.
نو د شعرونو د خوندي کولو او ولس ته د رسولو یوازینۍ ښه لار یې د وخت سیمیز سندرغاړي وو.
په ودونو او د خوښیو په نورو مجلسونو کې به هم خلکو د ملنګجان ' شیفته مل او د وخت د نورو مشهورو شاعرانو د شعرونو فرمایشونه ورکول او ناست خلک به ورته تر سهار ویښ ناست وو.
خو اوس له بده مرغه تخنیک او ټکنالوجي دومره مخکې ولاړه چې هغه پخواني ارزښتونه ' کیفیت او خوند یې هم پیکه کړ او هم یې ورک او نابود کړل ' هر څه "" ټچ "" برېښنایي شول د ټایپ ' کسټو او راډیو ځای هم ورو ورو کمپیوټر او نورو برېښنایي انټرنيټي وسایلو ونیوه او له شکه پرته بې خوندي او بې کیفیتي یې رامنځ ته کړه.
موسیقي هم کمپیوټرایز شوه ' شعرونه هم فرمایشي شول او بې مسلکه هنرمندان هم بېخي ډېر او بې توله شول.
په هر حال ما خبره دا کوله کله چې موږ واړه وو نو د ننګرهار د هنرمندانو له برکته به مو کله نا کله چېرته د شیفته مل صیب شعرونه هم واورېدل او دا شعرونه به دومره روان ' ولسي او رښتیني وو چې راسا به مو په ماشومه حافظه او وړوکي ذهن کې کېناستل ولسي سندرغاړي ارواښاد سید محمد به ویل:
ما پرېږدئ تاسو ښائسته هلبند ته ځئ
کډې ولې باره وئ
یا دا چې :
خواران که غریبان دي
کامې ته راروان دي
متین شیفته مل وایي په کې ښه شته مزدوري
فضل وکړې الهي
دا یو اوږد داستان و چې موږ به بیا بیا اورېده او کله کله به لا ټیپ کیسټ هم ونیوه او انجړه به شوه.
په هر حال د ښاغلي شیفته مل په شعرونو کې هر ډول شعرونه شته ' د پښتني ننګ او مېړانې ' حماسي ' غزلیات ' داستانونه ' سندرې خو په څو مشهورو شعرونو کې یې د ښاغلي پیر محمد کاروان صیب د نرګیسیت په څېر د کوچیانو یاد او ذکر ډېر شوی دی ' ښاغلی شیفته مل صیب وایي چې زه خپله هم په خټه او خېل امرخېل کوچی یم او بله دا چې پخوا چې امن و ' جګړې او وېرې نه وې نو کوچیان به د خپل عادت او دود له مخې په ژمي کې کامې ته راتلل او تر ګرمې دمخه به هلبندونو ته تلل هغه د خپل یو مشهور شعر یعنې بیا کډې باریږي پړي واچول اوښانو کې په هکله وایي چې ددې شعر هر بیت په حقیقت ولاړ دی په خپل کلي کې په یوه صحرایي کوچۍ مین شو او ناکامې مینې اړ کړ چې د خپل زړه پټه کړیکه په دغه ډول رابهر کړي او خپل درد پرې ټکور کړي.
ښاغلی کامه وال صیب په کال ۱۳۳۰ کې د کامې په اخوند کلي ( قلعه اخوند) کې د اوراښاد رضا خان امرخېل په چرګۍ کې زېږېدلی دی تر دولسم ټولګي زده کړې یې هم د کامې ولسوالۍ د مراد علي صاحب زاده په عالي لېسه کې سرته رسولي دي او د دولسم ټولګي تر فراغت وروسته یې د ښوونکي په توګه د هېواد بې شمېره بچي روزلي دي ښاغلی کامه وال صیب سمدستي تقاعد شوی دی او په جلال اباد کې اوسیږي.
ښاغلي کامه وال صیب وایي چې تر پینځو زرو ډېر شعرونه یې لیکلي دي چې څه ورسره لا شته او څه د وخت او انقلاب نادودو جوړلي او خاورې کړي دي خو کامه وال صیب دا هم وایي چې تر دیارلس سوه ډېر شعرونه یې کمپوز او سندرغاړو ویلي دي.
د کامه وال صیب په هنري ژوند او فن ډېر څه لیکل کېدای شي خو زما مسافرۍ او د وطن نه لرېوالي زما دا لیکنه نیمګړې کړه که ژوند و او د ښاغلي کامه وال صیب کتابونه او کلامونه په لاس راغلل نو ټول رنګونه او ډولونه به یې تاسو سره وڅېړم اوس همدومره.
دلته یې د کلام یو څو بېلګې لوستلای شئ.
غزل
د باروتو په لمبو کې سوځېدلی په سور اور دی
نور مې وساتئ د جنګه افغانانو ستاسو کور یم
په ما ډېرو ډېرو خلکو خپل ځانونه ستړي کړي
تښتېدلي د وطن نه پاتې شوي ترې خپل مړي
د خوشاله د تورې شرنګ یم د میرویس د سترګو تور یم
ظالمانو په لمبو کې سر تر پایه لولپه کړم
رقیبان راپسې راغلل په بمو یې تیکه تیکه کړم
پټ په زړه کې راته ټګ دی په خوله وایي چې ستا ورور یم
سره هارونه مې له غاړې رقیبانو تښتولي
د پاریس په بازارو کې په ډالرو دې پلورلي
لږ غیرت راباندې وکړئ زه خو ستاسو لکه مور یم
رقیبان راپورې خاندي چې خبریږي مې له حاله
اولادونه مې شول پاتې ټول بې علمه بې کماله
ددې هسې رنګ ژوندونه زیاتي خوښ مړی په ګور یم
د جګړو په مرحلو کې په رڼا ورځې تالا شو
خلکو هر څه رانه یوړل د پردیو د خندا شو
شتمني مې ټوله لوټ شوه اوس سوالګر او خیرات خور یم
د جګړو ټغر که ټول شي قراري به شي هر خوا ته
بیا به غږ درباندې وکړم شیفته مله کامه واله
چې د سیر نه څو جوړیږي چې زه سپین یم که اوس تور یم
بل غزل
دا قسم درته په خوله کوم جانانه
جنګ به نور درسره نه کوم جانانه
ستا د هر عکس العمل په مقابل کې
که ته بد کړې زه به ښه کوم جانانه
که مې ژوند شي د جنت په منارو کې
بې له تا نه په کې څه کوم جانانه
ستا په غم کې له ماښامه تر سهاره
خوب د غم په زانګانه کوم جانانه
شیفته مل کامه وال وۍ که ته د بل شوې
ستا په ضد به بل واده کوم جانانه
غزل
زړه په ګولۍ سوری سوری ښه دی
د بې ننګۍ ژوند نه مرګی ښه دی
چې د وطن په ننګ شهید نه کړي ځان
هغه پښتون نه پنجابی ښه دی
چې د وطن مینه یې زړه کې نه وي
هغه سړي نه ' نه سړی ښه دی
چې په سنګر کې د رقیب نه تښتي
په جنګ کې مړ هغه زلمی ښه دی
خلک به د زرو په جامو اوبه څکي
ما ته د خارو کنډولی ښه دی
په سخته ورځ کې چې په درد ونه خوري
د هغه خپل نه خو پردی ښه دی
د بل وطن نه شیفته مل وی اشنا
ما ته د خپل وطن یو سپی ښه دی
بل غزل
وه بې ننګه یاره په وطن جنګ دی
او ته بې غمه کړې خوبونه بې ننګه
کور کې دې څومره دبدبه بې ننګه
والې دې څنګه شمله ده بې ننګه
په ملک کې بله سره لمبه ده بې ننګه
بې ننګه یاره ته رانه غواړې د سرکو شونډو سرونه
ډول به څنګه درته وکړم بې ننګه
چې بې ننګي دې را په زړه کړم بې ننګه
دزته به سترګې تورې نه کړم بې ننګه
بې ننګه یاره ما ته د کلي جنکۍ کړي پېغورونه
سر د وطن په لار کې ورکړه بې ننګه
د پلار تاریخ ته دې نظر کړه بې ننګه
پټګۍ دې ما ته را په سر کړه بې ننګه
بې ننګه یاره شازلمو سره به ساتم سنګرونه
پاڅې د ننګ توره تر ملا کړه بې ننګه
په دښمن جوړه کربلا کړه بې ننګه
نوم را ژوندی دې د بابا کړه بې ننګه
بې ننګه یاره چې اینده نسل ته پرې نه ږدې شرمونه
زه یوه پېغله پښتنه یم بې ننګه
د ملالۍ غوندې درنه یم بې ننګه
زه د رنګونو خزانه یم بې ننګه
په شیفته مل به د کامې کړم خپل عرضونه
بیا کډې باریږی
بیا کډې باریږي پړي واچول اوښانو کې
څه وکړمه خدایه زړه مې بند دی په کوچیانو کې
بیا یې کډې تړلي راته ښکاري چې هلبند ته ځی
اوړی دی ګرمي ده د رمو سره وطن ته ځی
درې میاشتو دپاره نازنینه ازاد ژوند ته ځي
زه یې پرېښودم دلته زړه مې یوړ په چشمانو کې
زړه ی چې راوړی حلال کړی یې شنو خالو یمه
درواغ نه ویم عالمه مین شوی یې په کالو یمه
چې ډېر زیات مې خوښیږي ستړی شوی په جرګو یمه
دومره انصاف نشته دې نادرسه ظالمانو کې
یا مې دې خدای مړ کړي چې ددې غمه بې غمه شم
یا یې مور رضا کړې چې د عمر خاطر جمعه شم
څو پورې به سوځم کې راکړۍ چې زه په طمعه شم
دې ژوند نه مې مرګ ښه دی چې سپک شوم په سیالانو کې
چېرته چې دا تورې کیږدۍ وګورم په غرونو کې
وایي شیفته مل کامه وال سر شم په فکرونو کې
بې دې حده خفه شم زړه کې ډوب شي په غمونو کې
ګرځم په صحرا لکه مجنون ورکو ودانو کې
#دختیځ_ګلونه
اجمل اټک یوسفزی
د ګران او ځوان لیکوال او شاعر ملګري سردار اغا کلیوال نه ځانګړې مننه کوم چې د کامه وال صیب سره یې راته مرکه وکړه