مریدنامه
[14.Apr.2022 - 17:37](مریدنامه) ۸۴
لیک: عبدالغفور لیوال
د سوي معبد د زاړه ښار دیوالونه ړنګ ول. د نورو کلیو او ښارونو واکمنو به په غلا غلا د سوزېدلي معبد له ډېرۍ څخه ایرې او خاورې له ځانه سره خپلو کلیو او ښارونو ته وړلې.
ببر سری پیر، سهار مهال، په بېړه د سوي معبد زاړه ښار ته روان شو. مرید ورپسې په سوې ساه ګامونه اخیستل او د خپل پیر و مراد د بېړې او چټک مزله په راز نه پوهېده.
ناڅاپه یې د خپل پیر لمن راښکله، چې:
- یا پیره دستګیره!
دومره بېړه ولې؟
د سوي معبد راز څه دی؟
او ولې د چم ګاونډ ښاریان له سوي معبد څخه خاورې او ایرې په غلا وړي؟
پیر لږ پښه نیولی شو، لرې افق ته یې سترګې وګنډلې او بیا یې وخندل:
هممم! درې پوښتنې !
راځه! مزل به کوو، ځکه د سوي معبد له ښاره باید په ورځ کې ووځو، که هلته مو شپه راغله او ویده شو، بیا نو تر قیامت پورې راوېښېدل نه شته.
مرید د خپلې لومړۍ پوښتنې ځواب واخیست، خو دا ځواب داسې و، لکه تږي ته چې مالګوبی ورکړې او تنده یې لا پسې زیاته شي.
- کوربان دې شم، پیره!
نورې پوښتنې هم راپيدا شوې، هیله ده راځواب یې کړې.
پیر وویل:
پخوا په سوي معبد کې داسې راهبان اوسېدل، چې خلکو د خپل دین ساتندویان ګڼل. راهبانو چې د خلکو سادګی او ریښتینولي ولیده، نو خونړي او روي شول، د واک و ځواک تنده او حرص یې ورځ په ورځ زیاتېده. تر دې، چې د ښار خلک یې یرغمل کړل. له خلکو به یې خواړه خوړل او لوڼې و زامن به یې د خپلو هوسونو په ژرنده کې دل کول. د سوي معبد راهبانو خلک طلسم کړي ول. د خوبونو کیسې به یې ورته کولې او د خوبونو د کیسو په زور یې تل ویده ساتل. راهبانو د خپلې پاچایي زوال د خلکو په راویښېدو کې لیده، ځکه خو یې د خلکو له راویښېدو څخه ویره تل په زړه کې وه. بس دوی وو او د درواغجنو خوبونو کیسې وې، کله به په خوبونو کې ارواوې راتللې او د ارواوو د خبرو او څېرو نکلونو به ښاریان لا پسې ویده وساتل.
یو مهال څو تنو ځوانانو د یوې چینې تر غاړې د رڼا یو کتاب ومونده. عجیبه د رڼا کتاب و، چې خلاص به دې کړ ، پلوشې به ترې راووتې. د رڼا دغو پلوشو د معبد طلسم مات کړ. د طلسم د ماتېدو نښه دا وه، چې د چینې ځوانان به د خوبونو د کیسو په اورېدلو نه ویده کېدل.
ویښو پېغلو او ځوانانو یوه شپه، د رڼا کتاب له ځانه سره په پټه معبد ته یووړ. همدا چې د رڼا له کتاب سره یوځای معبد ته ورننوتل، نو معبد اور واخیست. لنبې بلې شوې، راهبانو چیغې کړې، هره خوا یې منډې کړلې. له کلیوالو یې مرسته وغوښته، خو کلیوال ویده ول او نه راویښېدل.
کلیوالو ارواوې په خوب لیدلې او راویښېدن یې نه و.
شپه تر سبا معبد وسوزېد او د راهبانو طلسم مات شو. دوی چې له رڼا ډارېدل، سهار سهار ورک شول. له هغې ورځې را په دې خوا د سوي معبد خلک له ډاره نه ویده کیږي. د ورځې کومه سترګه خوب وکړي، خو ټوله شپه ویښ وي. دوی ډاریږي، چې که ویده شي، نو بیا به یې راويښېدل نه وي.
د چم ګاونډ هوښیار واکمن راځي او په غلا غلا د سوي معبد خاورې او ایرې له ځانه سره وړي. دوی هره ورځ دغه خاورې او ایرې د عبرت لپاره خپلو خلکو ته ورښيي او ویښ یې ساتي. هوښیار واکمن خلکو ته وايي:
راهبان خپل ښار ته مه پرېږدئ، خبرې یې مه منئ. دوی دروغ وايي. خوبونه یې دروغ دي. دوی په ارواوو پسې هم دروغ وايي. دوی غواړي تاسو د ابد په خوب ویده وساتي او ستاسو وینې، ستاسو ډوډۍ، ستاسو پېغلې او زلمکیان ورخپل کړي. دوی ستاسو په ویده ساتلو کې خپل جنتونه لټوي.
د سوي معبد دا خاورې وګورئ!
د سوي معبد دا ایرې وګورئ !
د راهبانو خوبونه او د دوی درواغ مه هېروئ!
ببر سري پیر کټ کټ وخندل، لا پسې چټک شو. د مرید ساه سوزېدلې وه، ایله یې په خپل پیر پسې منډې وهلې.
دومره متره په کې نه وه، چې خپل پیر وپوښتي:
د سوي معبد د ښار خلک اوس په څه حال کې
دي؟
Abdul Ghafoor Liwal
.........
د تکفیر او ویښتیا تر منځ شعوري واټن
[] سل کاله پخوا انګریزي څارګره (اکتشافي) الوتکه، چې ډېره لوړه نه الوتله، د افغانستان پر جنوب تېره شوه، ځوانکي شپون په غره کې ولیدله، سیلولی کلي ته راغی او خلکو ته یې کیسه تېره کړه...
سپین ږیرو توبې ایستلې او چې د کلي اخوند خبر شو، پر هلک یې د سنګسار حکم وکړ، ویل: کفر غږوي. مُشرک دی. بنده به څه وي، چې وسپنه په هوا کړي؟
په سبا یې بوره مور قبر ته ناسته وه، ژړل یې، چې زما زوی خو لیونی و، لیونی خو له شرعې ماپ (معاف) وي. ولې مو وواژه؟...
[] د انګرېز په اکسفورد ښار کې هغه کوڅه اوس هم د ګرځندویو کتنې ته هرکلی وايي، چې د نړۍ لومړنی فوټو شاپ یې بریالی ترسره کړی و. د شاه مېرمنې ثریا سر یې د یوې بربنډې انګریزې په بدن سریښ او بیا چاپ کړی و. د سقاوي اړدوړ په درشل کې دغه عکس په زرګونو پاڼې خپور شو او امان الله خان پرې تکفیر شو. پاچا اخوندانو او پیرانو ته جرګه ولېږله، چې څه غواړئ؟ هغوی د مکتبونو د تړلو او نورو شرطونو په لړ کې یو شرط دا کېښود چې پاچا به شاه مېرمن ثریا طلاقوي.
[] د ګوډ ملا په اړه اوازه ګډه شوه، چې ستانه او رسنده دی، چې هرځای کیني، د ناستې پرځای یې شین چمن رازرغون شي... خلکو یې په چیغه پسې سېلاوې او سوټي راواخیستل، چې هلئ سرکار کافر دی...
اوس
هو، اوس
یعنې شاو خوا سل کاله روسته، خامخا د هغو کلیوالو لمسي په الوتکو کې سفرونه کوي، چې زلمی شپون یې سنګسار کړی و.
نن د هغو خلکو په جیبونو کې تر ټولو پرمختللې کامرې او د فوټو شاپ وسایل پراته دي، چې نیکونو یې د شاه مېرمن طلاق غوښت.
او خامخا ګڼو هغو لمسیو هم ګوډ ملا شاتګپال وګاڼه چې نیکونو یې د خدای ولي ګڼلی و.
بغدادي پیر اوس لولو او پرې پوهیږو، هغه وخت چې بغدادی پیر ماموریت ترسره کاوه، زموږ خلک یې د تکفیر د کرغېړنې دسیسې ښکار ول.
کیسه چېرته ده؟
سل کاله مخکې موږ د تکفیر قربانیان وو، ایله نن پرې پوهیږو، چې کیسه څه وه؟
سل کاله پخوانی تکفیر (الف) وګڼئ او اوسنۍ هوښیاري او ویښتیا مو (ب) وګڼئ.
زموږ ملي ربړه، مصیبت او غمیزه دا ده، چې د (الف) او (ب) ترمنځ واټن سل کاله دی.
هغه څه چې نن د دین په نامه کیږي او هغسې چې نن وطن د تکفیر په وسله تباه کیږي، همدا زموږ لمسیان به سل کاله روسته پر موږ ټولو غوسه وي او خاندي به...
غوښتنه دا ده، چې ایا دا سل کلنه فاصله رالنډولای نه شو؟
همدا نن د تکفیر او له دین څخه د سیاسي ابزاري ګټنې په راز پوهېدلای نه شو؟
ټولنه دغه سل کلن واټن یوې ورځې ته رالنډولای نه شي؟
همدا نن ویښېدلای نه شو؟ چې پوه شو، د انګریز میراث خور استخبارات راباندې څه څه کوي؟
یوه بل واټن هم شته، چې منفي واټن یې بولي. یعنې تر دې وړاندې چې (الف) پېښ شي، موږ وخته په (ب) سنبال یو. یعنې دومره ویښ شوي یو، چې که سبا مو هم څوک د دین په ناسم تفسیر و تعبیر تباه کول غواړي یا مو سبا د اولادونو مرۍ د تکفیر په پڅه چاړه پرې کوي، نو موږ یې باید نن مخه ونیسو.
پېغلو او زلمیو!
ولیکئ، هر یو مو یو یو مخ په دې باندې لیکنه وکړئ، مشاجره وکړئ، بحث و استدلال وکړئ، شور جوړ کړئ، چې سل کلن واټن څنګه یوې ورځې او بیا منفي واټن ته راکوشنی کړو؟
شور جوړ کړئ، چې څنګه د تکفیر تر کړکېچ مخکې موږ شعوري ویښتیا ته ځان ورسوو او د ګاونډ د استخباراتي مدرسو خونړۍ چړې، ناولې تورې او زهرجنې نیزې څنګه د تاریخ په ډېران کې خښولای شو؟
یادښټ: له لنډو کومېنټونو غوره دا ده، چې یو یو مخ استدلالي لیکنې ولیکئ، استدلال تمرین کړئ!
Abdul Ghafoor Liwal
.........
د تفکر تکفیر
موږ ولې د ډېر هوښیار بنیادم په اړه وايو:
څه کافر سړی دی؟
یا:
داسې کافر ماشین یې جوړ کړی، چې پخپله کور جارو کوي؟
یا:
داسې کافر ماغزه پرې سواره دي، چې مه یې کوه پوښتنه؟
چا او ولې، له عقلانیت او فکر څخه د راپنځول شوي تکنیک او پوهې سره هممهاله زموږ خولې ته د کافر نوم رازده کړی دی؟
آیا ټول فوق العاده یا خارق العاده کارونه کافران کوي؟
یا هر هغه څه چې زموږ له عقل و فکره لوړ دي راته کفر یا د کافر کار ښکاري؟
دا زموږ په ورځنیو ادبیاتو کې دود اصطلاحات دي، چې په اړه یې جدي پوښتنې شته او باید ځواب یې ولټول شي.
په قرآن کریم کې شاوخوا ۱۷ ځله د فکر کولو حکم شوی او ۴۷۹ ځله فکر او د هغه مشتقات ذکر شوي دي.
پر نوره نړۍ کار نه لرم، خو په افغانستان کې ولې تفکر تکفیر شوی دی او ټول ورڅخه ویریږي؟ د تفکر بنسټونه کفري ګڼل کیږي او د فکر بیان خو توبه !!!
فکر پوښتنې زېږوي او عقلانیت پیاوړی کوي، ښايي موږ پوښتنو ته له ځواب ویلو ویریږو او یا یې د ځواب ویلو توان نه لرو.
د تفکر د تکفیر یوه بل دلیل دا هم دی، چې فکر د انسان په ګټه بغاوت او سرغړونه راپنځوي.
دا د انسان ځانګړنه ده، چې غواړي ښه ژوند ولري. په انسان کې د دغې غوښتې وژل بیخي ناشوني دي، تاسو یوازې هغه مهال د انسان د ښه ژوند هڅه وژلای شئ، چې ټول انسانان ووژنئ.
اصلي خبره دا ده، چې څنګه، د معنوي ارزښتونو له ساتلو سره سره، باید د انسان له دغې غوښتنې سره پخلا شو؟
د انسان د ښه ژوند د هڅې له منځه وړل، مطلق رُهبانیت ته د هغه سقوط دی او رُهبانیت ته د انسان سقوط منع دی.
د انسان د لا ښه ژوند لپاره هڅه تر هرڅه وړاندې تفکر ته اړ ده، ځکه موږ باید په دې اړه راپنځېدونکیو پوښتنو ته ځوابونه ومومو.
د انسان د ښه ژوند یو اړخ دا دی، چې هغه باید ټول ساینسی او ټولنیز علوم زده کړي، خپله سیاسي اراده وکاروي، خپل واکمن په خپله رایه وټاکي، د کار او تولید لپاره باید لاره هواره کړي او د وګړي د هوسایېنې لپاره باید د ټولنې د پرمختګ لارې هوارې کړي!
خبره ټوله له فکر او تفکر څخه راولاړیږي.
یوه مهمه تاریخي پوښتنه دا هم ده، چې ولې تر هغه روسته چې ختیزې نړۍ ته د لویدیځ ښکېلاک رامخه شوه، په اسلامي هېوادونو کې لوی مفکرین لکه ابن سینا، البیرونی، فارابی، ابن رشد، ابن عربی، شیخ شهید سهروردی او نور راپیدا نه شول او ان په بغداد کې د دارالحکمه په شان د تفکر د ژباړې یو بنسټ جوړ نه شو؟
ښکېلاکګرو په تېره بیا انګریزانو د فیلوسوفي، تفکر او تعقل ضد اړخ پیاوړی کړ، ویې هڅاوه او ویې لمساوه، چې تفکر تکفیر کړي.
هغوی خپله تکنولوژي پر موږ خرڅوله، خو په دې اړه یې، چې خپله دې د تکنولوژي رامنځته کولو هڅه وکړو، بندیز ولګاوه. دا یې د کفارو کار وګاڼه او ځکه خو موږ ته هر علمي، ساینسي او تکنولوژیک کار، چې له فکر او تفکر سره اړیکه لري د (کافر) کار ښکاري.
ښکېلاک موږ ته فیزیک، کیمیا، بیولوژي، ان پرمختللي ریاضیات او ټولنیزې پوهنې، ارواپوهنه و موسیقي و هر هغه څه چې له تفکر سره اړیکه لري، کفري فنون و نومول او موږ یې ترې بې برخې کړو.
ښکېلاک زموږ له فکر کولو او تفکر څخه ویریږي. د ریښتینې آزادۍ اصلي ځواک د خپل فکر پر بنسټ د خپلې خیټې مړول او د خپل انساني ژوند د شرایطو د ښه کولو لپاره فکر وعمل دی، چې دا ټول موږ تکفیر کړي دي.
نو
فاعتبروا يا أولي الألباب
Abdul Ghafoor Liwal
......
مکدوني الکساندر د کلبي دیوجانس (دیوژن) لیدو ته ورغی، چې په یوه خټین کندو کې اوسېده، هغه ورځ دیوجانس لمر ته ناست و. الکساندر ورته وویل:
ایا څه ته اړتیا لرې، چې له ما یې وغواړې؟
دیوجانس ورته وویل:
هو، زما د لمر له مخې لرې شه! ته چې راغلې زما او زما د لمر ترمنځ سیوری شوې، زه غواړم مخامخ خپل لمر ته کینم...
د دیوجانس او الکساندر دغه سېمبولیکه کیسه لا هم موږ ته سمه تفسیر شوې نه ده.
ویښتیا دا ده، چې انسان د خپل عقل او مطلق حقیقت تر منځ اړیکه مخامخ کړي.
ډېره بده حقیقت پلټنه دا ده، که تاسو په هغه چا پسې روان یاست، چې تاسو حقیقت ته نه رسوي، بلکې د خپلو ګټو په کږلیچونو کې مو سرګردانه کوي.
دوی د حقیقت قاچاقبران دي، دوی تاسو ته وايي، چې تاسو حقیقت، جنتِ موعود او فلاح ته رسوو، خو دوی په دغه دروغجنه دعوه کې خپلې سیاسي ګټې نغښتې وي، واک غواړي، ځواک غواړي، ډوډۍ غواړي او په تاسو هغه باورونه و احکام پلوري، چې ده پخپله له خپلو خرافي خیالاتو څخه تراشلي دي.
دغه خلک کار، تولید او خدمات کولای نه شي، بلکې د باورونو په زور انسانان زبیښي، دا خورا ګواښمن زبېښاک دی.
دوی ستاسو په سترګو تورې پردې اچوي، جاهل مو ساتي، پوهنې و زدکړو ته مو نه پرېږدي، له ښوونځیو او پوهنځیو کرکه لري، ځکه ستاسو له پوهېدو ډاریږي، دوی نه غواړي تاسو لمر مخامخ وګورئ.
دوی وايي : ستاسو سترګې د لمر د لیدلو وس نه لري، ستاسو په سترګو باید د حجاب تورې پردې خورې وي او موږ به درته وايو، چې لمر څه دی، رڼا څه ده او ځلا یې څومره ښه ده؟
او د دې لپاره چې د لمر په اړه زموږ خبرې وړیا نه دي، نو تاسو موږ ته واک، ځواک، خواړه او اوبه راکړئ.
که تا ورته وویل: اجازه راکړه چې لمر په خپلو سترګو ووینم...
نو درته وايي: دا لویه ګناه ده، هرڅوک لمر ته کتلای نه شي.
تاسو باید پېړۍ پېړۍ د دوی استبداد وزغمۍ، خپلې وینې پرې وڅښئ، خپلې غوښې پرې وخورئ او د دوی تر تورو پردو لاندې خپلې سترګې ړندې وساتئ، چې ګناهګار نه شئ، په دې وعده چې دوی به تاسو د حقیقت تر شا شنو سرو باغونو ته ورسوي.
ویښتیا همدا ده، چې تاسو دوی ته وویلای شئ!
لرې شه! غواړم مخامخ لمر ته وګورم،
غواړم رڼا په خپلو سترګو ووینم،
غواړم په خپله پوه شم.
زما د خپل نړۍ لید او مطلق حقیقت ترمنځ (واسطه) په کار نه ده.
رڼا ته په خپلو سترګو د ورکتلو هڅه، له رڼا څخه انکار نه دی.
........
د معجزو غریزه
-
هر انسان یوه برخه ژوند په اسطورو کې کوي. ښه به وي ووایم، د هر انسان د تخییل تومنه و ډینامیسم اساطیري هوسونه دي. اسطورې تل زیږي او دا کیسه روانه ده. نومهالې( معاصرې) فلمي اسطورې؛ غڼه پهلوان Spider Man, زبرپهلوان Super Man, غوټ شین Hulk یا له اسمانه رالوېدلی ویجاړونکی The Terminator یې بېلګې دي.
ماشومان له اساطیري تخییلاتو سره رالوییږي، هر یو یې، ځان تر عادي انساني توانه په ورپورته ځواک کې، په لیدو لیدو ویده کیږي...
دا غریزه لکه جنسي هغه یا ولږه و تنده داسې په بنیادم کې شته.
زموږ دیني باور خو دا دی، چې له سپېڅلیو استازیو پرته نور انسانان د معجزې کولو وړتیا درلودلای نه شي. خو د معجزې یا لږترلږه کراماتو لیونۍ غریزه تل په بنیادمانو لېونتوب خوروي، چې ځينې ځینې یې دغه جنون په مهارت د دین تر څادر لاندې پټوي.
په اروپا کې زرکلنه تیاره دوره د بېشمېره معجزو او کراماتو زمانه وه، چې اخر یې خلک ستومانه کړل. دغه معجزې او کرامات به هغه مهال بیخي ګواښنده و خطرناک شول، چې د کلیسا، کشیش یا بل واکمن سیاسي غوښتنې به ورپورې وتړل شوې. د کلیسا، کشیش یا سلطنت ګڼ مخالفین په دې نامه وژل شوي یا سوزول شوي ول، چې پلاني پاپ یا کشیش یا قدیس حضرت مسیح په خوب لیدلی، چې ورته وايي: د پلاني په روح کې شیطان ننوتلی دی...
انګریزانو په خپلو مستعمرو کې همدا لوبې په خورا پېچلیو استخباراتي چلونو سره وغځولې او د دوی استخباراتي کوکریو هم ورڅخه زده کړې.
په دې ورځو کې د ګاونډ شیخان، استخباراتي مسخره مفتیان، چغن خطیبان او ان لیډران په معجزو راغلي دي. هره شپه خوبونه ویني؛ یو یې د حضرت موسی ع ځان مینځلو ته ناست وي، بل ته حضرت آدم ع له جنته تیلیفون راکړی وي، یو بل یې بیا په یوه ساعت کې دوه درې زره کیلومټره مزل کړی وي، د مسلمه امت سل ستونزې یې ورحل کړې وي او د سترګو په رپ کې بېرته خپلو مخلصو مقتدیانو ته راستون شوی وي او په موعظه بوخت وي... خبره تر دې هم وړاندې تللې، ځینو یې - العیاذبالله - څښتن یا یې رسول مبارک په خوب لیدلی وي، چې هو به هو د استخباراتو پوځي تبلیغاتي اعلامیې ورته لولي. څه شیان یې بیخي عجیب دي:
اول ټول خوبونه پښتانه شیخان ویني، په پښتو لګیا وي او لاندې ورته ناست پښتانه ورته لوګی لوګی کیږي، چې دا ولې؟
د ټولو خوبونو او درواغجنو معجزو ویډیوګانې ثبتیږي او په پراخه پیمانه په ټولیزو رسنیو کې خپریږي.
د خوبونو محتوا، خامخا، له یوه اړخه په افغانستان پورې تړلې وي، خدایزده دا ولې؟
درېیمه دا چې د یوه لوی ملت نن او راتلونکې له همدې خوبونو او استخباراتي معجزو سره بدلیږي رابدلیږي...
پر اسطورو او اساطیري تخییلاتو څېړونکي دې په نومهالې زمانه کې دغه خوبونه خامخا وڅېړي، ښايي نویو پایلو ته ورسېدلای شي.
Abdul Ghafoor Liwal
...........
د تکفیر ټولنپوهنه
د افغان سید جمال الدین د مسلمانۍ په اړه خو به - ان شاءالله- څه شک و شبهه نه وي؟
انګریزانو د اسلامي نړۍ همدغه ویښوونکی مفکر هم د خپلو پټو کړیو په خوله، له څو هېوادونو څخه د بدعت او کفر په تور وشاړه. سید په ۱۹ کلنۍ کې د امیردوست محمد خان دربار ته لار وموندله، یوه موده د سردار محمد اعظم خان ښوونکی و. کله چې امیرشېرعلي خان واک ته ورسېد، افغان سید د اصلاحاتو او مشروطه افکارو طرح ور وړاندې کړه. په دې طرحه کې د موډرنو او عصري زدکړو، مدني قوانینو، اقتصادي اصلاحاتو، فردي ازادیو او د یوه موډېرن مرکزي حکومت رامنځته کولو وړاندیزونه شوي ول...
انګریزي ځریو امیرشېرعلي خان د سید په وړاندې په دې نامه راوپاروه، چې ګواکې تر ده یې سردا محمداعظم خان د پاچايي لپاره غوره ګاڼه، ځینو دا ډنډوره هم وغږوله، چې سید کفري فکرونه لري... امیر شېرعلي خان مجبور شو د خپلې پاچاهۍ دغه خیرغوښتونکی له هېواده وشړي.
اعلیحضرت امان الله شاه غازي او مشروطه ملګري یې او تر دوی راروسته تېر ټول سل کلونه هر ریفورمیست، هر موډېرنیست او هر هیومانیست چې ملي ویښتیا، ښکېلاک ضد تفکر او یوه پیاوړي افغانستان جوړولو فکر لرلای دی، خامخا تکفیر شوی دی.
په هغه غونډه کې زه هم ناست وم، چې پیاوړی استاد اکاډمیسین پوهاند عبدالشکور رشاد د دې لپاره وګواښل شو، چې د ویښ زلمیانو د غورځنګ غړی و. استاد هسکه غاړه ودرېد او ویې ویل: ویاړم، چې ویښ زلمی وم، ویښ زلمی یم او ویښ زلمی به یم! د مشروطه غوښتونکیو دوهم نسل ( ویښ زلمیان) هم د تکفیر له ګواښ سره مخامخ ول.
یو مهال د تکفیر لپاره د زندیق کلیمه کارېدله. (زند) د اوستا پهلوي تفسیر و او چې په (دین دبیره) لیکدود وکاږل شو، (پازند) یې و نوماوه. زندیق به یې هغه چاته ویل، چې ګواکې زردشتی دین یې درلوده یا یې زند د کتاب په توګه مانه. نن سبا د اوستا په اړه پراخې څېړنې کیږي، خو که همدغو څېړونکو ته څوک زندیق ووايي، نو ښايي غوسه شي. له دې څه زده کوو؟ موږ د تکفیري اصطلاحاتو په مانا نه پوهیږو. د سړې جګړې پرمهال لکونه کسان د کومونیست په نامه ووژل شول، کومونیست هم داسې مانا شوی و:
کومو = خدای او نیست = نشته، یعنې- نعوذبالله- (خدای نه شته!).
د کومونیسم لغوي مانا ګډونواله ده. دا خو یې لا پرېږده، هغه لکونه خلک چې په دې نامه ووژل شول، ښايي ۹۹سلمه یې د کومونیسم پر الفبا لا خبر نه وو.
دا اصطلاحات نوي کیږي، په نوې زمانه کې سیکولر(سیکولار) د تکفیر نوې تمغا (ټاپه) ده. د سیکولریسم مفهوم هم پېژندل شوی نه دی.
خبره یوازې پر اصطلاحاتو ناپوهاوی هم نه دی. کیسه تر دې ژوره ده، اصلي پوښتنه دا ده، چې ولې ټول اصلاحي، ولس پلوي، د پرمختګ، هوسایېنې، ښه ژوند، ملي پیاوړتیا، معاصرو علومو، ویښتیا، روښانتیا او بدلون پلویان تکفیر شوي دي؟
د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال انګریز بوخت او پاکستان نوی زېږېدلی و، دا مهال په افغانستان کې شاهي او د جمهوریت لومړۍ دوره د تکفیر له ګواښه یوڅه په امن ول. کراره کراري وه. خو د سړې جګړې په ګرمېدو سره ښکېلاک بیا د تکفیر بټۍ هم له دوزخۍ لمبو راډکه کړه.
تېره ورځ یوه روښانه ملګري دا خبره کوله، چې ولې افغانان په نومهالي (معاصر) تاریخ کې د نورو ملتونو په شان ملي اتل نه لري؟
لنډ ځواب دا و: هر ملي شخصیت، چې روښانتیا ته د افغاني ټولنې د وررسولو هڅه کړې ده، د ښکېلاک له خوا تکفیر شوی دی. دا کار د شلمې پېړۍ تر اویایمې لسیزې پورې مخامخ انګریز کاوه او تر دې لسیزې روسته یې د تکفیر ټېکه پنجاب ته وروسپارله، نو د داسې تورې ټاپې په شتون کې به څنګه څوک د ګڼو افغانانو لپاره اتل شي؟
ښکېلاک پوهیږي، چې ښوونځی، پوهنتون او د نړۍ له حالاتو خبرتیا دغه ټاپه کمزورې کوي، ځکه یې لومړۍ دوښمني له دې بنسټونو سره ده.
نن سبا، چې د ګڼو خلکو په جیبونو کې د پوهنو او زدکړو یوه برېښنايي زېرمه شته، بېوزله کلیوال او له زدکړو محروم خلک د ښکېلاک لپاره د تکفیر کرونده ګڼل کیږي.
یوه لنډه پایله دا اخلو، چې د ټولنیز شعور او پوهې لوړېدل، د ښکېلاکي تکفیر بې ارزښته کېدل دي او له ښکېلاکي تکفیره د ویرې کمېدل، د پرمختګ او ښه انساني ژوند موخې ته وررسېدل.
Abdul Ghafoor Liwal